په جهادی خپرونو کې ښځې ته د منځنۍ پیړۍ لید

anti-women articles in Jehadi publications

د امریکا د بی۵۲ په زور د ځواک په کرسې د جهادیانو د بیاځلې کینول څخه وروسته، د ښځو سره د تربگنۍ سربیره، یوځل یی د ښځو ستاینې په اړوند غټې خبری پیل کړی تر څو لومړی خپل ځان د امریکا غولونکې شعار «د افغانو ښځو خلاصون» سره برابر کړی او د دی تر څنګ دا وښایی چې طالبانو څخه توپیر لری او پرمختللې دی.

خو د بنسټپالو تنظیمونو پرله پسې تورې کړنې ددې ګواه دی چې دغه ډلې یوازی سړی‏واکه دی او د ښځو سره ډیر کلک ضدیت لری. د دوی د جنایت او خیانت په ډک تاریخ کې له نیکه‎مرغه هیڅ یوې ښځې هم لاس نه درلود او اصلا دوی د خپلو طالبی همفکرانو څخه بدتره، د ټولنې نیمایی نفوس یی ګوښه کړی وو. حزب اسلامی، جمعیت اسلامی، اتحاد اسلامی او نوری جهادی ډلو حتا یوه ښځه یی د خپلې رهبری په پوړ کې څه چې په لیکه کې نه درلودله خو په تیره یو نیمه لسیزه کې د مجلس سینګار لپاره یو شمیر ښځې د پیسو او مقام په بدل کې په خپلو تبلیغاتی نانځکو بدلې کړی او د ښځو څخه د دفاع کولو اکټونه کوی.

anti-women Jehadis pose with women
هغه جهادیانو چې د ښځو کتل یی حرام ګڼل، اوس د خلکو غولولو لپاره د «بی‏حجابه» او «نامحرمه» ښځو سره یادګاری انځورونه اخلې، مخ ته خو په عمل کې د شهیدی فرخنده له وژونکو څخه ملاتړ کوی.

د تنظیمونو د ماهیت د پیژندلو لپاره، پخوانی خپرونې یی ډیر ښه لاسوندونه په لاس راکوی. ما د ربانی «جمعیت اسلامی» څخه «میثاق خون» خپرندویه، د ګلبدین «حزب اسلامی» څخه «شفق» او د سیاف اتحاد اسلامی څخه «حق پاڅون» لسګونه شمیرې مجلې وکتلې، په هغوی ټولو کې یوازې د «میثاق خون» د ۱۳۶۶ کال د سلواغی میاشت په ۱۱مه ګڼه کې یو د ښکنځلو ډکه لیکنه د «افغانستان ښځو انقلابی جمعیت» په وړاندی د «پیام‏زن خپرونې جهادی‏ضد اپلتو په ځواب کې» تر سرلیک لاندی ومونده او بله هیڅ یوه کلمه می د ښځو په اړوند په هغوی کی پیدا نکړه.

او د دې تر څنګ په یو جزوه کې د «جهاد ارشادــ د جمعیت اسلامی افغانستان رهبرڅرګندونې او پیغامونه» تر سرلیک لاندی چې د ۱۳۶۹ کال په منې کې خپره شوی ده د نظر څخه تیره کړه. په ۳۶۵ پاڼو کې، برهان‏الدین ربانی د هر څه په اړوند خبری کړی خو د ښځو په اړوند مې کومه جمله و نه موندله. تر دی چې د هغه د اختر او نوی کال پیغامونه هم «وروڼو» ته دی او بس.

بویا ډیری جهادی ګوندونه ډیر وروسته په اصطلاح د ښځو هم خپرونې پیل کړې. د بیلګې په توګه حزب اسلامی د «مسلمانې ښځې پیغام» او د «نساء» او جمعیت ګوند هم د «افغانستان د مسلمانو ښځو غږ» په نامه مجله درلوده.

کریم امین، د راکټیار د تیزاب‏شیندونکې ګوند استازی ښځو سره ننداریز انځورونه اخلې
آن تر دی چې کریم امین، د راکټیار د تیزاب‏شیندونکې ګوند استازی چې تر پرونه پوری یی د ځانمرګې‏بریدونو څخه دفاع کوله، د دنیا څخه بیخبرو څو ښځو سره ننداریز انځورونه اخلې تر څو دا په ډاګه کړی چې د امریکا د مریانو د قافلې څخه شاته نه دی پاتی!

له دغو سپکو «ښځینه» خپرونو څخه می چی کومی مجملې په واک کې درلودلې راټولې کړی چې هغې ته په پام سره کولي شو په دې وپوهیږو چی د ښځو په اړوند د اخوانیانو فکر د طالبانو او داعشیانو د منځنې پيړئ له لید سره کوم توپیر نه لری.

د دغه خپرونو په هره پاڼه کې یوازی د «حجاب په مراعات» ټینګار شوی او بس. هغوی داسی استدلال کوی چې ګواکی د ټولنې ټولې بدمرغې او اخلاقی فساد د ښځو په «بی‏حجابی» کې ریښې لری! که چیری یو سړی د «بی‏حجابه» ښځې په لیدلو لاره ورکه کړه نو پر هغې یی تیری وکړ، سړی ګرم ندی، دا ښځه ده چې هغه یی «تحریک» کړی دی او باید سزا ووینې!

«د افغانستان د مسلمانو ښځو غږ» د ۱۳۷۰ کال د سلواغه په پنځمه ګڼه کې د خندا نه ډکې او ملنډی وهونکې جملې په دې اړه لیکلې دی:

«ستر او حجاب دی چې د شیطانی وسوسو د نفوذ خنډ کړځې... حجاب د شیطان د سترګو ړندونکې دی... بی‏حجابه ښځه نه عزت او نه درناوی لری او هم د خلکو ترڅنګ سپکه او بی قدره وی او همدارنګه د شهوانی او هوس‏باز انسانانو د سترګو تر تیری لاندی وی د هغې پایله دا کیږی چې د ښځې شخصیت د هوس‏بازو د پښو لاندی له منځه ځې او د ښځې سپیڅلتیا او پاک‏لمنې له منځه ځې...»

«د بشر تاریخ دا په اثبات رسولې چې بی‏حجابی د سپکو کړنو لکه د پردیو ښځو سره د نږدی کیدلو، نڅا او حیاسوزونکې حرکات او زنا او بدکارئ لامل ګرځې.»

«د بی‏حجابو ښځو شتون د ټولو ټولنېزو او فردی فسادونو سرچینه ده چې د بشری ټولنې یو یو کس ته د انکار وړ نه ده...او همدارنګه د حجاب د مراعت او اصولو څخه د ښځو په ناز او نخرو سره په لار نه تلل او پستی او نازکې خبری نه کول دی او که چیری ښځې دغه چاری ترسره کړی نو ټولنې ته د فساد دروازه خلاصیږی.»

«د افغانستان د مسلمانو ښځو غږ» د ځناوروطالبانو په څیر، د کور څخه دښځو راوتل، عطر وهل، سینډلو اغوستل، په لوړ غږ خبری کول، د خاوند د اجازې پرته سینګار کول او... یی منع کړی دی:

anti-women articles in Jehadi publications

په همدغه ګڼه کې موسیقی او نڅا هم «د روح خرابول» ګڼل شوی او حرام اعلان شوی دی:

«ساز او سندرې او موسیقې چې د هغې په وسیله د انسان روح او روان خرابیږی او نڅا هم د اخلاقو ضد او تخریبونکو تفریحاتو څخه ده چې د ټولنې او هر کس لپاره بی شمیره زیانونه له ځانه سره لری او د اسلامی تعلیماتو سره د تضاد په بنسټ حرام دی.»

anti-women articles in Jehadi publications

د «نساء»، خپرونه د «افغانستان اسلامی ښځو تنظیم» په حزب اسلامی پوری تړلې وه چې د (۱۳۷۰ کال د وږې او تلې) په ۱۳مه او ۱۴مه پرلپسی ګڼه کې یی «د ښځو سیاسی حقوق» بیان کړی چې په هغې کې غیر د ښځو سره د تاوتریخوالې او د کور په څلور دیوالې کې د ټولنې نیم نفوس محاصره کولو پرته بل څه نه شو موندلې:

«د ښځو لپاره د نوماندۍ حق او یا په اسلامی شورا کې د ښځو غړیتوب حق په دې مفهوم نه دی چې ګواکی ښځې هم د سړو په شان د دولت ریاست لپاره د نوماندۍ حق لری ځکه چې د دولت ریاست لپاره د ښځې نوماندیدل د شرعی نصوصو پر بنسټ حرام او منع شمیرل شوی دی.»

مسعود هم د جهادی رهبرانو په څیر د ښځې په ضد وو.
جمعیتیان مسعود د ښځو د حقوق مدافعانو په توګه تبلیغ کوی، خو د «احمدشاه مسعود، د صدیقه مسعود په روایت» کتاب لیکونکې، د هغه د ښځې له خولی لیکی چې هغه حتا د خپلو وروڼو ته اجازه ورنکړه چې د هغې د ښځې مخ ووینی. نن ورځ هم احمد شاه مسعود پورته پورته کوی، خو پنځه لورګانی یی داسی د کور په ګوټ کې پټې کړی دی چې لمر او سپوږمې یی مخ نه دی لیدلې!

«د عورت ستر ښځو لپاره معلوم شوی. د بیلګه په توګه د جاهل په څیر په ناز او نخرو د خپل کور څخه بهر ته نه شې وتلې، کله چې د سړو سره مخامخ کیږی باید خپلې سترګې ښکته کړي...»

«ښځه باید سیرت او اسلامی مظهر ولری او په اسلامی واجباتو باندی سمباله او د هغې پیروه وسی د پاک نفس درلودونکې وی او د پردیو سړو سره د خبرو کولو څخه باید پرهیز وکړی او شرعی حجاب په بشپړه توګه پلې کړی.»

د دغو اخوانیانو ارتجاعی فکر ددی لامل کیږی چې د ښارمیشتو په وړاندی هم لیکنی وکړی:

«... له کلیو څخه په ښارونو کې سینماګانې او د فحاشا نور وسایل ډیر دی او په کوڅو او ښارونو کې د ښځو تګ راتګ هم جنسی غریزهء تحریک کوی.»

د «نساء» د جریدې په پرلپسی ۱۵مه او ۱۶مه ګڼه کې د (۱۳۷۰ کال د لړم او لیندۍ په میاشت) د فاطمې «عبدالله مور»(!!) «د افغانستان اسلامی ښځو تنظیم» رئیسې وینا راغلی چې د سر څخه تر پایه پوری د ښځو سره ضدیت او بویناکه ده:

«په ښځه کی د مور د دندی تقاضا پر بنسټ عواطف او احساسات وده کوی او په همغه کچه په سړی کې فکر او سوچ پرمختګ پیدا کوی.»

همدغه د «عبدالله د مور» تخلص په ښه توګه د دغې میرمنې ماهیت بیانوی چې فکر کوی ښځه «ناقص‏العقله» ده نو پر دغه بنسټ «فکر او سوچ» یی سړو ته ځانګړي بللې دی.

د «نساء» پرله پسې ۱۷مه او ۱۸مه ګڼه (۱۳۷۰ کال د مرغومی او سلواغې په میاشت کې) د ایران او پاکستان په څیر هیوادونه څخه چې ښځې پکی د فاشیستی قوانینو لاندی ژوند تیروی، د ښځو د جنت په توګه ستاینه کوی:

«د سعودی په هیوا کې په ټوله سره د ښځو وضعیت ښه ده او جنسی انحراف او بی‏حجابی د نورو هیوادونو په پرتله لږ لیدل کیږی... د ښځو ته تر اوسه د ډریورئ اجازه نه ده ورکړل شوی.»

«په نیکمرغۍ سره د ایران د شاه د نسکوریدلو او مسلمانانو ته د حکومت لاسته ورتګ وروسته، په ایران کې بیاځلې حجاب رواج شو...او په دغه ترتیب سره د ښځو عزت او درناوی او حیثیت په نوی ډول رامنځ ته شو.»

خو آن تر دی چې په اسلامی پاکستان یی د ښځینه صدراعظم په منلو سره نیوکه کړی ده:

«بینظیر بوټو د خلکو ګوند مشره د بی‏حجابی په ترویج کې په پاکستان کې ډیره اغیزمنه واقع شوی ده... د هغې رنګه انځورونه د دوکانونو، کورونو او محافلو پر مخ زړول کیږی او یوازی سپک او لوچک سړی د خوند اخیستلو لپاره هغه خپروی او ډیرۍ بداخلاقه ځوانان د هغې انځور پر خپله سینه ټومبې... په لنډه توګه دا چې دغې ښځې د پاکستان د خلکو د انحراف په لاره کې او په ځانګړی توګه د ښځو د انحراف په لاره کې شیطانې حیثیت یی ځان ته اخیستی دی.»

 په جهادی خپرونو کې ښځې ته د منځنۍ پیړۍ لید

د «مسلمانی ښځې پيغام» د ګلبدین حزب اسلامی د «تورسرو» ښځو نشریه وه چې د «پیام زن» مجلی د «راوا» خپرندویه د بربنډولو اوبنسټپالي‏ضد او مبارزه په وړاندی یی ډګر ته راودنګل. د ۲۶مې او ۲۷مې پرله پسی ګڼې (۱۳۷۱ د غویی په ۵مه) په سرلیک کې یی د ښځې غوره توب په دوه څیزونو کې رالنډ کړي دی:

«لومړی دا چې کوم نامحرم هغه و نه وینی او دویم دا چې هغه کوم نامحرم و نه وینې.»!!

د دغې خپرونې بنسټ‎ایښودونکې میرمن فاطمه یاسر(چې اصلأ خارجی شتون نه لری)، معرفی شوی، خو د هغې د مطالبو څخه څرګندیږی چې ټوله د اخوانی اوږد ږیرو له خوا لیکل شوی او هغه ټوله د سړی‏واکې د شوونیزم څخه ککړه وه د ښځې دنده د «اولاد د تربیت» او «آشپزی او درځې‏توب» تر حده ټیټه شوی ده په دغه بنسټ په ډیرو ګڼو کې د مولانا مودودی او سید قطب څخه د تعریف او ستاینې تر څنګ، ځینې پاڼې یی هم د درځې‏توب او آشپزی زده‏ګړی ته ځانګړی شوی دی:

په جهادی خپرونو کې ښځې ته د منځنۍ پیړۍ لید

«مسلمانو ښځو مسئولیت» د «افغانستان د حرکت اسلامی د کابل ولایتی شورا» ښځینه خپرونه چی شیخ آصف محسنی او سیدحسن انوری پوری تړلې ده چې د دغه جنایتکاره بانډ د ښځو‏ضد او جاهلانه افکار یی خپرول. د دغې خپرونې څوارلسم ګڼه (۱۳۷۰ کال په مرغومی کې) په واک کې لرم چې په یوه مقاله کې «ښځې سړی جوړوی او سړی تاریخ جوړوی»، د ښځې ونډه «د ښه اولادونو» تربیت او د کور کارونو کول پوری محدود شوی ځکه د هغوی د لنډ لید څخه دا سړی دی چې تاریخ جوړوی. د هغوی د منځنیو پیړیو په فکر، ښځې د کور څخه بهر کارونه نشی تر سره کولی او باید د کور په څلوردیوالې کې بندی شی او یوازی د اولادونو ساتنه وکړی. دا د ښځو د سپکاوی وروستی کچه ده. په داسی حال کې چې ښځې د عمل په ډګر کې تل مخکښي او تاریخ جوړونکې او حماسه راوړونکې دی.

نن ورځ که هر څه دغه عناصر ډیری په خبرو کې خپل ځانونه د ښځو پلویان ګڼي، خو د هغوی ماهیت کوچنې بدلون هم نه دی کړی اوس هم د ښځو په وړاندی د جنایت او تاوتریخوالې لاملان دی. د افغانستان په هر ګوټ او څنډه کې پر ښځو ډیرۍ جنسی تیرې او تاوتریخوالې د جنګسالارانو د پلویانو له خوا ترسره کیږی. دوی د څو پرله پسی لسیزی رهیسې د خپلو ماشومانو لارویانو په غوږو کی پورتنی چټیات پف کړی دی چې په پایله کې سړی‏واکه او ښځو ضد فرهنګ په داسی ډول د ټولنې په ریښو کې ننوتی دی چې د هغې له منځه وړلو لپاره یوې اوږد مهاله مبارزې ته سخته اړتیا ده، هغه مبارزه چې یوازې عدالت‏غوښتونکې او پرمختللې ځواکونه کولې شی هغه د یو ډیری مهمی دندې په توګه پر مخ یوسی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 638 میلمانه آنلاین لرو