باربارا لی، باتوره ښځه چې د جریان په خلاف یی لامبو وکړه

باربارا لی، باتوره ښځه چې د جریان په خلاف یی لامبو وکړه

«د عمومی عقایدو پر خلاف د عقدی درلودلو څخه ویرجن مه اوسه، ځکه هر باور چې نن ورځ د منلو وړ ده، یو وخت د عمومو د عقیدی مخالف وو.»

برتراند راسل

په داسې حال کې چې د سپتامبر یوولسمې قربانیانو مړی تر اوسه د ویجاړ شوي ځای لاندي نه وو راویستل شوی، د نیویارک او پنتاګون پر برجونو د برید څخه یواځې دری ورځې وروسته، سپینې ماڼۍ چې له مخکې څخه پر هیوادنو باندی د تیری لپاره بشپړ چمتوالې درلود، یوه لایحه یی د رای لاس ته راوړلو لپاره کانګرس ته واستوله چې په هغې کې ولسمشر ته بی‎پایه او نامعلومه واکونه ورکول کیدل چې د هغو «هیوادنو، سازمانونو او وکړو پر وړاندی» چی په دغه پیښه کې په یو ډول سره لاس لری د نظامې ځواکونو څخه ګټه واخلې، او څرګنده وه چې لومړنې هیواد چې د برید لاندی ونیول شی افغانستان وو.

د ۱۳۸۰ کال د وږی په ۲۳ نیټه (۲۰۰۱ د سپتامبر په ۱۴)، په داسې شرایطو کې چې د امریکا ټولنه په ویر کې ولیدلې وه او هر قانون کیدلی شو په آسانې پر هغوی وتپل شي، دکانګرس ۴۲۰ غړو دغې لایحې ته، چې پهAUMF یی شهرت موندلی، مثبته رای ورکړه، میرمن باربارا لی (Barbara Lee) د کالیفرنیا استازې د کانګرس یواځینې غړی وه چې د منفی رای په ورکولو یی خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړ. هغې نه یوازی له هغه سر مخالفت وکړ بلکه د کانګرس په دننه کې یی د باتوری او ولولو ډکې وینا کې وویل «راځې له هغه جګړمار څخه چی کرکه لرو په هغه باندي بدل نه شو... تاوتریخوالې د تاوتریخوالی د ډیریدلو لامل کیږی.»

هغې په یوې لیکنه کې د خپل مخالفت لاملونه ویل دي:

«دغه پریکړه‎لیک د ولسمشر لپاره د سپین چک په ډول دي... د ورته ځناوریزو بیړنیو بریدونو په لاره اچول لوی ګواښ دي چې د سړو، ښځو، او د ډیرو بی‏ګناه ماشومانو د وژل کیدلو لامل کیږی.» («سان‌فرانسیسکو کرونیکل» ورځپاڼه، ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۳)

د باربارالی څخه په دفاع یو پوسټر: «باربارا لی زما لپاره خبری کوی.»د باربارالی څخه په دفاع یو پوسټر: «باربارا لی زما لپاره خبری کوی.»

د هغې څخه وروسته، باربارا د سختو لفظی بریدونو لاندي ونیول شو او په مرګ وګواښیدله چې ناچاره شوه د وسلوالو ساتونکو په پناه کې ژوند وکړي. هغه یي «خاینه» او «کمونیسته» ونوموله او د نوم‏لرونکو رسنیو له لوری لکه وال استریت ژونال» د «امریکایانو په ضد» کیدلو باندي تورنه شو. « «واشنګټن ټایمز» ورځپاڼې د امریکا د دښمنانو ملاتړ‏کونکې وبلله.

خو د ۱۵ کالو په تیریدلو، د باربارا لی د دریځونو ریښتینولی په ډاګه شوه او عملا د کانګرس «سپین چک» جورج بوش او باراک اوباما ته اجازه ورکړه چې ډیر هیوادونه په خاورو او وینی ککړ کړي او تر اوسه هم دغه لایحه د اجرا وړ ده. خو نن ورځ د امریکا ډیری خلک دغه حقیقت ته رسیدلی دي چې تیری یوی نیمی لسیزی جګړی تیروتنه او د ترهګری د څپۍ د ډیریدلو او په نړۍ کې د بدمرغیو لامل شوی دي. د ګال‏اپ موسیسی د شمیرو پر بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا اوسیدونکو څخه یوازې ۹٪ د افغانستان جګړه یی «تیروتنه» بلله، خو په ۲۰۱۴ دغه شمیر ۴۹٪ ته ورسیده.

میرمن لی په ۲۰۱۳ کال کې له کانګرس څخه غوښتنه وکړه چې د هغو هیوادونو نوم‎لړ خپور کړی چې د دغې لایحې پر بنسټ د برید لاندي نیول شوی دی. د لاسوند پر بنسټ چې کانګرس د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۱۰ نیټه خپاره کړل، د بوش او اوباما دولتونو د نوموړی لایحې څخه په ګټه اخیستلو سره، افغانستان، فلپین، جورجیا، یمن، جیبوتی، کینیا، ایتوپیا، اریتریا، عراق او سومالیا یی د برید او یا لاس وهنو او لاس اچولو لاندی نیولی دی. یواځې د اوباما د ولسمشرۍ په لړی کې، اوه هیوادونه افغانستان، لیبیا، سومالیا، پاکستان، عراق، یمن اوسوریه د بی‏پیلوټه الوتکو د بمبارد لاندي نیول شوی دی خو ترهګرئ نه یواځې له منځه نه ده تللي بلکه د هغې ډیر ځناوریز ډول د «داعش» تر نامه لاندي سر پورته کړې او د اروپا او امریکا ډیر امن ښارونه یی په ماتم کینولی.

باربارا لی د عراق جګړې پر وړاندي لاریون په لومړۍ لیکه کېباربارا لی د عراق جګړې پر وړاندي لاریون په لومړۍ لیکه کې

په داسې حال کې چې د سپتامبر یولسمې پیښه کی د دری زرو تنو په شاوخوا کی وژل شوی دي، خو د ۱۵ کالو جګړې او تیري او بمبارونو د میلیونو تنو بیګناه د عام‎وژنې لامل په هغه هیوادونو کې شوی چې د امریکا او ترهکرانو له خوا په ویجاړنځاې باندی بدل شوي دي. تر دغه وخته دامریکا ۴۵۰۵ سرتیری په عراقکې او ۲۲۸۵ تنه افغانستانپه افغانستان کې وژل شوی دي او جنګې لګښتونه د امریکا مالیه ورکونکو لپاره لوړ شمیر پنځه تریلیون ډالرو ته رسیدلی دی، هغه شمیر چې په هغې کیدای شو چې نړۍ په ریښتینې جنت باندي بدله کړو.

باربارا لی له هغه تاریخ څخه وروسته په کراتو د کانګرس دغه جګړی ډیرونګې اجازه‏لیک د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړه چې کومه پایله یی نه لرله. د دي په خوا کې هغې د افغانستان، عراق او لیبیا څخه د امریکایی ځواکونو د ویستلو لپاره رای ورکړی ده.

دیک دوربن، د کانګرس دموکرات استازی چې د مثبت رای ورکولو څخه پښیمانه وو، ډیر وخت وروسته ییاعتراف وکړ:

«زموږ هیڅ یو تن، حتی یو تن د هغوی څخه چې رای یی ورکړی، وی نه شو کولای فکر وکړی چې موږ د امریکا تاریخ تر ټول اوږدی جګړی ته رای ورکو.»(«ګاردین» ورځپاڼه، ۲۰۱۳ د می په ۷)

خو نوره د ټولو لپاره روښانه ده چې د امریکا واکمنه طبقه په اګاهانه ډول جګړې او تیری ته رای ورکړی ځکه چې د سپتامبر یولسمې برید یی د امریکا د امپراتوری د پراختیا لپاره مناسبه زمینه ګڼله تر څو نور هیوادونه تالو ته ښکته او لوټ یی کړی. خو د یوی نیمی لسیزی په تیریدلو سره دا روښانه شوه چې امریکا د ټولو لویو جنګې ماشین او د خپلو لوړو ادعاګانو سره د پام وړ کمزوریو څخه برښمنده ده چې نه یوازي خپلو موخو ته نه ده رسیدلې بلکه د جګړې ضد غورځنګونو او پاڅونونو د څپۍ سره په هیواد کی دننه مخ ده چې د هری ورځ په تیریدو سره د هغی د نظامی او دیپلماتیک او څارګر رازونه بربنډیږي او د نړۍ په کچه یی ورته تاریخي بی‏عزتی ور په برخه کړی ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 808 میلمانه آنلاین لرو