په فیسبوک کې د زاخیلوال او فاروق وردک پر مخ د هیوادوالو درنې څپېړې!

په فیسبوک کې د زاخیلوال او فاروق وردک پر مخ د هیوادوالو درنې څپېړې!

د تل په څیر چې د ګټو او واک ویش رانږدې شي د مرخیړي په شان په لسګونو نوي ګوندونه او ائتلافونه هم رامنځته کېږي او هر یو په خپل وار کوښښ کوی چې په ارزانه بیه ځان په یو بادار وپلوري چې په همدې لړۍ د ۱۴۰۰ کال د وري په ۵مه «د افغانستان ژغورلو حرکت» په نوم نوی ګوند د فاسدو او ازمایل شویو څیرو لکه عمر زاخیلوال او فاروق وردک له لوري جوړ شو. له هماغه پیل څخه خلکو پر دې ګوند ملنډې پیل کړې ځکه هغوي چې په میلیونونو ډالر یې د «خیالي ښوونځيو» او «ډالیو» په نوم حیف او میل کړل اوس راغلي د «افغانستان د ژغورلو» دعوا کوي.

فاروق وردک چې د پوهنې وزیر و او د «سیګار» راپور له مخې د «خیالي ښوونځیو» په نوم ۷۶۹ میلیونه ډالره غلا او د افغانستان راتلونکي بنسټ یې ویجاړ کړ، هڅه یې وکړه چې د ښوونځيو له کتابونو څخه د جهادیانو او طالبانو د تور تاریخ دوره لرې کړي ترڅو راتلونکی نسل ددوي له ځناوریزو کړنو څخه خبر نشي او په دې توګه د خپلو هم‎فکره جهادي او طالبي ورونو زړونه ترلاسه کړي او د اوږد مهال لپاره په واک کې پاتې شي. زاخیلوال هم چې د وزارت پر مهال یې په ګمرکونو کې د فساد بوي په ټوله نړۍ کې خپور شوی او د «طلوع» تلویزیون د راپور له مخې دده شخصي بانکي حساب ته په یوه میاشت کې یو میلیون ډالر ورغلي؛ له فکري پلوه د ملاعمر او هبت‌الله سکه ورور ده، له کومې ورځې چې په واک کې د طالبانو ګډون خبره توده ده په خپله فیسبوک‌پاڼه له طالبانو سره اخیستل شوي عکسونه خپروي او په دوحه کې ناستو طالبانو ته دا وایي چې «پام مو وي ما هیر نکړئ! له فکري پلوه زه تاسو سره هیڅ توپیر نه لرم او د چوکۍ لپاره چمتو یم چې له هر څه تیر شم!».

ددې لپاره چې ځانونه طالبانو ته نور هم نږدې وښایي د ۱۴۰۰ کال د وري په ۲۰مه یې هرات ته سفر کړی وه او هلته یې له ملا مجیب‌الرحمن انصاري سره کتلي وو چې هغه په کراتو له طالبانو او داعش څخه بدتره ده او د ښځو او تمدن او پرمختګ ضد خبرې یې دومره ډیرې دې چې ځانته لیکنې ته اړتیا لري؛ او هغه انځورونه یې پر خپله فیسبوک‌پاڼه خپاره کړي وو. خو هغه څه چې هیله‌بخښونکي وه د ځوانان ویښتیا او په فیسبوک کې د زاخیلوال او فاروق وردک محاکمه وه. که څه هم تر یاد پوسټ لاندې نږدې درې زره کمنټونه دي چې له دې فاسدو او کرغیړنو څیرو څخه د خلکو کرکه بیانوي خو ما یواځې د بیلګې په ډول څو کمنټونه راټول کړي دي.

Khan Afghanداځل به بیا ستاسې په خوله جهاد ونکړي، په افغانستان کې دجهاد تعریف: دمشخصي مافیا ګټو خطرلویدلو حالت کې اسلام خطرکې کیږي اوخلک باید دالله اکبر په نعرو دځان په قربانولو سره دیادو خلکو ګټې تامین کړي

NA Momandمونږ ویلی وه چی ستاسی نوی حرکت دهیواد لپاره نه بلکی ځان شهرت لپاره دی چی دی ملاسره ناسته یی ښه بیلګه ده خدای موځان غوشتونکو زر زمونږ له سره کم کړه

Fazilrahim Hasanzadaوایی دمړی تیز په تخته وخوت رسوایی هم حد لری

Said Mohsin Mohsinتاسو ټول دهغه چرګې په شان يي کړکاري مو دلته خيژي اوهګى بل ځاي اچوي

Naseer Ahmad Maseedد خپل ځان او ګټو لپاره له هر ډول ناروا کارونو څخه دریغ نه کوۍ.

شفیع خیبرد خپل سياسي؟ ريشخند په تابوت دې اخيري ميخ هم خپله ووهه ، ښه شوه ښه شوه چې هغو ته هم مالوم شوئ چې چا لا سم نه وئ درک کړي

Haseeb Azadiتاسو ته نه شرم درځي او نه مرګ

Bitter Truthsزاخیل وال صیب داسې راته نن ښکاره شوه چه دا حزب دی د نجات نه د بربادۍ دی ځکه دا نن چه د چا سره تاسو لیدلی دا خلک اباد افغانستان نه غواړی نو ابادونکئ او ورانونکئ هیڅ کله سره یو شوي نه دی که دا خلک تاسو سره په حزب کښې یوځای شوو نو بیا دی د حزب نو بدل کړه

Rohid Afgانصاري باندې چې څوک غولیدلي د هغوئ په عقل تشې وکم
دوی نن نظام کې کار کول کبیره ګناه ګڼي،تیر شل کاله ځکه ګناه نه وه چې پر ایران بهیدونکو اوبو ته بندونه نه اچول کیدل

Javid Haziqاې شرمیدلیه!!
کله چې مو ګټې په خطر کې ولویږی بیانو د بغاوت ناري وهئ

Fawzia Nooriلدې ښکاری چې دوی له دی پنجابی سپې سره ناسته کوی یعنی اصلې څیری یې څرګندې شوی
دوی هم پنجابې سپې ووتل.

Seyam Afghanدا د هغه انګرېز لمسی دی چې اتلس کاله ېې په ه پل خشتي مسجد کی جمع ورکړی وه او چا نه وه پېژندلی نو اې خلکو راویښ شی او دا انګريز وپېژنی

Irfan Khanڅه سپک خلک پر مونږ حاکم و خدای مو وشرموه بیغیرته چې د وطن ننګ او ناموس مو په بازار کې لیلام کړو.

Hasham Nasariبلا خلګ ياست، ټول جاسوسان سره يو ځای شوئ

Aminullah Habibsidiqiدا ټول دافغانستان دتباهي لپاره کار کوى

Baz Mohammadدواړه د نه سړي زامن يي

Najib Safiهۍ شرمیدلیه !!
چیرته چې د افغانیت او ددې هیًواد دوشمنان وي نًو تاسو د پنجاب سپيوو هلته ځان رسولی وي.
وایې د خپل کلي دله که نه پیژني نو د بل کلي د دلګانو یې وپوښته؟؟
نو تاسي دلګان ځانونه خپله ولس ته ور پیژنئ او د بل کلي هر دله او دووس سره اړیکې جوړوئ.

Janagha Anwarziمنافقه چي دافغانستان په ضرر وي ته به ورسره ملاقات کوي خداي دي نيست ونابودکړه
شينوارى باچاه شینواری
الله ج دی هلاک کړه یو ترورست سره لیدل دهیواد سره جنګ دوام په معنی دی الله دی تاسو ټول جاسوسان هلاک کړی

Najeebullah Bareenاې په شرف مو نالت شه د بې غيرت زامنو چه ناموسونه مو خرڅ کړي خپل

Shirwali Abedستانه بې وجدانه او بې ضمىره سړى نشته ده هغه سړى دى چې په افغانستان کې يې جهاد ته فرض بللى او ته عالم ورته واىې او ناسته ورسره لرې الله د تبه کړه

Hikmatullah Nooriدواړه داسی مړه ناست یی. لکه وړکتوب مو چی مدرسه کی له همدی ملا سره تیر شوی وی

Wahab Khanټول هغه سپي سره ګډ ياست چه په خپلو خلکو ورغاپی.

AR Aminبله ورځ به ملا لنډي سره هم وګورې

Hafiza Zahraدوه مزدوره او دوه خاینین تللی بل مرتد یی لیدلی.

Saboor Safiبيا خلک په کوم نوم غلتوى، کله اسلام، کله قوم او کله مذهب

شمس ځدراڼدهیواد په ګټه نه بلکی هیواد بربادی لپاره مو سره لیدیلی دی الله ج مونیست اونابود کړه

اجمل منگلد ملا لنډي سره هم وګوري که له تاسو څه نه کيږي کيداي شي د ملا لنډي تعويز کار ورکړي

Saif Zadranبد دى کړى دى دغلو مشره

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 199 میلمانه آنلاین لرو