هیڅ جګړه‎مار د سولې پیغام‎راوړونکی نشی کیدلی

هیڅ جګړه‎مار د سولې پیغام‎راوړونکی نشی کیدلی

د تنظیمونو سپیره سیوری د کابل په خپور وو او بریښنا هم نه وه. آن زمونږ په سیمه کی د حزب اسلامی غړو د برق عمومی او شخصی مزی د ځمکی او دیوالونو څخه راښکل او له سوځولو وروسته به یی د هغوی المونیم او مس خرڅول او پاکستان ته به وړل کیدل. نور برق نه وو او د تیل اخیستلو توان مو هم نه درلود. له همدې کبله که څه هم اته کلن ماشوم وم خو له پلار سره به می له غره د سون لپاره لرګي او بوټي راوړل. سهار وخته باید په نهاره له خپل پلار سره څلور ساعته مزل کړی وای چی د کابل چکری غرونو لمن ته رسیدلی وی، او د څو ساعتونو لپاره مو په غره کی لرګي او غرني بوټي راټولول او پلار به می هغه پیټی په شا له غره نه را ښکته کاوه او بیا به مو پر لاس‎ګاډي تړه او کور ته به راستنیدو. کومه ورځ به چی کور کی لږ اوړه ول نو وچه ډوډۍ به مو له ځانه سره وړله او هلته به مو د چینې له اوبو سره خوړله، که نه نو، تر مازیګره او کور ته تر رسیدو به له ډوډۍ خبر نه وو. هره ورځ به د خپل ښونځي تر څنګ تیریدم چی بشپړ ویجاړ شوی وو.

یوه ورځ چی لاس‎ګاډي مو له بوټو ډک له غره څخه راستنیدو، د حزب اسلامی غړی زمونږ په سیمه کی د تیارسی په حالت کی ول او ګاډي یی «ډاټسن» په بیړه هاخوا او دیخوا تلل. زه ویریدلی وم، خو کله می چی پلاره له یو تن څخه وپوښتل چی څه خبره ده، هغه ورته په ځواب کی وویل چی «حکمتیار صیب له مسعود سره لیدنه لری او سوله کوی.» له ځان سره خوشحاله شوم او خیالی تصویر می په ذهن کی جوړ شو چی سوله راځي او نور به غره ته نه ځم، ښونځي ته به ولاړ شم او خپل ټولګی‎وال به ووینم. هماغه خیالی تصویر چی نن د ګلبدین په راتګ سره یی د هیوادوالو په ذهن کی پیچکاری کوی. هماغه ورځ مازیګر ګلبدین له مسعود سره زمونږ سیمې ته څیرمه د غونډۍ په سر ولیدل. خو ماښام د مردکیو او راکټونو د ډزو غږ پورته شو، نه پوهیدم چی د خوښۍ دی او که د جګړې؛ په هر صورت ځمک‎تل ته ولاړو. سوله رانغله او ښونځي ته هم لاړم نه.

د شهادت خپرونې په سرټکو کی، د حزب اسلامی مرکزی خپرندویه، (۱۳۷۱ کال د غبرګولي ۷مه) لولو چی د ۱۳۷۱ کال د غبرګولی په ۴مه د امیر تایف، اعجاز الحق (د ضیاالحق ځوی) او جنرال حمیدګل په شتون کی «د ورور حکمتیار د حزب اسلامی امیر او ورور احمد شاه مسعود تر منځ تاریخی هوکړه لاسلیک شوه.» خو ددغو داړونکو ورڼو ترمنځ د هرې «تاریخی هوکړې» په لاسلیک کولو سره د کابلیانو وینې لا زیاتی بهیدلی. البته دا وروستی ځل نه وو چی پاکستانی او عربی بادارانو یی ددوی پخلا کولو لپاره هڅه کړی وی، کله به په اسلام‎آباد کی او کله هم په مکه کی، خو په حقیقت کی دغو «تاریخي هوکړو» له ځانه سره نوره هم ډیره جګړه او وینې او ویجاړي راوړله. له شرمه ډکې هوکړې چی په هغوی به په ډهل او سورني سره د سولی او پخلاینی خبری کیدلی، خو ډیر ژر به دغو «جهادی ورونو» یو په بل دانګل او په خپل منځي اخوډب کی یی د کابل ښار داسی ویجاړ کړ چی ۷۰ زره کابلیان یی ووژل او ډیر شمیر نور یی ټپیان او در په در کړل.

په کابل کی له سلو تنو څخه زیاتو د درنو وسلو په خونړي برید کی خپل ژوند له لاسه ورکړ
«په کابل کی له سلو تنو څخه زیاتو د درنو وسلو په خونړي برید کی خپل ژوند له لاسه ورکړ» تر سرلیک لاندی یو ګزارش د پاکستان «دی نیوز انترنشنل»

له دغې «تاریخی هوکړې» څخه یوه میاشت وروسته د ۱۳۷۱ کال د زمري په ۱۵مه (۱۹۹۲ کال د جولای په ۶مه) د «په کابل کی له سلو تنو څخه زیاتو د درنو وسلو په خونړي برید کی خپل ژوند له لاسه ورکړ» تر سرلیک لاندی یو ګزارش د پاکستان «دی نیوز انترنشنل» ورځپاڼه کی چی له «فرانسې خبری آژانس» څخه یی راخیستی لولو:

«کابل: لږ تر لږه سل تنو پر کابل ښار د درنو وسلو په خونړي برید کی په تیر دوه میاشتو کی ژوند له لاسه ورکړ...

د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره د ښار په منځ کی د دولت‎پلوه ملیشو او د کابل په ۱۴ کیلومترۍ چهارآسیاب ولسوالی کی د ګلبدین حمکتیار حزب اسلامی ځواکونو تر منځ د درنو وسلو نښته وشوه. راکټونه په کورونو، مارکیټونو او میلمستونو او د کابل ښار په ګڼه‎ګوڼو سیمو لکه شهر نو او وزیراکبر خان کی لګیدل.»


«اسلام‎آباد، د ۱۳۷۱ کال د وږی اوله – ۱۹۹۲ کال د اګست ۲۳مه: د شنبې په ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چی په تیرو دوه اونیو کی په کابل ښار کی د تنظیونو ترمنځ په خونړیو جګړو کی، لږ تر لږه ۱۸۰۰ تنه چی ډیری یی ښځې او ماشومان ول، وژل شوی دي.

او د ۱۳۷۱ کال د وږی په ۲مه نیټه (۱۹۹۲ کال د اګست ۲۴مه) له «رویټرز خبری آژانس» څخه راپور ورکوی:

«اسلام‎آباد، د ۱۳۷۱ کال د وږی اوله – ۱۹۹۲ کال د اګست ۲۳مه: د شنبې په ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چی په تیرو دوه اونیو کی په کابل ښار کی د تنظیونو ترمنځ په خونړیو جګړو کی، لږ تر لږه ۱۸۰۰ تنه چی ډیری یی ښځې او ماشومان ول، وژل شوی دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړی چارواکی وای چی په تیرو دوه اونیو کی د حزب اسلامی مجاهدینو او د ایتلافی دولت ځواکو تر منځ جګړو کی، څو زره تنه انسان ټپیان شوی دي.

سوتیرویس موسوریس (Sotirios Mousouris)، افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، په یوه اعلامیه کی وویل چی د کابل یونیم میلیونی ویجاړ شوی ښار څخه شاوخوا ۱۲۶ زره تنه تښتیدلی دي.

...

هغه وویل چی له ۱۸۰۰ تنو څخه زیان وژل شوی چی ډیری یی ښځې او ماشومان دي.

هغه وویل: "د کابل له ۱۷ روغتونونو څخه، یوازی ۸ په ډیرو لږ امکاناتو سره چی مجموعی ډول ۲۴۰۳ بستره لری، فعال دی." او زیاته یی کړه چی ډیری یی په راکټونو لګیدلی دی.

ډاکټران ډیر لږ پاتی او د بریښنا، اوبو او درملو او بی‎هوښۍ موادو د نشتون له کبله طبی خدمات او عملیات نشی ترسره کولای.

خوراکی توکی نشته او په دغو دوه اونیو کی بیې دو چنده شوی او ډیری هټۍ‎ او پلورنځي بند دي.

...»

او په ادامه کی پلخمری، مزار، سروبی، جلال‌آباد او پاکستان ته د کابل ښاریانو د تیښتې په اړه راپور ورکوی.

د شهادت خپرونې په سرټکو کی، د حزب اسلامی مرکزی خپرندویه، (۱۳۷۱ کال د غبرګولي ۷مه) لولو چی د ۱۳۷۱ کال د غبرګولی په ۴مه د امیر تایف، اعجاز الحق (د ضیاالحق ځوی) او جنرال حمیدګل په شتون کی «د ورور حکمتیار د حزب اسلامی امیر او ورور احمد شاه مسعود تر منځ تاریخی هوکړه لاسلیک شوه.»
د شهادت خپرونې په سرټکو کی، د حزب اسلامی مرکزی خپرندویه، (۱۳۷۱ کال د غبرګولي ۷مه) لولو چی د ۱۳۷۱ کال د غبرګولی په ۴مه د امیر تایف، اعجاز الحق (د ضیاالحق ځوی) او جنرال حمیدګل په شتون کی «د ورور حکمتیار د حزب اسلامی امیر او ورور احمد شاه مسعود تر منځ تاریخی هوکړه لاسلیک شوه.»

د اخوانی ګوندونو تور تاریخ او په ځانګړی توګه د ګلبدین ګوند دا ښودلی چی دوی په سوله اصلا باور نلری ځکه یوازی په جګړې او وژنو او ځناورتوب او د افغانستان بی‎ثباته کولو سره کولای شی خپل باداران خوشحاله کړی او له هغوی څخه بی‎شمیره امکانات او واک او وسلې تر لاسه کړي. نن هم امریکا ظاهراْ غواړی خپله پښه له قضې څخه بهر کړی او د ګلبدین ریاکارانه امریکایی ضد څیره وساتی، د اروپایی ټولنې له لاری ډیر زیات مالی امکانات دغه کرغیړن امیر ته ورکوی او د سولې تر نامه لاندی هغه او د وژونکو قافله یی کابل ته راوړي، او غواړی چی په افغانستان د خپلو سیالانو لکه روسې، چین او ایران سره د مخامخ کیدو تیاری نیسی او بس. جګړه‎ماران د سولې استازی نشی کیدلی ځکه دوی ښه پوهیږی چی د سوله‎ایزه او آرامه فضا کی، دغه وینی‎څښونکی او کرغیړن بانډونه د خلکو په منځ کی ځای نلری او بی‎ارزښته ژوند یی پای ته رسیږی او آن وینې‎څښونکی مشران به یی لکه د بنګله‎دیشی ورونو په له محاکمې او سزا سره مخ شي.

له همدې کبله، میرمن پاتریشیا ګاسمن – په افغانستان کی د «بشر د حقونو د څار» سازمان سر څیړونکی په یوه لیکنه (۱۳۹۶ کال د غویی ۱۵مه) کی نظر ورکړی چی «حمکتیار د واک لپاره راغلی، نه د سولې لپاره»:

«[ګلبدین] د موټرونو له کاروان سره چی له وسلوالو سړیو ډک ول له راکټونو او مسلسل ټوپکونو سره بدرګه کیده.د حکمتیار کاروان د ښار له منځ څخه داسی تیره چی ګواکی یو اتل لیږدوی نه یو بدنامه او شړل شوی جګړه‎مار چی په جنګی جنایتونو تورن دی او د خپل پخوانی واک ترلاسه کولو په هڅه کی دی.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 48 میلمانه آنلاین لرو