ځناور طالبان د امریکا د امپریالیزم په ملاتړ زموږ په غمځپلو خلکو واکمني کوي!
د آیاسآی او سیآیای د نازولو بچو د ویرونکي امارت درې کاله بشپړ شول. د امریکا حکومت او د ناټو هېوادونو زموږ د کړیدلو افغانانو برخلیک د وینيڅښونکو طالبانو په لاس کې ورکړ، زموږ هېواد یې نور هم د ناپوهۍ، زورواکۍ، فقر او بې وزلۍ...
روزا اوتونبایوا، د «یوناما» مشره د امریکا سرسپارلې مهره
ملګري ملتونه دا مهال د طالبانو د منځنیو پېړیو رژیم سره د جوړجاړي له امله د افغانانو له سختو نیوکو سره مخ دي. زموږ خلک نور په تجربو سره پوهېدلي چې دې بنسټ زموږ په هېواد کې د امريکا د لاسپوڅي په توګه کار کړی...
د مارچ اتمه، د کرغېړنې بنسټپالۍ له منګولو څخه د افغانو ښځو د خلاصون لپاره د هیلو او مبارزې نښه
د ښځو نړیواله ورځ د تاریخ ترټولو خوسا او بویناکې دستګاه تر واکمنۍ لاندې چې د سیآیای او امآی۶ او آیاسآی له لوري روزل شوي راورسېده په داسې حال کې چې نړیوال، په ځانګړې توګه مبارزې او سرتېرې ښځې دا ورځ لمانځي، د افغانستان ناتارځپلې...
د «القاعدې» په جوړولو او پالنه کې د امریکا پټ لاس
د امریکا د حکومت له ارشیف څخه د ګڼو محرم اسنادو په خپریدو سره دا خبره نوره پټه نه ده چې سپینه ماڼۍ له القاعدې، جهادیانو او طالبانو او په ټوله نړۍ کې له نورو اسلامي بنسټپالو ډلو سره نږدې او د مینې اړیکې لري،...
د عبدالله عزام اپلتې، زموږ د خلکو د تېرایستلو هڅه
په دې وروستیو کې مې د عبدالله عزام لیکلی کتاب «په افغان جهاد کې د رحمان نښې» تر لاسه کړ. دا کتاب چې له اپلتو ډک دی، پرته له دې چې زموږ خلک کاڼه، ړانده او احمق کړي، بله موخه نه لري. عبدالله عزام په...
د طالبي زورواکۍ دوه کاله، د امریکايي نیواکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د شل کلنو جنایتونو دوام!
د پېړۍ د تورفکرونو له بیا واکمنېدو دوه کاله تېر شول او لکه څرنګه چې پرون ددوي جهادي ورونه زمونږ د خلکو په تور برخلیک واکمن شول، نن دا د سیآیای-آیاسآی پیداوار د امریکا او د هغوي د ملاتړو د اونیزو ښکاره او پټو ډالرو...
امریکا په نړۍ کې د وژونکو وسلو تر ټولو لوی دلال
شنونکي وايي چې د وسلو جوړونکو په میلیاردونو ډالر کانګرس بډې ورکړي چې د «فدرالي وسلو د پلور» تړونونو په کره توګه ونه څاری ترڅو دوي په آرامۍ سره په اوکراین، یمن او ټوله نړۍ کې وژونکو جګړو لپاره وسلې تولید کړي چې له دې...
امریکا د ترهګرو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې اخلي
د بلغاریا یوې خبریالې ډیلیانا ګیتندزیوا په یوه څیړنیز راپور کې څرګنده کړې، چې پنټاګون د نړۍ د جګړې د سیمو لپاره د ۲،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پېري، چې تر ډېره په سوریه کې له القاعده شبکې سره تړلې ترهګرو ډلو ته ورکول...
په کمبودیا کې د امریکا زړهبوږنونکي جنایتونه
د ویتنام د جګړې په اوج کې د امریکايي نیواکګرو ځواکونو پرله پسې ماتې د دغه هېواد د حکومت مشران په غوسه کړل او خپله غچاخیستونکې او له کرکې ډکه پالیسي یې لاپسې ګړندۍ کړه. وروسته له دې چې ویتنام جنګیالیو د امریکايي ځواکونو هر...
د ګلبدین د لمسي رسوایي؛ د ښځو پر وړاندې د اخوانیانو له سپکاوي ډک لید نښه
څو ورځې کېږي چې په خواله رسنیو کې د عبیدالله بهیر، د ګلبدین لمسي او غیرت بهیر ځوی د اخلاقي رسوایي غږ پورته ده چې د سفلس په نوم جنسي ناروغۍ یې یوې ښځې ته لېږدولې او خپله ناروغۍ یې له هغې څخه پټه کړې...
زمونږ تور برخلیک یواځې د مبارزو ښځو او سړيو سرښندنې بدلولی شي، نه سرکاري جایزهاخیستونکی!
په داسې حال کې چې د ښځوضد بلا په ځناوریزه توګه، زمونږ د هېواد ښځې د سیآیای حرمونو بچیانو په خونړیو منګولو کې راګیر او تار تار کوي، د ښځې نړیوالې ورځ په درشل کې یو. طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره په بند...
د امپریالیزم او بنسټپالۍ بدمرغه کړۍ یواځې زمونږ ځوریدلي خلک ماتولی شي!
د ناتارکوونکو طالبانو له بدمرغې واکمنۍ څخه یو کال تېر شو. هغه واکمني چې د امریکایي، پاکستاني او قطري واکداران له لوري د «سولې» او «جګړې پای» تر نوم لاندې د دوحې شرمناکې هوکړې په پایله کې د تاریخ کانګېشوو ته وبخښل شوه. د امریکا...
په فیسبوک کې د زاخیلوال او فاروق وردک پر مخ د هیوادوالو درنې څپېړې!
د تل په څیر چې د ګټو او واک ویش رانږدې شي د مرخیړي په شان په لسګونو نوي ګوندونه او ائتلافونه هم رامنځته کېږي او هر یو په خپل وار کوښښ کوی چې په ارزانه بیه ځان په یو بادار وپلوري چې په همدې...
د خاینانو تر منځ خبرې له سولې پرته په هرڅه ختمېږي
له څو کالو راپدېخوا امریکا او مرییان یې د «سولې خبرو» نغاره غږوي تر څو د جګړې پای لپاره زمونږ د خلکو له تلوسې څخه ناوړهګټه پورته کړي، خپلې ښکیلاکګرې کړنلارې په آرامه سره زمونږ په هیواد کې پلې کړي. له دې خبرو اترو د...
د ښځې نړیوالې ورځ لمانځغونډه
د مارچ اتمه، هغه نیکمرغه ورځ ده چې د کلارازتکین له لوري په ۱۹۱۰ کال کې د "سوسیالیستو ښځو نړیوال کنفرانس" کې د کارګرو ښځو مبارزو ته د درناوي په پار وړاندیز شوه او تر نن پورې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. مونږ په...
سیآیای څرنګه خپلو افغانو چوپړانو ته غوږتاوی ورکوي؟
نوکر، نوکر ده که هغه د خلق او پرچم مشران وي، یا د امریکا لخوا روزل شوي جهادي او طالبي او تکنوکراتان وي. ټول د خپل بادار پر وړاندې د تشناب کاغذ ارزښت (یا هم د عطا په وینا د پیپسي بوتل ارزښت) لري چې...
میرزا اسلم بیګ: طالبان امریکا روزلي دي
میرزا اسلم د افغاني بنسټپالو له پاکستاني پلرونو څخه شمیرل کېږي. هغه چې پر افغانستان د روسې ضد جګړې پر مهال د پاکستان پوځ مشر وه، د جهادیانو او طالبانو په تمویل او مجهز کولو کې مرکزي رول درلود. د یوې انګلیسي ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې...
سیلۍ غفار د نړۍ سل اغیزمنو ښځو په کتار کې
«لا ریپوبلیکا» (La Repubblica) په نوم ایټالوي ورځپانې د ۲۰۲۰ کال اګست میاشتې خپله وروستۍ اونیزه ګڼه د نړۍ سل اغیزمنو ښځو ته ځانګړی کړی ده چې پکې پوهاندې، اقتصادپوهې، سیاستمدارې، هنرمندانې، ټولنیزې فعالې، چاپیریال ساتنې پلویانې، لیکوالې او ورزشکارې ښځې شاملې دي. مجلې په...
یواځې زمونږ د خلکو پاڅون کولای شي چې د امریکا او د هغوي د مرییانو واکمني ختمه کړي!
نولس کاله وړاندې امریکا او ناتو د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» تر نامه لاندې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د طالبانو وینيڅښونکی رژیم یې د څو اونیو په لړ کې رانسکور کړ. د دوو لسیزو وژنو او ویجاړیو وروسته، امریکا او لاسپوڅی دولت یې...
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په لغمان کې د همبستګۍ ګوند اعتراضي غونډه
۱۳۹۹ کال د زمري ۲مه: په مهترلام ښار کې د همبستګۍ ګوند غړو د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې، پر کنړ ولایت د پاکستان پوځ چې د طالبانو او اخواني تنظیمونو بنسټایښودونکی ده، توغندیز برید وغنده. ددې غونډې په مرکز شعار کې لیکل شوي...
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 143 میلمانه آنلاین لرو