کرنل امام خپل جهادي او طالبي بچیان رسوا کړل!

کرنل امام خپل جهادي او طالبي بچیان رسوا کړل!

د افغان بنسټپالو ډلو د تجهیز او تمویل د څرنګوالی په اړه د «سی. آی. ای»، «آی. ایس. آی»، «موساد»، د ایران داعشي رژيم او د عربي هیوادونو د استخباراتو پورې اړوندو ادارو له لورو ډیری پټ اسناد په تیروتنې یا قصداً راوتلي، تر دې چې ځینې یې د کتاب په بڼه هم چاپ شويدي. د «آی.ایس.آی» پخوانی لوړ پوړی افسر سلطان امیر(کرنل امام) په ۲۰۰۹ م کال کې د مشهور پاکستاني خبریال افتخار احمد سره د جیو تلویزیون په «جوابده» خپرونه کې په صراحت سره وویل چې: (آی.ایس.آی) د اخواني او طالباني ډلو په ترتیب، روزنه او رامنځته کیدنه کې پراخه لاس درلوده. نوموړې په ډیرې سپین سترګۍ سره یې د خپلو ځناورو طالباني شاګردانو د کړنو څخه ننګه وکړه.

د موضوع په کې مو د کرنل امام د خولې څخه «سیا» یا (سی.آی.ای) ته د کرزي د جاسوسي اړه لیکلي. اوس به راشو د مرکې بلې برخې ته چې «آی.ایس.آی» ته د تنظیمي جنایتکارانو مزدوري راښايي.

استیوکول پخپل کتاب «مشبوع جګړه» کې د کرنل امام په اړه لیکي:

«د پيښور د «آی. ایس.آی» دفتر د یوه ځواکمن پښتون افسر چې د کرنیل امام په مستعار نوم یادیده، اداره کیده، نوموړي د حکمتیار سره نږدې اړیکې لرلې»۵۱ مخ

-کرنل چې په پيښور کې د خپلو جهادي تولیداتو سرپرستي په غاړه درلوده. په یاده مرکه کې د تنظیمي ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه داسې وایې:

«په لومړي ځل کله چې په ۱۹۷۴م کال کې د پوځي زده کړو لپاره امریکې ته لاړم د تنظیمي ډلو سره په اړیکه کې شوم...»

- په پيښور کې د پاکستاني مشرانو پواسطه د اووه ګونو تنظیمونو د رامنځته کولو په اړه وایي:

«... بوټو نصیرالله بابر ته وویل چې دوي(جهادیان) تنظیم کړي... بابر صیب هوښیار او مدبر سړی وه، د تنظیمولو لپاره یې د یوه سیاسي ګوند بنسټ کیښود. رباني صیب چې پروفیسور وه، ګوند سره یوځای شو. همدارنګه مولوي خالص هم د ګوند سره یوځای شو... د افغانانو یوځای کول داسې دي لکه په یوه مردار ډنډ کې چې چونګښې وشمیرئ... یوځای کولو یې شپږ میاشتې وخت ونیوه. تښتیدونکې ۳۵ تنه نوې ځوانان ول (ګلبدین، مسعود او رباني ته یې اشاره ده چې د ناکامې کودتا او ماتې وروسته چې د سردار داوود لخوا وټکول شوه پاکستان ته تښتیدلي وه)...په پایله کې ګوند رامنځته او دوه مشران یې درلودل. زه په هغه وخت کې د پيښور د جم کماندو پوځي ښوونځي زده کوونکی وم»

- د خپرونې چلوونکی د هغه څخه پوښتي، (آیا تاسې ګلبدین او مسعود د هغه وخت څخه چې په کابل کې یې د ښځو پر مخ تیزاب شیندل پیژندل؟)لږ موده آرام شوه بیا یې وویل:

«هو، هو. هغه وخت ما د هغو کړنو په اړه اوریدلي وه خو لیدنه مې ورسره نه وه کړې. هغوي اسلامپاله وه... انجونې پرته له څادره، د جرابو سره ښوونځيو او پوهنتون ته تللې. هغوي انجونې د ښوونځيو او پوهنتون له تګ څخه منعه کولې، که چیرې بیا هم تکراریده، نو د ویرې د خپرولو لپاره یې بوتلونه له تیزابو څخه ډک او د انجونو پر مخ به یې شیندل.»

که څه هم د شوروي یرغلګرو پر وړاندې زموږ د هیواد د خلکو حماسي او تاریخي مقاومت او سرښندنې شوروي یرغلګر مات او له هیواده شړلو ته اړ کړل، خو له بلخوا د امریکې او غربي ملګرو، پاکستان او عربستان هیوادونو ته په هیواد کې د لاسوهنو زمینه جوړه او د افراطیت او ناپوهۍ تخم یې زموږ په هیواد کې وشیندلو. امریکایي امپریالیزم او د پاکستان جنایتکاره دولت پدې پوهیده چې د روسي ځواکونو له وتلو او په هیواد کې د یوه مقتدره خپلواک دولت په رامنځته کیدو سره د دوي ګټې له ګواښ سره مخ کیږي. نو د همدې لپاره یې د زرګونو اجیرو ترهګرو او بنسټپالو د روزولو پواسطه پر روسي ضد مقاومت وتپل او د ولس د خپلواکۍ غوښتونې جګړه چې اصلي موخه یې د خپلواکۍ اخیستل وه منحرفه، او د پاکستان په کمپونو کې د زرګونو ترهګرو په روزلو یې په مستقیمه توګه زموږ د هیواد د نیواک زمینه برابره کړه. کرنل امام د شوروي پر ضد د لسګونه زره بنسټپالو جنګیالیو لکه د ملاعمریانو، ګلبدینانو، سیافانو، حقانیانو او...نورو د روزنې دنده په غاړه اخیستې وه. د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې «تاسو د ۹۵ زره تنو برسیره د ملاعمر، ګلبدین، احمدشاه مسعود... روزنه هم په غاړه اخیستې وه؟» په ځواب کې یې وویل: «هو. خو زه یوازې نه وم. نږدې ۲۰۰ تنه افسران وه چې روزنه مو ورکوله او په ۱۲ یا ۱۳ ډلو ویشل شوه وه.»

کرنل امام د خبریال دغې پوښتنې ته چې «تاسې خو هغوی ته د روس ضد انقلاب پيچکارۍ تزریق کړې وه، هغوي ته مو ايډیالوژي، شعور او ذهنیت ورکړی وه. کله چې جګړه پای ته ورسیده، ومو نشوه کړای پر هغو کنټرول ترلاسه کړئ او وروسته هغوي د ټولې سیمې لپاره د ویجاړۍ یوه عامل وګڼل شول؟» د یوه بي رحمه ربړونکي په څیر یې په سړه سینه د هو ځواب ورکولو سره زیاته کړه «هو. خو نور لاملونو هم شتون درلوده لکه امریکا چې دوي یې خراب کړل»

هغه په افغانستان کې د بنسټپالنې او جهالت ټوله پړه پر امریکا اچوي او پدې برخه کې د «آی.ایس.ای» ترهګرپاله سازمان پر کړنو سترګې پټوي. خو آیا هغه لږ څه هم پدې نه پوهیږي چې په افغانستان او سیمه کې د بربریت او جهالت روانې څپې چې د امریکا او غربي ملاتړو لخوا پیل شوي پرته د «آی.ایس.ای» د منلو او صمیمانه همکارۍ څخه ناممکنه وه. «آی.ایس.ای» په سیمه کې د «سیا»، د عربستان استخبارات، «واواک» او... نورو په مرسته د جهل او بنسټپاله جنایتونو په خپرولو کې اساسي رول لوبولی دی.

سړه جګړه چې د امریکا او سیمه اییزو همکارانو غوټه یې د بنسټپاله ډلو سره نور هم کلکه کړه. امریکا او ملاتړو یې د جهادي ترهګرو څخه په ګټه اخیستنې سره د شوروي پر ضد ترټولو اسانه او ارزانه لاره او وسیله پيداکړی وه. چې د عربستان د ارتجاعي دولت په مرسته یې د خلیج هیوادونو زرګونه بنسټپاله جنګیالیو ته د القاعده شبکې د مشرانو په ګډون د پاکستان په کمپونو کې پوځي روزنې ورکړې. چې پایله یې د افغانستان، عراق، لیبیا، یمن، سوریه... ویجاړي وه. دا چې څرنګه «آی.ایس.ای» د القاعده څخه ګټه اخیسته وایي:

«د بن لادن سره مې وروستۍ اړیکه په ۱۹۹۰ م کال د جلال اباد په جګړه کې وه، مخکې لدې چې سوډان ته لاړ شي، له هغه مې د جلال اباد په جګړه کې ګټه واخیسته»

همدارنګه د سیاف سره د بن لادن د مالي مرستو په هکله وايې:

«بن لادن د سیاف خواته راغلی وو او هغه ته یې پيسې ورکړې... هغه نږدې ۱۴.۸ میلیونه ډالر د مجاهدینو ترمنځ وویشل. هغه د سیاف میلمه وه. زه به هم چې کله د هغه ځایه تیریدم له هغوی سره مې یوځای چای څکلو.»

په هرات کې د خپلو اجیرو جهادیانو د ښې بدرګې په اړه وایي:

«په ۱۹۹۴ م کال کې ماته وویل شوه چې په هرات کې د پاکستان قونسلګرۍ فعاله کړم. کله چې له کندهاره د هرات په لور روان شوم. په لار کې د مجاهدینو ۲۰ موټرو زما موټر بدرګه کاوه»

کرنل امام په افغانستان کې د شوروي له وتلو وروسته د اسلامي دولت د رامنځته کیدو په اړه د «آی.ایس.ای» د هیلو په اړه وایي. او هغه یې د جذبۍ څخه ډکه دنده بلله. هغه د بنسټپالود پلار په څیر د افغان تنظیمي غلامانو سره په کار کولو کې ډیره تجربه ترلاسه او خپل دغه شرارت او حرص یې د تنظیمي نوکرانو په ویروسي مغزونو کې وردننه کړو. د تنظیمي چوپړانو سره په کار یې لوړ مهارتونه پیدا کړل او همدا سبب وه چې د «آی.ایس.آی» رهبرۍ شورا د طالبانو پروژې مسوولیت ورکړو، هغه وایې:

«ملا عمر کمپ ته راغی، هلته پوځي زده کړې ورکړل شوې... ملا عمر د رباني په ګوند کې وه... هغه له زده کړو وروسته په جګړه کې برخه واخیسته او ټپي شوه، موږ په کراچۍ کې د هغه درملنه وکړه... ما او ملا عمر په ۱۹۹۵ م کال کې یوه لیدنه درلوده»

هغه په کبر او ویاړ د طالبانو لړم‎خویه مشران خپل شاګردان ونومول هغه وایي:

«ملا یار محمد، ملا عبدالرازق، ملا رباني او د طالبانو نور قومندانان زما شاګردان ول... ما وړاندیز وکړو چې د دیني مدرسو شاګردانو ته پوځي زده کړې ورکړم. ځکه ډیر ښه یې زده کولې... ما ملا عمر ته وویل هیڅکله د امریکا سره جبهي جګړې ته داخل نشئ، بلکې چریکي جګړه وکړئ... هغوی د دوستم پشان کافر شخص مجاهدینو پرضد جګړې ته مسلح کړی وه او جګړې ته داخل شوی وه»

کرنل امام د افغانستان دننه د طالبانو په جنایتکارانه جګړو کې برخه اخیستې وه. استیو کول د طالبانو پواسطه د مزار په نیولو کې د کرنیل امام شتون په خپل کتاب کې رانقل کړی دی:

«په هغه اوونۍ کې چې د بن لادن پیروانو په ختیځه افریقا کې د امریکا دوه سفارتونه تر برید لاندې ونیول، طالبانو چې ورسره د پاکستان د مدرسو طالبان هم یوځای او شمیر یې زیات شوی وه او د پاکستان د استخباراتي ادارې له ملاتړ برخمن وه، د مزارشریف ښار یې ونیوه. کرنیل امام د «آی.ایس.ای» یو افسر په یوه ټلیفوني اړیکه کې چې د امریکایانو لخوا ثبت شوې وه، ویلي وه: زه او زامن مې د مزارشریف ښار ته د داخلیدو په حال کې یو»(۱۶۱مخ)

تنظیمي مشران او په ځانګړي توګه جمعیتیان سره له دې چې په ظاهره د پاکستان ضد دي خو بیا هم نشي کولای د پاکستان او «آی.ایس.ای» د ننګینې غلامۍ تاج پټ کړي. دغه لاسوندونه او د بادارانو افشاءګري د هغوي په زیړو مخونو کلک ګوزار دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 146 میلمانه آنلاین لرو