د امریکا د پنځو تنو ژوندیو ولسمشرانو خونړۍ کارنامې

د امریکا د پنځو تنو ژوندیو ولسمشرانو خونړۍ کارنامې

په تیرو سلو کلونو کې د امریکا هیچ ولسمشر نه وو چې لږ تر لږه یی په یو یا څو هیوادنو کې په لاسوهني او نظامی تیري لاس نه وی پوری کړی او ددی تر څنګه یی وژنې او ویرونکی جنایاتونو نه وی ترسره کړی. پورتني انځور، پخواني پنځه ولسمشران د هغو هیوادنو لیست سره چې خپلي ولسمشری په لړ کې یي د بمبار، لاسوهني او وینو‏بهولو لاندي نیولي وه ښکاره کوي. اوباما چې په ښایسته شعارونو سره واک ترلاسه کړ او په خندنۍ توګه د نوبل د سولي جایزې ګټونکې شو، د په عمل کی د نورو څخه یی ډیره نړۍ په خاورو او وینو ولړله.

د امریکا ټاکنیزو مبارزو په ورستیو شیبو کې، نور ځانګړي شوي چې د دونالد ټرامپ او میرمن هیلری کلنټن تر منځه یو تن به سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي. په بیلابیلو څرګندونو کې یو شمیر د ټرامپ بریالې کیدل او یو شمیر هم د میرمن کلنټن بریالې کیدل د نړۍ په ګټه بولي. خو زما لپاره دغه دواړه په اصل کې هیڅ ډول توپير نه لري.

لږ تر لږه د بارک اوباما دوران چی د امریکا د لومړني تور‏پوټکې ولسمشر په ډول چې د تور پوټکو په اوچتي لیوالتیا او د خوښۍ په اوښکو سره سپینۍ ماڼۍ ته ننوت ډیر درسونه له ځانه سره لري. ډیرو په ناآګاهانه ډول خیال کاوه چې د هغه په بریالتوب سره، لږ تر لږ د امریکا تور پوټکې به د تبعیض د له منځه وړلو په لاره کې اړینو بدلونونو شاهدان وي خو برعکس هغه د خپل ماموریت په پاي کې، د هیواد په مختلفو ښارونو کې د تورپوټکو د سترو پاڅونونو او غوسه‎ناکو لاریونونو سره مخ دي چې د هغوی په باور د اوباما د اوه کالنې واکمنې په لړ کې د تور پوټکو سره تبعیض او ناوړه چلند لوړوالی موندلی دی او هغه د هغوي ټولې هیلې په اوبو لاهو کړې. اوباما چې په بی‎ساری ملاتړ اداري چاري په لاس کی واخیستی، د خپل ګرانښت ګراف یی ورځ تر بلي ورځ داسی راټیټ شو چې تمه کیږي «د امریکا د تاریخ ډیر بد‎نومي ولسمشر» لقب چې جورج بوش یي په واک کې لري خپل کړي او له سپینۍ مانۍ سره به خداي پاماني وکړي.

اوس چې د «تورپوټکې توب» کارت، له دوکو څخه ډک او خپل پوچوالې یي د خلکو لپاره په ډاګه کړی، شک نشته چې د هغه هیواد په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه واکمنی په ټاکلو، کوښښ وکړي چې د امریکا ولس او نړیوال د بل ځل لپاره وغولوي او د بدلون په تمه کښینوي.

هر هوښیار کس پوهیږي چې په امریکا کې یو نیواکګر، جګړه‎مار او جنایتکاره سیستم واکمن چې د هغې اصلي لوبغاړي سترپانګوالان دي او ولسمشر یواځي دنده لري چې په ټوله دستګاه او خپل لوي جنګې ماشین په واسطه د هغوي د ګټو څخه ساتنه وګړئ. د امریکا یو سلنه پوري تړلي سترشرکتونه د مالی او رسنیز ملاتړ لاس ته راوړلو پرته، هیڅ څوک دغې څوکۍ ته د رسیدلو خوب هم نه شي لیدلی! دغه ولسمشر که څه کلنټن وي یا ټرامپ، که څه هم په وینا کې يي توپیر وی، په فکر او عمل کی کوم مهم توپیر له یو بل سره نه لری.

ډیر تازه لاسوندونه چې د «ویکی‏لیکس» له لوری څخه خپاره شول دا څرګندوی چې د دموکرات ګوند ملي کمیټې لوړ پوړی چارواکو د حزب په دننیو سیالیو کې د پردي ترشا، کوښښ وکړ چې برنی‏سندرز له ټاکنو لری او د هیلاری کلنټن لپاره د بریالیتوب زمینه برابر کړی. د سندرز توپیر لرونکې خبری د ټاکنیزو مبارزاتو په لړ کې او دا چې خپل ځان یي «دمکرات سوسیالیست» نوما وه په یواځیتوب سره یي نشو کولای چې د امریکا د یو‏سلنه غوښتنو سره ورته والې ولری له همدې کبله له نظره وغورځول شو.

د امریکا تاریخ د هغه ګواه دي چې د دغه او هغه بهرنی هیواد په وړاندي د جګړې، تاوتریخوالې، تیری، د ښکاره او پټي توطئه په لاره اچول د دغه هیواد د ولسمشرانو د عمده کړنلارو په توګه ثبت ده ځکه چې د نورو هیوادونو په نیولو سره دوی د لویو لوټ لپاره لاره هواره وی او سیستم په حرکت کې ساتي.

اوس باید یواځې په تمه اوسو چې کلنټن یا ټرامپ، نور کوم غریب هیوادونه به په کنډوالو بدل کړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 340 میلمانه آنلاین لرو