کیوبا ته د اوباما د سپکاوی ډک سفر څخه زدکړه
- کټګوري : مقالی
- لیکونکی: نوید نابدل
- نیټه: چهارشنبه, 29 غویی 1395
کیوبا ته د اوباما تاریخی سفر د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کارونکو له لوری د پاسنی انځور په پراخه خپراوی سره، په هغه هیواد کی د امریکا جمهور رییس ته وباله. د یو ګډی خبری ناستی په لړی کی، او باما وغوښتل چی د رائول کاسترو په اوږه لاس کیږدی، ولی هغه په بیړه لاس یی ورله پورته وواهه چی دغه صحنه خبریالانو ثبت او په لږه موده کی نړیواله شوه. او د فیدل کاسترو نه لیدل د اوباما سره ددی سفر د پام وړ بله پایڅوړ وه.
ما د یو افغان په توګه څه وخت چی د اوباما او رئول کاسترو خبری ناسته ولیدله چی په هغه کی کاسترو د اوباما لاس په سپکاوی سره پورته کړ اعلان یی کړه چی تر کومه امریکا د ګوانتانامو ټاپوزمه کیوبا ته راونګرځوی، د امریکا سره دعادی اړیکو جوړول به کومی پیلی ته و نه رسیږی، نو په بیړه می د افغانستان د خرڅ شویو واکمنانو د سرټیټولو صحنه د اوباما، کیری او نورو امریکایی چارواکو په وړاندی د سترګو په وړاندی راغلل په شرم او کرکی کی ډوب شولم. په یاد می راوړل چی اوباما او بوش د مخکینۍ اطلاع پرته افغانستان ته رارسیږی، لومړی یی امنیتی ټیم د ارګ ټول ساتونکی له الف څخه تر ی پور خلعسلاح کی او د کرزی کابینې چی د ملی امنیت سلاکار رنګین سپنتا هم په هغو کی وو پر سپو باندی پلټنه کوی او بیا یی د ننوتلو اجازه ورکوله!
امریکا د نیمی پیړی څخه ډیر د کیوبا وړوکی هیواد چی یواځی ۸۰ کیلومتر په شاوخوا کی د هغوی له خاوری څخه واټن لری د وژونکو اقتصادی بندیزونو لاندی نیولی، د فیدل کاستر وژلو لپاره یی لږ تر لږه یی ۶۳۸ ناکمه هڅه کړی ده او د هغه حکومت را پرځولو په موخه یی په بیلابیلو لارو چارو د کیوبا د نارضیان راپیرل او پرخه تبلیغات یی په لاره واچول. د هغې ډلې څخه په ۱۹۶۱ کال کی د امریکا رالیږل شویو اورپکو ۱۷۰۰ کسیز لښکر د «خوګانو خلیج» په مشهوره جګړه کی سخته ماته وخوړه چی هیڅکله به د دغه زورویونکی هیواد هیر نشی. سی.آی.ای چی د کیوبا دولت کی ننوتلو لپاره یی پراخه فعالیتونه په لاره اچولی وه پخپله یو وخت په رسوایی کی ډوب شو چی معلوم شو یوشمیر کیوبایان د کاسترو رژیم د مخالفینو په جامه کی ولی د امریکا د استخباراتی سازمان د کړنلارو د حنثی کولو په موخی دهغه هیواد په پټو اداراتو کی ځای پر ځای کیدو بریالی شوی وه.
ولی په پایی کی دغو ویجاړونکو عملیاتو ماتی وخوړه او د کیوبا سرلوړی او نه تسلیمیدونکی خلک په خپلی اتکا پر مخ ځی او د هیواد د ښونی او روزنی او روغتیا چارو سازولو لپاره بیلګی وګرځیدلی. په مخکی کلونو کی فیدل کاستر بوش ته په یوی وینا په دغه کلماتو خپل هیواد یی د امریکا سره پرتله کړی: «تاسو کولی شی چی نړی ته بمب ولیږدوی، او مونږ به درمل او ډاکټر ولیږدو.»
د «واشنګټن پست» ورځپاڼې دغه کارتون د «کارتونیستانو کیوبا تا د اوباما سفر څرنګه و ارزاوه» تر نامه لاندی د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۲مه خپور کړ.
کارتونیست:Nate Beeler
ډیر شمیر شنونکي په دی باور دی چی امریکا له کیوبا سره د اړیکو په عادی کولو عملآ ماتی خوړلی خو کوښښ کوی چی په نرمۍ سره د ملګرتیا په جامه کی هغه هیواد په زنګنو کینوی. ولی په دهغه اړوند ارویل سانچر، خبریال، لیکونکی او د «کیوبا د لیکونکو مرکز» پخوانی رییس د اوباما سفر لړی په اړوند لیکلی:
«که چیری څوک باور لری چی په کیوبا کی اوسنی رهبر د "گورباچفی کاریبی" له ډول څخه دی، تیروتي دي، دغه رهبر په ښه توګه پوهیږی چی د کیوبا په بهرنی سیاست کی هر ډول شاته ګرځیدل د دولت په منځ کی د داخلی ملاتړ او د مشروعیت د منځ ته تللو لامل به شی.
...ولی کیوبا خپلی موضع ته بدلون ورکړی په داسی حال کی چی همدغه مقاومه او ټکونکی موضعګیری وه، چی د کیوبا لپاره هغه لاسته راوړنی یی د۲۰۱۴ کال دسامبر په ۱۷ {د ۲۰۱۴ د دسامبر په ۱۷د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کی د رئول کاسترو بربنډونکی وینا ته اشاره ده} په خوا کی درلوده او د امریکا د ګوښه کولو لامل شو خو آن تردی د دغه څخه دمخکی تاریخ هم، مونږ امریکا ګوښه کړی وه، له دغه تاریخ څخه وروسته، کیوبا د ستایلو او ملاتړ لاندی ونیول شوه او ډول ډول غږونه زمونږ په ګټه اوچت شو...»
حامد کرزي دولتي ستر مډال د امریکا کرغیړن جمهور رییس پر خونړۍ سینه و ټومبه
د امریکا پر وړاندی د کیوبا په کلکه مقاومت او موضعګیری، نن ورځ اکثر فقیر هیوادنو ته بیلګه ګرځیدلی ده نه یواځی لاتین امریکا ته بلکی ټولی نړۍ ته او دیو سولهغوښتونکی او عدالتغوښتونکی اولس په توګه په نړیوالو اړیکو کی د ځانګړی ځای درلودونکی دی کیوبا عملآ د لاتینی امریکا د څو پرمختللی دولتونو د بولیواری په سر کی ځای لری چی د امریکا واکمنۍ اوږده لړی یی ډیره کمزوری کړی ده.
د «کیوبا کارګرانو فدراسیون» په یوی اعلامیه کی د اوباما سفر په اړوند، چی د هغی پوره ژباړه د «تارنگاشت عدالت» په سایټ کی خپره شوی لیکلی:
«هغه [اوباما] داسی اولس به وموندي چی د هغه په کارګرانو باندی اقتصادی،سوداګریزی او مالی بندیزونه تپل کیږی پر مونږ باندی نیمی پیړی څخه را په دی خوا د متحده ایالاتو په ډول دولتونو له خواـ هغه بندیزونه چی لاتر اوسه پر ځای دي او زمونږ داصل د پرمختګ خنډ جوړوی ــ په دی باندی توانیدلي چی د سترو سرښندنو سربیره په ډول ډول اقتصادی څانګو کی او پرمختللی خدمات تر سره کړی.
هغه به یو کارګری حقیقت زده کړی، چی دهغی مشخصه پرته له هر ډول تبعیض، د یو ډول کار په بدل کی ښځو او سړو ته برابر حق، د ټولنیزې برابرۍ لپاره یو نظام چی په هغې کی د کارګرانو د میندو او د متقاعدینو ملاتړ، او یو بیساري کارګری عدالت نظام چی په هغه کی کارګران د خپلمنځي شخړو د حلولو لپاره پرخه ګډون ولری د ګډون شمول د اختلافاتو په حل کی دی.
مونږ بیاځلی ټینګار کو چی هیڅکله زمونږ د کارګرانو لاسته راغلی یووالی، یا انقلابی ایډه آلستانو، د امپریالیزم ضد او ټولنیز عدالت، یا د خپل یوځای والی روحیه د نړۍ د عادلانه آرمانونو سره هیڅ وخت نه خوشی کو. موږ هیله مند یو هغه بهیر چی د دواړو هیوادونو تر منځ پیل شوی پر برابر اصل، بیغیر د شرطونو په وړاندی کولو او د زمونږ استقلال او واکمنی ته په احترام پر مخ لاړ شی.»
د دی پوښتی په ځواب کی چی آیا د امریکا او کیوبا کړکیچنه اړیکه د حل لاره لری، د کیوبا د انقلاب افسانوی مشر چه ګوارا د «مانتلی رویو» میاشتنی خپرندیو سره د(۱۹۶۱کال د سپتامبر) کی په یوه مرکه کی ویلی وه:
«دغه پوښته دو ځوابه لری: یو، چی شاید وکولی شو هغې ته "فلسفی"ووایو او بل"سیاسی". فلسفی ځواب دغه دی چی د سویلی امریکا انحصاری پانګی واکمنی غوښتونکی دولت چی په تیزۍ سره د توکمپالنی په لور روان دی، هر ډول تړون ناشونی کوی او بله لار نلرو تر څو چی امپریالیزم تر اخیره اړیکې کړکیچنی پاتی شي او آن تردی چی بدترې شي. بل، سیاسی ځواب، دا په ډاګه کوی په دغه ډول اړیکو کی مونږ ملامت نه یو.... او دهر ډول تړون د برابری په اصل د امریکا د دولت سره چمتو یو.»
د اوباما سفر د ۱۹۲۷ کال څخه راپدیخوا کیوبا ته د امریکا د جمهور رییس لمړی سفر وه. دا درس یی نړیوالو ته ورکړ کله چی یو هیواد له ملی، پرمختللی او ولسی ملاتړ دولت څخه برخهمن وی د خپلو خلکو په مټ په وسله تر خولې پورې سمبال د زورویونکی په وړاندی مبارزه او مقاومت کوی، په پای کی یو ستر واکمن تبلغاتی او جنګی ماشین یی بیکاره کړ او بریا ته لاس مومی.