د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه

د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه

د پنتاګون (د امریکا دفاع وزارت) ۲۰۱۲ کال یو لاسوند چی د ۲۰۱۵ کال د می په میاشت که خپور شو دا په ډاګه کوی چی د امریکا دولت «داعش» سره د مبارزې پر ځای، دغې ترهګرې ډلې ته په مرسته رسولو، د ویجاړۍ او وژنی دغه لښکر منځ ته راوړ ترڅو د بشار اسد دولت پر وړاندې د استراتژیکې وسلې په توګه ترینه ګټه پورته کړې او ددی ترڅنګ عراق ته د امریکایی پوځیانو بیا راتګ زمینه برابره کړي.

د «امریکا ښاریځ حقونو» سازمان د «مالوماتو آزادۍ» قانون پربنسټ د یوې محکمې له لاری د امریکا دولت دی ته اړ که چی ځینی پټ دولتی لاسوندونه خپاره کړي، که څه هم ددغو لاسوندونو ډیرۍ برخه پوښل شوی ده.

نفیس احمد، امریکایی ورځپاڼې لیکونکی، د لاسوندونو له منځه، یو لاسوند وڅیړه چی په کال ۲۰۱۲ کی د پنتاګون له لوری د هغه هیواد بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوی وه. دا لاسوند په ډاګه کوی چی د امریکا دولت د فارس خلیج څنډې هیوادونو او ترکې په مرسته، د عراق القاعده او نورو سلفی ترهګرو ډلو څخه ملاتړ وکړ او دا وړاندوینه کیده چی په راتلونکی کی به له دوی څخه په عراق او سوریه کی «اسلامی دولت» ډله منځ ته راځي.

د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه
د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه

نفیس احمد د براد هوف، امریکا سمندري سرتیري له خولې چی د عراق جګړې په لومړیو کلونو کی دنده ترسره کوله داسی لیکی:

«د امریکا څارګرې ادارې د عراق او شام اسلامی دولت رامنځ ته کیدو وړاندوینه کړی وه، ولی ددی پر ځای چی دا ډله د دښمن په توګه و پیژني، له هغې څخه یی د امریکا استراتژیکی وسلې په توګه ګټه واخیسته.»

د آلمان «یونګه ولت» ورځپاڼې د ۲۰۱۵ کال د می په ۲۶مه نیټه دغه پټ لاسوند په اړه یوه لیکنه خپره کړه چی رضا نافعی هغه په پارسی ژباړلی ده. د لیکنی په یوه برخه کی داسی راغلي:

«د پنتاګون څارګر سازمان په خپل درې کلن راپور کی ټینګار کوی چی "سوریه که د ناآرامیو غزیدل" ورځ تربلی "پرګنیزه لاره" وهی او "په عراق کی سلفیان، اخوالمسلمین او القاعده د سوریی ناآرامیو اصلی لامل دي."

د پنتاګون څارګر سازمان وړاندوینه کوی چی پدی ډول د "اسلامی دولت" اوچتیدل د سوریی ناآرامه کولو لپاره د امریکا استراتیژۍ مستقیمه پایله ده. پدی راپور هیڅ ډول د شک ځای نشته چی امریکا له سلفی ترهګرو ملاتړ نوی کړای. برعکس، پدی لاسوند کی د "سلفی خلافت" چی له القاعده سره په تړاو کی وی رامنځ ته کیدل، په سیمه کی د واشنګټن موخو پلی کولو او سوریی رژیم بدلولو او "شیعه واک زیاتوالی" مخ نیولو لپاره یو "استراتژیک چانس" بلل شوی دی.»

د پنتاګون یو پټ لاسوند د امریکا او داعش له اړیکو پرده پورته کړه

له «داعش» او نورو ترهګرو ډلو څخه د امریکا او لویدیځ ملاتړ ددی لامل ګرځیدلی چی په عراق او سوریه کی بی‎ساری ځناورتوب په لاره واچول شوی او ورځ تر بلې د شډلتیا دغه سیلۍ نورو هیوادونو ته غزیږی او نړۍ یی له یو لوی ګواښ سره مخ کړی ده. دغو ډلو په ټول‎وژنو سره تر اوسه د سلګونه‎زره انسانانو ژوند اخیستی او په خاصه توګه د مذهبی‎ډلګیو او ښځو پر وړاندې د هغوی ځناورتوب بی‎ساری دی.

که څه هم پورتنی لاسوند له ۲۰۱۲ کال څخه دی، ولی په تیرو دری کلونو کی په کراتو مونږ ولیدل چی امریکا د منځنۍ پیړۍ ترهګری ډلې «داعش» ته وسلوالې مرستې رسوی. د ترکې او قطر زورواکي دولتونه په دغه بشر ضد جنایت که د امریکا شریکان دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 632 میلمانه آنلاین لرو