اته ستر پانګوال د نړۍ د نیمو خلکو په برابر شتمنې لری

اته ستر پانګوال د نړۍ د نیمو خلکو په برابر شتمنې لری

د انګلستان غیردولتی موسسې «آکسفام»، د ۲۰۱۷ کال د جنوری په ۱۶ نیټه، په نړۍ کې د د بیوزلۍ او پانګې ترمنځ له ژور درز څخه یی اندیښنه ښودلې ده او په راپور کې یی بربنډه کړی ده چې یوازې د نړۍ اتو سترو پانګولو شتمنې برابره ده د نړۍ د نیمو خلکو له شتمنې سره (دري میلیارده او شپږ سوه میلیون کسان). د دغه بنسټ تیر کال په راپور کې لیکل شوي وو چې د نړۍ ۶۲ سترو شتمنانو شتمنې د نړۍ د نیم نفوس له شتمنې سره برابره ده. د ټولنې د مادی او معنوی نعماتو دغه بی‏ساری تراکم د یو موټې مفتخوړونکو په لاس کې، پر نړۍ باندی د بی‏عدالتی بی‏ساری ویش واک ښایی.

بیل ګیټس، د مایکروسافټ شرکت بنسټ ایښودونکې، د ۷۵ میلیارده ډالرو پانکې په درلودلو سره د دغه پانګوالو په لومړی پوړ کې ځاې نیولې د هغه تر شا آمانیسو اورتیګا، د مکسیکویی ستر پانګوال (د زارا د پلورنځاې خاوند) د ۶۷ میلیارده ډالرو پانګې سره په دویم پوړ کې ځاې نیولې دی. امریکایی وارن بفت (د برکشایر هاتاوی بیمې خدمتونو څو ملیتي شرکت خاوند) ۶۰.۸ میلیارده ډالر، لبنانی‏اصله مکسکویی سوداګر کارلوس اسلیم ۵۰ میلیارده ډالر، امریکایی جیف بوزیس (د آمازون شرکت خاوند) ۴۵.۲ میلیارده ډالر، مارک زاکربرګ (د فیسبوک خاوند) ۴۴.۶ میلیارده ډالر، امریکایی لاری ایلیسون (د اوراکل شرکت خاوند) ۴۳/۶ میلیارده ډالر او امریکایی مایکل بلومبرګ (د بلومبرګ سترو رسنیو خاوند) ۴۰ میلیارده ډالره شتمنیو په درلودلو سره په وروستیو پوړونو کې ځاې لری.

آکسفام د توما پیکتی، فرانسوی اقتصاد‏پوه د نویو څیړنو پایلې ته اشاره کوی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د تیرو دیرشو کلونو په لړ کې، د غریبو کورنیو د عایداتو پرمختګ ویش صفر سلنه وو، په داسی حال کې چې د هغوی د یو سلنه پانګولانو په همدغه وخت کې ۳۰۰ سلنو څخه ډیر عایداتی پرمختګ درلوده.

ستر پانګوالان چې د پانګوالې په لویو هیوادونو کې واک په لاس کې لری، په کارګرانو د زبیښاک په ډیرولو سره، د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د ویجاړونکو جګړو په لاره اچولو او د غریبو خلکو د شتمنۍ لوټولو په نه مړیدونکې حرص سره د خپلې شتمنې په ډیریدلو پسې دي او نړۍ یی د ځناورتوب او بیوزلۍ او بدمرغې په لور راښکلې ده. تر هغه وخته چې زیارکښان د خپلو حقونو لاس ته راوړلو لپاره سره یو ځاې نه شې او د بدلون لپاره لاس په مبارزه نه شی، دغه د بی‏عدالتی او ناتارۍ څپې به ادامه ولری.

اته ستر پانګوال د نړۍ د نیمو خلکو په برابر شتمنې لری

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 133 میلمانه آنلاین لرو