ګلبدین د امریکا په ملاتړ اذربایحان ته ترهګر لیږل

جمعی از فرستادگان حزب اسلامی در آذربایجان

د ۱۹۸۸ـ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ د قره باغ علیا سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړه ونښته۰ اذربایجان د متحده ایالاتو، ترکیې، ایران او پاکستان څخه مرسته وغوښته، ارمنستان هم ځان روسيې پورې ونښلوه. دغه جګړه امریکا لپاره یوه پلمه شوه ترڅو ددې هیواد د نفتو په لویو زیرمو ولکه ومومي او ترڅنګ یې هلته روسيې ته ترهګر هم ولیږي. همدا وه چې د اذربایجان دولت د ۳۵ میلیارده ډالرو په اندازه د خپلو نفتو قراردادونه له ۸ غربي کمپنیو سره لاسلیک کړل او د ترهګرو لار یې قفقاز ته پرانیسته.

د ۱۹۹۳ کال د نومبر په ۱۳مه کرسشین ساینس مانیتور ورځپاڼې یو راپور خپور کړو.

د قره باغ علیا غرنۍ سیمې امنیتي چارواکو چې د ارمني سرتیرو قومي دفاعي مورچل وه. د کرسشین ساینس ورځپاڼې ته ځينې توکې وښودل چې لاندې مواد پکې شامل وه. په افغانستان کې چاپ شوې اسلامي لیکنې، کتابچې، د پوځي تشکیلاتو جدول، د افغانستان او پاکستان په نښې لیکل شوي خصوصي لیکونه، او د افغان جګړه مارو انځورونه وه. »

او په بله برخه کی زیاتوي

د غربي ورځپاڼو د راپورونو په اساس د اګست میاشتې په نیمایي کې د اذربایجان د داخلې وزارت مرستیال روشن جوادوف افغانستان ته یو پټ سفر وکړ او هلته یې د حزب اسلامي په نوم د یوې بنسټپاله ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره ولیدل. په ایران کې میشت بهرني دیپلوماتان پدې باور وه چې دغه جګړه‎کوونکي د حکمتیار د ډلې سره اړه لري.

د ۱۹۹۴ م کال د می په ۲۳مه پاکستانۍ ورځپاڼې (دی مسلم) د حکمتیار اذربایجان ته سرتیري لیږي تر عنوان لاندې نور ډير رازونه افشا کړل.

پيښور: حزب اسلامي(د ګلبدین ډله) اذربایحان ته جګړه کونکي لیږي. ویل کیږي چې ۵۰۰ تنه ځوانان د باکو په لور وخوځيدل.

«دغه ګمارنه په پيښور کې زیاته برخه د قومندان فضل الحق مجاهد تر امر لاندې د دندې د اجرا لپاره وګمارل.

د جان. کی. کولی په قلم لیکل شوي کتاب (نا مقدسه جګړې- افغانستان امریکا او نړیواله ترهګري) کې وایي.

د افغان جګړه مارانو مستقیمه اغیزه په قره باغ علیا او تاجکستان کې ولیدل شوه. ۱۹۹۳ کال په ورستیو کې ګلبدین د سی‎آی‎ای او آی‎ایس‎آی پخوانی ملګری افغان جګړه کوونکي په کرایه نیول تر څو د ارمنستان او د روسي پوځيانو سره وجنګیږي. دغه جګړه کوونکو ته د ورځې څه کم یو ډالر ورکول کیده چې د میاشتې لس تر شلو ډالرو کیدل. همدارنګه هر یو ته ژمنه ورکول شوی وه چې د جګړې د پای ته رسیدو وروسته به هر یو ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړل شي. حیدر علی اف د اذربایجان کمونیست ګوند مشر، پخوانی ولسمشر او د اوسني ولسمشر پلار ومنله چې د اذربایجان د خلکو د مرستې صندوق له لارې به هغو جهادي افغانانو ته چې اوس ورته په پاکستان کې اړتیا نشته کولای شي اوس د پيسو په بدل کې ارمني عیسویانو سره وجنګیږي. حکمتیار چې د ۱۹۹۱ م کال د خلیج په جګړه کې د صدام حسین ملاتړ یې کړی وه د عربستان پخوانی مالي ملاتړ له لاسه ورکړی وه. او په ظاهره یې د اسامه څخه پيسې نشوې ترلاسه کولای. د همدې لپاره پيسو ته یې ډیره اړتیا وه، ددې لارې څخه هغه کولای شو د خپل اسلامي انقلاب د بریالیتوب نقشه مخکې یوسي. او لږ اندازه پيسې ترلاسه کړي. د هغه شخص پيژندپاڼه چې د حکمتیار پواسطه اذربایجان ته لیږل شوی و.

جمعی از فرستادگان حزب اسلامی در آذربایجانbr/د هغه شخص ژمن‌لیک چی د حزب اسلامی په واسطه آذربایجان ته لیږل شوی وو.

د روسې د بهرني څارګر سازمان د راپور په اساس د ۱۹۹۳م کال له سپتامبر راپدیخوا ۱۵۰۰ تنه افغان اجیر جګړه کوونکي د اذربایجان خاورې ته دننه شوي. د ۱۹۹۴ کال په پسرلي کې یې شمیر ۲۵۰۰ تنو ته ورسید چې د جنوب په جبهه کې پولې ته څیرمه میشت وو. د ارمني سرتیرو سره تر درنو جګړو وروسته او د تلفاتو په اوړیدو سره افغاني اذری غند منحل شوه. پاتې جګړه کوونکو ترهګریزو او ورانکارو بریدونو ته لاس واچوه. (جان. کی. کولي.«جنګ‏های نامقدس- افغانستان، امریکا و تروریزم بین المللی» فصل روسیه» صفحه۱۸۰، انګلیسي)

ددې ترڅنګ معتبرو لیکنو د حزب وحدت او دوستمي ملیشو د شتون په اړه هم ویلي وه خو مشري یې بیا د حزب اسلامي په لاس کې وه.

«ګلوبل ریسرچ» په خپله یوه مقاله کې د «یاداشت های اذربایجان» کتاب په حواله چې د ریچارد سیکورد لخوا لیکل شوی لیکي.

په اذربایجان او پخواني شوروي اتحاد کې همدغه عرب افغان مجاهدینو(هغه عربان چې د افغانستان په جهاد کې یې ګډون کړی وه) کې متحده ایالات د نفتو زیرمو ته ورسول. په ۱۹۹۱ـ ۹۲ کلونو کې ریچارد سیکورد، هیني ادیر هلوت، او اید دیر بورن درې تنه د متحده ایالاتو عملیاتي سرتیري په لائوس او ایران کنترا کې د میګا ایل شرکت د کارکوونکو تر پوښښ لاندې په باکو کې اوسیدنه پیل کړه. یاد شرکت هیڅکله هم نفتو ته لاسرسی ونه مونده خو په مادي ډول سره یې وکولای شو چې د روسې غلبه پرې پای ته ورسوي.

د میګا شرکت عملیاتي مامورین هر یو سیکورد، ادیر هلوت، دیر بورن او مردان شان په پوځي زده کړو کې دخیل وه او د پیسو څخه ډکې قهوه‌‏ای خلطې به یې د دولت غړو ته ورکولې. ترتولو مهمه دا چې د باءسان(ایر امریکا) په نوم یې هوایي خط جوړ کړو چې په لږ وخت کې د افغان مجاهدینو په څیر سلګونه تنه اجیر سرتیري له افغانستانه دلته راولیږدول.

مایکل تارنبي یوه څیړنهد «مجاهدین در قره باغ علیا- مطالعه موردی پیرامون ارزیابی جهاد جهانی» تر نوم لاندې کړې چې دغه ټکي یې د جزیاتو سره پرې بحث کړی. پدې څیړنه کې ویل شوې وه چې افغان جنګیالیو او اذري کومانډو سرتیرو ته یوه ډله پخواني امریکایي سرتیري روزنه ورکوي، افغان جنګیاليو ته له اذري سرتیرو جلا روزنه ورکول کیږي او د افغان جنګیالیو مسوولیت د وحیدالله نومي په غاړه وه.

د ارمنستان او اذربایجان تر جګړو وروسته افغان او عرب جنګیالیو چې د افغاني غند په نوم مشهور وه ترهګریزو پيښو ته یې مخه کړه چې موږ یې بیلګې د ارمنستان، اذربایجان، چیچنیا، بوسنیا او هرزګونیا کې لیدلی شو. نن ورځ هم چې امریکا همغه ترهګر او بنسټپاله د داعش تر بیرغ لاندې عراق او سوریې ته راوزیږول، یو د هغه تیارو سیمو څخه چې په عمده ډول پکې بنسټپالنه تغذیه کیږي قفقاز وه. هغه ترهګر چې یو وخت په افغانستان کې د ګلبدین، سیاف، رباني او نورو رټل‏شوو څیرو تر مشرۍ لاندې یې پنسټپالنې پراختیا پیدا کړه او نورو سیمو ته ولیږدول شوه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 295 میلمانه آنلاین لرو