جو هیل: «زما لپاره وېر مه کوۍ، خلک مبارزی ته چمتو کړۍ!»

«دا څوک دی چی مرګ یی په انقلابی ترانو لمانځل کیږی او د تابوت په څنګ کی یی ګڼ شمیر ویرجن پاچایان او د دولتونو رهبران ګډون لری.»
د جوهیل په مردکیو سوري سوري جسد په هکله د یوی ورځپاڼې لیکنه
جو هیل

جو هیل د ۱۸۷۹ کال د اکتوبر په اوومه نیټه زیږیدلي او د ۱۹۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ نیټه ومړ. جوهیل یو تکړه اهنګ جوړوونکی، ترانه لیکونکی، کارتونست او د کارګرې غورځنګ نومیالي لارښود وه چی ځان یی د زیارکښانو څخه د دفاع په لار کی قربانی کړ، د بی عدالتی او خپل‎سرۍ په وړاندی د یادګاری څلی په شان هڅکه غاړه د تل لپاره پاتی شو.

جو هیل د سویډن د ګاول په ښار کی زیږیدلی، اصل نوم یی جول هګلند وه چی امریکا ته تر مهاجرت وروسته یی په جوزف هیل استورم بدل کړ، پلار یی «الوف هګلند» د اورګاډې پټلۍ کارګر او مور یی «مارګریتا» لکه د نورو ښځو په شان د کور پالنه کوله.

تنکې ځوان جو هیل
تنکې ځوان جو هیل

په هغه وخت کی د سویډن زیاتره اوسیدونکی بیوزلۍ سره لاس او ګریوان وه چی د جوهیل کورني هم لدغه کسانو څخه شمیرل کیده. له همدی کبله جوهیل مجبور وه د کوچنوالی دلوبو مهال په کارخانو او کارځایونو کی په سختو کارونو کی تیر کړی، کله چی لوی شو د ډبرو سکرو کان کی په کار بوخت شو، هغه ځای کی د نرۍ رنځ په ناروغې اخته شو خو د مرګ له منګولو یی خلاصون پیداکړ.

په ۱۹۰۲ کال کی د مور تر مرګ وروسته هیل تصمیم ونیو چی د کار موندنی لپاره امریکا ته ولاړ شی. د هغه کال د اکتوبر میاشت کی خپل ورور سره یو ځای نیویارک ته ورسیده او د ښار یوي فقیرناستی سیمې په څښاک پلورنځې کی په کار بوخت شو، له یوې لنډې مودي وروسته نیویارک یی د امریکا متحده ایالاتو د نورو ښارونو په تکل پریښود.

هیل د زحمتکشانو د پوهاوې او ویښولو لپاره د ترانو او بدلو په ویلو بوخت شو، چی لدی لاری یی کارګرې غونډي او لاریونونه نور هم پسی ځواکمن کول، هغه پدی هکله وایی: «یوه خپرونه که هر څومره عالی هم وی یوځل څخه زیات نه لوستل کیږی، خو خلک ترانی په یاد ساتې او بیایی په کراتو ځان سره زمزمه کوي» دهغه دغه کار د پانګوالو د قهر او غصی لامل ګرځي په ګواښ سره یی له کار ځینی وباسی.

جو هیل

جو هیل په ۱۹۱۰ کال کی د نړۍ د صنعتي کارګرانو اتحادې (Industrial Workers of the World – IWW) سره یو ځای شو، د ۱۹۱۱ کال د جنورې په میاشت کی چی د «مکسیکو د بزګرانو انقلابې هستی» د هغه هیواد د زورواک دولت په ضد په خود جوشه پاڅون لاس پوری کړی وه، لدی کبله د متحده ایالاتو دولت لدی ویرې چی مبادا دغه پاڅون د دوی خاوري ته ونه غځیږی د مکسیکو دولت ته د مرستی لپاره ودانګل، پدی وخت کی هیل د متحده ایالاتو او مکسیکو پولې په غاړه کی د مکسیکو د زیار‎کښه بزګرانو په دفاع کی فعاله ونډه درلوده.

په ۱۹۱۱ کال کی هیل خپل نامتو او اوچت سرود د «بلواګرې نجلۍ» ( (The rebel Girl په نوم چی د جوهیل لپاره هم ډیر با ارزښته او له غوره سرودونو څخه وو چی د میرمن الیزابت ګورلی فلاین Elizabeth Gurley Flynn چی د متحده ایالاتود کارګرانو له رهبرانو ځینی وه په الهام اخیستو دغه سرود جوړ کړ:

الیزابت گورلی فلاین
الیزابت گورلی فلاین

پدي حیرانوونکی نړۍ کی چی مونږ یی پیژنو
ښځی په بل ډول دی
ځینی یی په پرتمینو قصرونو کی ژوند کوی
او قیمتې جامي په تن کوی
ملکې او شهزادګۍ هم ډیری دی
له الماسو او ځلانده غمیو سره
خو ویاړلي ښځی بلواګرې انجوني دی
هغه بلواګره جنۍ ده - هغه بلواګره جنۍ ده
هغه د کارګرانو ټبر څخه د نړۍ ځواکمنه جنۍ ده
له جورجیا څخه تر مانې – زما او ستا لپاره جنګیږی
هوکې هغه خپل ټول غرور او جرئت سره ستا څنګ کی ولاړه ده
هغه په هر ځای کی نا برابرې سره ژوند کوی
زه ویاړم چی د هغی په څنګ کی مبارزه کوم
هوکې، که څه هم لاسونه یی په کار کی تڼاکی شویدی
او جامي یی دومره ښکلی ندی
خو د خپلې طبقی لپاره په سینه کی رښتنې څپانده زړه لری
پانګه وال پوهیږی چی هغی ته بدلون نشی ورکولای
ښایی د نړۍ د کارګرانو د دفاع په خاطر مړه شی
هوکې ویاړلې ښځی بلواګرې انجونې دي

د «بلواګرې نجلۍ» سندری

په ۱۹۱۴ کال د جنوری په لسمه نیټه جان جی موریسن چی تر مخه یی په پولیسو کی کار کاوه ځوی یی ارلینګ د ترکاري خرڅولو دکان کی د دوه وسله والو کسانو له خوا چی مخونه یی په دستمال پټ کړی وه ووژل شو، دهغی ورځی په ماښام چی هیل په اوږه ټپې شوی وه ډاکتر ته ځی او دلیل یی یو سړی سره د یوې ښځی څخه د دفاع په خاطر جګړه وښووله، خو ډاکتر پولیس ته خبر ورکوی او هیل د هغه دکاندار د قتل په تور چی د انقلابیونو په ضد یی پولیسانو ته جاسوسی کوله ونیول شو.

د «بلواګرې نجلۍ» د کتاب پوښ چی د جوهیل سرودونه په کی نغاړل شویدی
د «بلواګرې نجلۍ» د کتاب پوښ چی د جوهیل سرودونه په کی نغاړل شویدی

د هیل بندی کیدو سره سم د متحده ایالاتو د کارګرانو اتحادې او د نړۍ نورو کارګرانو سمدستې د هغه د آزادولو غوښتونکی شول، په ځینو هیوادو کی کارګری اتحادیو هغه څخه د ملاتړ په خاطر لاس په پراخو لاریونو پوری کړ، په سلګونو لیکونه او تلګرافونه د هیل د آزادي لپاره د امریکا قضایی چارواکو ته ولیږدول شول خو د یوتا د ایالت محکمي جوهیل په اعدام محکوم کړ. هیلین کیلر په متحده ایالاتو کی د سویډن سفیر، حتی ودورو ویلسون د متحده ایالاتو د وخت جمهور رییس د هیل د اعدام دحکم لری کولو عوښتنه وکړه خو د یـوتـا ایالت والې د پانګوالو استازي په توګه چی له دغه مبارز کارګر سره ژوره کینه درلوده، په ټولو غوښتنو سترګي پټی کړی او د اعدام حکم یی سر ته ورسوه.

هیل د «استدلال لپاره غوښتنه» په یوې خپری شوی پاڼی کی د اعدام د حکم په هکله لیکي:

«د ښاغلی موریسن برتری ته په کتو سره باید د هغه د قانع کولو لپاره مړۍ پیداشی چی زه د هغه مړۍ شوم. هغوی فکر کوی چی یو بی ملګري ایله‎ګرد، یو سویدي، تر ټولو بدتر د (د نړۍ صنعتی کارګرانو د اتحادی غړې) د ژوند هیڅ حق نلری، نو ځکه زه د یوي مړۍ په توګه قربانی شوم.»

پداسی حال کی چی هیل د اعدام لپاره چمتوکیده د «نړۍ صنعتی کارګرانو» د اتحادې رهبر ته په تلګرام کی ولیکل:

«ښي چارې ببل! زه د یو واقعی بلواګر تر نوم لاندی وژل کیږم، زما د ماتم لپاره وخت مه ضایع کوی، سازماندهی وکړي.»

د جو هیل په خپل لاس لیکل شوی وصیت‎نامه
د جو هیل په خپل لاس لیکل شوی وصیت‎نامه

جو هیل خپله وصیت‎نامه ولیکله او د بند‎خونې یو تن ساتونګې ته یی ورکړه:

زما د میراث په هکله په آسانی سره کولای شی پریکړه وکړې
ځکه چی په کڅوړه کی هیڅ نلرم تر څو هغه وویشې
خپلوان می هم باید ویر ونکړي
«په روانو ډبرو خزه نه زرغـونیږی.»
زما جسد؟
آه،
که می کولای شول دځان په هکله پریکړه وکړم
په سوزولو یی راضی وم
او هېره می ورله د پسرلی وږمې ته سپارله
تر څویی په هر ځای کی چی ګلونه مړاوی دی
په سر یی وشیندي
ښایی بیا را ژوندی شی
دا زما وروستی وصیت دی
بریالي اوسي.

په ګولیو سورې سورې د جو هیل جسد
په ګولیو سورې سورې د جو هیل جسد

سره له دی چی محکمی د جرم د اثبات لپاره هیڅ سند په لاس کی نه درلود، خو د ۱۹۱۸ کال د نوامبر د ۱۹ نیټې د لمر څرک په مهال د یوتا په ایالت کی دغه د تاریخ ستر او پیاوړې انسان خپل پرتمین ژوند له لاسه ورکړ.

د جوهیل د ژوندلیک کتاب چی د ویلیام ایم ادلر له خوا د «مردی که هرګز نمرد» تر عنوان لاندی لیکل شوی وو په ۲۰۱۱ کال کی خپور شو. لیکونکې په ګوته کوی، جوهیل بی‎ګناه وه، پدې ښه پوهیده چی د کارګرې غورځنګ لپاره د هغه د ژوند قربانول تر ژوندي پاتی کیدو ارزښتناکه دی. ښاغلی ادلر زیاتوی په قوی احتمال هغه مظنون چی فرانک زیت ویلسون نومیده او تر مخه دپولیسو له خوا نیول شوی وه اصلی قاتل وه.

تر اعدام وروسته د هیل مړی شیکاګو ته انتقال شو د جنازی په مراسمو کی یی دیرش زره (۳۰۰۰۰) کسانو برخه اخیستی وه او د ترانې له ټولګې څخه یی «زما لپاره مه ژاړي، سازماندهی وکړی» او«د نړۍ کارګرانو را پورته شي» ترانو سره، په یو اوآز چیغه ګړي. د خپلی غوښتنی سره سم د هغه مړې وسوزول شو او هیره یی پرته له یـوتـا څخه د امریکا ټولو ایالتونو او د نړۍ نورو سیمو ته ولیږدول شوه تر څود ۱۹۱۴ کال د مي د میاشتی په لمړۍ ورځ د پسرلې وږمو ته وسپارل شی.

مراسم جنازه جو هیل
د جو هیل له وصیت سره سم د هغه مړۍ تر ۳۰۰۰۰ زیاتو کسانو په شتون د ځانګړو مراسمو په لړ کی وسوزول شو.

تر ۳۰ زیاتو هنرمندانو او آهنګ جوړوونکو د جوهیل تراني زمزمه کړی یا یی د هغو په بنسټ نوی آهنګونه جوړ کړل د «پرون شپه می جوهیل خوب کی ولید» چی تر ټولو مشهور اهنګ دی. د دی شعر آهنګ په ۱۹۳۰ کال کی د الفرد هیز له خوا په لوړ اوآز وویل شو او په ۱۹۳۶ کال کی ایرل رابنسون پدی شعر بل آهنګ جوړ کړ چی دغه آهنګ ګڼ شمیر هنرمندانو په وار وار زمزمه کړ. جون باییز هم دغه آهنګ ووایه او دغه یی په ۲۰۰۵ کال کی مایکل مور ته ډالۍ کړ. په ۱۹۷۱ کال کی د بووایدربرګ له خوا د «جو هیل» په نوم یو هنرې فلم جوړ شو چی د هیل ژوند یی په ګوته کاوه. کولای شې هغه فلم له دي ځایه ډونلوډ کړی.

د جو هیل ژوند او خاطری ډیری دردوونکی دی، خو هغه په ډیر ویاړ ژوند ته پای ورکړ، پرته د شخصی ژوند له کوچنې غوښتنې او تمي د ژوند تر اخرینی سلګۍ د خپلو زیارکښو خلکو لپاره مبارزه وکړه، هغه د خپل کوښښ او هلو ځلو له کبله نه یواځی د خپلو هیوادوالو په زړونو کی ځای درلود بلکه نړیوال هم په هغه ویاړی او د «سړی چی هیڅ‎کله نه مري» لقب یی ورله ډالۍ کړ.

اړوند سایټونه:

په سویډن کی د جوهیل موزیم
د جو هیل د اعدام سلمه (۱۰۰) کلیزه
جو هیل پوری اړوند لاسوندونه
د جو هیل پروژه له ټولو اړوندو لاسوندونو سره

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 361 میلمانه آنلاین لرو