د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۹مه د امریکا «ټایم» مجلې د عایشې انځور (هغه نجلۍ چی د مینې او د کور څخه تیښتې په تور د ځناورو طالبانو له لوری یی پوزه او غوږ پری شول) خپور کړ او د هغې لاندی یی لیکلی و «که مونږ افغانستان پریږدو داسی پیښې ترسره کیږي» ترڅو د امریکا خلک دی ته وهڅوی چی په افغانستان کی د امریکایی قوتونو دایمی شتون څخه ملاتړ وکړي. او په همدی شکل لویدیځې رسنۍ او چارواکی د افغانو ښځو له بدمرغیو څخه ناوړه ګټه پورته کوی.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي
عایشه هغه نجلۍ چی پوزه او غوږ یی د ځناورو طالبانو له لوری د عاشقۍ او له کوره د تیښتې په تور پرې شول

امریکا نه یواځې له افغانستان څخه ووتله بلکه د چوپړانو له لاری یی خپلو دایمی هډو ته قانوني بڼه ورکړه. خو اوس د افغانستان ماشومان هم پدی پوهیږی چی امریکا د بدمرغیو او نه‎ټیکاو او د ترهګرۍ بی‎ساری ودې، فساد، مخدره توکو مافیا، ټوپک‎سالارۍ او نورو بلاګانو لامل ده چی افغانې ښځې د دی اولنۍ او آسانه قربانیانی دی. او نور نو ټولو ته جوته ده چی توکم‎پاله طالبان او خوسا دولت دواړه د امریکا له خوا یو په پټه او بل په ښکاره تمویلږي. نور نو ټول پدی پوهیږی چی طالبان د امریکا لپاره یوه کپه نصوار دی چی هرکله یی زړه وغواړی کولای شی هغه تف کړي او لری یی وغورځوي. اوس چی هم یو فاسد او سست دولت ته او هم طالب او داعش او جګړه‎مار ته اړتیا لری، پاکستان سره هم هر کال میلیاردونه ډالر مرسته کوی ترڅو د هغې طالبي بچیان ښه وروزي.

هغه جنایتونه چی د امریکا او له ۴۰ زیاتو هیوادونو په شتون کی په افغانستان کی ترسره شوی زمونږ تاریخ ډیر لږ لیدلی دی. په تیرو ۱۴ کلونو کی، د رسمی سرچینو شمیرو له مخې، په افغانستان کی له ۲۵۰ زرو تنو زیات وژل شوی چی دا وژنه هره ورځ په ځناورتوب او شډلتیا سره روانه ده چی په ارزګان کی د ۷ تنه بی‎ګناه هزاره هیوادوالو سر پری کول تازه او زړه‎بوږنونکی پیښه وه.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

په ۲۰۰۱ کال کی کله چی امریکا غوښتل په افغانستان یرغل وکړي، لویدیځو رسنیو په غازی لوبغالی کی طالبانو له لوری د زرمینی اعدام انځورونه په کراتو خپرول او په بی‎شرمۍ سره یی غوښتل داسی ښکاره کړی چی امریکا او ناتو باید پر افغانستان برید وکړي ترڅو د افغانستان ښځې له دی کړاو څخه وژغوری. خو یوازی په هیواد کی د ښځو پر وړاندی روان تاوتریخوالی څو بیلګی لیکم ترڅو دا ثابته کړم چی امریکا او ناتو هیڅکله د «ژغورنې ملایکی» ندی او ددوی واکمنی لاندی زمونږ د هیواد ښځې د طالبانو له تورې دوری څخه زیات کړاو کاږی او وژل کیږي:

۲۰۱۰ کا اکتوبر ۱۸مه: په بادغیس ولایت کی طالبانو یوه ۴۰ کلنه کونډه ښځه د «نامشروع اړیکی» په تور د خلکو په مخکی اعدام کړه. طالبانو دا ادعا وکړه چی دغې کونډې ښځې له یوه سړي سره چی غوښتل یی له دی سره واده وکړي نامشروع اړیکه لرله نو له دی کبله د هغوی د محکمې له لوری یی د اعدام حکم صادر شو. ولی ځایی اوسیدونکی بیا وای چی د طالبانو چڼي څو واری ددغې بی‎وزله او بی‎کسه ښځې کور ته ورغلل او له هغې څخه یی نامشروع غوښتنې درلودلی ولی هغې مقاومت وکړ او غوښتل یی دولتی ارګانونو ته شکایت وکړي خو طالبانو هغې ته دام کیښود او اعدام یی کړه.

۲۰۱۱ کال فبروری ۴مه: ځناورو طالبانو ۲۳ کلنه صدیقه او ۲۸ کلن عبدالقیوم خیام د کندز په ارچي ولسوالۍ کی د عاشقی او د کور څخه تیښتې او د زور واده ته په نه ویلو سنګسار کړل. په کندز کی د طالبانو والی د مولوی امام‎الدین په نامه ددغې پیښې مسوولیت په غاړه واخیست ولی دولت پرته له خواشینۍ بل هیڅ کار ونکړ.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

۲۰۱۲ کال جولای ۸مه: طالبانو د پروان غوربند درې اړوند شینوارو سیمه کی نجیبه د طالبانو له یو تن قومندان سره د «نامشروع اړیکې» په تور ووژله. دغو جنایتکارانو د ویری او ځناورتوب ښودلو په موخه ددغي پيښې ویډیو هم خپره کړه. د کرزی دولت په پیل کی د خلکو قهر آرامولو لپاره ددغه جنایت عاملانو نیولو او محاکمې ژمنه وکړه خو د نورو ژمنو په څیر دا هم له یاده ووتله. په هماغه وخت کی داسی ویل کیدل چی ددی پیښې تر شا د عبدالستار خواصی کرغیړن لاسونه هم شته خو چا دغه دوسیه و نه څیړله.

۲۰۱۵ کال می ۲۵ مه: ۲۵ کلنه نجیبه او ۳۲ کلن ستار د طالبانو له لوری د «زنا» په تور ووژل شول. دغه دوه تنه د جوزجان په مرادیانو ولسوالۍ کی د ملا جوره، په هغه ولایت کی د طالبان والی له لوری اعدام شول.

۲۰۱۵ کال سپتامبر ۱۳مه: طالبانو يوه ښځه او یو سړی د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالی کی د «نامشروع اړیکی» په تور و خلکو سترګو وړاندی اعدام کړل. هغوی دا ادعا کوله دغه ښځه او سړی واده شوی او نامشروع اړیکه یی لرله ولی دولت او ځایی اوسیدونکو له دی پیښې ځانه بی‎خبره وښود.

د طالبانو ترڅنګ، بنسټ‎پالان او توراندي تنظیمیان هم په تیرو ۱۴ کلونو کی د امریکا تر واکمنۍ لاندی د ښځو په وژلو او پر هغوی تیري کولو کی له خپلو هم‎مسلکه ورونو کم نه وو.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

۲۰۱۲ کال جنوری ۲۷مه: واحدی بهشتی د وحدت ګوند له جنایتکارانو او د بامیانو ولایتی شورای غړي لومړی د شکیلا په نامه نجلی باندی جنسی تیری کوی او وروسته هغه په مرمۍ وژني. ددغه جنایت قضیه د شکیلا ورور له لوری تعقیبیږی خو په دولت کی د وحدت ګوند واکمنۍ له کبله د بویناک دولت هیڅ بنسټ دغه قضیه نه حل کوی. دولت ددغې پیښې پټولو په موخه، د بهشتي ساتونکی چی قربان نومیږی، تورن کوی او بندخونی ته یی اچوی خو اصلی تورن تر ننه پوری د دولتی امکاناتو په مرسته پرته له پوښتنې په آرامه ژوند کوی خو د شکیلا کورنۍ په ډار او ویره کی اوسیږي.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

۲۰۱۴ کال اګست ۲۸مه: ۷ تنو ځناورو پر ۴ ښځو تیری وکړ او د هغوی ګاڼې يي له ځانه سره یوړې. دغه زړه‎بوږنونکی جنایت ټول خلک ولړزول او دولت وروسته له دوه ورځو خبر شو او څو ورځې وروسته یی ۴ تنه ونیول او له محکمې وروسته یی د اعدام حکم صادر کړ. خو ددغې پيښې اصلی جنایتکاران د نورو پيښو په شان پرته له سزا پاتی شول ځکه چی د رسول سیاف ملاتړ یی له ځانه سره درلود.

د امریکایی چوپړانو تر واکمنۍ لاندی افغانی ښځې کړیږي

۲۰۱۵ کال مارچ ۲۰مه: یو شمیر کوڅه‎ډبو او ایله‎ګردو د یو مخکی پلان شوی طرحې پر اساس فرخنده د قران سوځونې په بی‎بنسټه تور ووژله. دغو ځناورو لومړی فرخنده په ډبرو او لرګیو ووهله او وروسته یی د هغې بی‎ساه وجود وسوځاوه. په دی پیښه کی هم دولت څو تنه ونیول او په یوې له ملنډو ډکې محکمې کی ۴ تنه په اعدام محکوم کړل چی دویمه محکمه کی د اعدام حکم لری او په ۲۲ کاله بند محکوم شول او له شک پرته په دریمه محکمه کی د خلکو څخه په پټه خوشی شی. په دې پیښه کی هم څو تنه اصلی تورن د عدالت له منګولو وتښتیدل ځکه د تنظیمونو زورواکو پوری تړاو درلود.

ددغو جنایتونو لړۍ ډیره اوږده ده او ددی لیکنی له وسه بهر ده خو د بیلګې په توګه او د امریکا قلمي چوپړانو پر مخ توکاڼو تو کولو لپاره چی په سپین‎سترګ‎توب او بی‎شرمۍ سره امریکا د افغانستان خلکو «ژغورونکی» بولی، همدا څو مثاله بسنه کوی.

تر هغې چی خلک له هر قوم او ملیت څخه د نیواکګرو او د هغوی کورنیو چوپړانو پر وړاندی په یوه کتار کی راغونډ او پوهی ته ونه رسیږي، زمونږ د خلکو ویجاړي او وینه‎بهیدنه او بدمرغي به پای و نه مومي. نو هیوادواله، که انسانی ژوند غواړی، راپاڅیږه او مبارزه وکړه، ځکه له ظلم او کړاو څخه د خلاصون لاره مبارزه ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 637 میلمانه آنلاین لرو