افغانستان، د امریکایی وسلو لابراتوار

له دیارلس کلونو راپدیخوا چی افغانستان د امریکا له لوری نیول شوی، زمونږ هیواد د پنتاګون د رنګارنګ وسلو په لابراتوار بدل شوی دی. امریکا چی په نړۍ کی د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد ګڼل کیږي، خپلې ټولې نوې وسلې په افغانستان پرته له کوم ډار څخه آزمایښت کوی چی په دغه جنایت سره د زرګونو ماشومانو او ښځو او سړو ژوند اخلي او زمونږ چاپیریال په بی‎ساری توګه ککړوی.

په دغه انځوریز کلیپ کی چی تاسو یی وینی، زمونږ په هیواد کی د امریکایی وسلو ازمویولو ځینې څنډې ښودل شوی دی. دغه کلیپونه د امریکایی سرتیرو له لوری نیول شوی چی بهر ته یی لاره موندلی ده.

د امریکا دولت چمتو دی چی خپلو کرغیړنو موخو ته رسیدو او ولسونو ځپلو لپاره میلیاردونه ډالر په جګړه کی مصرف کړي. د nationalpriorities.org ویب‎پاڼې شمیرو له مخی دغه هیواد یواځې د افغانستان په جګړه کی ۷۷۹ میلیارده ډالر لګولی دي چی د افغانستان د دولتی بودجې پرتله ۷۰۰ واری زیات دي چی په دغو پیسو کولای شو له نړۍ څخه د بیوزلۍ ټغر راونغاړو. جان پارکر د جګړې ضد یو تن سرتیري په لاس‎انجلس کی د امریکا له لوری د افغانستان نیولو یوولسمې کلیزي غندولو په مناسبت د لاریون په ترڅ کی وویل:

«د امریکا دولت ددی پر ځای چی تریلیونونه ډالر د بی‎ګناه ماشومانو په وژلو لګوي، کولای شی چی هغه زمونږ ماشومانو په پوهنه او خوړو ولګوي ځکه چی د بی‎کوره خلکو شمیر په امریکا کی مخ پر زیاتیدو ده او نوی ریکارډ جوړیدول په حال کی ده او دلته خلک د درملنی او پوهنې له آسانتیاو برخمن ندی او د هغې لامل هم دادی هغه پیسې چی بانکونه یی ورکوی په جګړه کی لګول کی نه د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره.»

براندون براینت (Brandon Bryant) امریکایی چی نږدې پنځه کاله د پنتاګون بی‎پیلوته الوتکو کنترولر وو په کال ۲۰۱۱ کی یی خپله دنده پرېښودله او یو شمیر رازونه یی بربنډ کړل. هغه د بی‎ګناه خلکو وژلو څخه پښیماني وښودله او وی ویل له هغو کورنیو چی دده د بمباریو له امله وژل شوي بخښنه غواړي. هغه دا وویل چی ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پوری ۱۶۲۶ تنه وژلی دي او د ماشومانو او ښځو ټوټه ټوټه کیدل یی هم په سترګو لیدلی دی. هغه وای د الوتکو سبمالونکي د موخو په اړه ډاده نه وو او نه یی شو لیدلای چی څوک تر برید لاندی نیسی.

«مونږ یواځې د انسانانو سیوری لیدل او هغه مو په نښه کول. د امریکا پوځ د بمبارد ټوله کړنلاره ناروغه او شله شنډه وه او خلک باید ددغو ناخوالو په اړه چی ورسره لاس او ګریوان دی، پوه شي. زه ددغو تیروتنو څخه سخت پښیمانه یم او هر اړخیز کوښښ کوم ترڅو د نورو تیروتنو مخه ونیسم.»

د امریکا دولت د سپکو او درنو وسلو او توغندیو ترڅنګ، په افغانستان کی کیمیاوی او بیولوژیکی وسلی هم آزمایښت کوی. ډیرۍ قربانیان چی روغتونونو ته وړل شوی په بدن کی د سپین فاسفورس چی یوه خطرناکه ماده او د نړۍ په کچه منعه شوی ده نښې لیدل شوی دي. په کویټه کی د «فاطمه جناح» روغتون یو تن ډاکټر وای: «هغه ناروغان چی د پولی هاخوا څخه راځي تبه لری او وینه ترینه بهیږي چی د وینه بهیدونکی تبې کریمه-کنګو په نامه یادیږي.» هغه زیاتوی چی نږدې ۷۵ تنه په دغې ناروغۍ اخته وو چی ۸ تنه یی له منځه ولاړل. د روبرت هاریس او جرمی پکسمن کتاب چی «د وژلو ستر فرم» (A Higher Form of Killing) په نامه یادیږی، پر بنسټ ددغو ناروغیو لیږدونکي مکروبونه د دوهمی نړیوالې جګړی راپدیخوا د امریکا په لابراتوارونو کی تولیدیږي.

په داسی حال چی د افغانستان کړیدلي خلک د امریکایی جنایتکارانو د محاکمې په تمه دی، افغانی مریان یی د هغوی پر وینو ډکو ټټرو باندی مډالونه ټومبي. کرزی، غنی او عبدالله او د امریکا ټولې کرغیړنې کړۍ د هغو زرګونو افغانانو پر وړاندې چی د امریکا له لوری ځپل شوی تر پایه مخ‎توری دي.

افغانستان، د امریکایی وسلو لابراتوار

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 718 میلمانه آنلاین لرو