د سترو څارګرو سازمانونو جنایتکارانه ونډه

د سترو څارګرو سازمانونو جنایتکارانه ونډه

څارګر سازمانونه د دولت د امنیتی نظام جوړښتونو له برخو څخه دی چی د هیواد دننه او بهر، اقتصادی شرکتونه، خلک او هر ډول نور اطلاعات چی د دولت د غوښتنی وړ دی د راټولولو دنده په غاړه لری. په هماغه ډول چی په یو هیواد کی ټول رسمی بنسټونه لکه اقتصادی، فرهنګی، سیاسی او نور د واکمن نظام په چوپړ کی دي، نو له همدې کبله د څارګرو ادارو ماهیت هم ددوی له لوری تعریف کیږی، هرکله چی ددغه ډول سازمانونو ژرړه د خلکو ضد دولت په لاس کی وی، ظلم او زبیښاک زیږوي او د هغوی د کنټرول او ملاتړ نه برخمن کیږی، او هر ډول انسان‎وژنی او ځناورتوب ته لاس اچوی تر څو واکمن نظام وساتل شی.

په ځانګړي توګه د څارګرو سازمانونو هغه تعریف چی خلکو ته ویل کیږی، «د هیواد او خلکو امنیت تامینول» دی. ولی په ریښتینی کی دغه سازمانونه د واکمنی طبقی او د لږکیو په چوپړ کی ځای لری او د هغوی د ګتو ساتلو لپاره کار کوی. له همدې کبله، دغه ډول بنسټونه په ډیرۍ هیوادنو کی بدنومی دی او خلک ترینه کرکه لري.

په ډیرۍ نیواکګرو هیوادونه کی د واکمنۍ خاوندان د دغه ډول شبکو په جوړولو، د خپلی واکمنۍ څخه ساتنه کوی او له بل پلوه د یو شمیر ځناورخویه عناصرو په واک کی لرلو سره پر نورو هیوادونو غاپي تر څو ځواک یی ډیر شی. د ترهګرۍ په وړاندی مبارزه او امنیت ساتلو په نوم او سلګونو نورو پلمو ښکاره کیږی او په پټه ترهګري او ویره د خپل نیواک لاری برابرولو لپاره، رامنځته او تری ملاتړ کوی.

زموږ خاوره هم د نیواک‎ګرو هیوادونو او ددغه ډول ځناورخویه سازمانونو بیرحمانه قربانی شوی ده. د بیلګی په ډول د انګلیس له خوا د ګندمک تړون په رسمیت پیژندل؛ د ملالنګ څخه د انګلیس ملاتړ، د افغانستان پرمختللی شاه د راپرځولو لپاره د سقاو ځوی او د دینی عالمانو څخه د انګلیس ملاتړ؛ شورویانو تیری پر افغانستان او د روسانو انسان‎وژنی چی د اګسا سازمان، کام او یا خاد او یا د کی.جی.بی لاسپوڅو له خوا ترسره کیدلې؛ د افغانستان لوټ او ویجاړۍ لپاره د (امریکا) سی.آی.ای، (پاکستان) آی.ایس.آی او د (ایران) واواک د تنظیمونو څخه ملاتړ؛ د امریکا له خوا د افغانستان نیول او د یو لاسپوڅي دولت رامنځته کول او په هغه کی د ډیرو رنګارنګو او ځانګړو چوپړانو ځای پر ځای کول..... او په سلګونو نورو چارو کی چی څارګرو بنسټونو په کی ونډه درلوده.

په دغه لیکنه کی د یو شمیر هیوادونو څارګرو سازمانونو جنایتکارانه ونډه په لنډ ډول در پیژنم چی د هغوی څخه پیژندګلوی زموږ هیوادوالو ته ګټندوی ده.

سی.‌آی.‌ای (CIA - The Central Intelligence Agency):

CIA

د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کی «د استراتژیکو خداماتو دفتر»(OSS) د دښمنانو د لیکو تر شا د جاسوسی کړنو هم‎غږۍ کولو په موخه د امریکا د وسله‎والو ځواکونو خدماتو لپاره جوړ شو، سیا سازمان (سی.آی.ای) له همدغی دفتر څخه وزیږیده او په دغه نوم فعال وه او په پیل کی د راکفلر او کارنیجی بنسټ په وسیله د ۳۴ میلیونو ډالرو په ډالۍ د ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۸ کلونو په لړ پانګه وشوه

سیا په ۱۹۴۵ کال کی یو عملیات د کاغذ ګیره (Operation Paperclip) په نوم پیل کړل چی په هغی کی د ۷۰۰ څخه ډیرو نازی پوهانو ـ چی ډولا ډول جنایتونه یی ترسره کړي وه ـ د سی.آی.ای او ان.ایس.ای په سازمانو کی یی ځای پځای کړل او هغوی یی د امریکا لوړ پوړو دندو ته ورسول.

په ۱۹۵۰ کال کی، د امریکا یی پیښی‎کونکی مرغۍ عملیات (Operation Mockingbird) د امریکا د سی.آی.ای د تبلیغاتو موخو پر مخ وړلو لپاره رسنۍ او خبریالان جوړ او په فعالیت یی پیل وکړ. لاسوندونه تصدیق کی چی د ۲۵ څخه ډیر سازمانونه او ۴۰۰ خبریالان د سی.آی.ای غړی وه لکه چی د ای.بی.سی(ABC)، ان.بی.سی (NBC)، سی.بی.ایس (CBS)، ای.پی (AP)، رویترز (Reuters)، تایم (Time)، نیوزویک (Newsweek) او نوری رسنۍ هم په غیږه کی نیسی.

په ۱۹۵۳ کال کی، سی.آی.ای سری ایجکس (AJAX)عملیات یی د مصدق د دولت د راپرځولو لپاره په ایران کی په لاره واچول. ۱۹۵۱ کال کی د ایران پارلمان او صدراعظم داکتر محمد مصدق د نفتو صنعت د ملی کولو رای ورکړه چی دغه کار د امریکا د نفتو دیوان لکه راکفلران یی نارحته کړل. ۱۹۵۳ کال د اپریل په ۴ نیټه الین دالس د (سیا سازمان رییس) یو میلیون ډالر یی د ایرانی جنرال فضل الله زاهدی حساب ته ولیږدول ترڅو د مصدق ملی دولت راوپرځي او کودتا په لار واچول شی. په پایله کی د۱۵ او ۱۹ اګست تر منځ د جنرال زاهد کودتا ترسره شوه او امریکا په چټکی سره د ایران د نفتو نیم تولیدات په ولکه کی ونیول. دغه د سیا د بهرني دولت د راپرځولو لومړنی بریالی عملیات وه.

په افغانستان کی د شوروی جګړې په لړ کی، تنظیمی ډلې او ډولا ډول ترهګر بانډونه، چی وروسته له هغی څخه «القاعده»، «طالبان»، «حقانی ډله» او نوری وزیږیدلی، د سی.آی.ای د پراخه ملاتړ څخه برښمندی وی. بنسټپال ګوندونه، په ځانګړی توګه د ګلبدین «حزب اسلامی» او ربانی «جمعیت اسلامی» د امریکا د مرستو ډیرۍ برخی یی لاس ته راوړله. اوس هم امریکا د خپلو سیاستونو ارامه پرمخ وړلو لپاره په افغانستان کی، په مزدور نیولو او د خپلو غلامانو تمویلو باندی بوخته ده. له بنسټ‎پالۍ څخه د څارګرو سازمانو ملاتړ په یوه بله لیکنه کی «له امریکا او لویدیځ سره د اسلامی بنسټ‎پالۍ مکیز او نخرې» چی د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ په ۷نیټه د «همبستګۍ» په سایټ کی خپره شوی وه، په ښه توګه ښکاره کوی.

سی‌.آی.ای بی شمیره وینی بهونکی کارنامی لری. د «د مخالفو مسئولانو ټولنه» راپورنو پر بنسټ اټکل وهل شوی چی تر ۱۹۸۷ کال پوری د شپږ میلیونه په شاوخوا کسان په ټوله نړۍ کی د سی.آی.ای د پټو عملیاتو په پیله کی وژل شوی دی. په هغه مقاله کی چی د«د امریکا څارګر سازمان تاریخچه، سی.آی.ای»تر نوم لاندی د «همبستګۍ» په سایت کی خپره شوی وه، یو شمیر د دغو عملیاتو څخه یادونه شوی دی.

آی.‌اس.‌آی (ISI - Inter-Services Intelligence):

ISI

د هند او پاکستان جګړې په اوږدوکی وروسته له دی چی د پاکستان دوه ضعیفو اطلاعاتی سازمانونو (MI و IB) د فوځ، سیندي‎ځواکونو او هوایی ځواکونو په منځ کی ونشو کولای په ښه توګه شریک کړي، په کال ۱۹۴۸ کی د سی.آی.آی سازمان (د پاکستان فوځی اطلاعاتو سازمان) جوړولو پریکړه وشوه. روبرت کاوتوم (Robert Cawthome) د انګلستان د فوځ جنرال د آی.ایس.ای بنسټ‏ایښودونکی شمیرل کیږی. ګمان کیږی چی په اوس وخت کی د لس زره په شاوخوا کی کارکونکی لری، د دغه سازمان اوسنی رئیس رضوان اختر دی او په پوره توګه د پاکستان فوځ د آی.ایس.آی د رهبری په جوړښتونو کی ځای لری او په هغه هیواد کی د حکومت څخه ډیر واک لري.

د سرتیرو نیول او د آی.ایس.آی نفوذ د سید محمد احسان له لوری چی د هند او پاکستان د جګړې پر مهال د سیندي استخباراتی فوځ مشر وه ترسره شو او د ۱۹۵۰ په ورستیو کی، هغه وخت چی ایوب خان د پاکستان ولسمشر شو، د آی.ایس.آی ونډه د سیاسی مخلفانو څخه نظارت او د نظامی حکومت په ساتلو کی پراختیا ومونده. وروسته د هغی څخه چی جنرال ضیاالحق ـــ په ۱۹۷۷ کال کی د دغه هیواد د فوځ رئیس شو، آی.ایس.آی یی د «پاکستان د کمونیست کوند»، «د پاکستان د خلکو ګوند» او نورو ډولا ډول ګوندونو د اطلاعاتو د راغونډولو مسئول کړ.

۱۹۸۰ کالونو کی د افغانستان او شوروی جګړې پر مهال، د آی.ایس.آی آفسران د (امریکا) سی.آی.ای له لوری د جګړو هم‎غږی کولو لپاره په افغانستان کی دشوروی په وړاندی زده کړه ورکول کیده. آی.ایس.آی د امریکا په مشری د اووه‎ګونی تنظیمونو په ملاتړ او جوړولو کی چی د امریکا له لوری د افغانستان نیولو ته لاره هواره کړه، مهمه ونډه لرله. په ۱۳۶۴ کال کی د د اووه ګونو تنظیمونو ائتلاف په پیښور ترسره شو. په دغه ائتلاف کی، د برهان الدین ربانی او احمدشاه مسعود په مشرۍ «جمعیت اسلامی افغانستان»، د ګلبدین په مشرۍ «حزب اسلامی ـــ ګلبدنی څانګه»، د یونس خالص په مشرۍ «حزب اسلامی ـــ د مولوی خالص څانګه»، د رسول سیاف په مشرۍ د «افغانستان اسلامی اتحاد»، د پیر سید احمد ګیلانی په مشرۍ «محاذ ملی اسلامی افغانستان»، د صبغت الله مجددی په مشرۍ «جبهه ملی نجات افغانستان» او د محمد نبی محمدی په مشرۍ «حرکت اسلامی افغانستان» ګوندونو ګډون درلوده.

آی.ایس.آی په افغانستان، بوسنی، هند، لیبی، ایران، فرانسه، امریکا او خپله پاکستان کی ډولا ډول لاسوهنې او عملیات درلودل. دغه لاسوهنو د سی.آی.ای او د دغه سازمان د ګډ تړون په لامل، په افغانستان کی ډیری ریښی لری او اوس مهال هم په افغانستان کی بنسټپال ګوندونه او ترهګرې ډلی د آی.ایس.آی د ملاتړ څخه برښمندې دي. د بیلګی په توګه د لاندی بیلګو څخه یادونه کوو:

١٩٩٧-١٩٨٢: د سیا سازمان د سیاستونو پلی کول په موخه ۱۹۸۰ کلونو په لړ کی شوروی سره د مقابلې لپاره د تنظیمی ډلو په تمویلو کی د آی.ایس.آی ونډه ؛ د ۸۳۰۰۰ په شاوخوا کی افغان «مجاهدین» روزل او افغانستان ته د هغوی لیږدول؛ افغانستان ته د هیروئینو قاچاق د شوروی سرتیرو روږدی کول او په جګړه کی دهغوی د انګیزی ټیټول؛ د تنظیمی ډلو څخه ملاتړ او له هغې ډلې څخه د ګلبدین حزب اسلامی او جلاالین حقانی. د آی.ایس.آی له لوری په زرګونو عرب جنګیالی د افغانستان پولی ته نږدې تر روزنې لاندی ونیول شول چی لوی ترهګر لکه اسامه بن لادن، عبدالله عزام او نورو وکولای شول چی د همدغو مرسته په مټ د «القاعدی» سازمان بنسټ کیږدی چی دغه جنایتونو او ځناورتوبونو نن ورځ ټوله نړۍ نیولی ده.

١٩٩٤: د ۱۹۹۴ــــ۱۹۹۹ کلونو تر منځ د طالبانو ترڅنګ د ۸۰۰۰۰ (اتیازره) څخه تر ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) شاوخوا پوری پاکستانی جنګیالو څخه ملاتړ.

٢٠٠٧: په جلال آباد کی د هند په سرکنسولګری ترهګری برید.

٢٠١٠: طالبانو ته د پخوا څخه په یو لوی مقیاس مالی مرستی او زدکړی؛ د طالبانو عالی شورا په جلساتو او د کویټی په شورا کی د آی.ایس.آی د کسانو شتون.

....

د طالبانو څخه ملاتړ په خوا کی، آی.ایس.آی د امریکا په مشرۍ لکه د القاعده، حقانی شبکه، «د کشمیر دمجاهدینو ګوند»، «سپاه صحابه»، «البدر ډله» چی په بنګله‏دیش کی ډیرۍ د عام وژنو مرتکب شوی ده، «حرکت المجاهدین» او نورو ډولا ډول ترهګرو ډلو د جوړولو او تمویلو کی لویه ونډه لري.

کی.جی.بی (KGB - Committee for State Security of the Soviet Union):

KGB

کی.جی.بی د (ملی امنیت کمیټه) د استالین له مرګ څخه ورسته په ۱۹۴۵ کال کی جوړه شوه او په کال ۱۹۹۱ کی د شوروی له رانسکوریدو سره یو ځای له منځه ولاړه. وروسته له هغی څخه دو نور سازمانونه د اف.اس.بی (Federal Security Service - FSB) یا «دفدرالی روسې امنیتی خدمات» او اس.وی.آر (SVR - Foreign Intelligence Service) یا «د روسیې د بهرنیو چارو څارګر سازمان» په نوم جوړ شول. دغه سازمانونه د کی.جی.بی ځای ناستی بلل شویدی. ځنی شنونکي په دغه باور دی چی کی.جی.بی یواځی خپل نوم ته بدلون ورکړی دی او خپلو کړنو ته په دغه قالب کی ادامه ورکوی. د روسې ولسمشر (ولادمیر پوتین) هم د کی.جی.بی یو د پخوانی مامورینو څخه وه. په ۱۹۸۳ کال کی د تایم مجلی له خوا څخه، دغه سازمان په نړۍ کی د اطلاعاتو د راټولو ځواکمن‎ترین سازمان په نامه وپیژندل شو.

په افغانستان کی د کی.جی.بی لاسوهنې د۱۳۵۷ کال دغویی ۷ (٢٧ اپریل ١٩٧٨) کودتاه څخه پراخه شوې. له دی څخه وړاندې له روسې سره د داوود خان د اړیکو ګړکیجنیدو وروسته، روسې له «افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند» څخه ملاتړ وکړ او کی.جی.بی په دی توګه په افغانستان کی شتون درلود. د غویی د اوومې کودتاه څخه تر د روسانو د وتلو پوری، هغه واکمنانو چی د واک په تخت باندی ډډه وهلی وه، په ترتیب سره نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نجیب ټول د روسانو ګوډاګیان ول او په دغه وخت کی د کی.جی.بی سازمان او روسي سلاکارانو له پراخه ملاتړ څخه برښمند وه.

د ۱۹۷۸ کال په اپریل کی، کی.جی.بی د «خاد» (دولتی اطلاعاتو خدمات) یی د افغانستان څارګر سازمان په توګه جوړ کړ. په لومړیو کی خاد د «اګسا» (د افغانستان دگټو ساتونکی اداره) او «کام» (کارګری استخباراتو موسسې) په نوم یادیده. خاد د روسي چوپړانو په مشرۍ په افغانستان کی زړه‎بوږنونکي جنایتونه ترسره کړي دي. وژنی، ربړول، ترور او ډله‎ایزقبرونه د دغه کی.جی.بی روزل شوو استازو خونړۍ کارنامی دی چی «د مرګ لیست» په راښکاریدو سره چی د پلچرخی په پولیګونونو کی زمونږ ۵۰۰۰ مبارزو او روڼ‎آندو هیوادوالو په وژنه د دغه سازمان ځناور خویه ماهیت ښکاره کوی.

واسیلی متروخین د کی.جی.بی د ستر سازمان آرشیف‌ دار د شوروی د ټوټی کیدو څخه وروسته هغه لاسوندونه چی په لاس کی درلودل په خپرولو بریالی شو او د کی.جی.بی او افغان غلامانو د جنایاتو څخه یی پرده پورته کړه. او دغه لاسوندونه یی په یوې مجله کی خپاره کړل چی د ډاکټر حمید سیماب له خوا د «کی.جی.بی په افغانستان کی» په نوم دری ته ژباړل شوی دی.

واواک یا واجا (د ایران اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت):

CIA

«واواک» (د هیواد د اطلاعاتو او امنیت سازمان) په ۱۳۶۳ کال کی د ایران د آخندی رژیم له خوا یی بنسټ کیښودل شو او شاه د دوری د «ساواک» ځای یی ونیوه. د دغه سازمان ریاست په ۱۳۸۸ کال د احمدی نژاد، د ایران پخوانی رئیس جمهور په غاړه درلوده. د دغه سازمان غړي په رژیمی رسنیو کی د ملنډو په ډول «د وخت امام نوم ورکی سرتیری» په نوم پیژنی.

وروسته له هغی چی د آخندی رژېم په کار شو، ایران یی د سیاسی فعالانو او پرمختللی مبارزانو په لوی زندان بدل کړو. اوس هم هغه کسان چی د «ولایت فقیه» زورواکی رژیم مخالف دی د واواک د ربړونو لاندی ځای لری. ډیر شمیر روڼ‎اندی او سیاسی فعالان د دغی وینی‎څښونکی توکام پالی دستګاه له خوا په قتل ورسید او یا عدام شوی دی.

په افغانستان کی د تنظیمی جګړو په وخت کی، اته ګونی تنظمونو «د تهران ائتلاف» د ایران د استخباراتی او نظامی دستګاه له پراخه ملاتړ څخه برښمند وو چی وروسته په «حزب وحدت اسلامی» کی سره یوځای شول. په دغه وخت کی واواک د ایران آخندانو او د دغه تنظمونو ترمنځ د منځګړی په توګه کار کاوه.

په کابل کی د امریکا سفارت لاسوندونه چی د «ویکی لیکس» بربنډونکی سایت له خوا خپاره شول رارسوی چی «واواک» په پارلمان، رسنیو او آن د ریاستی جمهوری په ماڼۍ کی پراخ لاس لری او څارګر یی په کی ځای په ځای کړی دی. دغه سازمان د کلتوري او دینی کار تر نوم لاندی، په افغانستان کی د خپلو مزدورانو له لویه شبکه تمویل او ملاتړ کوی او زمونږ په هیواد کی د آخندی ترهګرۍ تخم شیندلو هڅه کوی.

موساد (MOSSAD - The Institute for Intelligence and Special Operations):

CIA

د اسرائیل د اطلاعاتو او ځانګړو دندو سازمان (موساد) د ۱۹۴۹ کال د دسامبر په ۱۳ نیټه منځ ته راغی. د ۲۰۱۱ کال د جنوری څخه تر اوسه دهغی ریاست تامیر پاردو پر غاړه لری. خپل ډیر عملیاتونه یی عربی هیوادنو ته ځانګړی کړی او اوس مهال هم مامورین یی په هغه هیوادونو کی چی کمونیستی نظام پکی تیر شوی، فعال دی. د دغه سازمان د کارکونکو شمیر ۱۲۰۰ کسان اټکل شوی دی او د هغی مرکز د تل آویو په ښار کی «د اسرائیل سوداګریز پلازمینه» موقعیت لری.

دغه سازمان په ۱۹۸۲ کال کی د سی.آی.ای او آی.ایس.آی په مرسته، روسی جوړې وسلې او پر لبنان د اسرائیل برید پر مهال لاس ته راغلی وسلې یی پاکستان ته او وروسته یی افغانستان ته لیږدولې.

د اسرائیل د فوځ رسمی سایت د راپور پر بنسټ چی د ۲۰۱۴ کال د فبروری په میاشتی کی خپور شوی دی، له هغو اسلامی هیوادونو سره چی موساد په «امنیتی»، «استخبارتی» او «پوځي» مسائلو نږدې اړیکی لري، عربستان سعودی، متحده عربی امارات، بحرین، آذربایجان او افغانستان په کی شاملیږی. او دا چی څرنګه د عربی شیخانو پیسې د ترهګرۍ تمویلولو او رامنځته کولو لپاره د افغانستان، پاکستان او عراق په ډول هیوادونو کی ولګوی، تل د «امنیتی»، «نظامی» او نورو مرستو تر څادر لاندی پټې پاتی شوی دی.

موساد د خطرناکه‎ترینو سازمانونو څخه یو دی او د نړۍ په ډیریو هیوادونو کی پراخه لاسوهنې لری. د بیلګو په ډول کولی شو د لاندی چارو څخه یادونه وکړو:

ایران: د ایران انقلاب څخه مخکی، د واواک سازمان د سی.آی.ای او موساد تر لارښونی لاندی په ۱۹۵۷ کال کی جوړ شو. د ساواک سازمان مامورین د موساد له خوا روزنه لیدله او یو شمیر عملیات یی هم دهغوی سره یو ځای تر سره کول.

داسی ګونګوسې شته چی موساد د سپاه پاسداران د نظامی هډی په چاودنه کی چی د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۱۲ نیټه تر سره شوی ده لاس درلوده چی ۱۸ مړی او ۱۰ ټپیان یی پر ځای پریښودل. د دغه عملیاتو موخه د «حسن تهرانی مقدم» د ایران د سپاه پاسداران د توغندی کړنلاری مشر وژل وه.

پاکستان: د ۲۰۰۳ کال په یوه خبری مقاله کی راغلی، چی پرویز مشرف، د پاکستان د وخت ولسمشر د آی.ایس.آی استخباراتی سازمان او موساد تر منځ د پټو اړیکو جوړولو په هڅه کی وو.

شمالی کوریا: موساد په هغه چاودنه کی چی د ۲۰۰۴ کال د اپریل په ۲۲ نیټه د شمالی کوریا په ریونگچون (Ryongchon) ښار کی تر سره شوه په لاس لرلو تورنه ده. په دغه پیښه کی د دری زرو څخه ډیر خلک مړ او ټپیان شوی چی په مړو کی د سوریه هسته‎ای پوهان چی د سوریه او ایران پر هسته‎ای کړنلارو یی کار کاوه هم شتون درلود.

تونس: موساد په ۱۹۸۸ کال کی د «فلسطین آزادۍ‎غوښتونکی ملی غورځنګ» بنسټ‎ایښودونکی خلیل الوزیر او صلاح مصباح خلف د «فلسطین آزادۍ‎غوښتونکی ملی غورځنګ» له مشرانو څخه یو تن په وژلو باندی په تونس کی تورن دی.

آرژانتین:په ۱۹۶۰ کال کی، موساد یو تن د نازی د رهبرانو څخه د «آدولف آیشمن» په نوم چی په آرژانتین کی یی د «ریکاردو کلمت» تر نوم لاندی ژوند کاو، وتښتاوه او یو پټ ځای ته ولیږدول شو او وروسته یی هغه ووژلو.

...

په همدې ترتیب موساد په امریکا، روسیه، آلمان، سوریه، اوکراین، اروګوئه، فرانسه، بوسنی، بلجیم، یونان، آیرلند، ایتالیا، ناروی،‌ انگلستان، مصر، عراق، لبنان، عربستان، سهیلی افریقا، سودان، نیوزلند او نورو هیوادونو کی، په مختلفو چارو کی لکه ترور او یا استخبارتی عملیاتو باندی لاس پوری کړی دی.

ام.آی.۶ (MI٦ - Military Intelligence, Section ٦):

CIA

د بریتانیا پټ اطلاعاتی سازمان (ام.آی.٦) په ۱۹۰۹ کال کی رامنځ ته شو او معمولأ(پوځي څارګر خدمتونه، څانګه ٦) په نوم پیژندل شوی دی. په اوس وخت کی د هغې ریاست الکس یانگر (Alex Younger) په غاړه لری. ۳۲۰۰ کارکونکو درلودونکی دی او د هغی کلنی بودیجه دوه عشاریه دری ملیارد پونډه ده. ام.آی.٦ د نړۍ یو د پخوانی څارګرو سازمانون څخه شمیرل کیږی.

د دغه سازمان د عملیاتو د ټولګی څخه، د محمد مصدق دولت نسکورول په ایران کی وه چی د سی.آی.ای سازمان سره په مرسته په ۱۹۵۳ کال کی تر سره شو.

جیمز کاسبولت (James Casbolt) ام.آی.٦ پخوانی کارکونکی د مخدره توکو په سوداګری کی د دغه سازمان لاس درلود څخه پرده پورته کوی. هغه د امریکا د ځمکتلی نظامی هډی چی د ان.ایس.ای(NSA) له خوا کنترول کیده څخه هم پرده پورته کوی. په دغه اړوند د ۱۳۹۲ کال د کب په ۷ نیټه یو لیکنه د «ام.آی.شش او سی.آی.ای، د مخدره توکو سوداګرۍ اربابان»د «همبستګی» په سایټ کی خپره شوی ده.

ام.آی.٦ هم سی.آی.ای او موساد په شان د ترهګرۍ په تمویل او منځته راوړلو کی پراخه ونډه لری. ادوادر اسنودن د سی.آی.ای پخوانی کارمند بربنډوی چی داعش (د عراق او شام اسلامی دولت) د امریکا، انګلیس او اسرائیلو جوړښت دی او ابوبکر البغدادی یو کال له موساد سره پوځي زده کړی لیدلی دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 272 میلمانه آنلاین لرو