د چارلی چاپلین تل‎پاتی وینا، پر ننني نازیانو نیوکه

Charlie Chaplin

ښایی ډیر لږ داسی خلک پیدا شی چی د سینما دغه نابغه نوم یی نه وی اوریدلی. سِر چارلز اسپنسر چاپلین د ۱۸۸۹ کال د اپریل په ۱۶ مه نیټه دی نړۍ ته سترګې پرانستې. چارلی د خپلې دوری له نامتو ډایرکټرانو او لوبغاړو او آهنګ جوړونکو څخه وو. دغه هنرمند د طنز په ژبه د نړۍ بدمرغۍ ځپلې او له ستم څخه پاک نړۍ چی له سولې او عدالت څخه ډکه وی نندارې ته وړاندی کوله. د شلمې پیړۍ دغه ستر هنرمند څخه د خپل ژوند په اوږدو کی ددی لپاره چی له پانګوالی رژیم او جګړې او فاشیزم سره یی کینه لرله، درناوی ونشو. لاسوندونه په ډاګه کوی چی هغه تل د امریکا او انګلستان څارګرو ادارو تر څار لاندی وو او هغوی هڅه کوله ترڅو د «کمونیست» په نوم پر هغه بندیز وضع کړي.

د چارلی چاپلین تل‎پاتی وینا، پر ننني نازیانو نیوکه

«ستر دیکتاتور» د چارلی لومړنی غږیز او مشهور سیاسی فلم دی چی په څرګنده توګه کولای شو په هغې کی ددغه هنرمند ستره انسانی مینه په ډاګه وګورو. دغه فلم د هتلري توکمپالنه پر وړاندې ستر رول ولوباوه. پر دغه فلم په کال ۱۹۳۷، کله چی ټولو خلکو نازیزم یو ګواښ ګاڼه کار پیل شو. د خپریدو پر مهال، هتلر په آلمان او ټولو هغو هیوادنو کی چی د نازیانو تر واکمنۍ لاندی وو دغه فلم پر کتلو بندیز ولګاوه، د چارلي پر وړاندی یی تبلیغات پیل کړل او په هغه نوم‎لړ کی یی شامل کړو چی باید ووژل شی.

کله چی پر دغه فلم کار پیل شو، چارلی هره ورځ د هتلر ځناورتوب خبرونه اورید، ولی پر فرانسې برید ددی لامل شوه چی د فلم پای بدلون ومومی او په هغې کی خپله تل‎پاتې وینا زیاته کړي. په دغې وینا کی نه یوازی فاشیزم تر نظر لاندی وو بلکه یوه وینا وه چی په هغې کی سوله، ټولنیز عدالت انسانیت تر سترګو کیده.

د چارلی دغې اغیزمنې وینا نن یواری بیا چی نړۍ د امریکایی فاشیزم خولې ته لویدلی ده خپله ریښتینولی ثابته کړه، پوره متن یی دلته راوړو:

Charlie Chaplin

«زه پښیمانه یم، ولی نه غواړم واکمن شم؛ دا زما کار ندی. زه نه غواړم پر چا امر وکړم او یا کوم ځای فتح کړم. که امکان ولری زه خوښ لرم چی ټولو سره مرسته وکړم، یهودی، بی‎دینه، تور، سپین. مونږ ټول غواړو له یوبل سره مرسته وکړو؛ د بشر فطرت همدا دی.

مونږ ټول غواړو چی د یو بل په خوښۍ کی ژوند وکړو نه د یو بل په درد او بدمرغۍ کی. مونږ نه غواړو چی له یو بل سره کرکه ولرو او یو بل سپک کړو. پدی نړۍ کی ټولو لپاره خونې شته او ځمکه شتمنه ده او کولای شی ټولو ته خواړه تیار کړي.

د ژوندانه چاری کولای شی چی آزادې او ښکلی اوسی. ولی مونږ لاره ورکه کړې. حرص او وږسترګ‎توب د بشر روح مسموم کړی، نړۍ یی له کینې ډکه کړی، مونږ یی په بدمرغۍ او وینو کی ډوب کړی یو. مونږ تیزوالی ډیر کړی ولی ځانونه مو بندیان کړي. ماشینونو او ډیر تولید زمونږ اړتیاوی لا ډیرې کړي. علم مونږ بدګمانه کړی یو، زمونږ هوش زیات نامهربانه شوی. مونږ ډیر سوچ کوو او لږ احساس. مونږ له ماشینونو څخه زیات انسانانو ته اړتیا لرو او له هوش څخه مهربانی او نرم‎والی ته. له دی پرته ژوند بدرنګه کیږی او هرڅه له لاسه ورکو.

الوتکو او راډیو مونږ له یوبل سره نږدی کړی یو. دغه نوښتونه د بشریت ګټو لپاره چیغې وهی، نړۍ زمونږ یووالی لپاره چیغې وهي. آن همدا اوس زما غږ د نړۍ میلیونونو خلکو غوږنو ته رسیږی، د هغو میلیونونو ناهیلو سړيو، ښځو او ماشومانو غوږو ته چی د هغه سیستم قربانیان دی چی بی‎ګناه خلک بندخونو ته غورځوي. هغو خلکو ته چی زما غږ اوری وایم چی «ناهیلی نشی». دغه کړاو چی اوس زمونږ په منځ کی دی د هغو خلکو حرص دی چی د انسانانو پرمختګ، هغوی ویروي. د انسان کینه تیریږی او واکمنان مري او هغه واک یی چی له خلکو اخیستی بیرته خلکو ته ستنیږی او تر هغې چی انسانان مري آزادي له منځه نه ځي.

سرتیرو: ځانونه د هغو ځناورخویه کسانو منګولو ته مه سپارۍ چی تاسو ته سپکاوی کوی، هغه انسانان چی تاسو بندی کوی، هغه خلک چی ستاسو ژوند کنترولوی، تاسو ته وای چی کوم کار وکړی، څه شی وڅښکی، څرنګه کښینی او څرنګه احساس ولری؛ هغه خلک چی تاسو ته د خوړو رژیم درکوی، تاسو سر د غوا په څیر رفتار کوی او له تاسو څخه د توپ د ګولۍ په څیر ګته پورته کوي. ځانونه د غیرطبیعی انسانانو منګولو ته مه سپارۍ، ماشینی انسانان له ماشینی ذهن او ماشینی زړه سره! تاسو ماشین نه یاست! تاسو غوا نه یاست! تاسو انسانان یاست! ستاسو په زړونو کی له انسانانو سره مینه ده. تاسو کینه نلری؛ یوازې بی مینی خلک کینه لری، بی مینی او غیر طبیعی.

سرتیرو: مریتوب لپاره مبارزه مه‎کوی! آزادۍ لپاره وجنګیږی! د سنت لوک په اوولسم څپر کی لیکل شوی «د خدای حاکمیت د خلکو په منځ کی دی» نه یو د انسان نه یو ډله انسانان بلکه ټول انسانان، په تاسو کی، تاسو چی توان لری؛ توان لرۍ چی ماشین جوړ کړی، توان لرۍ چی خوښۍ منځ ته رواړی. تاسو چی توان لری ترڅو ژوند آزاد او ښکلی کړی ترڅو دا ژوندون له ښکلاو ډک کړی.

د دموکراسۍ په نامه، اجازه راکړی ترڅو له هغې ګټه پورته کړو! یو موټی شو. یو موټی! یوې نوی نړۍ لپاره مبارزه وکړو، یوه داسی نړۍ چی ټولو انسانانو ته اجازه ورکړی چی کار وکړي ترڅو ستاسو راتلونکي امنیت خوندی کړي. په دغو ژمنو سره، دښمنان واک ته رسیږی ولی هغوی درواغ وای. هغوی په خپلو ژمنو عمل نه کوی او هیڅ‎کله به یی هم ونکړي. واکمنان خپل ځان ته آزادي غواړي ولی خلک برده کوی. اوس، د هغو ژمنو پوره کولو لپاره مبارزه کوو! د نړۍ آزادولو لپاره، د خنډونو لری کولو لپاره، د حرص او وږسترګ‎توب لری کولو لپاره، کینې او بدمرغیو د منځه وړلو لپاره مبارزه کوو. د یو منطقی نړۍ، داسی نړۍ چی پوهه او پرمختګ د انسانانو د خوښۍ لپاره وی مبارزه کوو.

سرتیرو: د دموکراسۍ په نامه یو موټي شی.

هانا، زما غږ آوری؟

هانا هر چیری چی یی راوګوره: وریځې په حرکت شوی؛ لمر ځلیږي. مونږ له تیرې د روښنایی لوری ته ځو. مونږ د نوې نړۍ ته په لوري روان یو. مهربانه نړۍ، چیری چی انسانان له کینې، حرص او ځناورتوب څخه ډیر پورته ژوند کوی.

هانا راوګوره: د انسان روح وزر پیدا کړی او بالاخره اولوتل یی پیل کړي. د بوډۍ‎ټال په لوری الوزی؛ د هیلو روښنایی په لوری، د راتلونکی په لور، یو روښانه راتلونکی چی تا پوری، ما پوری او ټولو پوری تړاو لری الوزی. هانا راوګوره، هانا راوګوه.»


د چارلی چاپلین تل‎پاتی وینا ویډیو

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 543 میلمانه آنلاین لرو