عربستان په سرې قالینې تروریستانو ته ښه راغلاست وایي

عربستان په سرې قالینې تروریستانو ته ښه راغلاست وایي

د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱ نیټه د واشنګټن پوسټ ورڅپاڼې د عربستان د تروریسم پالنې او پر سرې قالینې د هغوی بدرګه کولو څخه پرده اوچته کړه. سعودي عربستان له کلونو راهیسې د تروریسم څخه د ملاتړ په نامه د ملي او دموکراتو عناصرو او سازمانونو تر نیوکې لاندې راغلی دی. د «آل – هیر» په زندان کې له تروریستانو څخه د دې هیواد کوربتوب هغه حقیقت دی چې اوس د نړۍ په رسنیو کې یې انعکاس موندلی دی.

د «آل هیر» زندان د عربستان د ۵ مهمو حساسو زندانونو له ډلې څخه دی چې هلته یوازې د «القاعدې» او «داعش» تروریستان ساتل کیږي. دغه زندان د ریاض په څو کیلومټرۍ کې موقیعت لري چې د شاندارو هوټلو سره ورته والی لري. د اوسپنیزو دروازو او ټوپک لرونکو ساتونکو سربیره یو آرام او شین چاپیریال لري. د القاعدې او داعش له تروریستانو څخه د ډیرو نژدې او عزیزو میلمنو په څیر ساتنه کیږي. د ګڼو خونو ترڅنګ، غټو او خطرناکو تروریستانو لپاره ۳۸ شخصي خونې په نظر کې نیول شوې چې هر یو د خوب شاهانه تخت، د تازه میوې څخه ډک یخچال، دیوالي لوی تلویزیون او د ښکلي حمام درلودونکي دي.

د «آل- هیر» زندان د ریاض ښار «د سعودي عربستان پلازمینه» کې موقیعت لري.د «آل- هیر» زندان د ریاض ښار «د سعودي عربستان پلازمینه» کې موقیعت لري.

د دې زندان په څنګ کې یو لوی او ښایسته هوټل شتون لري چې په هغه کې زندانیان کولای شي له خپلو میرمنو سره په میاشت کې له ۳ تر ۵ ساعتونو پورې خلوت وکړي. د دې هوټل خونې هم د تازه میوو لرونکو یخچالونو درلودونکې دي چې هر سهار یې میوه بدلیږي. تازه چای، خواږه او د بوفې سیسټم ګڼ خوړه د تروریستانو په چوپړ کې وي. د میرمن سره د زنداني د ملاقات په وخت کې خونه او خوب تخت په تازه ګلانو سره فرش کیږی. په دې ځای کې د زندانیانو اولادونه هم کولای شي چې شپه تیره کړي او له شته خوندونو څخه لذت واخلي. په دې هوټل کې ګمارل شوي افراد وایي چې دولت د دې هوټل د جوړولو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر لګولي دي.

Relatives of prisoners outside of al-hair prison in saudiد «آل – هیر» زندان څخه بیرون د زندانیانو د خپلوانو انتظار

د «آل- هیر» زندانیان کولای شي د خپلو خپلوانو په غم او ښادي کې ګډون وکړي. هغه کسان چې د ښادي په مراسمو کې ګډون کوي د عربستان دولت لخوا ۲۶۰۰ ډالر نغدې ترلاسه کوي، ترڅو خپلو خپلوانو ته ډالۍ واخلي. دا یوازې د «آل-هیر» زندانیان ندي چې له دغو مزایاوو څخه برخمن دي، بلکې د هغو کورنۍ هم د سعودي د واکمنو له همدردۍ څخه ګټه اخلي. د عربستان دولت د زندانیانو کورنیو ټول لګښتونه لکه د کور کرایه، د خوړلو لګښت، کالي او د دوا هم ورکوي. آن تردې هغه کسان چې له سعودي څخه بیرون ژوند کوي او په میاشت کې یو ځل د زنداني د کتو لپاره ځي، د طیارې د ټکټ پیسې یې هم د سعودي دولت لخوا ورکول کیږي.

د سعودی تروریست پاله واکمنان ادعا کوي چې د دې کار په کولو سره غواړي د زندانیانو زړونه لاس ته راوړي، ترڅو یو ځل بیا د تروریستانو لیکو سره یوځای نشي. د عربستان د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال منصور ال ترکي د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱ نیټه «واشنګټن پوسټ» سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل: «که له دغو زندانیانو سره صحیح چلند ونشي، هغه مهال چې له زندان څخه ووځي لا نور هم فعالیږي ... د دوی له کورنیو سره د همدې لپاره مرسته کوو، ترڅو پرینږدي چې یو ځل بیا د تروریستانو لاس ته پریوزي» لیکن ترڅنګ یې دا هم مني چې له دې زندان څخه ۲۰ سلنه خوشې شوي زندانیان بیاځلې د القاعدې او داعش لیکو سره یوځای شوې دي. په دې حال کې د عربستان د دولت منتقدین دغه شمیر له ۲۰ سلنې لوړ ښایي.

رائف بدوي په عربستان کې د پراخې بیوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د انتقادي متن لیکلو له امله په ۱۰ کاله حبس او ۱۰۰۰ درو وهلو باندې محکوم شو.رائف بدوي په عربستان کې د پراخې بیوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د انتقادي متن لیکلو له امله په ۱۰ کاله حبس او ۱۰۰۰ درو وهلو باندې محکوم شو.

دغه امکانات د هغو خلکو په چوپړ کې دي چې یوازې جنایت، وحشت او ترور زیږوي، خو هغه څوک چې د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي او د عدالت غږ پورته کوي باید په درو ووهل شي او یا هم سر یې پرې شي. چې یوه بیلګه یې رائف بدوي عرب وبلاګ لیکونکی دی چې یو څه وخت وړاندې نوموړي په عربستان کې د پراخې بیوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د انتقادي متن لیکلو له امله په ۱۰ کالو حبس او ۱۰۰۰ درو وهلو محکوم شو. تر ننه په زندان کې د درو وهلو لپاره منتظر دی. په همدې حال کې د عربستان پولیسو د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۲۲ نیټه یو تن د سالګري په لمانځلو او د غربي موزیک په اوریدلو او په ګډا کولو ونیوه او زنداني یې کړ. پولیسو وویل چې د غربي موسیقي اوریدل او له هغې سره ګډا کول حرام، خو شمشیر سره ګډا کول چې د هغه هیواد مشران یې پخپلو محفلونو کې کوي حلال دی. د عربستان دولت یوه ښځه هم د موټر چلولو له امله په ۲۰۰ درو وهلو محکومه کړه. په همدې حال کې یوه بله ښځه چې پرې ډله ییز ډول تیری شوی و او ویی نشوای کړای چې ۴ شاهدان حاضر کړي، زنداني کړه او سلګونه نورې داسې پیښې چې د شته وضعیت په اړه یې نیوکه کړي په زندان کې پراته دي. په ۲۰۱۳ کال کې د عربستان دولت یوازې ۷۹ تنه په وړو جرمونو اعدام کړل.

Saudi police take turns caning a man convicted under sharia law

د آزادې خونې په نامه امریکایي غیر دولتي سازمان سعودي عربستان د هغه ځای خلکو ته یو ډیر بد هیواد ورښودلی دی. په دې هیواد کې نژدې ۳۰۰۰۰ سیاسي زندانیان په ناوړه شرایطو کې ساتل کیږی. د بشري حقوقو کتنپلاوي وایي چې ډیری له دې افرادو په سیاسي سازمانونو کې د ګډون او د عربستان دولت له اوامرو څخه د سرغړونې له امله زنداني شوي دي.

هغه وخت چې له هغوی څخه پوښتنه وشوه چې ولې له تروریستانو سره دا ډول چلند کوي. په ځواب کې یی وویل موږ ته د خدای لخوا امر شوی چې له زندانیانو سره ښه چلند وکړئ. زه هیڅکله فکر نه کوم چې خلک په دغه ډول احمقانه منطق باور ولري تروریستان چې هره ورځ او هره ګړئ د جهان په ګوټ ګوټ کې جنایت کوي، سلګونه او زرګونه بی ګناه انسانان او معصوم کوچنیان وژني او ښځې په عام محضر کې تیرباران کوي د ستاینې وړ دې وي او هغه څوک چې حقیقتونه بربنډوي او د خپلو خلکو د حقوقو لپاره غږ پورته کوي نو باید د وهلو او ټکولو لاندې راشي او سر یې له تنې پرې شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 657 میلمانه آنلاین لرو