داعش د ماشومانو د مغزو وینځلو لپاره د تنظیمی لارو چارو څخه ګټه اخلي

داعش د ماشومانو د مغزو وینځلو لپاره د تنظیمی لارو چارو څخه ګټه اخلي

د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۳ نیټه، بی‏بی‏سی فارسی راپور خپور کړ چې په هغه کې ویل شوي دي داعش د کوچنیانو د زده‏کړو لپاره د تاوتریخوالی او ځناورتوب څخه ګټه پورته کوی. د دغه راپور پر بنسټ داعش د موبایل پر مخ د زده‏کړنیزو پروګرامونو په لاره اچولو، د ماشومانو د جلبولو تکل لری چې په هغوي کې په اگاهانه ډول د ټانګ او توغندیو او نور پوځي وسایلو انځورونه څخه د الفبا زده‏کولو لپاره ګټه پورته کیږي.

د تاوتریخوالي او ځناورتوب څخه په ګټه د ماشومانو لپاره د داعش زده‏ګړنیزه کړنلاره د تاوتریخوالي او ځناورتوب څخه په ګټه د ماشومانو لپاره د داعش زده‏ګړنیزه کړنلاره

هغه ټکې چې لیکونکې په آګاهانه یا غیر آګاهانه توګه له هغې څخه سترګې پټی کړی دي، د انډولو پخوانیو پیښو یادونه ده چې د تل په څیر د بی‏بی‏سی د نورو راپورونو په پاي کې لیدل کیږي. داعشیان که چیري نن ورځ د پرمختللی ټکنالوژی څخه په ګټې اخیستلو سره بی‎ګناه ماشومان بی‏رحمۍ ته هڅوي، د افغانستان د پرون ورځې داعشیانو د امریکا په مرسته په بیلابیلو لارو چاروهمدغه موخه څارلی ده.

په دغه برخه کې د «واشنگتن پست» ورځپانۍ د ۱۳۸۲ کال د اوري میاشتی په ۳ نیټه یو راپور یي «له امریکا څخه د جهاد الفبا سره» تر سرلیک لاندي خپور کړ چې په هغه کې راغلی دي:

«د ساړه جنګ په لړي کې، متحده ایالاتو میلیونونه ډالر د افغان زده‏کونکو د ښوونځیو درسی کتابونو د چمتو کولو لپاره ولګول چې د تاوتریخوالې او اسلامی نظامی انځورونو څخه ډک ول. دغه د شوروی یرغل پر وړاندی د مقاومت د سر راپورته کولو لپاره د پټو هڅو څخه وو.

دغه لومړني کتابونه چې د جهاد له خبرو څخه ډک دي او د ټوپک، مردکی، سرتیرو او ماین انځورونه په هغوي کې انځور شوي، له هغې مودي څخه راپدي خوا د افغانستان د درسی نظام اصلي نصاب په چوپړ کې ځای موندلی دی. تر دی چې طالبانو د امریکا د خپارو شو کتابونو څخه ګټه پورته کړه، که څه هم یی د انسانو انځورونه ورڅخه پاک کړل تر څو یی د بنسټپالۍ سخت‎دریزو اصولو سره سم عمل کړی وي.»

داعش د ماشومانو د مغزو وینځلو لپاره د تنظیمی لارو چارو څخه ګټه اخليداعشیان که چیري نن ورځ د پرمختللی ټکنالوژی څخه په ګټې اخیستلو سره بی‎ګناه ماشومان بی‏رحمۍ ته هڅوي، د افغانستان د پرون ورځې داعشیانو د امریکا په مرسته په بیلابیلو لارو چارو همدغه موخه څارلی ده.

که څه هم په وروستیو پارګرافونو کې لیکونکې د یوایس‏اید لاسوندونو په نقلولو سره دا منی چې دغه بنسټ یواځي سیکولارستی کړنلارو ملاتړ کوي خو په محکمه کی د هغی په وړاندي شکایت سربیره، د دغه کتابونو د ترتیب او خپرولو پیسی یي په غاړه درلودلي:

«دغه درسی کتابونه د افغانستان په دوو عمده ژبو، دری او پښتو، د ۱۹۸۰ کال په لومړیو لسیزو د یوایس‏اید په مالي مرسته د "افغانستان د مطالعاتو مرکز" له لاری د امریکا د نبراسکا پوهنتون خپاره کړل. د ۱۹۸۴ کال څخه تر ۱۹۹۴، نوموړي بنسټ ۵۱ میلیونه امریکایی ډالر د افغانستان پر ښوونیزې کړنلاری د یاد پوهنتون له خوا، لګولی دی.

د شوروی یرغل په وخت کې، په افغانستان کې سیمیزو پوځي رهبرانو داخل ته د کتابونو په قاچاق کې د متحد ایالاتو سره ملګرتیا کوله. هغوي غوښتنه درلوده چې لومړنيو درسی کتابونو کی باید د روسی ضد لیکني شتون ولری. د یواس‏اید رسمی چارواکې وایي چې ماشومانو ته ور زده‏ کیدل چې د ټانګ،راکټ او ماین د انځورونو په مرسته شمیرل زده‏ کړی. نوموړي چارواکې دا منی چې په هغه وخت کې د متحده ایالاتو په ګټه وه چې د بهرنیو نیواکګرو پر وړاندي کرکې ته لمنه ووهي.»

ماشومان د افغانستان د بنسټپالې تنظیمونو په لیکو کې ماشومان د افغانستان د بنسټپالې تنظیمونو په لیکو کې

سربیره پردی، د الجزیره انګلیسی سایټ (۱۳۹۳ کال د تلې په ۱۶) په مرکه کېسربیره پردی، د الجزیره انګلیسی سایټ (۱۳۹۳ کال د تلې په ۱۶) د پروفیسر دانا برد «په افغانستان کې د جګړې او سولی لپاره ښونځي» د کتاب لیکونکي، سره ډیر جزییات یی دغه ډول بربنډ کړل:

«یو‌ایس‌اید په پاکستان کې د ګډوالو په کمپونو د هغه کتابونو ویشلو څخه چې د مجاهدینو ډلو له خوا د پاکستان آی‏اس‏آی او سی‏آی‏ای په مرسته لیکل شوی وه ملاتړ کاوه.

پروفیسر برد وایي ...حال دا چی د کمونیستی دولت له راپرځیدو وروسته په افغانستان که د متحده ایالاتو کړنلاره پای ته ورسیده، خو د هغوی خپاره شوی کتابونه د لسګونو نورو کتابونو او د هغوی اصلاح شو ټوکونو لپاره تخم وګرځیده.

میرمن برد وکولای شو چې په پښتو ژبه د پخوانی کتابونو څو ټوکه او په ۲۰۱۱ کال کی نوی چاپ شوی کتابونه د پیښور په ښار کې لاس ته راوړي. هغه وایي چې طالبان ماشومانو ته د همدغو کتابونو درس ورکولو سپاریښتنه کوي.

ددغه کتاب ډیری ۴۱ سلنه لوستونه د دین تر نامه لاندي د تاوتریخوالی ستاینه کوي. د پښتو په ګڼه کې د "ټ" یعنی "ټوپک" لپاره لیکل شوی دی: "تره مي ټوپک لری. هغه په ټوپک جهاد کوي."»

د سعودي  عربستان د ماشومانو په درسی کتابونو کې د ځناورتوب زده‏کړهد سعودي عربستان د ماشومانو په درسی کتابونو کې د ځناورتوب زده‏کړه

د داعش فکر او ځناورتوب په یوځل بڼه نه ده موندلی او د هغوي په پخوانۍ روزنه کې ژوه ریښه لری. سی‏آی‏ای او ملاتړو يي د افغانستان روسی ضد جګړه کې د بنسټپالو ډلو په کارولو سره ښه تجربه تر لاسه کړی او نن ورځ په ظاهري بدلون د هماغه پخواني چوپړو سرتیرو څخه ګټه پورته کوي.

د افغانستان په ټولنه کې په تیرو دری لسیزو کې د تاوتریخوالي، د ښځو ضد فکر او سخت‏دریزی لوړوالې له دغه جهادی کتابونو سره چی د سی‎آی‎ای له لوری تمویل شوی مستقیمه اړیکه لری چې د هغي په ځاي د علمی ښوونیز او د انساني اصولو پر بنسټ سیستم په پلی کولو سره، کولای شو چې راتلونکې نسلونه په پرمختللو او مخکښو اصولو وروزو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 636 میلمانه آنلاین لرو