- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

په داسې حال کې چې د ښځوضد بلا په ځناوریزه توګه، زمونږ د هېواد ښځې د سیآیای حرمونو بچیانو په خونړیو منګولو کې راګیر او تار تار کوي، د ښځې نړیوالې ورځ په درشل کې یو. طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره په بند کې راګېر ښځو پر وړاندې غاپي او داړي: ښځې ورککېږي او وژل کېږي؛ په ورزشي ډګرونو کې په دُرو وهل کېږي؛ ښځې د کار حق نلري؛ د اعتراض هر ډول غږ په رذالت سره ځپل کېږي؛ له ښځو څخه د تګ راتګ او ورزش او حمام تلو حق اخیستل شوی ده؛ ښځې له سړیو څخه بدتره له بېوزلۍ او بېکارۍ او تور برخلیک سره مخ دي چې آن د خپل زړه ټوټو پلورلو ته چمتو کېږي او... او ددې ټولو بدمرغیو او غمیزو پر وړاندې، امپریالیستي دولتونه، ملګري ملتونه او ددوي اړوند نور سازمانونه چُپ دي او یا په هماغه کانګېراوړونکو جملو سره «اندیښنه ښایي» او آن په ډیرو برخو کې ددغې ویجاړونکې ډلې په ګټه تبلیغ کوي او ددې په سینګارولو بوخت دي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګون
- کټګوري : اعلامیی

د ناتارکوونکو طالبانو له بدمرغې واکمنۍ څخه یو کال تېر شو. هغه واکمني چې د امریکایي، پاکستاني او قطري واکداران له لوري د «سولې» او «جګړې پای» تر نوم لاندې د دوحې شرمناکې هوکړې په پایله کې د تاریخ کانګېشوو ته وبخښل شوه. د امریکا دولت چې زوال یې له لرې څرګند ده او د کرونا ناورین او د ټرامپ په نوم بلا د هغې د خوساوالي وروستۍ کچه نندارې ته وړاندې کړه، نور پر نړۍ په یواځې ځان د واکمنۍ ځواک نه لري او چیني او روسي سیالان یې پر وړاندې راولاړ شوي دي، غوره یې وګڼله چې د ژوند ادامې لپاره له خپلې جګړهایزې او بشر ضد دستګاه سره افغانستان پرېږدي خو په کم لګښت او غیر مستقیم ډول خپلې منګولې زمونږ د خلکو پر ستوني ښخې کړي. امریکا او ناتو له هر وخت څخه زیات افغانستان یې د بنسټپالو او ترهګرو په ځالې بدل کړ ترڅو په اوږدمهاله لوبو کې په ځانګړې توګه په آسیا کې، افغانستان همداراز د ترهګرۍ او بنسټپالۍ او ځناورتوب د تولید لپاره بېپوښتنې ډګر پاتې شي. په دوحه کې د زلمي ذلیلزاد تر سرپرستۍ لاندې د سپینې ماڼۍ هوکړه دومره سپکه او خاینانه وه چې د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان، ډیویډ پټریوس او د سيآیای مشر، د «د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټول ناوړه هوکړه» او ددې هیواد د «پرځیدو» نښه ونوموله.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

نولس کاله وړاندې امریکا او ناتو د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» تر نامه لاندې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د طالبانو وینيڅښونکی رژیم یې د څو اونیو په لړ کې رانسکور کړ. د دوو لسیزو وژنو او ویجاړیو وروسته، امریکا او لاسپوڅی دولت یې په دوحه کې چنهوهي چې د طالبانو ځناوره ډله بیرته واک ته راولي. «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» لکه څرنګه چې له پیل څخه ښکاره وه چې نه یوازې د ترهګرۍ جرړې یې وچې نه کړې بلکه نن د طالبانو ترڅنګ بله ځناوره ډله د داعش په نوم، حقاني شبکه او د دولتي ویاندانو په وینا ۲۴ وړې او غټې ترهګرې ډلې زمونږ په هیواد کې فعالې دي او افغانستان یې د ترهګرۍ او مخدره توکو مافیا په مرکز بدل کړی ده. په ورته وخت کې بېشمیره ترهګرو خپله ظاهري بڼه بدله کړی او په دولتي څوکیو ناست دي او یا د ګلبدین په څير د ولس له خزانې ډوډۍ ورکول کېږي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۱۸مه، د همبستګۍ ګوند ځوانانو په یزد ښار کې د افغان کډوالو سوځولو پر وړاندې د اعتراض په بڼه په کابل کې د فقیه ولایت رژیم جاسوسخونې دروازه او لوحه په رنګ ولړله او د ایران وینېڅښونکي رژیم پر وړاندې یې چې بیګناه افغان کډوالو ته سپکاوي کوي او وژني یې او په زرګونو ایراني آزاديغوښتونکي او انقلابیان یې ربړولي او وژلي، شعارونه ورکړل. ورپسې په مزار، بامیان، جلالآباد، هرات، فراه او لغمان کې هم ورته اعتراضونه وشول او ترڅنګ یې د کرغیړنې دستګاه جلادانو لکه خمیني، خامنهای او روحاني انځورونه هم وسوځول. بیا د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو له څو نورو اروپامیشتو بنسټونو سره یوځای، په بیلابیلو ښارونو کې غوڼدې او د افغان ګډوالو پر وړاندې د بېرحمۍ پر ضد یې خپله کرکه څرګنده کړه.
د غویي اوومې او اتمې کروناګانو او د هغوي د شریکانو له شړلو پرته، د کرونا ویروس سره جګړه بېپایلې ده!
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

ثور زبون
بوی خون میآید
بوی کشتار و جنایت
بوی آن دشمن دون میآید
یکی تقویم را ورق بزند
این چه ماهیست مگر؟
آه باز آن ثور زبون میآید!
آ.پ.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

اوس امریکا له طالبانو سره په جوړجاړي کې، د پراخه اسانتیاو ورکولو ترڅنګ، د طالبانو پنځهزره ځناور بندیان هم له بند څخه خوشې کوي، د امریکا په یو غوږکشولو، غني د سلم ځل لپاره له ننداریزې «سرې کرښې» تېر شو، او د ټولو بشري حقونو او عدالت اصولو تر پښو لاندې کولو پنځهزره خطرناکه ویروسونه زمونږ پر خلکو راپریږدي. امریکا او مرییان یې د ګلبدیني انسانوژونکو په څیر، دا ځل هم له انسانیت نه ناخبره او مغزوینځل شوي عناصر پرته له محاکمې بخښي چې ښځې یې سنګسار او په درو وهلي؛ په صحرایي محاکمو کې د بیګناه خلکو سرونه پرې او قصاص کړي؛ ځانوژنې او چاودنې یې کړي؛ افغانستان یې د تیږې پېړې ته وړی؛ سړي یې د هغوي د خوښې د ږیرې او ویښتو په نه لرلو وهلي او ټکولي؛ د یکاولنګ، شمالي، مزار او ... ټولوژنو عاملان دي؛ ښځې یې له لومړنیو حقونو لکه لیکلوست او کار څخه بېبرخې او ځناوریز قانونونه یې پرې تپلي؛ د بامیانو بتان یې الوزولي او افغانستان یې د خپلو پاکستاني واکدارانو په خوښه د بدمرغۍ په لور وړی او په زرګونو نور ناتارونه او جنایتونه یې ترسره کړي دي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

د مارچ اتمه، هغه نیکمرغه ورځ ده چې د کلارازتکین له لوري په کال ۱۹۱۰ کې د «سوسیالیستو ښځو نړایوال کنفرانس» کې د زیارکښو ښځو مبارزو ته د درناوي په پار د ښځو نړیوالې ورځ په نوم وړاندیز شوه او تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي. مونږ په داسې حال کې دا ورځ لمانځو چې زمونږ رنځیدلي او کړیدلي خلک او په ځانګړي توګه ددې هیواد ښځې له ډولاډول بالاګانو لکه ښکیلاک، بنسټپالۍ، بیوزلۍ او خوارۍ، وژنو او وینېبهیدنې څخه رنځیږي. زمونږ د هیواد د بدمرغو ښځو اوس هم غوږ او ستونی پرې کیږي او جنسي تیری پرې کیږي؛ سنګساریږي او سوځول کیږي؛ هغوي له دغو کړاونو څخه خلاصون لپاره ځانسوزونه او ځانوژنه کوي؛ او په لسګونو نور ناتارونه زغمي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۱مه، اشرف غني د امریکا څو تنو نورو چوپړانو سره ولاړ او اعلان یې وکړ چې انس حقانی او د هغه دوه نور وینهڅښونکي ملګري عبدالرشید او مالی خان له بنده خوشی کوي. دوي یوځل بیا وغوښتل د ولس په سترګو کې خاورې وشنیدي او «مشروط خلاصون» د کلیمې په اختراع سره غواړي ځناورو ترهګرو ته دا پیغام ورسوي چې راشئ او هر څومره بیګناه افغانان چې وژنۍ پروا نلري، خو زمونږ ګډ بهرنیو واکدارانو سره کار مه لرئ. څو کاله وړاندې کله چې غني د خلکو غوسې کرارهولو لپاره وویل چې انس حقانی اعداوم، څرګنده وه چې درواغ وایي. ناشونې ده هغه خاین دولت چې ګلبدین په شان ځناور ته سور فرش غوړوي او خلقي، پرچمي، تنظیمي او طالبي جنایتکارانو ته لوړې څوکۍ ورکوي، خپل همنوع اعدام کړي. انس حقانی د «حقاني شبکې» ځناورې ډلې مهم غړی او د آیایسآی او سیآیای روزل شوی او د لسګونو ځانوژونکو بریدنو عامل او سلګونو افغانانو وژونکی وو. ددغه خطرناک ترهګر خلاصون او له دوه بهرنیو استاذانو سره د هغه بدلول یوځل بیا دا په ډاګه کوي چې د امریکا او لویدیځ بچیو ته د دوه بهرنیانو برخلیک په کراتو د میلیونونو افغانانو له ژوند څخه ارزښت لري.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ بیرته تر لاسه کولو څخه خبرې کوو چې له بدهمرغه زمونږ په خاوره کې د خپلواکۍ او آزادۍ څرک هم نشته. د اماني دورې له پای څخه تر ننه پورې، بیلابیلو رژیمونو د خلکو غولولو لپاره د خپلواکۍ ډهل وهلی ده خو په عمل کې زمونږ هیواد په دې دورو کې نیمهمستعمره او مستعمره پاتی شوی ده.
د مشروطیت غورځنګ له نن څخه سل کاله وړاندې د مبارزو او سر نه تیرو شخصیتونو په لرلو سره یې ځانته موخې وټاکلې او د هغو پوره کولو لپاره په میړانه وجنګیدل چې آن نن هم عدالتغوښتونکې باید هغو موخو ته رسیدو لپاره مبارزه وکړي. هغوی له یوې خوا د ارتجاع سره به جګړه بوخت ول او له بل پلوه په تش لاس د انکلیسی ښکیلاکګرو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته لاړل او خپلواکي یې د خپل سر به بیه ترلاسه کړه. هغوی د امان الله خان تر مشرۍ لاندي، هغه افغانستان چې په کې مریتوب واکمن وو، د پرمختګ او انسانیت په لور روان کړ. که څه هم د بهرنیو توطئو او کورنیو غلامانو په لاسوهنو دغه دوره ډیره لنډه وه، خو د ارزښتونو داسې تخم یې وکاره چې راتلونکي رژیمونه په ټوله زورواکۍ او ځناورتوب و نه توانیدل چې هغه د تل لپاره له خلکو واخلي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څو تنه استاذان او محصلان د داعش د غړیتوب په تور ونیول. ددغو ځناور له ډلې څو تنو د امید میوند پهلوانۍ پر کلپ برید، پر هوایي ډګر برید، د اصلاحات اداري ریاست کارکونکو پر بس برید او...ورته نورو خونړیو بریدونو پړه منلې ده. البته دا ددې ځناورو یواځنی جنایت ندی او د نورو وژنو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبه هیوادوالو پر وړاندې او د هیواد په ختیځ کې جنایتونه یې هم ترسره کړي دي. له دې ډلې څوتنو محصلانو منلی چې د کابل پوهنتون د دیني مضمونونو استاذانو له لوري داعش سره یوځای شوي دي.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 104 میلمانه آنلاین لرو