«حزب‌التحریر» د پروان پوهنتون د ناپوهې او سخت‏ دریزي په لور راکاږی

«حزب‌التحریر» د پروان پوهنتون د ناپوهې او سخت‏ دریزي په لور راکاږی

په دې ورځو کې د افغانستان په تحصیلی مرکزونو کې د دینی سخت‏دریزی خبرې‎اترې پراخه رسانې ازانګه موندلی ده. د افغانستان په ۱۶۰ زره په شاوخوا جوماتونو او دینی مدرسو کې، په چټکې سره داعشی او ارتجاعی افکار تبلیغ شوی او د پوهنتونونو «ثقافت اسلامی مضمون» هم د بنسټپالانو په لاس لکه اخوانی، سلفی، وهابی، «ولایت فقیه» او نورو ډلو ټپلو په وسله بدل شوی دی چې له دغی لاری رسمی او پرته له سرخوږی څخه خپل په زهرو ککړ افکار چې په تیرو لسیزو کې د افغانستان د ویجاړی لامل وو، ترویج کوی.

زه د پروان پوهنتون ویرونکې وضعیت چې د کابل سره په ۶۱ کیلومتری کې پروت دی په لنډ ډول بیانوم. هغه ځاې چې په هغې کې ځوانان باید مخکښ او علمی افکار تر لاسه کړی، د نا پوهې‏روزلو او د ترهګرو ډلو د پټنځاینو په مرکز بدلون موندلې دی دولت نه یواځې د دغه ناوړه وضعیت مخه نه نیسې، چې عملا خپله چارواکې د سوپر مرتجع او وژونکو ډلو لپاره د تبلیغ زمینه چمتو کوی.

د پروان په پوهنتون کې، یوه انسان وژونکې او مرتجع ډله د «حزب‏التحریر» په نوم چې په حقیقت کې د داعش تیوریک مټ دی، په خلاص لاس فعالیت لری ناپوهه ځوانان مسموم وی.

دغه لړۍ چې په ۱۹۳۵ کال کې د شیخ تقی‏الدین النبهانی فلسطینی په وسیله تأسیس شوه اوس مهال د شیخ عطاء بن خلیل تر رهبرۍ لاندی د داعش او القاعده همفکر ده.

دغه حزب سره له دې چې رسمآ په عدلیه وزارت کې نه دی ثبت شوی، ولی دولت د هغې د زهرو شیندلو مخه نه نیسی. هغوي ټوله اسلامی نړی د «دارالکفر» په نوم نومولې ده، د خلافت اسلامی ټینګښت غوښتونکې دی د ډموکراسۍ او هر ډول فردی آزادیو سره لیونې ضدیت لری. تحریریان افغانستان اصلا د یو هیواد په توګه په رسمیت نه پیژنې او په سایت او خپرونو کې یي، هغه د خپل خیالی خلافت «ولایه افغانستان» بللې.

هغوی که څه هم مډرنې نړۍ د معنوی ارزښتونو سره ډیر ضدیت لری، خو د خلکو غولولو لپاره تبلیغات او خپل د تیږې عصر د لید لوری په اصطلاح «ځوان خوښونکې» جوړولو په موخه، د نورو بنسټپالو ډلو برعکس د پتلون اغوستل، ږیره خرول، د موبایل او فیسبوک څخه ګټه پورته کول او حتا د ځینو هالیودی فلمونو ننداره (ګویا خپلې ځانکړی نتیجه‏ګیری او پایلی سره) اجازه ورکوي ځکه چې درک کړی یی ده چې ځوان نسل په همدغه لاره کولاې شو جذب کړو او خدمت کی ونیسو.

د پوهنتون یو شمیر ممتاز محصلان د حزب‏التحریر تبلیغاتو تر اغیز لاندی دی، ماغزه یی په داسی ډول وینځل شوی او اوختی دی چې عملا یی ښوونه او درس پریښودی او په تبلغیانو بدل شوی. طبعی علوم د هغوی له نظره «دنیایی مسایل» او بی ارزښته دی، که څه هم ددغه منځنې پيړی ګوند «د خلافت دولت تعلیمی او تحصیلی نظام اصول» کې د غولولو او دوکې لپاره، د علومو لاس ته راوړلو ته اجازه ورکړل شوی ده.

یوازینې مضمون چې ټول حزب‏تحریریان له هغې سره سخته لیوالتیا لری «ثقافت اسلامی» دی. د دغه ګوند ډیری غړی داوطلبانه حاضریږی د دغه مضمون په ساعت کې د مختلفو مسایلو په اړه چمتوالې ونیسی او بحث وکړی. زده‏کونکې هم اړ دی د هغوي چټیاتو ته غوږ ونیسی او که چیری مخالف لیدلوری او پوښتنه وړاندي کړی په چټکې سره د «کفر» او «الحاد» ټاپه خوری په همدغه لامل څوک د خبرو کولو جرئت نه لری.

هر څوک چې د «حزب‏التحریر» غړی وی، د خپلو پلویانو له لید څخه خلیفه او د ټولو څخه هوښیار ګڼل کیږی او نورو ته ناپوهان وای. د هغوې له لید څخه د جوماتونو ملایان چې د حزب غړی نه وی، ناپوهه او مسلمانان ندی. د دغه ډلې غړي، ټول شیان یی میخانیکې او وچ د خپلو مشرانو څخه او د هغوی د مرکزونو څخه خپاره شویو لیکنو څخه، چې په عربی هیوادونو کې دی، زده کړی او طوطی په څیر یی نورو ته بیانوی تر څو د ځوانانو فکر د تیارې لور ته راکاږی. هغوی د هیواد روانو ستونزو ته کومه بنسټیزه حل لاره نه لری. د بیلګې په توګه دغه ډله د هیواد په شا‏تلونکې اقتصادی ستونزی د شتمنانو څخه د ذکات په راټولو حل کړی ددی څخه بی خبره دی چې د ننی ټولو ستونزو او غریبی سرچینه د پانګوالۍ نظامونه دی.

تحریریان دي ته د لمړیتوب ورکولو پر ځاې چې زموږ هیواد د زرګونو ناروینو سره له لاس او ګریوان دي هغه مسایلو ته چې کوم ارزښت نه لری او جاهلانه دی نظر اچوی. د بیلګې په توګه تبلیغ کوی چې پروتین د نشایسته سره باید یوځای ونه خوړل شی یعنی که چیری کوم واده ته خبر یاستی چې په معمول توګه وریجی او غوښه ده یوازی غوښه وخوری یا وریج! که چیری لوبیا او وچه ډوډی وي، یو یی وټاکې! هغوي دغه د خپلو مشرانو کرامات او ژور‏لیدنه بلې چې څه علمی ټکو ته پام لری!!

د «حزب‏التحریر» مشکوکې کړنې په پروان کې په پراخه کچه دي چې عبدالله هم هغه د «جمعیت اسلامی» لپاره ګواښ بللې او د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په لومړیو کې د هغوی د نفوذ څخه خبرداری ورکړ. هغه دغه ډله د ترهګرو ډلو غیری پوځي څانګه وګڼله چې ځوانان ترهګریزو چارو ته هڅوی. خو تر اوسه د دغې کرغیړنې او تور‏فکری ډلې په وړاندي کوم اقدام نه دی تر سره شوی دی.

د «حزب‏التحریر» غړو په ناروغه فکر ښځه انسان نه شمیرل کیږی او په ډیره ټیټه سترګه ورته ګوري. د هغوی له لید څخه ښځې چې له کور څخه بهر او د تعلیم او زده‏کړې په فکر کې شي، په رټلو او هر ډول سخت چلند باندی محکومې دی. په خواشینۍ سره دغه غیری انسانې لیدلوری د دغه ډول د ښځو‏ضد ډلو د تبلیغاتو په لامل د پروان په پوهنتون کې رواج موندلې، محصلی انجونې له ستونزو سره مخ دي درناوی ورته نه کیږی او سپکاوی یی کیږی.

که چیری انجونې د پوهنتون په وخت کې حجاب ونلري او یا د مخ او ویښتانو یو څنډه یی ښکاره شي، د محصلانو له خوا زورول کیږی. د پوهنتون په منځ کې هلکان او انجونې د یو بل سره د خبرو کولو حق نه لری. «حزب‏التحریر» له لوری خپرو شوی د «خلافت دولت په پوځي تعلیمی او تحصیلی اصولو مبادي» د «انجونو او هلکانو زده‏کونکو پر خبر اترو بندیز» د یو اړین اصل په توګه ټینګار شوی دی. دغه وضعیت د دی لامل شوی دی چې انجونې په پوهنتونونو کې د سختو فشارونو لاندی ونیول شی او په ستونزو سره خپلې زده‏کړی پر مخ یوسی.

خو هغوي چې ښځه انسان نه شمیري، او په ځانګړی توګه د ثقافت اسلامی پوهنځی محصلان چې د خپلې یو لیشت ږیری او څو متر شملې سره ځانونه د اسلام مخکښان ګڼي، کله چې سترګې یی په یوې انجلۍ ولږیږي، داسی ښکاری چې په عمر کې یی انجلۍ نه ده لیدلی، د هغوی لورته په اصطلاح په څلورو سترګو ګوری، کله چې له هغوي څخه وپوښتل شي چی د نامحرم ښځو لور ته کتل حرام دی، په ځواب کې وایی «موږ پر هغوی د خدای لعنت وایو!»

په څو وروستیو لسیزو کې زموږ د خلکو د له منځه‎تګ او بدمرغیو لاملونو څخه یو په هیواد کې د بنسټپالو، خلکو ضد، جنایت‏کونکی او ملی ضد ګوندونو پرمختګ دي چې د نیواګرو هیوادنو په ځانګړی توګه امریکا او انګلستان او د عربستان او پاکستان او ایران او نورو ارتجاعی دولتونو له لوري زموږ په بدمرغه خلکو باندی تپل شوی دي. ځکه چې نیواکګرو په تجربه کې موندلې ده چې د بنسټپالۍ ځناوری ډلې د پیسو او چوپړتیاو په وړاندی هر ډول معاملې ته چمتو دی، هغوی یی د لاسپوڅو په توګه تر وروستی حده د مالی، وسلوالې او معنوی ملاتړ لاندی نیولې دي. د بنسټپالو ګوندونو ډولو د امپریالیزم او ارتجاع د موخو پلې کولو پرته، د ملی او پرمختللې فکرونو وینې‎بهونکې دښمنان دی په همدې لامل په ځانګړی توګه امریکا هغوی خپل ډاډمن متحدان ګڼلې نه یوازی په افغانستان کې چې په ټوله اسلامی نړۍ کې یی خپله غیږه کې راټول کړی او ویښو او نیواک ضد وجدانونو ټکولو لپاره یی کاروی. د همدغه لیدلوري پر بنسټ امریکا او لویدیځ، د کابل لاسپوڅې دولت د ملی ضد سیاستونو سره په عمل کې د هیواد په پوهنتونونو کې د سخت‎دریزۍ ملاتړي دي او پر هیوادمینو او پوهو عناصرو د ګوت‎څنډنو په وړاندی بی تفاوت دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 155 میلمانه آنلاین لرو