آیا یو هیوادپلورونکې کولې شي چې هیواد وژغوري؟
- کټګوري : د تاریخ له پاڼو څخه
- لیکونکی: نوید نابدل
- نیټه: سه شنبه, 12 زمری 1395
د افغانستان وضعیت دومره خراب او د اندیښنېوړ شوي چې اوس هماغو چې خپله د تاریخی بدمرغیو او وینو بهولو او هیوادپلورنو لاملین وو، ډګر ته را ننوتی او د «پرمختللی مبارزی» او «هیواد ژغورلو څخه» خبري کوي.
د جنرال رفیع په نوم خوسا شوی مړی چې خپل عمر یي په جاسوسۍ او وژلو کې تیر کړی دي بیا یي په سر کې د کومي کرسۍ لاس ته راوړلو فکر زیږیدلې خپلي سوړی څخه بهر راوتلې او د اعلامیې په خپرولو یي اعلان کړی: «د افغانستان کړکیچن وضعیت چی د سیالو هیوادونو له لاسوهنو څخه زیږدلي او د افغانانو وینو او زما د هیواد ویجاړول په بیه د هغوي نیابتی جګړي دوام ، زه یي نور هم هوډمن کړی یم د موقتی او ناغوښتلی لری والی په څخه تیر.... او د اوسني کړکیچن حالت څخه د خپل هیواد ژغورلو لپاره فعاله مبارزه وکړو.»
د «هیواد ژغورلو» ادعا د هغه چا په لخوا چې په تیرو څلورو لسیزو کی د ناخوالو اصلی لامل وو، انسان د کرکې او غوسې څخه ډکوي. رفیع د هماغه هیوادپلورو له ټولکي څخه دي چې لږ تر لږه یی دوه ستر خیانتونه او بیننګي په خپله کارنامه کې ثبت کړي. هغه د «کی.جی.بی» د ایجنټانو په توګه د شوروی پوځي تیری په لړ کې په مهمو پوسټونو کې دنده تر سره کړي او د ملت په وړاندي یي د جنایت امر ورکاو او وروسته هغه ورځ چې روسی مریان یتمانان شول دولت یي د ویجاړیدو درشل ته ورسید، هغه د میر عبدالرحمن سره د ګلبدین لیدلو لپاره چهارآسیاب ته ولاړل او هڅه یي وکړه چې د یوې ناکامې معاملي په لړ کې واکمني د وینوڅښونکو جنایتکارانو څخه یوتن ته تسلیمه کړي.
د کی.جی.بی ستر آرشیوساتونکی، د واسیلی متروخین په قلم «کی.جی.بی په افغانستان کی» په کتاب کې، د جنرال رفیع الله څخه د کی.جی.بی د جاسوس په توګه چې د «نیروز» دویم نوم سره یادیده دی. رفیع الله د خپلو دغو اړیکو پر بنسټ د غویي اوومې کرغیړنې کودتاه څخه وروسته د ټولګټو وزیر وټاکل شو او د شاه شجاع ثانی (ببرک کارمل) د واکمنې په راتللو سره د دفاع وزیر او د سیاسی دفتر غړی شو. هغه وخت چې روسانو ببرک کارمل يي په شوروی کې تر کورنيبند لاندی ونیوه، پر ځاي یي نجیب په ارګ کې وټاکل شو چې په دغه وخت کې رفیع د ریاست جمهوری مرستیالي او د حزب «وطن» د اجراییه هیئت مرکزی شورا غړیتوب ته لوړوالی وموند.
هغه په هاغه ورځو کی د دفاع وزارت مشري په واک کې درلوده چې خپلو روسی خاوندانو د لښکر په مرسته یی زموږ د هیواد کلي په ماتم ځايونو او کنډوالو باندي واړول. د هغه لاسونه د زرګونو زرو بی ګناه افغانانو په وینه ککړ دي چې ولس به هیڅ کله هغه و نه بخښي.
رفیع چې د خپلو خاینو ملګرو لکه علومی، ګلابزوی، تنی، بابه جان، رنجبر او نور برعکس د تیرو ۱۶ کلونو په لړ کې د واکمنۍ له کاروان څخه لری پاتی دی، اوس د خپلو پټنځای څخه راوتي که چیري وکولی شي د امریکا جوړ شوي ګوډاګۍ دستګاه کې چې په هغي کې پخواني جلادان ځانګړي ځايونه لری، کوم ځای تر لاسه کړی. هغه او دهغې د جرم شریکان چې کلونو راهیسی د استخباراتی سازمانونو تر ملاتړ لاندي، د هوساینی لپاره په لویدیځو هیوادونو کې ژوند کوي، د سی.آي.ای او نورو ټولو جاسوسی بنسټونو لپاره مناسب خواړه دي ځکه چې په بهرنیانو باندي د خپل ځان پلورل پوره تجربه لری او کلونه مخکی له هر ډول ملی او انسانی حس څخه تش شوی دي.
د «حزب دموکراتیک خلق افغانستان» رهبران (چې د نجیب په دوران کې د ولس تیرایستلو لپاره «حزب وطن» نوم ته بدلون ورکړ) د ملی خاینانو په توګه زموږ په تاریخ کې ثبت شو دي. د هغوي ډیر شمیر بیاځلي د هیواد او خلکو په وړاندي ډیر بد خیانت ترسره کړی، یو ځل یي د خپلې کرکجنې او وینو ډکې واکمنۍ پرمهال ولس قتلعام کړ او بل ځل یي ۱۳۷۰ د غويي په اتمه چې د اخوانی او جنایتکاره بانډونو سره یو لاس شول، افغانستان یی لیوانو ته وسپاره چې د کابل په ښار کې یي قیامت جوړ کړ. نبی عظیمی، فرید مزدک، نورالحق علومی، محمود بریالی، آصف دلاور، باقر فرین، شهنواز تنی، وکیل، یار محمد، بابهجان، نجمالدین کاویانی او نور کوڅهډبه وو چې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په ناکامه کولو سره، یي د غلو او ځناورو لښکر سره لاس یو کړ کابل او کابلیان یي د بمبونو او توغندیو او ویري لاندي پریښودل او خپله د خپلی نوي قبلې په لور لویدیځو هیوادونو ته پناه یوړه. د دغي ټولګي څخه لکه علومی، تڼی، ګلابزوی، سلیمان لایق، سلطان علی کشتنمد، خلیل رومان، حنیف اتمر، کبیر رنجبراو نور د تیرو ۱۵ کلونو په لړ کې د حامد کرزی د فاسدی او لاسپوڅې ادارې چوپړان شول د امریکا د استعمار لپاره یی سپو په څیر ځغاښته او مکیزونه وکړل. د هغوي لاسونه په هیواد پلورلو کې د خلکو په وینا داسی رو ول چې امریکا پرته له د سرخوږۍ څخه یي تشخیص کړی شول چې له دغه منځ څخه یو تن وټاکې تر څو د افغانستان د پلورلو تړون لاندي لاسلیک وکړي چې په پاي کې دغه بیننګي د خادی حنیف اتمر په نصیب شوه.
د دغه ګوند صفونه، هغوي چې لاسونه یي د ملت په وینو کګړ نه دي، که چیری په ریښتیا سره عدالت او آزادۍ ته ژمن دي، د پخوا څخه په درس اخیستلو سره تر ټولو لومړي د خپلو مشرانو سر روښانه او کلک څخه حساب وکړی او دغه پوهاوي ته ورسیږي چې د هغه کسانو تر مشرۍ لاندي چې زموږ هیواد یی په روسانو او وروسته د پاکستان په غلامانو خرڅ کړ، هیڅکله نشو کولی د هیواد د آزادۍ او نیکمرغۍ خبرې وکړو.
له هغوی څخه چې یوځل یي د هیواد د مور پلورلو په لاره کې ګام ایښودی، نشو کولی غیر له ناتارګرۍ او ټګمارۍ او ځانپلورلو څخه بله تمه وکړو. په همدې دلیل کولای شو مطمئن شو چې د رفیع په شان خلک د وجدان د درد پر بنسټ نه، بلکه د خاوری او خلکو پر برښلیک باندي د بلې معاملې کولو لپاره، ډګر ته راځي چې باید د دغه ډول کرغیړنو عناصرو باندی ونه غولیږو.