جوانا، هغه انجلۍ چی د خپلو خلکو خلاصون لپاره یی شخصی ژوند تر پښو لاندی کړ

جوانا، هغه انجلۍ چی د خپلو خلکو خلاصون لپاره یی شخصی ژوند تر پښو لاندی کړ

هر کله چی د داعش ځناورې ډلې نوم یادیږي، په بیړه د کورد آزادۍ‎غوښتونکو نجونو جګړه ددغو تیږې عصر ناپوهانو پر وړاندې ذهن ته راځي. د داعش پر وړاندې د کوردي ښځو او په ځانګړي توګه د کوباني نجونو زړورتوب او سرښندني، دومره اغیزمنی دي او ددی لامل شوې چی د نړې له ګوټ ګوټ څخه پوهه ځوانان خپل سوکاله ژوند او لوړې زدکړې پریږدي او د هغو ترڅنګ و جنګیږي. جوانا پالانی له ډدنمارک څخه، له دغو جنګیالیانو څخه ده چی د ۲۰۱۴ کال نوامبر په میاشت کی د خلق مدافع ځواکونو (YPG) سره په سوریه کی یوځای شوه او شپږ میاشتې وروسته د کوردانو له پیشمرګه سره په عراق کی یوځای شوه. نن ورځ جوانا د داعش د سترګو داسی اغزی شوې چی د راپورونو له مخې څه موده وړاندې داعش د هغې وژلو لپاره ۱ میلیون ډالر جایزه ټاکلی وه.

جوانا په خټه ایرانۍ کوردي ښځه ده چی په ۱۹۹۳ کال کی د کډوالو په یو کمپ کی په عراق کی وزیږیدله او لا ماشومه وه چی ډنمارک ته یی پناه یوړه او د هغه هیواد وکړې شوه. جوانا په کوپنهاګن کی د سیاست او فلسفې په برخه کی زدکړې کولی، خو وروسته یی زدکړې پریښودې او د داعش پر وړاندې جنګیدو لپاره سوریی ته ولاړه.

جوانا پالانیجوانا پالانی له ډدنمارک څخه، له دغو جنګیالیانو څخه ده چی د ۲۰۱۴ کال نوامبر په میاشت کی د خلق مدافع ځواکونو (YPG) سره په سوریه کی یوځای شوه او شپږ میاشتې وروسته د کوردانو له پیشمرګه سره په عراق کی یوځای شوه.

هغې نه غوښتل د داعش د جنایتونه یوازی په خبرونو کی واوري او لاس تر زنې کښینې بلکه هغې دا هوډ وکړ کی عملاْ په دغه مبارزه کی فعاله ونډه واخلي. هغې په یوه مرکه کی «برودلی وایس» ته وویل»:

«راته ډیره ستونزمنه ده چی ولولم یوه لس کلنه انجلې چی د جنسي تیري له امله ترینه وینه تللی او مړه شوی ده، آن تر اوسه چی یوه جنګیالۍ یم!

د یو انسان او په ځانګړي توګه د یوې کوردي انجلي په څیر، زه نشم کولای دغه وړې نجونې او جنسي مریانې و نه وینم. زه نشم کولای ووایم چی زه دلته په ډنمارک کی هوسا یم نو هر څه چی د کردستان نجونو په حق کی کیږي ودې شي!»

سم‎لاسي چی عراق ته راغله، پوځي زدکړې یی تر لاسه کړي او اوس نورو نجونو ته درس ورکوي. هغې په یوه مرکه کی د داعش ترهګرو وژنه ډیره آسانه بللی ده. په لیوالتیا سره د جګړي په لومړۍ لیکه کی د هغې شتون، هغه د سوریی نورو نجونو ته یوه بیلګه ده.

جوانا پالانیاوس مهال د ۶۴ تنو څخه چی له جوانا سره یی یوځای پوځي زدکړې لیدلې وی یواځې ۳۶ تنه ژوندئ دي. هغه وای چی د ملګرو څخه لری ده ډیره خفه ده او غواړي چی بیرته ولاړه شی او د داعش پر ضد و جنګیږي.

د خلق مدافع ځواک او د کورد پیشمرګه تر څنګ د یو کلنې جګړي وروسته، هغه بیرته ډنمارک ته ستنه شوه. اوس مهال د ۶۴ تنو څخه چی له جوانا سره یی یوځای پوځي زدکړې لیدلې وی یواځې ۳۶ تنه ژوندئ دي. هغه وای چی د ملګرو څخه لری ده ډیره خفه ده او غواړي چی بیرته ولاړه شی او د داعش پر ضد و جنګیږي. جوانا په مرکه کی وویل:

«که ونیول او یا ووژل شوم، پرې ویاړم. که د هلته تګ له پایلې څخه ویریدلی، هیڅکله می د هغې په اړه فکر هم نه کاوه.»

په داسی حال چی جوانا لیواله وه ترڅو له ملګرو سره یی بیرته یوځای شي، د ډنمارک دولت پر جوانان ځیني بندیزونه ولګول. درې ورځې د جوانا له راتګ څخه تیری نه وی چی د ډنمارک دولت نوی قانون له مخې د سوریی جګړې ته د خلکو پر تګ بندیږ لګولی وو، په ۶ میاشتني بند محکومه شوه. د جوانا مدافع وکیله، اربیل کایا، په یوه مرکه کی «ګارډین» ورځ‎پاڼې ته (۲۰۱۶ کال دسامبر ۱۹) د ډنمارک پولیس له لوري د هغې نیول شرمناک وبلل:

«د شرم ځای دی! مونږ لومړنی هیواد یو چی یو نفر جنګیدلو لپاره په هماغه څیر چی نړیواله ټلواله جنګیږي، سزا ورکوو. هغې ته سزا ورکول له چل څخه ډک دي. ولی هغه خلکو ته سزا نه ورکو چی د داعش لپاره جنګیږي؟...»

د جوانا پالاني زړه‎ورتوب او سرښندنه باید د نړۍ ټولو دردیدلو خلکو ته بیلګه وي. هغه سربیره پر دې چی د تګ له پایلې څخه خبره وه، خو خپل شخصې ژوند یی د نورو لپاره قربان کړ ځکه نیکمرغې یی د بدمرغه خلکو په ژغورلو کی لیدله.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 644 میلمانه آنلاین لرو