سیلۍ غفار د نړۍ سل اغیزمنو ښځو په کتار کې

سیلۍ غفار د نړۍ سل اغیزمنو ښځو په کتار کې

«لا ریپوبلیکا» (La Repubblica) په نوم ایټالوي ورځپانې د ۲۰۲۰ کال اګست میاشتې خپله وروستۍ اونیزه ګڼه د نړۍ سل اغیزمنو ښځو ته ځانګړی کړی ده چې پکې پوهاندې، اقتصادپوهې، سیاستمدارې، هنرمندانې، ټولنیزې فعالې، چاپیریال ساتنې پلویانې، لیکوالې او ورزشکارې ښځې شاملې دي. مجلې په دې اړه لیکلي: «ددې ښځو په شتون سره به ښه راتلونکی ولرو او باید ددوي منندوی اوسو.» د همبستګۍ ګوند ویانده، آغلې سیلۍ غفار هم ددغو ۱۰۰ ښځو په کتار کې ده چې د مجلې د لیکنې پر بنسټ، نړۍ ته بدلون ورکولای شي. نورې مبارزې ښځې لکه اوپل تومیتی (Opal Tometi)، پتریسی کولرز (Patrisse Cullors) او الیشیا گارزا (Alicia Garza) د «تور پوټکو ژوند مهم ده» غورځنګ څخه، زهرا دوغان (Zehra Doğan) کوردي ورځپاڼې لیکونکې او د ترکې فاشیست رژیم مخالفه، بینا اگروال (Bina Agarwal) هندی اقتصاد‎پوهه، او نادین لبکی (Nadine Labaki) لبناني ممثله او لارښوده او ټولنیزه فعاله هم په دې نوم‎لړ کې ځای لري.

سیلۍ غفار د نړۍ سل اغیزمنو ښځو په کتار کې

ګلوریا ریوا (Gloria Riva)، ایټالوي ورځپاڼې لیکونکې چې د «پانام پاڼو» بربنډولو لپاره یې د پولیتزر جایزه خپله کړه، په یاده مجله کې د سیلۍ غفار په اړه لیکلي:

«لا د څو میاشتو ماشومه وه چې کورنۍ يې اړه شوه د روسانو تر ښکیلاک لاندې افغانستان پرېږدي او د ایران او پاکستان د ګډوالو په کمپونو کې ژوند وکړي. سیلۍ غفار له ۱۴ کلنۍ راپدیخوا په مبارزه بوخته ده. هغه په ټول توان سره د خپل هیواد آزادۍ او دموکراسۍ لپاره جنګېږي. په پیل کې د یو خیریه سازمان ریاست په غاړه درلود چې د افغانستان ښځو ته د لیک لوست زده‎کولو او د هغوي پیاوړي کولو په برخه کې کار کاوه. وروسته د همبستګۍ ګوند د مشرتابه غړې شوه، په هیواد کې یواځنی سیکولار او خپلواک ګوند چې د افغانستان له بیلابیلو پرګنو څخه جوړ شوی او د ښځو مساوي حقوقو او بنسټ‎پالۍ پر وړاندې مبارزه کوي. د «زه انقلاب یم» فلم چې بینیدیتا آرجنتری جوړ کړی، په ځینو صحنو کې ګورو چې سیلۍ غفار د افغانستان بیلابیلو سیمو ته ځي، هغه هیواد چې ډیرۍ سیمې یې د طالبانو په واک کې دي. هغې د افغانو ښځو ښه ژوند لپاره مبارزه کړی او د هغوي د لیک‎لوست کچې لوړولو او له تاوتریخوالو څخه ژغورلو لپاره کار کوي. هغه وایي د ښځو لپاره افغانستان د نړۍ ترټولو ناامنه هیواد ده. ددې خاورې ۸۰ سلنه نجونې او ښځې د لیک‎لوست له نشتون څخه رنځ وړي او تښتول کېږي او د خپلې خوښې خلاف د کورنیو لخوا په زوره واده ته اړ کېږي. په منځنۍ کچه هره ښځه شپږ ماشومان زیږوي او هر دوه ساعته وروسته یوه ښځه د زیږون په حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ځان‎وژنې ۹۵ سلنه قربانیان ښځې دي. سیلۍ غفار زیاتوي: "غواړم ددوي ژوند ته بدلون ورکړم!"»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 215 میلمانه آنلاین لرو