«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

«هغوی یواځی نه نڅیږی: د جنسی ناوړه‎ګټې لپاره د لږ عمر هلکانو ګمارل افغانی دود»، د «روسیه امروز – RT»‌ ټلویزون نیم ساعته مستند تولید دی چی د تیریو اونیو په لړی کی څو ځلی ددغې شبکې له لوري خپور شو. په دغه مستند کی د بچه‎بازۍ ناوړه دود د افغان جنګسالارانو له خوا انځور شوی دی.

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

مستند په یوه پرتمینه ګوټه کی یو معصوم نوی ځوان نڅا لپاره چمتوکولو په صحنې او د هیواد دردناکه حالت په اړوند چی د ټوپکمارنو او ظالمانو د واکمنی لاندی دی د مستند‎جوړونکی په وینا سره پیل کیږی:

«ننی افغانستان: هغه ځای چی په هغی کی ځناورتوب په قانون باندی بدل شوی دی؛ باید ژوندی پاتی‎کیدلو لپاره کلک، بی رحمه او د وسلې استعمالولو باندی بلد اووسو. ربښتنی سړو ته اړتیا ده تر څو چی سګرټ د بخاری د دودو کش په شان وسکی، آس ته لیوالتیا ولری، تسبیح واچوی او طبیعی ده چی د هلکانو د نڅا څخه د ښځو په جامو کی د بالغ سړو په شتون کی خوند یوسی.»

وروسته مستند د مزار د یو تنظیمی قومندان په لور ځی چی خپل ځان دارنګه راپیژنی:

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث
جبار

«زه، نوم می جبار دی. په دی سیمه کی قومندان یم، په اټکل سره قابو شل کاله کیږی. پخوا می د دولت سره کار کاوه ولی اوس وزګار یم، په کور ناست یم. دغه ډول دی چی هلک هرکس، او هر څیز خوښوی بیا یو ډول خلک شته دی چی هلک د جینی څخه ډیر خوښ لری. ځکه چی دغه یی پخوانی رسم او دود وه، بچه بازی یی خوښیږی.»

مستندجوړونکی د جبار(یو بچه‎باز تنظیمی قومندان) سره په خبرو کی، لوی رییس (پنډ سړی چی پخپله بچه‏باز دی او دنورو لپاره هم نوی ځوان هلکان د بچه بازی لپاره برابروی) او محمد (۱۷ کلن هلک چی د ۵ کالو راپه دی خوا نڅیږی) ښکاره کوی چی څه ډول د بیوزله کورنیو استعمالولو سره، کوچنیان یی دغه ډول ځای ته راښکل کیږی. لوی رییس په حوصلی سره وایی:

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراثرییس کلان

«زه پحپله هم غریب یم، زړه می په غریبانو سوزی. ځکه چی د غریبو او بی وزلو غوښتنه وی، د ځینو خلکو سره چی ناسته ولاړه لرم، ماته وایی چی ماته کار پیدا کړه، ما په دی ځای یا هغه ځای کی داخل کړه. په همدغه حساب، زه هم یو د رحم زړه لرم، ورسره مرسته کوم، پرته دکومی بډی او کومو خبرو او اترو او دغه خبری.»

جبار په ښه توګه د افغانستان د دولت ښکاره مافیایی وضعیت په ښه ټوګه راپیژنی:

«د افغانستان دولت په بچه‎بازی باندی بندیز لګولی دی. نور ځنی یی هم کی، هغه کسان یی کوی چی هغه وسله‎وال وی، قومندانان وی، هغوی دغه کار کوی. نور عام یی نه شی کولی، په دغه خاطر چی د افغانستان دولت په دې باندی بندیز لګولی دی.»

یو بل بچه‎باز سړی چی خپل ځان د بلخ د شولګره ولسوالی څخه معرفی کوی، زیاتوی:

«...د بیلګې په ډول د قومندنانو بچه بازی ډیره خوښیږي، د یو قوم د لوی مشر، د ملک.»

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

او دځواک لامل یی دا دی چی په ټوله بی شرمی او پرته د ویری څخه په دغه فلم کی څرګندیږي. که څه هم ستر بچه‎بازان یواځی د نوی ځوانانو هلکانو د نڅولو څخه خبری کوی، خو دغه بی ګناه ماشومان د هغوی څخه ناوړه جنسی ګټو اخیستلو څخه پرده اوچتوی.

مستند د بچه‎بازۍ په یو محفل سره چی په پټ او ښکلی کور کی چی په ځانګړی توګه ددغه ډول عیاشیانو لپاره په نظر کی نیول شوی او په دغه ځای کی جبار او څوتنه نور هم راټول شوی، پای ته رسیږی.

که هر څه، د دغه مستند په هر برخه کی هڅه شوی چی دغه جنایت د افغانستان د فرهنګ یو برخه وښایی، خو د احمد شاملو په وینا «اصولآ، د نړیوالۍ سرمایه‎داری د سیاسی واک او د لاسپوڅو حکومتونو تر اغیز لاندی، په یوی وینا کی، یواځی د بومی فرهنګ ارتجاعی عناصر پراختیا مومی.» بچه‎بازی او پر لږ عمر نجنو باندی جنسی‎تیری له همدغې ډلې څخه دی چی عمدتآ پخوانی جهادی قومندانان، چی د لوټ او پردیو ته غلامی کولو له لاری څخه اکثر یی میلیونر شوی دی، د دغو بدمرغیو لاملان دي.

مد «هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند یواځی د بلخ څخه د بیلګی په توګه یوه کیسه بیانوی. ولی دغه جنایت په ټول افغانستان کی د تنظیمی قومندانانو د سیوری لاندی ترسره کیږی. که څه هم د افغانستان دولت د «ماشومانو حقونو کنوانسیون» یی لاسلیک کړی دی خو د جنایتکارانو د واکمنۍ لاندی په هیواد کی، قانون ورته د یوه کاغذ ارزښت نلری ځکه چی هغوی د واک په څوکۍ خیټه اچولی ده خپله په بدترین شکل د قانون تر خپو لاندی کونکی او د انسانیت دښمنان دی. که څه هم د بلخ امپراتوری او د هغه په شان نورو د خپل ځان پرمختللی ښودلو لپاره د نوی کال جشن په لاره اچوی او د نوروز څخه په ملاتړ د روڼ‎اندو او تاریخدانانو په اکټونو او اداګانو په تلویزونی بحثونو کی ښکاره کیږی، خو د هغوی «نیکی خبری، نیک نصیحتونه، او نیکې کړنې» یی د خپلو او د هغوی د پلویانو د ناوړه کړنو څخه په څرګنده توګه ښکاره دی. پریږدی چی پرتو نادریان او رهنورد زریابان د عطامحمد نور لاس ښکولولو ته ورټیټ شی، لیکن داسی ورځ به راورسیږي چی زمونږ خلک به دوی د تاریخ ډیران ته وروغورځوي.



«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند ویډیو

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 250 میلمانه آنلاین لرو