آمال مثلوثي د تاوتریخوالي نظام پروړاندې هوډمنه هنرمنده

آمال مثلوثی

آمال مثلوثي (Emel Mathlouthi) د ټونس مشهوره سندرغاړې، د سندرې لیکونکې، جوړونکې او نوموتې ګتار وهونکې ده چې د خپلو اعتراضي سندرو «ای بې‌وزله ټونسه» او «خبرې مې آزادې دي» د لارې ډیر شهرت وموند. محمد البوعزیزي د خپلو لوړو زده کړو سره بیا هم د سړک پرغاړه په ګاړۍ کې شیان پلورل او په پای کې د پولیسو د ناوړه چلند له امله د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کې یې ځانسوزونه وکړه، دا یوه داسې سپرغۍ وه چې ټول ځنګل یې د اور په لمبو کې ډوب کړ. د ټونس په ګوټ ګوټ کې لاریونونه پیل شول، د دې هیواد خپل سری دیکتاتور زین العابدین، بن علی د لاریون کوونکو د ځپلو په موخه پوځیان او پولیس واستول. خو اعتراض کوونکو په یو غږ خپله لار غوره کړه او «خبرې مې آزادې دي» سندره یې د لاریون په بهیر کی زمزمه کوله. هغوی دغه سندره په یادو زده کړې وه او مثلوثي د هغو لپاره د ظلم پروړاندې د امریکایي مبارز هنرمند جوان باییز (Joan Baez) په څیر ارزښت موندلی و. څه موده وروسته دغې سندرې د مصر اعتراض‌کوونکو منځ کې هم ځای ونیو.

آمال مثلوثي په اته کلنۍ کې سندرو ته مخه واړوله او د هنر ډګر ته ورننوتله. په پنځلس کلنۍ کې یې خپلو څو تنو ټولګیوالو سره د موسیقي ډله جوړه کړه. د مثلوثي هنر د امریکا د ګوت نیونې غورځنګ سندرغاړو څخه لکه جوان باییز، باب دیلان او د عربي نړۍ له مخکښو او مترقي سندرغاړو، شیخ امام (د مصر سندر غاړی چی د خپل هیواد شاعر احمد فوادنجم سره یې یوځای د خپلې ټولنې محکومې طبقې لپاره سندرې ویلې) او مرسیل خلیفه (لبناني سندرغاړی چې د محمود درویش شعرونه یې په خپلو سندرو کې ویل) تر اغیزې لاندې الهام واخیست او جوړښت یې وموند.

آمال مثلوثی
مثلوثي ونه غوښتل چې د ډیرو اوریدونکو د جلبولو لپاره د دربار نوکره شي. هغه د خپل کار د دوام په خاطر پریکړه وکړه چې په فرانسې کې ژوند وکړي او له هغه ځایه خپل هیواد ته د تل لپاره تګ او راتګ کاوه.

مثلوثي وایي چې په ټونس کې د آزادو سندرغاړو بیا په ځانکړې توګه د ښځینه سندرغاړو اوریدونکي هیڅ شتون نلري. د ټونس په غږیز او انځوریزو رسنیو کې یواځې هغو سندرغاړو ته زمینه برابره ده چې د دولت غوښتنو سره سم هنر ښکاره کړي. مثلوثي ونه غوښتل چې د ډیرو اوریدونکو د جلبولو لپاره دربار ته لاړه شي. هغه د خپل کار د دوام په خاطر پریکړه وکړه چې په فرانسې کې ژوند وکړي او له هغه ځایه د تل لپاره خپل هیواد ته په تګ او راتګ کې وه.

هغه د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۲نیټه د «سي بي سي» رپورټر سره په یوې مرکه کې وویل: «ما څلور کاله ترمخه هوډ وکړ چې فرانسې ته ولاړه شم، ترڅو ژوندئ پاتې شم، نفس واخلم او خپل هنر ته دوام ورکړم، په هغه وخت کې ناشونې وه چې په ټونس کې آزاد کنسرټ ورکړای شم یا رسنیو او اوریدونکو ته لاس رسی ولرم. ما هیڅکله فکر نه کاوه چې په فرانسه کې به خپلو هیوادوالو سره تردې اندازې نیږدې اړیکې ولرم، له انټرنیټ څخه مننه. هغوی زه وهڅولم چې هلته مقاومت وکړم او خپل کار ټینګ وپالم.»

مثلوثي وایي: «ما ډیرې سندرې لکه "ظالم" جوړې کړې او د ټولنیزو رسنیو د لارې مې له خلکو سره شریکې کړې، په ځانګړې توګه ټونسي اوریدونکو ته. غوښتل مې چې له هغوی سره خبرو کې شریکه شم او خپل ټول ځواک سره د هغوی څنګ کې ودریږم.» خو له ناهیلیتوب سره مخامخ شوه او زیاتوي: «ځینې وخت به مې لکه د نورو هنرمندانو په څیر ځان سره ویل، ښایي ډیره بیړه کوم، د دیکتاتوري ځواک ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او زه سندرې جوړوم، نو پای به یی څه وي؟» خو د فلسطین د ستر شاعر محمود درویش شعرونو ورله بیرته روحیه او جرئت ورکړ: «پدې خاوره کې ځینې شیان وجود لري چې د ژوند کولو ارزښت لري.»

مثلوثي پدې حقیقت وپوهیده او زیاته یې کړه: «پوه شوم چې داسې ځواک وجود لري چې باید سندرې ووایي، ځکه چې سرودونه له منځه نه ځي، سندرې لکه د شهیدانو په څیر تل ژوندئ پاتې کیږي، خو دیکتاتوران له منځه ځي، دې خبرې ما ته هیله او الهام راکړ.»

د هنر په هکله مثلوثي داسې فکر کوي: «موسیقي ما سره مرسته کوي چې پخپلی طریقې د انسانانو زړونو کې ځانته لار خلاصه کړم. زما خبرې نړیوالې دي، یواځې زما هیواد پورې ځانګړې ندي، ځکه چې ستم په هر ځای کې شته.» او په بلې مرکه کې وایي: «موسیقی یو ځواکمن هنر دی ځکه چې یو زړه څخه بل زړه ته او له یو روح څخه بل روح ته لار پیدا کوي، په هر ځای هر وخت او هر چا سره یوځای کیږي. د سینما لپاره باید سینما ته لاړ شی یا تلویزیون وګوری، خو له موسیقي سره باید لارو او کوڅو ته ولاړ شی، تاسې رادیو په هرځای کې اوریدلی شئ، خلک موسیقي ته اړتیا لري او هغوی ته ځواک ورکوي.» د مثلوثي دغه خبرو واقعیت وموند. د ټونس خلک د هغه له اعتراضي سندرو سره د دولت د نسکوریدلو په موخه لارو او کوڅو ته ووتل.

په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت چې د زین العابدین د وینې څښونکی دولت د خپل ځواکمن چپاو په ګدۍ سپور و مثلوثي «خبرې مې آزادې دي» سندره چې وروسته د لاریونونو په ملي سرود باندې واخوت، وویله:

زما خبرې آزادې دي
زه آزاده یم ویره نلرم
یو راز یم
چې مرګ نلري
آواز مې هیڅکله سر نه ټیټوي
د ویجاړتوب په منځ کې له معنی ډک
زه د مظلومانو حق یم
چې د دغو سپو له خوا
پلورل شوی
دغه کسان چې زموږ ورځنۍ ډودۍ غلا کوي
او د فکرونو پر مخ دروازې تړي
زه آزاده یم او خبرې مې آزادې دي
د ډوډۍ بیه هیره نکړئ
زموږ د بدمرغۍ دلیل هیر نکړئ
هیر نکړئ هغه څوک چې د اړتیا په وخت کې یې موږ سره خیانت کړی
زه د سور ګل راز یم
چې تر کلونو یې رنګ خوښ و
او ښایسته بوی یې د دریابونو په تل کې ښخ کړی شوی
لکه د اور په څیر لمبې کووم
آزادي غوښتونکي رابولم
ستوری یم چې په تیارو ځلا کوم
د ستمګرانو په مرۍ کې اغزی یم
له اوره ډک توپان یم
د نه هیریدونکو ارواح
د هغو آواز چې نه مري
راځئ
خاورې څخه پولاد جوړ کړو
هغه سره مینه وساتو
چې د هوا مرغه شي
چې هیواد شي
باد او باران شي
زه د نړۍ بشپړ خپلواکانو څخه یم
د مرمۍ په څیر
زه د نړۍ بشپړ خپلواکانو څخه یم



مثلوثي د کافي بیبل cafebabel.comسایټ سره په یوې مرکه کې ویلي وو:

«زه په صفاقس [د ټونس په جنوب شرق کې دویم لوی ښار] کې د کنسرټ اجرا کولو په حال کې وم، زما د فیس بوک پاڼه چې ۳۰۰۰۰ پلویان یې درلودل، د دولت له خوا وتړل شوه، یو رپورټر راته زنګ وواهه چې دولت زما ټولې سندرې له آرشیف څخه لیرې کړې دي. ځان سره مې وویل چې بالاخره د دې وخت رسیدلی چې د ټونس وضعیت بدلون ومومي، پریکړه مې وکړه چې زه هم د غورځنګ یوه برخه شم او خپل کنسرټ انقلاب ته ډالۍ کړم، یوه اونۍ وروسته ابوعزیزي ځانته اور واچوه.»

آمال مثلوثی
د خپل هنر په اړه مثلوثي داسې اند لري: «زما موسیقي ما سره مرسته کوي چې پخپلې طریقې سره د انسانانو زړونو ته لار خلاصه کړم، زما خبرې نړیوالې دي، یواځې زما هیواد پورې ځانګړې شوې ندي ځکه چې ستم په هر ځای کې شتون لري.»

یو له هغو سندرو څخه چې «په ذهن کې مې» نوم لري او د چه ګوارا ژوند په ګوته کوي محمد البوعزیزي ته مې ډالۍ کړه. «بوعزیزی زما لپاره د چه ګوارا مقام ترلاسه کړی دی او دغه سندره د هغه په ویاړ ویل شوې ده.»

د مثلوثي شهرت یواځې د ټونس په هیواد او د کنسرټ په نورو تالارونو کې نه خلاصه کېږي ځکه چې د هغه په وینا هنر یې د نړۍ ټولو زیرکښو لپاره دی، د مصر د غورځنګ پرمهال د قاهرې واټونو کې لکه د ځوانې مصري مبارزې سندرغاړې په څیر له معترضانو سره همغږې شوه. مثلوثي له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې پورې یعنې نږدې یو کال په شاوخوا کې وکولای شول ۴۷ کنسرټونه په ټونس، فرانسه، ترکیه، مصر، پرتګال، عراق، المان، کاناډا، بلژیک، سویس، اسپانیا، اتریش، سلوانیا، مراکش، اردن او فلسطین کې ترسره کړي. دغه سندرې د مضمون له مخې د ښکیلاکګرو هیوادونو پرضد او د فلسطین د خلکو څخه د ملاتړ محتوا لري. د اسراییلو دولت مثلوثي ته په رام الله کې د ننوتلو اجازه ورنکړه، خو مثلوثي هماغه کنسرټ په اردن کې ترسره کړ چې نیغ په نیغه د رام الله اوسیدونکو ته هم خپریده، مثلوثي د جنګ ضد یوه مشهوره سندره «زه د فلسطین زیږیدونکی یم» د دویم ځل لپاره بیا وویله:

ځای نلرم
هیواد نلرم
خاوره نلرم
په ګوتو اور لګوم
د زړه له کومې تاسو ته سندرې وایم
د زړه ریښې مې ژاړي
زه په فلسطین کې زیږیدلې یم
زه په فلسطین کې زیږیدلې یم



د سندرو وروستنۍ ټولګه یې «خبرې مې آزادې دي» او «بس دی» تر نوم لاندې سندرو سره خپره شوې چې په ګډه یو ځای ویل کیږي:

آزادي په واټونو کې ده
آزادي په بانډو کې ده
نه ستاسې په کورو کې

مثلوثي د ټونس او مصر زیاترو خلکو په څیر پدې باور ده چې: «اوس هم دغه سندرې د عربي دولتونو په اړه صدق کوي، ځکه چې ډیر بدلون نه وینم، نه په رښتیا سره یې نه وینم. موږ انقلاب وکړ، خو ښایي بل دیکتاتور ته ښه راغلاست ووایو.»

د هغې ورځې په هیله چې زموږ په هیواد کې هم دا ډول مبارز او هوډمن هنرمندان پیدا شي چې هنر یې زموږ د ستومانه او زیارکښو خلکو د هیلې څریکه وشمیرل شي، داسې هنرمندان چې اثار یې لکه د تیره غشي په څیر د هیواد د خاینانو تور زړونه هدف وګرځوي او زموږ د مظلوم ولس لپاره چې د همدې جنایتکارانو له خوا برمته شویدي د خپلواکۍ، آزادۍ، دموکراسۍ او ټولنیزعدالت زیری وي.

آمال مثلوثی

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 361 میلمانه آنلاین لرو