«د چای غورځنګ»، د امریکا د جنګی ماشین څرخونکې

تی پارتی

د امریکا د چای غورځنګ (Tea Party Movement)، د ۲۰۰۹ کال په پیل کې هغه مهال د جمهوریت ګوند پلویانو، محافظه کارو او لیبرالیستانو د نارضایته غړو لخوا رامنځته شو، کله چې ځواک د ډیموکرات ګوند پلوه بارک اوباما ترلاسه کړو، په دې کې راټول شوي ډیری سپین پوستکې لوی پانګوال او د جنګ د ماشین څرخونکې داړه ماران دي. په حقیقت کې دا یو ټولنیز او ولسیز خوځښت نه دی، بلکې د شخصي ګټو او ځواک د تامین لپاره یوه غولونکې دسیسه ده.

د چای غورځنګ یو ارتجاعي او فاشیستي غورځنګ دی، چې د اوسني اقتصادي کړکیچ په بهیر کې رامنځته شوی دی او کیدای شي، چې په ټولنه کې ارتجاعي ځواک ته وده ورکړي. د دې جنبش خطر په دې کې دی، چې د خلکو رښتینو اندیښنو څخه غلطه ګټه پورته کوي او هغوی توکمیز، نژادي، او بهرنیو ضد احساساتو باندې سمبالوي. کله چې خلک بې روزګاره شي او خپل کورونه او ژوند دلاسه ورکړي، نو ډیر زر په دې څیر شعارونو غولیږي او باور ورباندې کوي.

د چای غورځنګ اصلي موخه ښکیلاکي جنګونو پراخول، د اقتصاد د ریاضتي سیاستونو پلي کول او د ناڅیزه ټولنیزو چوپړتیاوو او روغتیایي بیمه د ټولو لپاره له منځه وړل، په لویو پانګوالو باندې د مالیاتو را کمول او په بی وزلو باندې ور زیاتول دي.

همدا پانګوال «ټي پارټي»، چې په سر کې یې اسرا پیلین او ډیویډ اچ کوک دي، د امریکا ښکیلاکګر دولت چلوي او هغه ښکیلاک او جګړې ته هڅوي. په بې وزلو او منځحاله امریکایانو ورځ تربلې مالیات ور ډیروي او خپل کموي، د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې پورته کیږي ټولنیزې چوپړتیاوې له منځه ځي او یوازې په دې کوښښ کې دي چې څه ډول کولای شي چې خپله نظامي بودیجه لوړه کړي او پر وروسته پاتې هیوادونو خیټه واچوي.

د فاشیستۍ ښه بیلګه یې دا ده، چې د اقتصادي کړکیچ او د ټولنیزو بی عدالتیو څخه را پورته شوي پرګنې پرته له دې، چې په سیاسي او اقتصادي نظام کې کوم بدلون راشي او حق حقدار ته ورسیږي په ډیر ماهرانه ډول باندې د دې فاشیستانو لخوا د هیټلر په شان هغوی ارتجاعي او فاشیستي موخو لپاره استعمالوي. لکه څرنګه چې په آلمان کې د نازیانو او هیټلر د رامنځته کیدو وړاندې هغه هیواد په اقتصادي ناورین کې راګیر او د سیاسي بی ثباتۍ سره لاس او ګریوان و، نو هیټلر ناسیونالیستي احساساتو ته لمن ووهله او یو «فاشیست» د ملګري او دوست په جامه کې ځواکمن او د غولیدلو خلکو پر مټ میدان ته را ووت.

په دې کې هیڅ شک نشته، چې د چای غورځنګ هڅه د امریکا د ناراضي پرګنو راټولول دي، ولې د اندیښنې وړ خبره خو دا ده، چې د چای ګوند شعار چې وایي «خپل وطن باید بیرته واخلو» یو ارتجاعي او هیټلري شعار دی، چې راتلونکی یې هم له فاشیزم پرته بل څه نه دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 166 میلمانه آنلاین لرو