هیلری‌کلنتن د ښځو ضد او ځناورخویه عربی هیوادونو ملاتړې

هیلری‌کلنتن د ښځو ضد او ځناورخویه عربی هیوادونو ملاتړې

په دغه ورځو کې د امریکا ولسمشری ټاکنو سیالیو ډګر ګرم بازار لری او هلیری‏کلنتن د «امریکا په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې» تر نامه لاندی وکولای شو ډیر شمیر ناپوهه کسانو ته په دوکه ورکولو سره په نظرپوښتنو کې مخکې شي. په ورته وخت کی بورژوازی رسنیو د ملنډو ډکې غوغا په لاره اچولو سره له هغې څخه د دموکراتی څیری او د ښځو او لږه‎کیو د حقوقو ملاتړی په توګه یادونه کوی. خو دغه تبلیغاتی ډهل د هغې په ګټه چې هر څومره په زوره ووهل شي نشی کولای چې د هغې اړیکې او معامله د د کرغیړنو شیخانو او عربی دیکتاتورانو سره پټی وساتي.

د هیلری‏کلنتن رښتنی ماهیت درک لپاره بسنه کوی چی د هغې د ملاتړ کونکو لیست ته نظر واچو چې څه ډول د ښځو ضد عناصر د ځمکې پر مخ تر اوسه د ۱۰۰میلیونه ډالرو څخه ډیری پیسی د هغې حساب ته ورتوی کړی دي تر څو د ښځو دحقوقو دغه اتله د ټاکنو ګټونکې شی او په ساز باندی یی ونڅیږی:

• عربستان سعودی:۵٠ میلیونه ډالر څخه ډیر
• امارات متحده عربی: ١١.٥ میلیونه ډالر
• کویت: ١١ میلیونه ډالر
• قطر: ٥.٨ میلیونه ډالر
• سلطان عمان: ٥ میلیونه ډالر
• مراکش: ٥ میلیونه ډالر
• برونئی: ٥ میلیونه ډالر

د بهرنیو مالی مرستو ترلاسه کول د ولسمشری نوماند په واسطه د امریکا په قانون کې جرم بلل کیږی خو عربی هیوادونه ګواکې له دغه قانون څخه معاف دي.د امریکا مهمې رسانې د عربی سرچینو څخه په نقل څه موده وړاندي راپور ورکړ چې شاهزاده محمد بن سلیمان، د سعودی عربستان د دفاع وزارت ولیعهد ځای ناستې په ټوله لیوالتیا منلې ده چې دولت یی د هیلری ۲۰ سلنه انتخاباتی لګښت ورکوی، ۳۱ کلن محمد بن سلمان چې هغه د خپل پلار ملک سلمان د اصلي ځواک په توګه یادیږی تل د ډیرو لګښتونو او چړچو په خاطر د خبرونو سرټکی دي.

البته هیلری‏کلنتن ته د عربو مرستې وړاندی کول بی‏قید او شرطه نه دي، د هغوي یی پر وړاندې غوښتني لری چې هرو مرو به یی پلي کړی وی. د قطر او عربستان په سپاریښتنه، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې هیلری‏کلنتن د خپلې کاري مودې په لړی کې قطر ته د پوځي وسلو لیږدولو امر ورکړ تر څو د «آزادې سوریی ځواکونو» په واک کې ولویږی. په سوریه کې د «رژیم بدلون» لپاره، سی‏آی‏ای د وسلوالو ډلو لکه «داعش»، «جبهه النصرات» او «احرارالشام» څخه د بشار اسد په وړاندي پوځي جبهه رامنځته کړې. هیلری د منځګړتوب او همدارنکه د دغو جبهاتو د سمبالولو او تمویل دنده په غاړه درلودله. د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر په میاشت د اف‏بی‏آی په واسطه د کلنتن ۳۶۰۰۰ خپاره شوی ایمیلونو، دا څرګندوي چې هغې د دغو جبهاتو په سازمان‏ورکونه کې مهمه ونډه درلودله او شخصأ یی په سوریه، لیبی او عراق کی پوځیانو ته د امریکایی وسلو لیږدولو امر یی ورکړی دي. جولیان آسانژ د «نوی دموکراسۍ» سره په مرکه کې، (۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۶)وویل:

«هلیری کلنتن د اوباما د ریاست جمهوری په لړی کې، په قطر باندی د امریکا د پوځي وسلو د پلورلو امر صادر کړی دي. کلنتن په همدغه ډول د لیبیا بلواګرو ته د امریکا پوځی وسلو د پلورلو امر صادر کړی تر څو د معمر قذافی رژیم له منځه یوسی او وروسته دغه وسلې سوریی ته ولیږدول شوی تر څو د بشاراسد دولت له منځه یوسي.»

کلنتن په خپل کتاب کې د «ستونزمنی ټاکنې- د هلیری‏کلنتن یادونه» په نوم چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د دندی پریښودلو څخه وروسته لیکلې، منلې دي چې د هغې ادارې د داعش ترهګرې ډلې په بڼه وورکولو کې ونډه لرله، هغه د داعش د رامنځته کول څرنګوالې دغه ډول بیانوي:

کلنتن په خپل کتاب کې د «ستونزمنی ټاکنې- د هلیری‏کلنتن یادونه» په نوم چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د دندی پریښودلو څخه وروسته لیکلې، منلې دي چې د هغې ادارې د داعش ترهګرې ډلې په بڼه وورکولو کې ونډه لرله.کلنتن په خپل کتاب کې د «ستونزمنی ټاکنې- د هلیری‏کلنتن یادونه» په نوم چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د دندی پریښودلو څخه وروسته لیکلې، منلې دي چې د هغې ادارې د داعش ترهګرې ډلې په بڼه وورکولو کې ونډه لرله.

«موږ د عراق، سوریه او لیبیا په جګړه کې ګډون وکړ او ټول څیزونه ښه وو خو په یوځل په مصر کې د جون دریم انقلاب د اخوان‏المسلمین دولت په وړاندی پیل شو او ټول څیزونو په ۷۲ ساعتونو کې بدلون وکړ، موږ د اخوان‏المسلمین سره په مصر کې تړون کړی وو چې دولت اسلامی په سینا کې جوړ شی. پریکړه وشوه چې د سینا څخه ځنې برخې په حماس او د هغې نوری برخې اسرائیل ته پریښودل شي او حلایب او شلاتین په سوډان پوری وتړل شی او د مصر دولت د لیبی سره د السلوم په سمیه کې پولي پرانیزی... پریکړه وشوه چې موږ د ۲۰۱۳ کال د جنوری په پنځمه په یوی ناسته کې د خپلو اروپایی ملګرو سره اسلامی دولت په رسمیت سره وپیژنو. ما ۱۱۲ هیوادونو ته سفر وکړ تر څو د اسلامی دولت په جوړښت کی د امریکا ونډه او له رامنځته کیدو وروسته د ځنیو ملګرو له لوری د هغې په رسمیت پیژندلو هوکړی په اړه، توضیح ورکړم. خو په ناڅاپي توګه ټول څیزونه زموږ د سترګو په واندړي راوپرځیدل.... موږ د اخوان‏المسلمین له لاری څخه چی ګمان کیده په مصر کی اسلامي دولت منځ ته شی سیمه مو ویشله او وروسته له هغې څخه د خپلو اخوان‏المسلمین څارګرو له لوری د خلیج فارس تړانګې عربی هیوادونو په لور تللو. په لومړیو کې کار له کویټ څخه پیل کیده او په ترتیب سره امارات، بحرین او عمان په لور تلو. د هغي په پاي کې، عربی او لویدیځ عربی سیمو په بشپړه توګه بدلون کاو او موږ پر نفتی سرچینو او سیندونو پر لارو بشپړ واک تر لاسه کاوه.»

کلنتن چې د«فیمنست» او «ډموکرات» تر نامه لاندي هوډ لری په ډیر زوګ سره سپینۍ ماڼۍ ته ورننوځې، عملأ به څرګند شی چې دښځو او ډموکراسی ډیره بده دښمنه ده د بنسټپالي او سخت دریزی ډیر کرغیړن رژیمونه به نور هم ځواکمن او د نړۍ په نورو سیمو کې به د جګړې او جنایت اور به نور هم بل شی. هغه به دنده ولری چې په امریکا کې د واکمن سیستم جنګ‎بلونکي او شراچونکي سیاست ته ادامه ورګړی او نړۍ به له نن ورځی څخه بدتره د ځناورتوب او ویجاړی کندی ته وغورځوې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 530 میلمانه آنلاین لرو