له درده ډکه تاریخی پرتله

له درده ډکه تاریخی پرتله

شاوخوا سل کاله مخکې شاه امان الله خان د خپل مشهور اورپایی سفر څخه د راګرځيدو سره یي، یوه لویه جرګه راوبلله چې په هغې کې د هیواد پراختیا او پرمختګ لپاره یو لړ نوي قوانین تصویب کړل. له دې سره سره چې دغه ولس‏پاله شاه د خلکو حالت ښه کولو لپاره او د هیواد سوکالې لپاره ښی طرحې درلودلې خو یو شمیر مرتجع ملایان او مذهبې مشران د هغه د پرمختللو کړنلارو په وړاندی خنډ وګرځيدل.

په دې لویه جرګه کې، «رسمی او خصوصی لقبونو» په اړوند یو قانون تصویب شو چې په هغه کې راغلې دي:

«په افغانستان کې د سردار؛ جلالتماب؛ لوی خاوند؛ عالیشان او دی ته ورته نور لقبونه لغوه دي. په رسمی ښوونځیو کې ټولو وړو او لویو مامورینو ته یوازې شخصی نوم د خان کلمې په ډیرولو؛ او د دندې درجه دې ولیکل شي؛ او د پادشاه په وړاندی دی ګران اعلیحضرت پادشاه او یا اعلیحضرت ګران پادشاه ولیکل شي او په خصوصی مکتوبونو کې د مخاطب کس په نوم باندی؛ ګرانه ولیکل شي.»

د « رسمی او خصوصی لقبونو» په اړوند قانون
د « رسمی او خصوصی لقبونو» په اړوند قانون

خو د ع او غ دوه سره حکومت جوړښټ څخه وروسته چې ټاکنیزې‎ملنډې او د جان کیری راتګ او د «ملی‏وحشت» حکومت جوړښت چې دغه دوه تنه یې د خلکو په منځ کې خواره بدنومې کړل، د درواغو پیژندګلوی او په نور د ځان زغملو لپاره؛ عبدالله ټولو دولتې اداراتو ته امر وکړ چې هغه ته دې د «جلالت‏مآب» خطاب وکړی! د «متحدالمال» تر سرلیک لاندي په یو مکتوب کې چې د «اجرائیه ریاست دفتر» له خوا څخه لیږل شوي دي داسي لیکلې دي:

«د افغانستان اسلامی جمهوریت ټولو خپلواکو وزارتونو او ریاستونو ته!

څرنګه چې څرګنده ده، په رسمی مکتوبونو کې د اجرائیه ریاست د لوړ پوړی چارواکې لقب په مختلفو ډولونو سره ذکر شوي دي. د ښاغلی جلالتمآب کره لقبونه په دری، پښتو او انګلیسی ژبو په لاندی توګه ستاسی پام ته راوړل کیږی او غوښتنه کیږی تر څو لاندی لقبونه د مکتوبونو لیږلو په وخت کې په پام کې ونیول شي او موږ خوښ کړی: جلالتمآب محترم ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس
جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله
رئیس اجرائیه جمهوریت اسلامی افغانستان

د پورتنیو مراتبو په پام کې نیولو سره، د بهرنیو چارو جلیله وزارت څخه غوښتنه کیږی تر څو ټولو بهرنیو سفارتونو، ملګرو ملتونو دفترونو، په کابل کې نړیوالو سازمانونو او سیاسی څانګي ـــ په بهر کې ج-ا-ا قونسلی ته د یادداښت/ لیک استولو تر څنګ، د جلالتمآب اجرائیه رئیس ج-ا-ا کره لقبونه د هغوي پام ته په رسولو سره موږ خوښ کړی...»

یوازې دغې یوی موضوع ته په پام سره کولې شو چې پوه شو چې ولی د سل کالو په تیریدلو سره نن ورځ هم امان‏الله خان د افغانستان د خلکو په ذهن او زړه کې ځاي لری. هغه د پروپاګنډ لپاره نه بلکه دهیواد پراختیا او پرمختګ لپاره فکر کاوه؛ هغه ۴۰۰۰ ډالری دریشیاني نه اغوستلې بلکه د وطنی ټوټو څخه یی جامې جوړولی او خپل شاوخوا خلک یی هم دی ته هڅول چې د وطنې محصولاتو څخه ګټه واخلی؛ هغه د وژونکو پیښو ټپیانو سره یادګاری انځورونه نه اخیستل بلکه د دا ډول پیښو مخنیوي یی کاوه.

امان‏الله خان د هیواد یوازینې عدالت‏غوښتونکې او هیواد‏پاله شاه وه چې خلک له هغه سره تر اوسه مینه لری او اړتیا نه لری چې د ملت په سر باندی په زوره وزغمل شي. پرته له دی چې د لسګونو زرو ډالرو په لګښت سره رسمی سرچنې د هغه لپاره پوستر چاپ کړی او ننداریز مراسم ترسره کړی، هر کال د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ زرګونه تنه خلک په خپله خوښه هغه ته د احترام وړاندی کولو په خاطر د هغه زیارت ته راځې.

د «اجرائیه ریاست» له لوری د «متحدالمال» تر سرلیک لاندی مکتوب
د «اجرائیه ریاست» له لوری د «متحدالمال» تر سرلیک لاندی مکتوب

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 803 میلمانه آنلاین لرو