داماني دورې دپرمختګونو په اړه دیوې لویدیځې ورځپاڼې شننه

داماني دورې دپرمختګونو په اړه دیوې لویدیځې ورځپاڼې شننه امانی

په داسې حال کې چې په کراتو ویل کیږي،چې افغانستان یوازې او یوازې دنړیوالې ټولنې په مرسته او دامریکا دشتون په صورت کې ممکن پرمختګ او ترقي وکړي خوبرعکس دتیرو سلو کلونو واقعیتونه داخبره تایدوي چې کله زموږ هیواد په خپلواکه توګه دپرمختګ لار خپله کړې،ډیر پرمختګونه یې ترلاسه کړي دي خو بهرنیو لاسوهنو بیا هیواد دویجاړۍ لور ته رهبري کړی دی.

دافغانستان خلک تر څو پورې،چې دیوملي اوډیموکراتیک ځواک تررهبرۍ لاندې دبهرنیو نیواکګرو او کورنیو خاینانو څخه ځانونه خلاص نه کړي، داوسني فاسد او پردی‎پال تپل شوی نظام په چوکاټ کې اقتصادي خودکفايي،ټولنیزې ودې،تمدن او عدالت ته رسیدل ناشونی دي.کابو نهه لسیزې وړاندې داماني دورې اصلاحات لویدیځو رسنیو په آسیا کې دبې مثاله بدلونونو په توګه یادکړل،چې هغه مهال حتی هند او چین له دې کاروان او بهیر څخه ډیر وروسته پاتې وو.لاندې ددې ډول لیکونه څخه یوه یې وړاندې کیږي.



افغان واکمن نوی تمدن خوښوي

امیر دپيژندګلوۍ ترلاسه کولو په موخه اروپا ته په سفر بوخت دی

لیکوال:جی.دبلیو.تی.میسن
سرچینه: ستاره صبحګاهي ورځپاڼه (The Sunday Morning Star)
له یونایټیدپرس څخه اخیستنه، ۱۹۲۸ زکال دجنوري ۲۹ مه



۱۹۲۸زکال د جنوري ۲۸مه، نیویارک: اروپا ته دافغانستان دامیر سفر، چې په کې امیر غواړي دلویدیځ تمدن له نویو نظریاتو سره ځان اشنا کړي منځني ختیځ ته یو ډیر مهمه پيښه ده. له جاپان پرته بل هیڅ یو شرقي هیواد د خپل هیواد په نوي کیدو کې بریالی شوی نه دی. سیام (ننی تایلینډ) په دې اړه هڅې کوي. خو چین تر اوسه پورې په دې برخه کې ګام نه دی پورته کړی او هند ګیر پاتې شوی دی. شرقي هیوادونه د پرمختګ په اړه ډیرې خبرې کوي خو د هغې د عملي کولو وړتیا نه لري.

شاه امان‌الله خان

خو په افغانستان کې دنړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته دپرمختګ لپاره یوه پیاوړې اراده لیدل کیږي او امیر هم له ځان نه زړورتیا ښودلې،څو د یو روښانه واکمن په توګه وپیژندل شي. نوموړي په ۱۹۱۹ زکال کې واک ترلاسه کړ او اوس ۳۵ کلن دی. واک ته تر رسیدو دوه کلونه وروسته یې له لویې برتانیې سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې دافغانستان بشپړه خپلواکي په رسمیت وپيژندل شوه. له دې ډول پیل سره د ټولو پام افغانانو ته، چې وکولای یې شول خپل هیواد له شرقي نابرابرۍ څخه بهر کړي او له لویدیځو فعالو ولسونو سره ځان مساوي کړي اوښتی دی.

دیني باورونو ته په درناوي ټینګار کول

شاه امان‌الله خان

امیر امان الله (مسلمان) دی خو د خپل مسافرت په پیل کې دخپلې وینا پرمهال یې دیني باورونو ته په درناوي ټینګار وکړ. چې د مسلمانو هندي وروڼو په منځ کې یې د شور سبب ورګرځیده. نوموړی اروپا ته دسفر پرمهال په بمبۍ ښار کې دصدر په نوم یو جومات ته د وعظ کولو په موخه دعوت شوی و. نوموړي په خپلې وینا کې دپیغمبر له پیروانو څخه نورو ادیانو ته د درناوي غوښتنه وکړه نورو مسلمانانو ته په وینا کې نوموړي د بیلابیلو ادیانو ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دده په افغانستان کې دمسلمانو افغانانو او هندو افغانانو ترمنځ هیڅ ډول توپير شتون نه لري. په هند کې په تکراري توګه دا ډول یو نصیحت ارزښتناکه دی. ځکه چې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ دښمني د هند د خپلواکۍ مخه نیولې وه.

افغانستان له نړیوالې جګړې وروسته په رامنځ ته شویو ناڅرګنده حالاتو کې هیر شوی دی. ډیری هغه کسان چې د افغانستان په اړه په څه پوهیږي دکپلینګ او نورو لیکوالانو له لیکنو څخه، چې افغانستان د روسي او هند ترمنځ دیو حایل هیواد په توګه معرفي کوي استفاده کړې. هغه ځای چې سیاسي توطیې په کې تل دوام لري خو افغانان په حقیقت کې له دې ډول یو فکر او لیدلوري څخه کرکه لري. هغوی دروسي بلشویکو د مبلغینو مخه نیولې او په مساوي توګه یې د مسلمانو هندي توطیه ګرانو له ملاتړ څخه سرغړونه کړي.

هغه هیله لري، چې افغانستان د شرق سویس کړي

اوس افغانان داسې حقیقت څرګندوي، چې لومړنی سواد او زده کړه یې په هیواد کې وړیا او حتمي ده او هغوی چې غواړي زده‎کړې وکړي نو زده‎کړې ورته وړیا دي. د زده‎کړې په ډول کې نوې تجربې ترسره کیږي. یو ښونځۍ د المان او بل د فرانسې له لوري پرانیستل شوی دی. څو ولیدل شي چې کوم نظام غوره دی. وړیا قضایي نظام هم جوړ شوی چې په وسیله یې د دعوې لوري کولای شي د خپلې خوښې سره سم خپلې شخړې له منصفه هیئت سره پرته له دې چې د محکمې له رسمي پروسې څخه ووځي درج کړي.

شاه امان‌الله خان

دپرمختګ له رامنځ ته شویو اساسي اصولو څخه یو یې هم د دولتي فابریکو او کارخانو جوړول دي، څو عام وګړي دصنعت د عملي طریقو په اړه زده‎کړه ترلاسه کړي. امیر په پام کې لري، څو اروپا ته د خپل سفر پرمهال یادو پروژو ته وده ورکړي او نوې پروژې رامنځ ته کړې. دنوموړي هیواد غرنی دی او ویل کیږي چې نوموړی هیله لري،څو افغانستان د شرق سویس کړي.

افغانانو ښولې، چې بریالیتوب یې دانضباط او هڅو پایله ده او دسیاستوالو له توطیو سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

دافغانانو بریالیتوب کولای شي،دشرق په نورو ولسونو د پام وړ او محرک اغیز ولري. چیرته چې اوبه په څپو دي. داچې د افغانستان اغیز پراختیا پیداکوي سیاسي وران‎کاري باید خپل ځای هغو سیاستوالو ته چې په عملي تفکر باندې عادت دي پریږدي. افغانانو ښودلې،چې بریالیتوب یې دهڅو او انضباط پایله ده او دتوطیه ګرو سیاستوالو له رول سره هیڅ ډول تړاو نه لري. د امیر له لوري د چارو د اغیزمنتوب لپاره د لویدیځو معیارونو منل،سره له دې چې په یوې محافظه کاره اسلامي ټولنه کې یې وده کړې کیدای شي افغانستان دمنځني ختیځ په رهبر بدل کړي.

شاه امان‌الله خان

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 139 میلمانه آنلاین لرو