د گجگین جګړ، د روسي یرغلګرو پر وړاندي د استاذ حبیبالله او د هغې د ملګرو په زړورتیا سره ودریدنه
- کټګوري : د تاریخ له پاڼو څخه
- لیکونکی: ذکریا
- نیټه: شنبه, 01 لړم 1395
د ۱۳۶۳ کال د تلې لسمه، د فراه ولایت د ګجګین په کلې کې د روسی یرغلګرو په وړاندی د استاذ حبیبالله خان ګجګینی په مشرتابه د افغانانو په زړورتیا سره ودریدنی څخه کیسه لری. هغه ننګیالې چې په میړانې او زړورتیا سره وجنګیدل، ژوند یی د لاسه ورکړ خو د دین او جهاد سوداګرو په واکمنې کې ورک نومې پاتې دي.
استاذ حبیبالله خان ګجګینې په ۱۳۲۵ کال کې فراه ولایت د ګجګین په کلې کی نړۍ ته سترګې پرانستلې. په ۱۳۴۱ کال کې، د هلمند په زراعت لیسه کې داخل شو او وروسته د ټولګې د لومړي زدهکونکې په توګه په ۱۳۴۴ کال کې د کابل پوهنتون زراعت پوهنځې کې داخل شو. خو د استاذ د کورنۍ ناوړه مالې وضعیت، هغه یې دي ته اړ کړ چې وروسته له یو کال څخه پوهنتون پریږدی او د «ابونصر فراهی لیسې» د ښوونکې په ډول یی دنده پیل کړه. استاذ حبیبالله تر یو مودی د ښوونکې په عنوان او وروسته تر ۱۳۵۶ کال پوری د فراه زراعت لیسې د تدریسې مرستیال په توګه فعالیت وکړ. د روسی چوپړګرو په کودتاه سره، د شینډنډ کوهک ابتدایه لری پروت ښوونځې ته تبدیل شو. د استاذ حبیبالله ستر آزادیغوښتنکې روح د روسی نیواکګرو او د هغوی کرغیړنو چوپړانو شتون ونشو زغملي، پر دي بنسټ یی د هغوي پر ضد د وسلوالی مبارزې په لور ګام پورته کړ او په ډیرو هلو ځلو سره یی مبارزو او پر هیوادمین روڼاندی سره یوځای کړل، او د ۱۳۶۱ کال په ورستیو کې د سورخاش یووالی یي طرح کړ او د څو نورو جبهو سره یی دغه تړون د ۱۳۶۲ کال په غویی میاشت کې عملی کړ. استاذ حبیبالله یی د جبهه د مرستیال او مالې مسول په توګه وګوماره. هغه ددغه یووالی نورو مبارزانو په مرسته، ځواکمنه عملیاتی او ګرځنده ډله چمتو کړه چې د فراه سیند شاته سیمه د «سورخاش ګرځنده ډلی عمومی جبهې» په نوم مشهور شوه.
په ۱۳۶۳ کال کې، شوروی دولت په ډیره غوسه لوړه کړی وه چې د افغانستان جګړه به یو اړخیزه کوی. کلي بمباران او د هیواد په هره څنډه کې د هغو خلکو په وړاندي جګړې چې نه یی غوښتل د روسانو او د هغوی د چوپړو تر واکمنې لاندي ژوند وکړی خونړئ او نابرابری، چټکتیا غوره کړه. روسانو فراه ته یو ۱۰ زریزه فرقه وګومارله تر څو د دغه ولایت قومی او ولسی جبهه له منځه یوسی. د «سورخاش قومی جبهه»، دغه د ودریدني نه تسلیمیدونکی سنګر چې خلکو په منځ کې ځانګړی مینه موندلې وه، په دغه ولایت کې د روسانو له موخو څخه یوه وه. دغه جبهه د استاذ حبیبالله خان ګجګینی او مخکښو ملګرو او روڼاندو له لوری رهبری کیدله چې موخه یی د روسي نیواکګرو، هیوادپلوری خلقی – پرچمی او اخوانی جنایتکاره بانډونو له کګړتوب څخه د هغه ولایت پاکول او د خپلواکۍ لاس ته راوړل او د خلکو ته د یو انسانی ژوند برابرول وو.
استاذ حبیبالله خان چې د ګجګین کلې له مشرانو څخه شمیرل کیده، د دغه سیمې د خلکو په منځه کې د ځانګړی احترام څخه برښمند وو، او تل له هغه څخه د جګړو او قومی مسایلو د حلولو او فیصله کولو لپاره بلنه کیده، هغه د یوې ستونزې حلولو لپاره د خپلو څو تنو ملګرو سره کلې ته ځي. شپه یی هلته تیر کړه او سهار ته چې کله یی غوښتل له کلې څخه د غره له لاری جبهې ته ولاړ شي، خبر ترلاس کوی چې کلې د روسی عسکرو او چوپړانو له لوری چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دی د ټانک او آلوتکو په وسیله ملګرتیا ورسره کیږی، محاصره شوی دی. د ګاونډی کلو مجاهدین او ۴۰ نور مبارزان د سورخاش جبههی څخه د استاذ حبیبالله مرستی ته را راځې.
میراحمد، یو له هغه کسانو څخه دي چې د استاذ حبیبالله تر مشرتابه لاندی په دغه جګړه کې ونډه درلودله. د هغې جګړې په اړه داسی وایی:
«مجاهدینو له استاذ حبیبالله خان څخه وپوښتل چې د روسانو او چوپړانو شمیر یی ډیر دي څه کار باید وکړو؟ استاذ په ځواب کې وویل: "په هیڅ ډول نه تسلمیږو او جنګیږو. که چیری موږ جګړه و نکړو هغوي موږ ژوندی نه پریږدی." مجاهدینو هم استاذ خپل قومندان وټاکه او د ګجګین له کلې څخه پورته کلې ته چې د اوبو لښتی یی درلود او د جګړې لپاره چمتو وو، ولاړلو. پورته کلې خلک د قران سره د استاذ او مجاهدینو خواته راغلل چې په جګړه کې یی کلې ویجاړیږی په دغه اساس کلې پریږدی. استاذ هم د هغوی غوښتنی ته غوږ ونیو او د ۱۵۰ مجاهدو سره د ګجګین کلې ته راوګرځیدل او په یو جګړه کې چې هغې لپاره مو هیڅ چمتوالې نه درلود، ونښتلو.»
ډیره سخته جګړه پیلیږي. روسان د ټانګ او آلوتکو سره، د ګجګین کلې د ځناوریز برید لاندي نیسی او څو ګړیو په موده کې د اوسیدونکو ډیر شمیر یی ووژل او هره خوا په کنډواله باندي بدلون مومی. د یوی مودی لپاره د مجاهدینو له خوا څخه ډزې نه کیږی او روسان ګومان کوی چې ټول وژل شوی دي او ودریدنه یی له منځه وړی ده، په داسی حال کې چې ډیرۍ یی ټپیان او خپل نیمځان یی د ماتو او خویدلو دیوالونو شاته پټ کړی وو. استاذ حبیبالله خان خپلو جنګیالیو ته امر ورکوی چې د دښمنانو تر نیږدې کیدلو ډزې ونکړي. روسان په دی ګومان چی بریالی شوی مخ پر وړاندی ځې چې په دغه وخت کې ډزې بیاځلې پیل کیږی. دا ځلې د روسانو ډیر شمیر وژل کیږی او د روسی عسکرو ۱۶ میله کلکوف د مجاهدینو لاس ته ولیږی. روسان په شاتګ کوی او له لری څخه په درندو وسلو خپل برید ته ادامه ورکوی.
په دغه ورځ کې د روسي قواو له لوری څخه دوه بریده ترسره کیږی، خو د استاذ حبیبالله تر مشرتابه لاندی په اتلولۍ سره ودریدنی سره مخ شو او دواړه بریدونه پرشا تمبول کیږی. د عینی شاهدانو په وینا، استاذ حبیبالله سره له دې چې یو لاس یی ټپ اخیستی وو خو نه یی غوښتل چې د هغه ټپی کیدلو ته د نورو پام شي او د هغوی د روحې د کمزوری کیدلو لامل شی په دغه لامل په هماغه حال په زړورتیا سره جګړی ته ادامه ورکوی تر دې چې د ټانګ مرمۍ یی پر سر ولږیده او د خپل نه هیریدونکې ودریدنې سره شهید کیږی.
د استاذ حبیبالله په شهادت سره، د فراه خلک خپل اصیل او نجیبه بچي په له لاسه ورکولو سره په ماتم کیناستل.
میر احمد زیاتوی:
«گجگین جګړه، یوه تاریخی او تلپاتی او قهرمانانه جګړه وه. د جګړې په پیل کې، هغه وخت چې روسانو هوایی او ځمکنې بریدونه پيل شو، ټولو فکر کاو چې هیڅوک به ژوندی پاتې نه شی، ځکه چې ۱۰ زره تنه چمتو عسکر او په ډیرو پرمختللی ټانګونو او الوتکو سمبال د ۱۵۰ مجاهد په وړاندی د یو-یو میل کلاشینکوف او ۱۰۰ مردکیو سره، هیڅ د پرتلې وړ نه دی. خو د استاذ حبیبالله مشرتابه او د هغې د مبارزانو زړورتیا کیسې ته یی بدلون ورکړ.»
په دغه جګړه کې د ۱۵۰ تنه مجاهدینو څخه، ۴۵ تنه یی وژل کیږي او نور په نیمه شپه کې د لښتیو له منځ څخه خپل ځانونه له صحنې څخه بهر اوباسئ. خو په مقابل کې، یی ۱۵۰ تنه روسي عسکر وژل کیږی. د هغې پر سهار، روسي ټانګونه او پوځیان په ویری او لړزی سره کلې ته راغلل او ګوری چې څوک ژوندي ندی او په ښار کې اعلان کوی چې د مجاهدینو مشر وژل شوی دی. خلقیان چی د روسانو زنځیري چوپړان او د افغانستان د خلکو قسم خوړونکې دښمنان دی، له خوشالۍ څخه جشن نیسی.
د ۴۵ شهید مجاهدو څخه، ۲۲ تنه د «سورخاش جبهې» څخه وو چې د هغې ټولګې څخه کولای شو د استاذ حبیبالله، محمد نادر صوفیزاده، اختر محمد شاه، محمدالدین شاه، محمد شریف، مامور میرحمزه، حبیبالله، بازمحمد، عبدالستار، مستری محمدالدین، ګل خان، فضلاحمد، بریدمن محمد ناصر صوفیزاده او محمد اسلام رنجبر نوم واخلو. دوی ټول سپیڅلې او پر هیواد مین مبارزان وو چې نه د ډالر او مقام او غنیمت لپاره، بلکه د هیواد او خلکو خپلواکۍ او حیثیت لپاره وجنګیدل او خپله پاک وینه یی قربانې کړه، خو په خواشینۍ سره د هغوی سرښندنو ګټه نن ورځ د یو موټی خاینانو او وژونکو له لوری معامله شوه او له منځه ولاړه.
استاذ حبیبالله خان ګجګینی او د هغه شهید ډګریالان له موږ سره نشته خو د ګجګین او ټولی فراه خلک اوس هم د هغوی له زړوتیا څخه په ویاړ یادونه کوی، د هغوي یادونه په سیمیزو سرودونو کې په درناوی سره یادوي.