د امریکا د بي پیلوټه الوتکو پخوانیو کارکونکو بربنډونه او بخښنه غوښتل
- کټګوري : مقالی
- لیکونکی: توفان
- نیټه: چهارشنبه, 09 چنگاښ 1395
د بي پیلوټه اولوتکو بریدونه په افغانستان کې د امریکا د تورو کړنلارو څخه دي چی د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پوری ادامه لری او د «ترهګرۍ پر وړاندی مبارزی» د نوم لاندي، د زرګونو ټنو ویرونکو او وژونکو توکو درلودونکې بمونو په اچولو، په ځانګړي توګه د افغانستان کلي يي د ویجاړي په لور راښکلي دي. د «څیړنیزئ لیکوالۍ ادارې» د موندل شویو له نظره ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۲ کلونو په منځ کې، زموږ هیواد د ۱۰۰۰ ځلي څخه ډیر د دغه ډول بریدونو لاندي نیول شوي دي. یوازي په ۲۰۱۵ کال کې، ۴۱۱ په شاوخوا کې بریدونه ترسره شوي چې دهغي له امله ۱۴۴۱ تنه چې په هغي کې ماشومان هم ګډون لری، وژل شوي دي. د دغي ادارې وروستي څیړني ۲۰۱۶ کال څخه هم ښکاره کوي چې تر اوسه پوری ۱۷۸ بریدونه ترسره شوي چې دهغي په پایله کې د ۶۰۰ څخه پورته وژل شوي دي.
بي پیلوټه الوتکې له ډیر لری واټن څخه د کریچ هوایي ځواکونو هډي څخه چې د امریکا په نیوادا ایالت کې ده لارښونه اخلي. امریکا په درغلي او غولولو ددغو بریدونو موخه «د ترهګرۍ د هډو له منځه وړل» بولي، خو د عام وګړو مرګ ژوبله او د الوتکو پخوانیو پیلوټانو بربنډونې دا جوتوي چی د قربانیانو ۹۰ سلنه په شاوخوا کې، عام او بیګناه وګړي وه. دغو بریدونو نه یوازي د ترهګرۍ مخه نه ده ډبه کړي بلکه چي ورځ تر بلي د امریکا جوړ شوي تروریستي بانډونو ډیریدلو شاهدان یو.
څه موده وړاندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د کړنلاري څلورتنو کارکونکو چي د غیر نظامیانو وژل ورته ضمیر نارامه کړی وه، د رسنیو له لاری د هغو جنایتونو په برینډولو لاس پوری کړ چی د خپلی دندي په لړه کې د هغي ګواهان وو. لاندي په لنډ ډول دهغوي په اړوند معلومات وړاندي کوم:
براندون بریانت (Brandon Bryant) ۲۰۰۶ کال څخه تر۲۰۱۱ کاله پوری د پنتاګون د بي پیلوټه الوتکو کنټرولر په ټوګه دنده کړی او په افغانستان، پاکستان، سومالیا او یمن کې د یو شمیر بریدونو مشري یی په غاړه لرله چې وروسته يي خپلي دندي څخه ګوښه شو او د بی ګناه خلکو وژلو څخه پښیماني څرګنده او بخښنه یی وغوښتله. هغه وایې چې د دغه الوتکو کنټرولونکو د هغوي د موخو په اړوند پوره لید نه درلود او ډاډمن نه وه چې کوم کسان د برید لاندي نیسي:
«موږ یوازي د انسانانو سیوريي لیدل او هغه سیوریي مو په نښه کول. د امریکا د فوځ د بمبارونو ټولی کړنلاري ناروغه او شلې شوټې وي او خلک باید د دغه څیزونو او بلاګانو څخه چې د قربانیانو په سر باندي راغلي دي، خبر شي. زه ډیر خواشیني یم چې دغه تیروتنه ترسره شوی او هر کار چې وکولي يي شم کوم يي تر څو د راتلونکو تیروتنو مخه ونیسم.»
براندون په یوی مرکه کې د بی پیلوټه الوتکې د توغندیو په وسیله د یو ماشوم د نښه کیدلو څخه شاهدي ورکوی. هغه وايي، د دندي په لړ کې چې مې څه وخت دغه موضوع د عملیاتو څارونکي سره شریکوله، ځواب می تر لاسه کاوه چې «د څیړنو پر بنسټ، هغه یو سپي وء»، براندون هغه انځور بیا بیاځلې ګوري او وايي چې ډاډمن دي چې سپي نه بلکه یو ماشوم وه. («دیلی تلگراف»، ۲۴ اکتبر ۲۰۱۳)
سیان وستمورلند (Cian Westmoreland) په ۱۸کلنې کې د امریکا هوایی ځواکونو په چوپړ کې وګومارل شو. هغه د تخنیکر په توګه، هغه بی پیلوټه الوتکود اړیکو د کړنلارو جوړولو مسئول وء، خو په ۲۰۱۰ کال کې یي خپله دنده پریښوده او په نظامي برخو کې د امریکا سیاست په بربنډولو لاس پوری کړ. سیان د خپلې دندي په لړ خپله تجربه داسی څرګندوی:
«په قندهار کې د دندي لومړي ورځ مي حیرانونکې وه. زه د خپلې کیږګدي څخه وړی کوټې په لور چې هلته مي دفتر و تللم چې رئیس مې په هغه ځاي کې وه او خندل یی. هغه مخ موږ ته کړ او ویویل: "اوس موږ بد سړي وژنو، هلکانو!"» (شبکه «الجزیره»، ۱۳ اپریل ۲۰۱۶)
سیان د دندي څخه د راګرځید وروسته، په رواني ستونزو اخته شو او خپسه ویني:
«خپسې هر هغه څیزونه لرل چي ما نشو درک کولي. ما د کلیو د بمبارولو په چارو کې خپسه لیدله، د بمبار کولو په چارو کې، د ماشومانو وژل او د هغوي د ژغورلو لپاره هڅه.» (شبکه «الجزیره»، ۱۳ اپریل ۲۰۱۶)
استیفن لوئیس (Stephen Lewis) د۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پوری، د امریکا د هوایي ځواکونو د ځانګړي بریدونو د دریمي څانګي سره دنده ترسره کوله. هغه د دي په اړوند چې څه ډول يي خپله دنده پریښودله د «نوي ډموکراسۍ» سره په مرکه کې وویل:
«د ۲۰۰۹ کال په ورستیو کې موږ ته وویل شو چې دغه ځانګړي شوي ځاي ته ولاړ شو. څلور تنه په غره کی د ګام اخیستلو په حال کې وه. او ما هیڅ وسله نه لیدله. ما هیڅ شي نه لیدله. د ۵ دقیقو په تیریدو، دوه هلفایر (د توغندیو یو ډول) ولګیدل او دری کسان یي ووژل. یو کس ټپي پاتي وه. موږ ته اجازه راکړی شوه چې توغندي وتوغو. او هغه سړی... هغه نور هلته نه وه.
...له دې څخه لږ وروسته، مي خپل مشرتابه ته قانع کونکي لیک ولیکه او هغه ته مي وویل چې زه په دي ځاي پوری اړه نلرم، زه نور نه غواړم چې دغه کار ترسره کړم. او زه د ګوښه کیدو غوښتونکي یم.» («دموکراسی نو»، ۲۰ نوامبر ۲۰۱۵)
مایکل هاس (Michael Haas) د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۱ کاله پوری، بی پیلوټه الوتکو د مهالڅار په توګه دنده ترسره کوله. هغه همدارنکه د هلفایر توغندیو د نښې ویشتلو لارښونکي مسئول وه. هاس وايي په بریدونو کې د ماشومانو او نورو غیر نظامیانو مرګ ژوبلي، د بی پیلوټه الوتکو د ډیرو مهالڅارو په واسطه پوښل کیږی. هغه همدارنګه وایي چې د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو په لړ کې په پراخه کچه له الکول او مخدره توکو څخه ګټه اخیستل کیدله او دغه د دندي د ګډوډی لامل کیده. («دی انترسپت»، ۲۰ نوامبر ۲۰۱۵)
د بی پیلوته الوتکو څلور تنه مهالڅاري چې پورته په لنډ ډول در وپیژندل شو، همدارنګه بارک اوباما ته د لیک په لیږدولو سره، د امریکا ولسمشر ته ګواښ ګړی چې «په نښه شوي وژنو کړنلاره» په ټوله نړۍ کی د ترهګرۍ او نه ټیکاو اصلی لامل دي. ددی ترڅنګ د امریکایی چارواکو له خوا د دغه بریدونو ویجاړونکو نښانو پټو ساتلو په اړه ګواښ ورګړی:
«موږ د هوایی ځواکونو د خدماتو پخوانی غړي یو. موږ هوایی ځواکونو سره یوځاي شو تر څو د امریکایانو د ځانو او اساسی قانون څخه ساتنه وکړو. موږ دي پوهاوي ته ورسیدلو چې بی ګناه غیرنظامیان مو چې وژلي دي، یوازي د کرکجنو احساساتو د راپاریدلو لامل شوي چي د داعش په څیر ترهګرې ډلي ځواکمنې ساتي...
کله چې زموږ ګناه د پردیو ژوند په سیستماتیک ډول د لمنځه وړلو په اسانولو کي د حد څخه زیاته شو، موږ ټول له پیښي وروسته په عصبی فشار باندی اخته شو...
موږ د ډیرو بیځایه لګښت، ناسم مدیریت، د واکمني څخه ناوړه ګټه او عوامو ته د بی پیلوټه الوتکو د کړنلاري د اغیزونو په اړوند زموږ د هیواد د مشرانو دروهغ ویلو شاهدان وه. مونږ نشو کولای چی چٌپتیا غوره کړو او د پاریس بریدونو په څیر د ناروینونو نندارچیان اوسو. سره له دی چې د بی پیلوټه الوتکو د ویجاړونکو کړنلارو اغیزو د خپلي خاوري په دننه او بهر کې پوهیږو، دغه ډول غلي پاتي کیدل د خپل هوډ د ماتولو لامل کیږی چی د اساسی قانون د دفاع لپاره مو خوړلي دي.
له تاسو څخه غوښتنه کوم چې زموږ لیدلوري په نظر کې ونیسي، که څه هم چی زموږ غوښتني د چلسی منینگ، جولیان آسانژ و ادوارد اسنودن په سترو بربنډونکو د بیساری څارني ته په کتلو چې مخکې له موږ څخه وه بیځایه وي. د دغه هیواد لپاره، دغه ډول هیله مند یو چی داسی نه اوسی.»
د «بی پیلوټه: دامریکا بی پیلوټه جنګي الوتکې» (Unmanned: America's Drone Wars) مستند په نوم چې په ورستیو کې جوړشوي دي هم د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو د اغیزونو په ملکی خلکو باندي څیړي. دغه مستند کولی شي چې لاندي وګورئ:
د «بی پیلوټه: د امریکا بی پیلوټه جنګي الوتکې(Unmanned: America's Drone Wars)» مستند ویډیو