«د یږې لومه-د افغانستان نا ویل شوې کیسه»، آی‎ایس‎آی ته د تنظیمي اخوانیانو د مریتوب لاسوند

«د یږې لومه-د افغانستان نا ویل شوې کیسه»، آی‎ایس‎آی ته د تنظیمي اخوانیانو د مریتوب لاسوند

««د یږې لومه- د افغانستان نا ویل شوې کیسه» د هغه کتاب نوم دی چې د ډګروال محمد یوسف او امریکایي مارک ادین لخوا په ۱۹۹۲ م کلنو کې خپور شوه. دغه کتاب د پیښور د اووه ګونو تنظیمونو د مشرانو د مریتوب نه انکاریدونکی سند دی. تر اوسه هیڅ یوه جهادي ددې جرئت ونشوه کړای ترڅو دغه کتاب رد کړي. ځکه هغوی پوهیږي چې د یوه کوچني غبرګون په ښودلو سره یې د نورو سترو پټو اسنادو د رابرسیره کولو په سبب نور هم مخ‎توري کیږي. یوسف د لومړي ځل لپاره په علني ډول ښکاره کړه چې د (آی‎ایس‎آی ټیمونو په منظم او تکراري ډول سره د مجاهدینو سره یوځای افغانستان ته لیږل کیدل) ټول کتاب په داسې جملو لیکل شوی دی چې عملاً ښایي دا آی‎ایس‎آی وه چې د جهادي رهبرانو رسۍ یې په لاس کې نیولې وه او د جګړې رهبري یې کوله. پدې کتاب کې دا په ډاګه کولای شو چې پاکستان د خپلو کرغیړنو اخواني ګوندونو له لارې له لومړۍ ورځې څخه پدې هڅه کې وه چې د شوروي پر ضد د افغان ولس مقاومت له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي او زموږ د هیواد د بربادۍ لپاره ترې ګټه واخلي.

ډګروال محمد یوسف آی‎ایس‎آی د تنظیمي قومندانانو سره یوځای د عملیاتي پلان د جوړولو په حال کې
ډګروال محمد یوسف آی‎ایس‎آی د تنظیمي قومندانانو سره یوځای د عملیاتي پلان د جوړولو په حال کې

«د یږې لومه» کتاب دوه ځلي فارسي ته ژباړل او خپور شوی دی. چې ما د ښاغلي محمد قاسم آسمایي له ژباړل شوې لیکنې څخه ګټه اخیستې ده.

لیکوال د کتاب په سریزې کې ځان داسې معرفي کوي:

«په آی‎ایس‎آی کې زما دنده د افغانستان د جګړې سوق او رهبري وه. دغې ادارې په افغانستان کې د جګړې د پرمخ بیولو دنده درلوده. ما نه یوازې د مجاهدینو د روزولو او مسلح کولو دنده درلوده بلکې اړ وم چې د افغانستان دننه د هغوی عملیاتي پلانونه هم رهبري کړم»

د کتاب ځینې برخې د آی‎ایس‎آی د سلاکارانو په مستقیمې لارښوونې پر کابل ښار د تنظیمونو ورانکاور فعالیتونو ته ځانګړی شوی دي. چې ما یې ددغو جنایتونو ځینې برخې د نوي نسل د زیاتې پوهیدنې لپاره چې د اخوانيانو د غلامۍ او افتونو څخه بي خبره دي راټولې کړي دي.

ویلیام کسي(د سی‎آی‎ای مشر)، جنرال اختر(د آی‎ایس‎آی مشر) او ډګروال یوسف په پیښور کې د مجاهدینو د یوه پوځي مرکز څخه د لیدنې په حال کې
ویلیام کسي(د سی‎آی‎ای مشر)، جنرال اختر(د آی‎ایس‎آی مشر) او ډګروال یوسف په پیښور کې د مجاهدینو د یوه پوځي مرکز څخه د لیدنې په حال کې

لیکوال د آی‎ایس‎آی مشر جنرال عبدالرحمن اختر د شوروي پر ضد د افغانستان د جګړې د اصلي پلانوونکي او مبتکر په توګه بولي او هغه ستایي. جنرال اختر اته کاله د جنرال ضیاء الحق په مشرۍ د آی‎ایس‎آی ریاست په غاړه درلوده. د جنرال یوسف په خبره جنرال اختر د کابل ورانولو سره یو ډول خاصه لیونۍ مینه درلوده او (کابل باید وسوځیږي) یې شعار وه. که څه هم جنرال اختر په ۱۷ اګست ۱۹۸۸ م کال په یوه هوایي پیښه کې د جنرال ضیاء سره یو ځای وسوځیده. خو افغاني نوکرانو یې د اتم د ثور تورې ورځې څخه وروسته د خپلو پاکستاني اربابانو دغه خوب د کابل په ورانولو او سوځولو عملي کړو.

که نن طالبان د آی‎ایس‎آی په ملاتړ د خپلو پلانونو په ترسره کولو هره ورځ د کابل ښاریان د غم په ټغر کينوي، همدا شان د سیاف، رباني، قانوني، عبدالله، بسم الله، عبدالحق، فهیم، ګلبدین،.... په شان جهادیانو هغه مهال د آی‎ایس‎آی په لارښوونه دغه شان جنایتکارانه اعمال تر سره کړل چې اصلي قربانیان یې د کابل بې‎دفاع خلک ول. جنرال یوسف پر کابل د راکټ توغولو او د ورانکارو کړنو د پردې ترشا رازونه او په هغوی کې د آی‎ایس‎آی د سلاکارانو او د هغوی د جیره خواره قومندانانو رازونه بیانوي.

ډګروال یوسف د خپلو څو تنو افغاني نوکرانو سره چې په هغوی کې ګلبدین او سیاف یې د خاصو مریدانو له ډلې ګڼل کیده.
ډګروال یوسف د خپلو څو تنو افغاني نوکرانو سره چې په هغوی کې ګلبدین او سیاف یې د خاصو مریدانو له ډلې ګڼل کیده.

د کتاب د دغه څپرکې ځینې برخې:

کابل ښار د جنرال اختر د ستراتیژۍ لومړنی او اساسي موخه وه. خو هغه نه غوښتل چې دا هر څه په یو یرغل لاسته راوړي؛ بلکې د هغه وروستۍ موخه دا وه چې د کابل ښار ټول شته لکه سیاسي، ټولنیز، پوځي او اقتصادي برخې له منځه یوسي. د هغه شعار دا وه چې (کابل باید وسوزي) باید د هغه ټولې اړیکه نیونکې او اکمالاتي لارې وتړل شي او تل د فشار لاندې اوسي. هغه پدې پوهیده چې پدې ډول سره کولای شي چې ښار پرته له مقاومت اوپه ډیرې اسانۍ سره ونیسي. د هغه ترټولو ستره هیله دا وه چې د کابل ښار له ورانولو او سقوط وروسته له هغه ځایه لیدنه وکړي او د شکرانۍ لمونځ ادا کړي کومه هیله یې چې هیڅکله پوره نشوه.

...

د څښلو اوبو د نلونو په لمنځه وړلو، د اوبو بندونو په الوځلو، د برښنا لینونو په قطع کولو او بریښنا شبکې لمنځه وړل زموږ اساسي موخې وي.

د کابل د سوځولو لپاره زموږ ستراتیژي په دریو برخو ویشل شوی وه چې په لومړۍ برخه کې د کابل د اکمالاتي لارو د تړلو او ښار ته د موادو د رسیدو مخنیوی کولو لپاره د ټولو پلانونو په همغږي کولو وه چې ددې موخې لپاره د کابل په لاره کې پر اکمالاتي کاروانونو د کمین نیولو، د څښلو اوبو د نلونو په لمنځه وړلو، د اوبو بندونو په الوځلو، د برښنا لینونو په قطع کولو او بریښنا شبکې لمنځه وړل زموږ اساسي موخې وي. په دویمه برخه کې له دننه د خرابکارانه او تخریبي کړنو پواسطه ګډوډي رامنځته کول وه...... له هغه ډلې څخه په ۱۹۸۳ م کال کې زموږ لخوا د کابل پوهنتون په خوړنځي کې د بم ایښودل او په بریالیتوب سره یې الوځل وه. چې په پایله کې نهه تنه د شوروي خلک چې یوه ښځینه پروفیسوره هم پکې وه ووژل شوه. ښوونځي، تعلیمي او تحصیلي موسسې زموږ د موخو لپاره اسانه موخې وي. ځکه د هغوی کارکوونکي کمونیستان او د دګم مارکسیستي افکار به یې زده کوونکو ته تبلیغول، کوم څه چې د مجاهدینو په اند د اسلام څخه د ځوانانو د لرې کیدو سبب کیده....

د پلان دریمه برخه پر کابل ښار د شاواخوا سیمو څخه د راکټونو توغول وه چې تل به یې دوام درلوده.

د پلان دریمه برخه پر کابل ښار د شاواخوا سیمو څخه د راکټونو توغول وه چې تل به یې دوام درلوده. څرنګه چې لس زره راکټونو زموږ د پلان له مخې پر کابل ښار او شاوخوا سیمو وتوغول شوه. دغه حملې د ژمې له ځینو ورځو پرته نور تل دوامداره وي او هیڅکله ونه درول شوې. کابل لوی ښار وه او د راکټونو په دقیقه توګه هدف ته رسیدل ناممکن وه، نو په همدې دلیل موږ دا نشو ردولی چې د راکټونو د لګیدو له امله به بیګناه خلک او د مجاهدینو پلویان نه وي وژل شوي. داسې پیښې ډیرې واقعې شوي دي خو دا هر څه موږ په قصدي توګه ندي ترسره کړي، ځکه اوسني جنګونه د ملکي مرګ ژوبلې څخه پرته ناممکنه دي. که موږ د ملکي خلکو د وژلو له ویرې پر کابل ښار د راکټونو له توغولو په شا شوي وای، دا به زموږ د شا تګ او د اصلي ستراتیژۍ خلاف وه.

قومندان عبدالحق چې پر کابل ښار د راکټونو په توغولو کې عمده رول درلود، د ملکي خلکو د وژلو په اړه د «جګړه په افغانستان کې» کتاب له لیکوال مارک اوربان سره د یوې مرکې په ترڅ کې داسې وایي: «د هغوی(مجاهدینو) موخه ملکیان نه وه... خو که چیرې پر هغوی زموږ کومه ضربه واردیدله، زما لپاره یې کوم ارزښت نه درلوده. حتی که چیرې زما خپله کورنۍ هم د شوروي سفارت تر څنګ اوسیږي، زه هغه سیمه د یرغل لاندې نیسم. که چیرې زه د مرګ لپاره تیار یم، پریږدۍ چې زما کورنۍ او اولادونه هم مرګ ته تیار اوسي.

....

زه تل ددې لیواله وم ترڅو کابل ښار د ورځې لخوا هم د راکټي یرغل لاندې ونیسو، خو تر ۱۹۸۶ م کال پورې موږ ددغه ډول عملیاتو توان نه درلوده.

....

ترټولو زیات پاکستاني سلاکاران پر کابل ښار د عملیاتي پلان لپاره ګمارل شوي وه.

جنرال اختر پر کابل ښار د یرغل لپاره یو ډول خاص جنون درلود. هغه تل پر کابل ښار د نورو سیمو په پرتله د یرغل لپاره ډیر تاکید کاوه. هر کله به چې کوم قومندان پر کابل ښار د یرغل او ورانۍ لپاره د هرډول ثقیله وسلې غوښتنه کوله، حتا زما د مخالفت سربیره به یې هم هغه وسله د هغه قومندان په واک کې ورکوله. پر کابل فشار راوستل زموږ د ستراتیژۍ اساسي موخه وه. د کابل سقوط په جنګ کې زموږ د بریا په معنا وه. په همدې دلیل ترټولو زیات پاکستاني سلاکاران پر کابل ښار د عملیاتي پلان لپاره ګمارل شوي وه. که څه هم زه د لومړیو څخه افغانستان ته د پاکستاني سلاکارانو له لیږلو سره مخالف وم. خو د جنرال اختر د جدي امر په واسطه، د کابل تر فشار لاندې راوستلو لپاره په ۱۹۸۴ م کال کې یو لوی شمیر سلاکاران افغانستان خاورې ته ولیږل. چې له هغې ډلې د یوولسو ګروپونو څخه اووه ګروپونه یې یوازې پر کابل ښار د یرغلونو د پلانولو لپاره ګمارل شوي وه. دغه ګروپونو له اپریل څخه تر نوامبر پورې مختلف یرغلونه پلان کړل چې هر یو یې تر شپږو اونیو دوام وکړ.

....

«قومندان عبدالحق د کابل په راکټي یرغلونو کې لوی لاس درلود»
«قومندان عبدالحق د کابل په راکټي یرغلونو کې لوی لاس درلود»

په همدې حال کې جنرال اختر یو نوی پلان وړاندې کړو. چې له مخې به یې د مجاهدینو د مورال د لوړولو لپاره يرغلونه چټک او همغږي کړي تر څو د ۳۶ ساعتونو لپاره د کابل ځینې سیمې تر خپل واک لاندې راولي. زه ددې پلان لپاره د وخت غوښتونکی شوم خو هغه دا پلان له سیاف او ګلبدین سره شریک کړو هغوی هم په ډیرې لیوالتیا دغه پلان ومنه او د نورو درنو وسلو غوښتونکي شوه، ماته هدایت وشوه چې د پلان په اړه هغوی سره وغږیږم.

د خبرو اترو پایله دا شوه چې د پلان د ښه ترسراوي لپاره باید پلان په ښه همغږۍ او د دوه ډلو لخوا ترسره شي. څنګه چې د دافع هوا موثره وسلې شتون نه درلوده، د ورځې لخوا دا ډول یرغل ناممکن وه او باید د شپې لخوا ترسره شوی وای. او د دښمن د مصروف ساتلو لپاره باید په عین وخت کې د کابل، بګرام او جلال اباد پر هوایي میدانونو هم بریدونه شوي وای، چې لدې پرته د ۵۰۰۰ تنو مجاهدینو چې د دواړو تنظیمونو مشرانو پرې هوکړه کړی وه، د کابل په شاوخوا کې ناممکن وه.

زموږ پلان داسې وه چې ددې پرځای چې ۳۶ ساعته ځینې سیمې تر واک لاندې ونیسو، باید خپلې ټولې حملې همغږې او د شپې لخوا د څوو خواوو څخه یرغل وکړو، او د سهار له لمر ختو مخکې مجاهدین باید بیرته خپلو سنګرونو ته شاتګ وکړي. هیڅ یو رهبر ددې پلان د عملي کولو لپاره حاضر نشوه، دلیل یې دا راوړه چې په کافي اندازه ثقیله وسلې نلرو، پدې توګه دا پلان عملي نشوه.

زه هیڅکله پدې بریالی نه شوم، چې پر کابل همغږي بریدونه تنظیم کړم، خو سربیره پردې مې بیا هم مختلفو قومندانانو ته امر کاوه، په همغږي توګه پر کابل فیرونه وکړي. ترڅو دښمن فکر وکړي؛ چې همغږي عملیات شتون لري.

د کتاب په یوه برخو کې جنرال یوسف پر ریشخور فرقې د یرغل په اړه لیکي چې د بریالیتوب له امله یې پاکستاني افسران د پاکستان ولسمشر له لورې وستایل شوه:

«.... ددې ګروپ قومندان د خپل ګروپ سره د MBRL درې اونیزه کورس په بریالیتوب سره په پاکستان کې پایته ورسوه، له پایته رسیدو وروسته یې د دغه کورس له ښوونکو یو تن جګړن او دوه تنه افسران د هغه سره مل افغانستان ته ولیږل شول.... زموږ افسرانو پریکړه وکړه چې باید شپیته راکټونه پر کابل ښار وتوغول شي..... مجاهدینو د شپې په نیمایي کې راکټونه عیار او د الله اکبر شعار په ورکولو سره یې پر ریشخور فرقې د نیم ساعت په موده کې شپیته راکټونه فیر کړل. چې د هغې په پایله کې په اور وسوځیده.... د نورو ټیمونو پشان دغه یو تن جګړن او دوه افسران د ولسمشر له لورې په مډالونو وستایل شول»

په نهم څپرکي کې د افغانستان د زیربینایي پروژو د ورانولو په اړه لیکي:

پدې برخه کې زموږ تر ټولو ستر بریالیتوب په ۱۹۸۴م کال د کابل-سروبي په لویه لار کې د یوې شپې په ترڅ کې د برښنا د لینونو اتیا پایو نسکورول او لمنځه وړل وه، چې کابل مو په تورتم کینوه.

« د برښنا پایې د ډیر زیان اړونکې وسیلې په توګه بلل کیدې. موږ ددغو مثلثي شکلو پایو د نړولو لپاره چې له سروبي څخه د شمال لویدیځ په لور تر جبل السراج او کابل ښار پورې غځیدلي وې، مجاهدین روزل.....ترټولو لوی بریالیتوب مو په ۱۹۸۴ م کال کې لاسته راغی، چې په یوه شپه کې مو وکولای شو اتیا پایې ونړولې او کابل مو په تور تم کې کینوه... دغه عملیات د امریکایي ژورنالیستانو په واسطه فلم برداري او د «ارامۍ عملیاتو» په نوم په تلویزیونونو کې خپاره شوه. »

مجاهدینو ته د امریکې لخوا د الوتکو ضد توغندیو(سټینګر) لیږل او د هغوی څخه د ګټې اخیستنې مستقیم واک د آی‎ایس‎آی په لاس د کتاب بله برخه تشکیلوي چې ځینې برخې یې رانقلوم:

د ۱۹۸۶ کال د سپتمبر په ۲۵ وروسته له غرمې د ۳۵ تنو په تعداد مجاهدین د بوټو او د کنډ او کپر ځمکو څخه په ګټه اخیستنې ځان د جلال اباد هوایي میدان شمال ختيځو سیمو نږدې تپو تر یو نیم کیلو مترۍ ته ورساوه. هغوی درې ساعته د امنیتي ساحې تر سیوري لاندې پرته لدې چې ولیدل شي ځای ونیوه. قومندان غفار کولای شو په ډیرې اسانۍ سره په پوستو کې موجوده عسکر وویني.....

په اتیایمه لسیزه کې د کابل ښار دننه په ښاري ملي بس کې چادونه.... د پاکستاني غلامانو په واسطه د ملکي خلکو وژنه همداسې دا څلور لسیزې دوام لري.
په اتیایمه لسیزه کې د کابل ښار دننه په ښاري ملي بس کې چادونه.... د پاکستاني غلامانو په واسطه د ملکي خلکو وژنه همداسې دا څلور لسیزې دوام لري.

ما خپله قومندان غفار د درویش په نوم یو بل تن سره ددې ډول عملیاتو لپاره ګمارلی وه. درویش باید ورته دنده د کابل هوایی میدان ترڅنګ ترسره کړې وای. موږ ددې شیبې لپاره څلور کاله په تمه وو، تر څو د خپل کرکجن دښمن سره په مساوي شرایطو کې ځای ونیسو. دغو دوو قومندانانو دنده درلوده چې د خپل سټینګر توغندیو په وسیله د دښمن هلیکوپټرې او الوتکې رانسکورې کړي. دواړو قومندانانو ددې کار لپاره له اوله یو له بل سره سیالۍ لرله.

د غفار لخوا د اور او الله اکبر نارې په وهلو سره درې راکټونو فیر شوه، چې دوه راکټه په هدف ولګید او دریم یې د فیر کوونکي په څو مترۍ کې پرته لدې چې چاودنه وکړي، ولویده. دوه هلیکوپټرې د ځمکې سره د لګیدلو په وخت کې چاودنې وکړي او لمنځه لاړې. همدا شان مجاهدینو دوه راکټه نور هم تیار او یو ځل بیا فیر کړل چې یو یې په هدف ولګید او بل یې هلیکوپټرې ته زیان ورساوه. چې پدې توګه د پنځو راکټونو په پایله کې درې تنه ووژل او مجاهدین زیات خوشحاله شوه.

دغه ورځ نه هیریدونکې او یو یاد پاتی کیدونکې ورځ وه، او غفار د شرط ګټونکی او مشهور شوه او وروسته یې تقریباً لس هلیکوپټرې او الوتکې لمنځه یوړې. ما هغه د جنرال اختر تر څنګ بوته تر څو خپلې ډالۍ او د کار بدله یې ومومي.

زموږ یو تر ټولو ستره لاسته راوړنه هم مخکې لدې چې سټینګر توغندي لاسته راوړو، په ۱۹۸۵ م کال کې د میګ ۲۱ جنګي الوتکې رانسکورول وه چې پیلوټ یې یو روسی او د قندهار څخه د هرات شینډند په لورې پرواز کاوه. موږ هغه د SA_7 راکټ په وسیله رانسکور کړه. خو پیلوټ یې وژغورل شوه او مجاهدینو پرته لدې چې د هغه موقف وپیژني بندي کړو. د شوروي لښکرو د هغه د موندلو لپاره لسګونه جنګي الوتکي او د زیات عسکر ولیږل، مجاهدینو د شوروي عسکرو د حملو له ویرې هغه جنرال وواژه. خو د یو څه وخت وروسته پوه شوه چې نوموړی د شوروي د هوایي قواوو یو جنرال وه. د هغه پراشوټ یې له ځان سره پاکستان ته یوړه، او د پاکستان د بریا د یوه با ارزښته یادګار په توګه ساتل کیږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 130 میلمانه آنلاین لرو