رُزا پارکس، میړانه ښځه چې د تور پوټکو د عدالتغوښتنی یوه بیلګه شوه
- کټګوري : مقالی
- لیکونکی: نوید نابدل
- نیټه: یکشنبه, 05 مرغومی 1395
![رُزا پارکس، میړانه ښځه چې د تور پوټکو د عدالتغوښتنی یو بیلګه شو رُزا پارکس، میړانه ښځه چې د تور پوټکو د عدالتغوښتنی یو بیلګه شو](/new/images/dec16/rosa_parks.jpg)
د امریکا د تور پوټکو د مبارزاتو په تاریخ کې، د دسامبر لومړی ارزښتناکه ورځ شمیرل کیږی. په ۱۹۵۵ کال کې یو ښځه د رُزا پارکس (Rosa Parks) په نوم په همدغه ورځ یو حرکت سره چې ظاهر کې ساده وو د ودریدنې او مبارزی تخم وکاره چې د مارتین لوتر کینګ تر مشرۍ لاندی د تورپوټکو د مدنی حقوقو غورځنګ پیلونکې شو او ډیری توکمپالنې قوانینو ته یی د پاي ټکې کیښود.
د ۱۹۵۵ کال د دسامبر په لومړی ورځ د امریکا آلابامای ایالت په مونتګمری ښار کې، رُزا د خپل کار څخه ستړی راګرځیدله او ښاری بس ته ختله. د هغه وخت د قوانینو پر بنسټ، د سپین پوټکو او تور پوټکو څوکۍګانې بیلی وی. تور پوټکي اړ وو چی د ښاري بسونو په وروستۍ برخه کی کښیني.، رزا په لومړی قطار کې د تورپوټکو په برخه کی کښینې، څو تمځایه وروسته یو سپین پوټکې سړی راخیژی خو څرنګه چې د سپین پوټکو ټولې کرسېګانې ډکې وي، ډریور د تورپوټکو څخه غوښتنه کوي چې لومړی قطار د هغه سړی لپاره پریږدی. دوتنه چې د رزا به خوا کې ناست وو، له ځاېه څخه پاڅیږی، خو هغه د دغه انسانې ضد دستور په وړاندی ودریدنه کوی د ډریور په وار وار غوښتنې هم خپل ځاي نه پریږدی. د هغې دغه کړنه پولیسو ته راپور ورکول کیږې چې هماغه ورځ نیول کیږی او جریمه کیږی.
![۲۸۵۷ شمیره ښاریی بس چې د رزا ودریدنه له هغه ځاي څخه پیل کیږی نن ورځ د هنری فورد په موزیم کې ساتل کیږی. ۲۸۵۷ شمیره ښاریی بس چې د رزا ودریدنه له هغه ځاي څخه پیل کیږی نن ورځ د هنری فورد په موزیم کې ساتل کیږی.](/new/images/dec16/bus_number_2857_rosa_parks_the_henry_ford.jpg)
خو د هغې میړانه حرکت په چټکې سره رسنیو ته لاره پیدا کوی او ویده وجدانونه را ویښوی او په پایله کې په امریکا کې لاریونونه ډیریږی. تورپوټکې د یو کال مودی لپاره د ښاریی بسونو د بندیز غورځنګ په لاره اچوی چې په پایله کې، محاکمه د څوکیو د بیلولو قانون غیرقانونی اعلانوی.
![د امریکا په تګزاس ایالت د یو رسټورانټ لوحه چې د مدنی حقونو په ملی موزیم کې ساتل کیږی: «د سپو، رنګینپوټکو او مکسیکویانو ننوتل منع دی» د امریکا په تګزاس ایالت د یو رسټورانټ لوحه چې د مدنی حقونو په ملی موزیم کې ساتل کیږی: «د سپو، رنګینپوټکو او مکسیکویانو ننوتل منع دی»](/new/images/dec16/no_dogs_negroes_mexicans_racist_sign_in_usa.jpg)
دغه د تورپوټکو د مبارزاتو لومړنۍ لاس ته راوړنه وه چې وروسته د مارتین لوتر کینګ تر مشرۍ لاندی په پراخه او لوی غورځنګ باندی بدلون ومونده. د تورپوټکو ودریدنې په پایله کې، په ۱۹۶۴ کال کې د مدنی حقونو قانون تصویب او هر ډول توکمپالنې تبعیض په امریکا کې ممنوع اعلان شو.
د دغه غورځنګ د بریا څخه مخکې، د امریکا په ډیرو ایالاتونو کې، د رنګینپوټکو په وړانډی سخت او ظالمانه قوانین پلی وو. ټورپوټکو په جلا ښوونځیو کې درس لوسته، هغه پارکونه چې یواځې سپین پوټوکو ته ځانګړی وو هغوی په کې د تګ راتګ حق نه درلود، د سپینپوټکو رسټورانټونو ته یی د ننوتلو حق نه درلود، تر دی چې په ډیری ځایونو کې د تورپوټکو پوړۍ او د اوبو نلونه جلا وو.
![۱۹۵۰: د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د تورپوټکو او سپین پوټکو د لاسوینځلو جلا ځایونه. ۱۹۵۰: د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د تورپوټکو او سپین پوټکو د لاسوینځلو جلا ځایونه.](/new/images/dec16/1950_north_carolina_segregation.jpg)
رُزا چې د تورپوټکو لپاره د عدالتغوښتنې پیلونکې څپه شوی وو، نړیوال شهرت یی ومونده او د توکمپالنې ضد مبارزې بیلګه شوه. په وروستیو کلونو کې د امریکا د کنګرې له خوا ورته رسما « د آزادې غورځنګ مور» لقب ورکړل شو او ډیری ډالۍ یی لاس ته راوړی. هغې چې په ۲۰۰۵ کال سترګې له نړۍ څخه پټې کړی، د امریکا په تاریخ کې لومړی تورپوټکې ښځه وه چې د واشنګتن د کپیټل په ماڼۍ کې ښخه شوه.
که څه هم امریکا په خپل تاریخ کې تورپوټکې ولسمشر درلود، خو د رنګینپوټکو په وړاندی ناتاري او بیعدالتی لا تر اوسه په خپل ځاې ده چې د تیرو کلونو په لړ کې موږ د امریکا په مختلفو ښارونو کې د هغوې د غوسهناکو پاڅونونو شاهدان وو.
![په شپیتمه او اویایمه میلادی لسیزه کې د امریکا د تورپوټکو عدالتغوښتنې مبارزه د «تورو پړانګانو ګوند» د وسلهوالو حرکتونو سره یو نوې پوړ ته ورننوته چې واکمن سیستم یی سرګردان او معینو شاتګونو ته اړیست. په شپیتمه او اویایمه میلادی لسیزه کې د امریکا د تورپوټکو عدالتغوښتنې مبارزه د «تورو پړانګانو ګوند» د وسلهوالو حرکتونو سره یو نوې پوړ ته ورننوته چې واکمن سیستم یی سرګردان او معینو شاتګونو ته اړیست.](/new/images/dec16/black_panthers.jpg)
![په ۲۰۱۳ کال کې، د رُزا پارکس مجسمه د واشنتګتن د کپیټل هال د مجسمو په تالار کې ولګول شوه. په ۲۰۱۳ کال کې، د رُزا پارکس مجسمه د واشنتګتن د کپیټل هال د مجسمو په تالار کې ولګول شوه.](/new/images/dec16/statue_of_rosa_parks.jpg)