کله چې اسراییل د ګلبدین اسلامی ګوند مرستې ته ورودانګل

کله چې اسراییل د ګلبدین اسلامی ګوند مرستې ته ورودانګل

د اسلامی ګوند تاریخ، ملی ضد معاملو او جنایت او جهالت تاریخ دی. خو د دغه ګوند مشرانو تل هڅه کړی ده خپل هر کرغیړن‏توب د دین او مذهب په جامه کې راونغاړی. ګلبدین راکټیار د «ترکی ژورنالیست ښاغلې محمود» سره په مرکه کې چې د هغې بشپړ متن د اسلامی ګوند له خوا په یو جزوه کې د ۱۳۶۶ کال د کب په میاشت کې خپره شوه، د دغې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول مو د وسلو او مهماتو ستونزی حل کړی وویل:

«... په همدغه ډول می بله شپه استخاره وکړه که چیرې موږ وسلواله مبارزه پیل کړو په غرونو کې زموږ دجبهاتو د وسلو او مهماتو ستونزی به څه ډول او د کومی لاری حل شی. شپه مې په خوب کې ولیدل چې یو شمیر وسله‎والو ورنو سره د شنو غرونو په غاړه کې روان یو په داسی حال کې چې ټول ځایونه د میوه‏لرونکو ونو څخه ډک دی سترګې مې د سنځلې په ونو لګیږی چې میوه یی نیمه‏شنه ده او دځان سره فکر کوم چې په دي ځاې کې زمونږ د خوراکې توکو ستونزې حل دی او کولاې شو له دغو میوو څخه ډیر مقدار یی زیرمه کړو. زموږ د وسلو ستونزه هم حل شوه ورونه ټول مسلح دی، په همدغه حالت کې له خوب څخه راپاڅیدم.

....

وروسته له دغې په بشپړه توګه ډاډمن وم چې انشاءالله زموږ ټولې ستونزې به مهربانه خدای حل کړی زموږ د مجاهدینو د وسلو ستونزی او مالی ستونزی به په مورچلونو کې حل شي. هماغسې چې مې په خوب کې لیدلې وو په حقیقت کې هم هماغه ډول وشو.»

دغه د اخوانیانو عادت دی چې هر څه یی «مهربانه خدای» پوری تړلې دي تر څو خپل خیانتونه او چوپړي وپوښي. حقیقت دا دی چې امریکا او اسراییل او پاکستان او څو نور هیوادونه وو چې د بنسټ‎پاله بانډونه او په ځانکړې توګه اسلامی ګوند مرستو ته راورسیدل او هغوی یی تر غاښونو مسلح، د ډالرو لاندی ډوب او زموږ د ولس په ټپې پوښتورګو یی سپاره کړل.

 د چارلی ویلسون له ګلبدین سره پټه لیدنه
ګلبدین او چارلی ویلسون

پورتنې انځور د اتیاومی میلادی لسیزو له لومړیو څخه دي، چی چارلی ویلسون، د امریکا کانګرس مشهور غړی له ګلبدین سره لیدل کیږي چی د ګلبدین بانډ ته یی د سلګونو میلیونو ډالرو پیسو او د سی.آی.ای وسلو په سپارلو کې رغنده‏ ونډه درلوده او د اسلامی ترهګرۍ د پلار په نوم یی شهرت درلود. خو د هغه په اړوند همدومره ویلی شو چې ویلسون د اسراییل له مهمو ملاتړو څخه وو چې د شوری‏ ضد جګړې په لړ کې د هغه له ماموریتونو څخه یو د صهیونیزم د موخو لپاره کار کول وو.

افغان بنسټ‎پالان د «نړیوال استکبار»، «طاغوتی ځواکونو»، «د صهیونیزم او یهودو دسیسی» او نورو په وړاندی د تبلیغاتو په کچه شعارونه ورکوی، خو کله چې د ډالرو او واک خبره رامنځ ته شی، چمتو دی چی د فاشیستو دولتونو مشرانو سره چی د مسلمانانو وژونکی دی یو ځای کښیني او شراب وڅښي. اسلامی ګوند تل د «فلسطین له غوښتنو» څخه په ظاهر کې ملاتړ کوی خو د اسراییل وینه‎څښونکې رژیم لومړنۍ چټلې‏خوړونکې افغانه ډله وه.

امریکایی لیکونکی، کرستوفر بولین په یوه لیکنه کې چې د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۹ نیټه د هغه په شخصی ویبلاک کې خپره شوه، د چارلی ویلسون په منځګړیتوب د اسلامی ګوند سره د اسراییل اړیکو څخه پرده پورته کوی او لیکې چې هغه خپله د ګلبدین سره لیدنه وکړه او هوکړي ته ورسیدل چې اسلامی ګوند له اسراییل څخه وسلې ترلاسه کړي او د اسراییل پوځي څارګرې ادارې ایجنټانو سره په پاکستان کې کار وکړی تر څو د هغه مجاهدینو ته زده‏کړه ورکړی. د دغې پټي هوکړي په پایله کې، د ګلبدین ځواکونو له ډلې څخه لږ تر لږه څلور زره تنو د اسراییلی کارپوهانو له خوا نظامی تمرینات ولیدل چې پکې یو شمیر عربان هم شامل ول چې وروسته د القاعدې شبکې نړیوال خطرناک ترهګر شول.

د کرستوفر د لیکنې برخې ګورو:

«په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د روسانو تیری د اسراییلو نظامی استخباراتو لپاره یو مناسبه موقع په لاس ورکړه چې د لویدیځ ضد اسلامی ترهګر یی رامنځ ته کړل.

چارلی ویلسون، د تګزاس څخه د کانګرس یو غړی د اسراییل ډیر کلک ملاتړی وو، د یو اسراییلی وسلو دلال په توګه د پاکستان رهبر ضیاءالحق او ګلبدین حکمتیار سره یوی هوکړي ته ورسیده چې د اسراییل وسلې (چې په لبنان کې یی د فلسطین آزادی‏غوښتونکې سازمان څخه نیولې دي) تر لاسه کړي، د اسراییلیانو په وسیله د اسلامی ګوند مجاهیدینو ته نظامی تمرینات ورکړل شی.... له اسراییل سره د چارلی ویلسون اړیکه‎کونکی کس، زیفی ریفا، د اسراییل استخباراتی سازمان (موساد) د واشنګتن دفتر رییس وو.

په داسی حال کې چې د اسراییل پوځي څارګر ایجنټان د هغه ډلې ته په زده‏کړه کې بوخت وو، چی په کال ۱۹۴۸ کې ګلبدین له اسامه بن لادن سره ډیری نژدی اړیکې ټینګې کړی وی او په ورته وخت کې یی د سی.آی.ای او آی.اس.آی څخه مرستې تر لاسه کولې.

علی محمد، مصری‏الاصله دوه اړخیز جاسوس چې په سمه توګه یی په عبری ژبه خبری کولی، د افغان مجاهدینو په پوځي تمریناتو کې یی لاس درلود. اسامه بن لادن، ایمن الظواهری او نور یی وروزل.

په هغو ورځو کې چې اسراییلیانو د ګلبدین اسلامی ګوند ته یی وسسلې ورکولی او جنګ‎یالي ورته روزل، یهودی بارک {چې ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۱ کالونو په منځ کې د اسراییل لومړی وزیر شو} د اسراییل پوځي څارګر سازمان(آمان) مشر وو.»

چارلی ویلسون د جهادی مشرانو او په ځانګړي توګه د ګلبدین د معنوی پلار په توګه د ځانګړی ځاي څخه برښمند وو ځکه چې د ډالر‏رسونې په برخه کی، د سی.آی.ای سره د اړیکو کس وو.
چارلی ویلسون د جهادی مشرانو او په ځانګړي توګه د ګلبدین د معنوی پلار په توګه د ځانګړی ځاي څخه برښمند وو ځکه چې د ډالر‏رسونې په برخه کی، د سی.آی.ای سره د اړیکو کس وو.

کرستوفر په ادامه کی د پیتر بیرګین «سپڅلې جګړه» کتاب څخه نقلوی چې «د ډیر پام‎لرونکی اټکل پر بنسټ، د امریکا له مرستو څخه شپږ‏سوه میلیونه ډالر د ګلبدین اسلامی ګوند ته تللی» په داسی حال کې دغه ګوند په جګړه کې کوم د پام وړ لاس ته راوړنه نه لرله، د ټولو هیوادونو ترهګرو ته یی زده‏کړه ورکوله او د نورو ډلو ډیر شمیر مجاهدین یی وژلې وو.

ا.ز.هلالی، پاکستانی لیکونکې هم په خپل کتاب کې « پاکستان ـــ امریکا اړیکې: د شوروی له خوا د افغانستان نیول کیدل» لیکې چې د اختر عبدالرحمن، د آی.اس.آی د وخت رییس د اجازې پر بنسټ، اسراییل پوځي روزونکو اجازه تر لاسه کړه چې پاکستان ته راشي او د بسټپاله ګوندونو زرګونو جنګیالو ته او په ځانګړی توګه اسلامی ګوند ته زده‏کړی ورکړی چې له هغې څخه القاعده او نورې ترهګری ډلې منځ ته راغلی.

جورج کرایل د «چارلی ویلسون جګړه: د تاریخ ډیر لوی پټ عملیاتو زبردسته کیسه» (د ۲۰۰۳ کال چاپ په امریکا کې) په کتاب کې د اسراییل سره د اسلامی ګوند اړیکو په اړه خبری کړی او روښنایی ورکوی چې دغه پټه معامله څه ډول د ضیاءالحق اجازې سره پیل شوه.

اسراییل د اتیایمی میلادی لسیزې څخه د سیمی مسلمانو هیوادونو د تجزیه او بحران ته راښکولو پراخه کړنلاره یی جوړه کړه چې نن ورځ موږ په عراق او سوریه کې د داعش منځ ته راتګ سره د هغې د پرمختګ لیدونکی یو. په هغه لاسوند کې چې په ۱۹۸۲ کال کې د اسراییل شاحاک، یهودی دینی مشر له لوری ژباړه او خپور شو د «کیوونیم» په لاسوند یی شهرت ومونده، د تل‏ابیب طرحه شرح ورکړی ده چې د مذهبی او قومی نفاق تخم کرل د هغی اصلی موخه وه. اسراییل عمدتأ د سختدریزو اسلامی ډلو په منځ ته راوړلو او ملاتړ باندی هڅه وکړه خپلې توطئې عملې کړی. د فلسطین د ازادی غوښتونکې سازمان په وړاندی د حماس په منځ ته راوړلو، د اسلامی ګوند او القاعده تجهیز او ځواکمنول او په سیمه کې داعش او نورو ځناورو ډلو سره نننې بی پای مرستې د همدغې نقشی پر بنسټ ترسره شوی دی چې نن ورځ د هغې د خونړیو پایلو ګواهان یو.

دا یواځې اسلامی ګوند نه وو چې د صهیونیستی رژیم لاړی یی ستونی ته څڅیدلی، ټولو بنسټپالو او چوپړو جریانونو خبری او عمل ژور توپیر لری. آرری بن مناشه، ایرانی‏الاصل اسراییلی د اسراییل د استخبارتو پخوانې غړی د «وینو پیسې» تر سرلیک لاندی په یو کتاب کې د امریکا او اسراییل سره د کرغیړن خمینی رژیم اړیکی یی بربنډی کړی او لیکی دی چې څه ډول خمینی او د جرم شریکانو یی له یوی خوا څخه «نه ختیځ او نه لویدیځ» شعار ورکاوه چې ګواکی په ریښتیا سره د فلسطین د ولس څخه په دفاع «د قدس ورځ» لمنانځې، خو د پردې تر شا یی د اسراییلی جنایتکاره چارواکو سره ګټوری دوستانه معاملې درلودلی.

نو داسی لیدل کیږی چې دغه «مهربانه خدای» نه دی بلکه «بی دینه» اسراییل او امریکا ول چې د ګلبدین ملاتړ ته یی ورودانګل او له یو باغی انسان‏وژونکې، نه یی یو لوی رهبر جوړ کړ. جوته نه ده چې دغه ځان‏پلورونکې امیر به، د امریکا سره خپله نوی معامله د کوم آیت او حدیث او استخارې په وسیله وپوښوی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 652 میلمانه آنلاین لرو