عفرین، د کوبانی حماسه به تکرار کړي!

عفرین، حماسه کوبانی را تکرار خواهد کرد!

د ۲۰۱۸ کال د جنوری په ۲۰مه، د ترکې فاشیست دولت د خپلو جنایتونو په ادامه، په رسمی توګه اعلان وکړ چی د «پی.کی.کی ترهګرو» او داعش ځپلو لپاره په عفرین برید کوی. دغه زورواکی او جنایت‎روزونکی دولت د کورنیو او نړیوالو غولولو لپاره، داعش ډله یی هم دغې سمې سره غوټه کړه خو ټولو ته معلومه ده چی ددغې ځناورې ډلی ټغر نږدې له ټولې سورې راټول شوی دی او په ځانګړی توګه په عفرین او د هغې ګردچاپیره د هغې هیڅ خبر نشته. له ټولو مهمه د معتبرو سرچینو راپورونو له مخې، د اردوغان دولت د داعش له سترو ملاتړو څخه دی او پر کوبانی د برید پر مهال ترکي پوځیانو د داعش په جامه کی ګډون درلود. لږترلږه له وینې‎څښونکی ګلبدین، چی د «کابل قصاب» په نوم مشهور دی، سره د ترکې نږدې او پخوانۍ اړیکی، ددې ښکارندوی دی چی دغه زورواکی دولت له کرغیړنو ځواکونو څخه ملاتړ کوی. سربیره پر دې، د اردوغان وینې‎څښونکي دولت هماغه پخواني داعشیان یی «د آزادې سورې پوځ» په نامه تمویل او په وسلو سمبال کړل او د ترکې رسمی پوځ تر څنګ یی ددغې سیمی په بدمرغه خلکو ورخوشی کړل. د ترکې اخوانی دولت چی د کورد له بدمرغه ولس سره پخوانۍ دښمني لري، هیڅکله نه غواړي په سوله او آرامۍ کی ژوند وکړي له عدالت او آزادۍ څخه برخمن شئ له همدې کبله پرلپسې د هغوی پر وړاندې توطئې جوړوي او له زور او ویری څخه کار اخلي.

عبدالله اوجالان، د کوردي مبارزانو بندی مشر درې کاله وړاندې د عفرین ولایت په اړه ګوت‎څنډنه کړی وه: «نن، هغه ورځ نده چی د ټوکرو اوبدلو کارخونې جوړې شي. د وسلو او مهماتو جوړولو کارخونو ورځ ده، د جنګي کمونیزم رامنځته کولو او د ټولنې په منځ کی د هغې ځواکمنولو ورځ ده.» او نن دا وړاندوینه په واقعیت بدله شوه چی باید سوک ته په سوک ځواب ورکړل شی.

د کورد د ولس ځلیدونکی تاریخ د دینی او غیر دینی ارتجاع په وړاندې له مبارزې او مقاومت څخه ډک دی او په ځانګړی توګه په کوبانی کی د هغوی نه هیریدونکی مقاومت د هغوی تجربه ډیره کړه، چپ پاتی نشول او ددې خاوری د سړو او ښځو په غښتلو مټو خپل برخلیک ټاکی. عفرین چی د سورې له درې کورد میشتو ولایتونو (عفرین، کوبانی او جزیره) څخه یو دی چی په خپلواکه توګه د (دموکراتیک اتحاد ګوند – پی.وای.دی) له لوري اداره کیږي او له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا امنیت پکی ټینګ ده، نور قومونه لکه عربان، ترکمنان، آسوریان، یزدیان، ارمنیان، آرامیان او چچنیانو هم پکی اوسیږي.‌ نن ورځ «د سورې دموکراتیک ځواکونه» چی د «خلکو مدافع واحدونو –ی‎پ‎ګ» له زړورو سرتیرو څخه تشکیل شوی نور میلیتونه او په ځانګړی توګه عربان له عفرین څخه د دفاع لپاره یو د بل ترڅنګ په کلکه ولاړ دي. سربیره پر دی د عفرین اوسیدونکی او زړو ښځو هم وسله اخیستی او په میړانه د ترکې وسلوال پوځ او پروني داعشیانو پر وړاندې جنګیږي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د افغانستان ویرجن ولس په استازیتوب چی د کوردانو په څیر د بنسټ‎پالو له ځناورتوب او جنایت څخه، د سیمۍ له ارتجاع او د امپریالیستي هیوادونو له لاس‎وهنې څخه رنځ وړي او هره ورځ په ځان‎وژنو او چاودنو کی خپل خپلوان له لاسه ورکوی، د عفرین له مبارزانو څخه ملاتړ کوی او هیله لری چی د دې سیمې خلک هم د کوبانیانو په څیر له دغې جګړي سرلوړي راووځي. ددغو اتلانو مقاومت به د بندیوانو ولسونو په مبارزاتی تاریخ کی په غټو ټکو ولیکل شی. د نړۍ ټول مبارزان به اَوِستا خابور، سکینه جانسز، لیلا قاسم‌، جیلان اوزلاب، آرین میرکان و... د تل لپاره په یاد ولری.

کوردي جنګیالان چی حق لری د نړیوالو ځواکونو له دننني تضاد څخه د خپلې مبارزې په ګټه کار واخلی، باید هوښیار اوسی چی د امریکا جکړه‎مار دولت په دوستی و نه غولیږي ځکه ددوې تاریخ له دوکې او جنایت او له آزدۍ‎غوښتونکو غورځنګونو سره ضدیت نه ډک دی. امریکا که په ظاهره او په سیمه کی د خپلو ګټو له مخې له کوردانو ملاتړ وکړ، خو یوه ورځ هغوی د شا لخوا په توره وهی چی همدا اوس هم د ترکې له ځناورو بریدو څخه یوازی «اندیښنه» لری او بس. د افغانستان خلک د سپینې ماڼۍ له جنایت‎روزنې او لاسوهنو څخه ترخه تجربه لری چی پایله یی دغه ناورینونه دی چی له څلور لسیزو څخه راپدیخوا زمونږ په هیواد کی جریان لری.

یوازی د کورد اتل ولس په کلکه اراده او ژمنې سره کولای شی د ترکې دولت د پرمختللی پوځي تکنالوژۍ په وړاندی وجنګیږي او ددغه ویجاړونکی پوځ خوله په خاورو ومږي. هغه ولس چی یو موټی راولاړ شی او په خپلو کتارونو کی د آوِستا خابور په څیر زړورې ښځې ولری چی د ځان په قربانولو د ترکې ټانک یی له منځه یووړ، ماتی نشی خوړلی. په هماغه څیر چی د نړۍ ویښ وجدانونه د کوبانی تاریخی مقاومت ترڅنګ ودریدل، نن به هم عفرین یوازی پری‎نږدي ځکه یوه حق‎غوښتونکی او پرمختللی مبارزه حتماْ له ځانه سره د نړۍ پرمختللو ولسونو ملاتړ لری.

د عفرین په مقاومت‎کونکو سلام وایو او د هغوی ترڅنګ ودریږو!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۶ د سلواغی ۳۰مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 659 میلمانه آنلاین لرو