شجاع‌الدوله، زموږ د تاریخ ملی او ویاړلی شخصیت

شجاع‌الدوله، زموږ د تاریخ ملی او ویاړلی شخصیت

د افغانستان په مشروطیت غورځنګ کې بیشمیره ملی او هیوادپاله شخصیتونو شتون درلود چې د خپلواکۍ لاس ته راوړلو لپاره یې پرله پسی هڅی کړی دی او د خپلو وینو په قربانولو سره یې د خپلواکۍ، عدالت او دموکراسی بیرق اوچت او رپانده ساتلې دی. خو د څو لسیزو په لړ کې د لاسپوڅو او زلنده حکومتونو په واکمنۍ سره د دوې څخه ډیری هیر شوی دی او پر ځای یې د ولس د بدمرغۍ عاملان د «اتلانو» په څیر ښودل شوی دی.

پرمختللی او ولس‎واکه ملتونه او دولتونه په نړۍ کې د خپلواکۍ ساتونکو او خپلو ریښتینو اتلانو څخه په مسولانه ډول لمانځنه کوی، د هغوی له قربانی ورکونکو کړنو او هیوادپالنې او ژوند څخه د فلمونو او مجسمو په جوړول او یا په نورو لارو لمانځنه کوی تر څو نوی نسل دهغوی څخه په زده‏کړی سره د هیواد او ټولنی په وړاندې بااحساس او کټورو انسانانو باندی بدل شی. خو په خواشینۍ سره چې زموږ په هیواد کی د ارتجاع او بهرنې چوپړانو له خوا هغه کسانو ته اتلان ویل کیږی چې په عمل کې زموږ د تاریخ ننګ وی خو زموږ د تاریخ د ریښتینو زامنو په اړوند ناڅیزه پلټنه هم نه ده ترسره شوی.

د «افغانستان همبستګې ګوند» د هیواد ريښتینو او نوم ورکو اتلانو په پیژندنې سره، غواړی چې د بهرنیو چوپړانو هڅې چې غواړی زموږ د هیواد د نیواک‏ضد او خپلواکۍغوښتونکو شخصیتونو نومونه خنثی کړی، هیوادپالو او عزتمندو ځوانانو ته وروپیژني.

شجاع‌الدوله غوربندی
شجاع‌الدوله بابکرخیل غوربندی امان‏الله خان ته له نژدی مشروطه‏غوښتونکو څخه و چې ویل کیږی د امیرحبیب‏الله خان ننګین ژوند ته یې د پای ټکې کیښوده.

شجاع‌الدوله خان زموږ د تاریخ له هغه اتلانو څخه دی چې د مشروطیت غورځنګ د نورو سترو شخصیتونو او د امان‏الله خان د یارانو په څیر یی د هیواد تاریخ په حساسو شیبو کی رغنده ونډه لوبولی ده. هغه چې د جبیب‏الله خان د دربار خادم و او تر امان‏الله او محمد ولی خان دروازی وروسته د «دربار پټه ټولنه» کی چې د مشروطه‏غوښتونکو یو ټولګه وه د مخورو کسانو څخه شمیرل کیده. نوموړی هوښیار، زیرک او علم‏پالونکی سړی و چې په فارسی، پښتو، انګلسی او روسی ژبو یې بشپړ لاسبری درلود.

شجاع الدواله د شاه دوله خان ځوی او د نایب‏سالار پروانه خان لمسې د امیر عبدالرحمن په وخت کې د غوربند له خانانو څخه و چی په ۱۸۹۶ میلادی کال کې په پروان کې زیږیدلی او وروسته د «غلام‎بچه‎ګانو» له ډلې، د حبیب‏الله خان دربار ته لارده وموندله. ویل کیږی چې هغه شجاع‏الدوله و چې د فاسد حبیب‏الله خان د وژلو ماموریت یی پلی کړ او د هیواد خپلواکۍ او د یو ملی او عدالت‏غوښتونکی دولت منځ ته راتګ لپاره یې لاره پرانیستله. میر غلام محمد غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» کتاب په لومړی ټوک کې لیکې:

«شجاع‌الدوله خان د جمعه ورځې د ګهیځ په ۱۰ بجو کابل ته راورسیده او له عین‏الدوله سره یې لیدنه وکړه. دا هماغه کس دی چې ویل کیږی د دربار د پټې ټولنې غړی او د عین‏الدوله همکار او امیرحبیب‏الله خان وژونکې دی.» (ص ۷۴۲)

«د پایتخت په ټولو څلورلارو کې په ډاګه ویل کیږی چې د امیر حبیب‏الله خان وژونکې خادم شجاع‏الدوله خان (د دربار د پټې ټولنې غړی) دی نه کوم بل څوک. همدا کس و چې په کابل کې د امیر امان‏اله خان په وخت کې، د عامه امنیت وزیر، د هرات تنظیمه پلاوی رئیس او په پای کې په لندن کې افغان لومړی وزیرمختار شو. انګریزانو هغه ته په بده سترګه کتل او امانیه دولت د نسکوریدلو په وخت کې یې هغه له لندن څخه وویستل شو.» (ص ۷۴۵)

شجاع‌الدوله
شجاع‌الدوله، زموږ د تاریخ له ملی او ویاړلو شخصیتونو څخه و

امیر حبیب‏الله خان د ۱۹۱۹ کال په فبروری کې د غرڅو او ماهیانو ښکار په موخه له جلال‏آباد څخه د لغمان کله‏ګوش ته ولاړ او په نیمه شپه کې په ډزو ووژل شو. د خپل پلار زلنده حکومت ته یې د پای ټکې کیښودو او د مشروطه‏غوښتونکو واک ته رسیدلو او د هیواد خپلواکې لپاره دا د امان‏الله خان سیاسی حرکت و. شجاع الدوله په دې لامل چې د مشروطه‏غوښتونکو د باور وړ کس و او د دربار خادم په توګه یې د امیر د کیږدۍ جوړولو مسولیت درلود او هغه ته یی لاس رسی درلود، دغه دنده په غاړه واخیستله او ځنې نورو کسانو هم د دربار په شاوخوا کې شتون درلود چې د نوموړی لپاره یی لاره جوړه کړی وه.

په کابل کې د امان‏الله خان واک ته رسیدلو سره سم، شجاع الدوله د دولت په لوړو پوسټونو کې وګومارل شو. سید مسعود پوهنیار «د مشروطیت څرګندیدل او د زورواکۍ قربانیانو» د کتاب په ۹۷ مخ کې په دغه اړوند لیکې:

«لکه څرنګه چې د ۱۹۱۹ کال په می میاشت کې د امانی دولت لومړی کابینه جوړه شو، شجاع الدوله د امنیت وزیر و او وروسته په هرات کې د تنظیمه پلاوی رئیس په توګه وګومارل شو (۱۳۰۰ ل د مرغومی په ۲۰). له ۱۹۲۴ څخه تر ۱۹۲۸ کال پوری په لندن کې د افغانستان سفیر و او وروسته د ۱۳۰۸ ل څخه (۱۹۲۹) له هغه ځای لری شو او په برلین کې وګومارل شو... او په م۱۹۲۹ کال کې د امانی دولت نسکوریدلو په وخت کې بیاځلې د هرات تنظیمه رئیس شو خو کله چې شجاع‏الدوله د سقاوی بلوا په وخت کې هرات ته راغی نایب‏سالار عبدالرحیم خان صافی وار له مخه د هرات خلک خپل کړی ول نو له همدې امله شجاع‏الدوله مهاجرت ته اړ شو او برلین ته ولاړ.»

شجاع‌الدوله، زموږ د تاریخ ملی او ویاړلی شخصیت
په آلمان کې د «همبستګې ګوند» له غړو څخه په مننې سره چې په ډيرو هڅو سره یې د شجاع الدوله قبر ومونده او د هغه انځورونه یې موږ ته راولیږل.

په خواشینې سره چې په لندن او برلین کی د هغه د کړنو په اړه مو ډیر معلومات په لاس کې نه شته. شجاع‏الدوله د امان الله خان له سرتیرو پلویانو څخه و، په ۱۹۳۳ کال کې د آل‏یحیی زلنده حکومت له خوا د افغانستان تابعیت څخه بې برخې شو چې په پایه کې د دوهمې نړیوالی جګړی په تودیدلو سره په ۱۹۴۴ کال کې ومړ او د ترکانو سیمې په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 743 میلمانه آنلاین لرو