عبدالله د ولس د وینو په بیه څو زره ډالري جامې اغوندي

عبدالله د ولس د وینو په بیه څو زره ډالري جامې اغوندي

د فلم د هلکانو په څیر ښایسته جامو اغوستل او د عبدالله ډبلي پیسی لګول هرکله د خلکو او ټولنیزو شبکو د خبرو اترو موضوع او له هغه څخه د ولس ژورې کرکې یو لامل دي. خو کیداي شي لږ شمیر خلک په دغه چارو وپوهیږي چې هغه د عربي او هالیودي میلیونرانو په ډول د نړۍ د ډیر قیمتي هټۍګانو پیریدونکو څخه دي.

په دی ورستیو کې د «اطلاعات روز» ورځپاڼۍ په دغه اړوند اعتباری راپور خپرو کړ او بربنډه یي کړه چې د عبدالله نوم د نړۍ په خورا ګرانې هټۍ کی د همیشني پيردونکي په ډول د سرو زرو په اوبو حک شوي دي. سربیره پردې، دغه مسلهء د اسپانوي ژبي سایت له خوا notiver.com.mx او په کانادا د میشتو تاجکیانو ټولنه هم هم خپره شوي ده.

د گزارشونه «اطلاعات روز» په راپور کې لولو:

د هټي په بهرني ښیښه کي د سرو زرو په اوبو د عبدالله حک شوي نوم «د بیژن کور» (د «اطلاعات روز» ورځپاڼې: څخه انځور) د هټي په بهرني ښیښه کي د سرو زرو په اوبو د عبدالله حک شوي نوم «د بیژن کور» (د «اطلاعات روز» ورځپاڼې: څخه انځور)

«هاوس‌آف بیژن [بیژن کور] د خپلو پیژندل شو پیردونکو په ویاړ سره د هغوی نومونه د هټۍ په بهرنی ښیښه د سرو زرو په اوبو باندي حک کړیی دي. هغه نومونه چې د هاوس آف بیژن پر ښیښه، د "سلام د اوسنۍ زمان څخه پورته واکمنانو پر سینګار او ډول باندي" تر نامه لاندی حک شوي دي دا دي: الولید بن طلال بن عبدالعزیز شاهي کورني غړی او د عربستان میلیونر؛ جورج دبلیو بوش د امریکا مخکیني ولسمشر؛ بارک اوباما د امریکا ولسمشر؛ ولادیمیر پوتین د روسیه ولسمشر؛ تونی بلر د انګلستان پخوانې لومړی وزیر؛ جان کری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛ خوان کارلوس د اسپانیا پاچاه او ډاکټر عبدالله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانې وزیر.»

د هټي په څنډ کی بیژن پاکزاد  خپل انځورنه د خپلو همیشنی پیردونکو سره په ننداره کې ایښودي دي.(«د اطلاعات روز» ورځپاني: څخه انځور) د هټي په څنډ کی بیژن پاکزاد خپل انځورنه د خپلو همیشنی پیردونکو سره په ننداره کې ایښودي دي.(«د اطلاعات روز» ورځپاني: څخه انځور)

د « بیژن کور» (House of Bijan) د نړۍ ډیره ګرانه هټۍ ده چې د امریکا د لاس انجلس په بورلی هتلر سیمه کې شتون لری او د هغې خاوند یو په خټه ایرانی امریکایي ډیزاینونکي بیژن پاکزاد دی. دغه سړی چی «ستر سړی د هغه د اغوستلو شو جامو له مخی کولي شو چې وپیژنو» په لید لوري سره یی د سړو جامي په ځانګړي توګه دریشي ډیزاین کولې، په ۱۳۹۰ کال کې مړ شو. آزاد اندي ایرانیان د بیژن څخه د پانګوالۍ د کرغیړنې څیري په ډول یادونه کوي. هغه او د هغې د سوداګرۍ پر مخ وړونکو تل کوښښ کړی دی چې ورزشي او سینمایي ستور لپاره د ډیزاینولو ترڅنګ، د نړۍ اورپکو سیاستمدارنو جنایاتونه په څو زره ډالری دریشیانو باندي وپوښي. دغه هټۍ د ټولو پرمخ پرانیستي نه ده او باید له مخکې د لیدو وخت واخلي او هغوي چې هټی ته راتللي نشي، بیژن به د هغوي خواته ته او د یو پیریدونکی لپاره جوړ شوي ډیزاین به هیڅکله د دوهم ځل لپاره بل پیریدونکې په واک کی نه ورکول کیده. د بیژن په وینا، د ډیزاین شویو دریشیانو بیه ۲۵ زره ډالرو ته او نکتایي ۱۲۰۰ ډالرو ته رسیږي و ادعا کوي چې زموږ همیشني پیرودونکې د هغي د هټي څخه لیدنه کوی او هرځل په منځۍ توګه تر ۵۰۰ زره ډالرو پیریدنه کوي.

عبدالله د ولس د وینو په بیه څو زره ډالري جامې اغونديد ارګ په پاڼه کې فیسبوک، «د ۹۰ سلنه چارواکو د شتمنیو ثبت» د «اصلاحاتو» او د فساد پر وړاندی مبارزې په توګه برجسته کړی. لومړی خو عبدالله په درواغو سره خپله ټوله شتمني ۱۶۰۰۰۰ډالرو په ارزښت ښودلي ده، دویم او تر هر څه څخه اړینه یواځې د شتمنیو ثبت چې د لوټ له لاري څخه لاس ته راغلي دي کوم درد نه دوا کوي، د ولس اصلي غوښته دغه ده چې عبدالله او هم اندي یي دغي سوال ته ځواب ورکړي چې د «جهاد» په وخت کې یي د خوړلو د پاره ډوډۍ او یو ګوډ خر هم نه درلوده، خو په يو ځل یی څرنګه دغه قاروني پانګې ترلاسه کړې.

په داسي هیواد کی چې میندي د خپلو نورو ماشومانو ژوندي پاتي کیدلو لپاره، دي ته اړ کیږي چې د خپل زړه ټوټې وپلوري، ګورو چې د کرزی ورور او فهیم د «کابل بانک» څخه په غلا شوي پیسو باندي د دبی په خرما ټاپوګانو کی ماڼۍ اخلي چې د هري ماڼۍ بیه د ۱.۵ څخه تر ۱۰ میلیونه ډالرو پوري رسیږي؛ او د زورواکو لسګونه نورې ښکار او پټي شتمنې. عبدالله چې هر څومره هڅه وکړي چې خپل ظاهر په خپلو مفتو دریشیانو باندي پټ کړی خو بیا هم په حقیقت کې بربنډ پاتي کیږي او لویدیځې رسنۍ ورته لقب . «مرګ راوړونکي» ور ډالۍ کړی دی

د عبدالله تورنولو ته اړینه نه ده بي شمیره جنایتونو او کرغیړنتوبونو بیلګي یي وشمارو، یوازي د هغه نوم د نړۍ په خورا ګرانو هټیګانو کې د لویو شتمنانو په لیکه کې راتتل بسنه کوی چې هغه د ملي ضد عنصر په ډول لري او محاکمه کړو. او که چير یی لږ څه هم ملي حس په درلودلي، شرم او حیا به یي مخکي کړی وي چې د نړۍ په ډیر غریب او بیوزله هیواد کې د«رئیس اجراییه» په ځاي کې، لسګونه زره سیلي راوړي او لوټ شوي ډالر په دغه ډول حیف او میل کوي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 648 میلمانه آنلاین لرو