د ونزویلا دولت پر لاسته‏راوړڼو د رسنیو سترګې پټول

د ونزویلا دولت پر لاسته‏راوړڼو د رسنیو سترګې پټول

«واشنګتن تر هر څه د مخه د هغه ریښتینو انسانانو څخه چې ځان‏پلورونکې نه دی، کرکه لری.»

پل گریک، د ریګن ادارې د مالیه وزیر مرستیال

د هوګو چاویز واک ته د رسیدلو له لومړیو ورځو څخه، امریکا د دغه ملی او ډموکراټیک دولت د راپرځولو په لټه کې و او د دغه کار لپاره یی میلیونونه ډالر د دولت ضد ډلو په حساب کې ورډیرې کړی تر څو د دولت ضد لاریونونو او بلواګانو په لاره اچولو سره د ونزویلا دولت شل کړی، خو د دغه هیواد د خلکو په ټینګه اراده او د چاویز هڅې د دي لامل شوي چې دغه ټولې دسیسې شنډی شي. کله چې دغه ټولې دسیسې ناکامي شوي، امریکا چاویز په سرطان اخته کړ چې په پای کې د دغه ناروغۍ له امله مړ شو.

خو، د امریکا دولت د ونزویلا دولت په وړاندی د دسیسو څخه لاس په سر نه شو او د چاویز مرګ څخه وروسته یي هم د هغه هیواد په داخلی چارو کې لاسوهنو ته ادامه ورکړه، ځکه چې د چاویز سنګرمل او ملګری، نیکلاس مادورو د ټاکنو په لړ کې واک په لاس کې ونیو تر څو د هغه ولسي لارې ته ادامه ورکړی. د امریکا دولت هڅه کوي تر څو په درغلیو، چل ول، دوکو، تورونو او لاس‏ وهل شوي خبرونو باندي د دغه هیواد ملی-ډموکراتیک دولت له منځه یوسی. د امریکا امپریالیستی نیواکګر دولت د سترو رسنیو په ملاتړ د مادورو په وړاندی زهرجن پروپاګند په لاره واچاوه او میلیونونه ډالر یي هغه مخالفو ګوندونو ته چې د هغه پانګوالو څخه جوړ شوي و چې لاسونه یی د خلکو د لوټ او تالان څخه پرې شوي حساب کې واچول. خو د نړۍ مخکښې رسنیې په حیاتي برخو کې د ټولنې د بې‏وزلو طبقو د ژوند د بدلون په هکله د مادورو حکومت په پرمختګونو سترګې پټوی او په ټولو پرده اچوي.

د بیلګې په توګه، د دغه پرمختګونو څخه یو څو د مثال په راوړم تر څو د افغانستان ولس لپاره عبرت وي که چیری خلک د یو ولسی دولت ادارې لاندي کار او هڅې وکړی، هیڅ ځواک یی د لارې پر مخ خنډ نه شي ګرځیدلی:


روغتیا:

روغتیا په ونزویلا کی

د هماغه لومړی ورځې څخه، مادورو ژمنه وکړه چې د هیواد روغتیایي سیسټم به ښه او روغتیایي چوپړتیاوی به ټول خلکو لپاره وړیا کړي. هغه په خپل ژمنه وفادار پاتې شو او د هیواد په هر ګوټ کې یی د روغتیایي چوپړتیاو کړنلارې ته پراختیا ورکړه چې نن ورځ ۶۰ سلنه څخه ډیر خلک، د هغې څخه ګټه پورته کوی. او د دی تر څنګ، د مادورو دولت لرو پرتو او خوارمیشتو سیمو ته هم وړیا چوپړتیاوي چمتو کړي. د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې، مادورو د یو فرمان په لړ کې د خپلو ډاکټرانو تنخواوي د ښه چوپړتیاو وړاندی کولو او هڅولو لپاره ۵۰ سلنه ډیری کړې.

سږکال «د پراخیتا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ګړنلارې»، د لاتینې امریکا هیوادونو په منځ کې ونزویلا د «انسانی پراختیا څانګې» د لیست په سر کې ځاي ورکړ. د «روغتیا نړیوال سازمان» راپورنو پر بنسټ، په دغه هیواد کې د ماشومانو مړینه، د زړه ناروغي او ایچ‏آی‏وی خپلې ډیري ټیټی کچې ته رسیدلي دي.


بې‏ وزلو ته د جونګړو جوړول:

بې‏ وزلو ته د جونګړو جوړول

په ډیرو هیوادونو کې د بې‏کورۍ ستونزي ډیري دي چې د امریکا متحده ایالات هم له هغې سره لاس او ګریوان ده. خو ونزویلا پر دغو ستونزو بریا موندلې ده چې د پیرو څخه وروسته لږ شمیر بې‏کوره خلک (۶،۶۸ سلنه په شاوخوا) لري. د ۲۰۱۷ کال په جنوری کې، د ونزویلا دولت یو میلیون او څلور‏سو زره کورونه ښوونکو او دولتي کارکونکو لپاره وړیا او د عامه خلکو لپاره په ډیره ټیټه بیه وویشل. او ددی تر څنګ، مادورو اعلان وکړ چې دولت یی د کیوبا او هایتی د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره هم کورونه جوړوي او د ۲۰۱۷ کال د جنوری څخه دغه کار په عملې توګه پیل کړی. برسېره پر دې، د کور جوړونې پروګرام نه یوازي په ښارونو کې بلکه په لرې پرتو سېمو کې ادامه لري.


ښوونه:

ښوونه په ونزویلا کی

په داسې حال کې چې ونزویلا د اقتصاد له نظره د ستونزو سره مخ ده خو له دی سره بیا هم د هیواد ډیر حیاتی څانګې ته چې ښوونه او روزنه ده ځانګړې پاملرنه کوي. مادورو پر دغه عقیده دی چې د هیواد بنسټ روزنه ده او دا باید کلکه جوړه کړو. له همدې امله، د مادورو دولت د چاویز تګلاری په ادامې سره یی د هیواد ښوونیز سیسټم په نړیوالو معیارونو او نوې ټکنالوژۍ سمبال کړی دی. او څه د پاسه څلور میلیونه او اته سوه زره کمپیوټرونه او د ټکنالوژي ۱۰۰ میلیونه درسی کتابونه یی په ټول هیواد کې ویشلي دي. له بلې خوا، د ونزویلا دولت میلیونونه ډالر د وړیا ټرانسپورټ لپاره او د کلتوري، سپورټي، هنري او موسقي مرکزونو په جوړولو باندي لګولې دي. د مادورو همدغه سیاست د دي لامل شو چې ونزویلا د نړۍ په کچه په لومړنیو زدکړو کې، د ۹۵،۴ سلنه باسوادو خلکو په درلودلو سره شپږم مقام او د لاتینې امریکا هیوادونو په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.


د وګړو حقونه:

د وګړو حقونه په ونزویلا کی

د مادورو دولت د وګړو حقونو په څانګه کې ستر کارونه ترسره کړي دي چې د هغې ټولګې څخه کولې شو چې د ښځو او همجنس‏ګرایانو حقوقو ته د ځانګړې پاملرنې څخه یادونه وکړو. په ۲۰۱۳ کال کې، دولت د ښځو چارو وزارت بودیجه لوړه کړه تر څو د ماشومانو ساتلو چوپړتیاوې، روغتیایي مشورې، د کار زدکړي او سیاسي زدکړي په ښه توګه ترسره شي او په ۲۰۱۴ کال کې، یی د فمینیستانو فعال دیلسی رودریګرز، د بهرنیو چارو وزیرې په توګه وټاکله.

مادورو د هغه هیواد ټورپوټکو او بومیانو ته په حکومت کی برخه ورکړه او برسیره پر دي یي، «د افریقایی زدکړو مرکزی انسټیټیوټ» او بومی خلکو لپاره د تغذيې غوره وزارت رامنځ ته کړ.

په ۲۰۱۶ کال کې، د ونزویلا سترې محکمې اعلان وکړ چې دولت باید پرته له تبعیض څخه د تراجنسیانو د حقونو ساتنه وکړی. برسېره پر دې، دولت د هغوي جنسی هویت پیژندنې لپاره، هغوې ته ځانګړې پیژند‏پانې وویشلي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 726 میلمانه آنلاین لرو