میرزا فقیر احمد خان پنجشیری زموږ د تاریخ د ریښتینو مبارزانو څخه دی

میرزا فقیر احمد خان پنجشیری زموږ د تاریخ د ریښتینو مبارزانو څخه دی

میرزا فقیر احمد خان پنجشیری د شاه امان‏الله خان یو تن نږدی ملګرو څخه او د افغانستان نومیالی مشروطه‏غوښتونکو له ټولګې څخه وو چې د لسګونو نورو هیوادپالو روڼ‏اندو په څیر د جلاد نادرخان د ناتاری قربانی شو. او د عمر تر پایه خپل ولس او فکر ته ریښتینې او وفادارو شخصیتونو څخه وو چې تل پرته له ویری د خپلو انسانی او پرمختللو عقاید لپاره جنګیده.

هغه خپل تحصیلات په هندوستان کې پاې ته ورسول او په امانی عصر کې د ځنګلونو رییس او یو مودی لپاره هم په روسیه کې د افغانستان سفارت د سر لیکونکې په توګه په دنده وګمارل شو.

فقیر احمد خان یو موده په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې دنده درلودله چې د هغه او هاشم خان ترمنځ (د نادرخان ورور په مسکو کې د افغانستان سفیر) مخالفت پیدا شو. تل‏پاتی میرغلام محمد غبار په خپل تل پاتی اثر کې «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې»(دویم ټوک، ۶۷ پاڼه) کی په دغه اړوند لیکې:

«دغه ګلالې او پوهه ځوان د میر سید قاسم خان د سیاسی کړی یو برخه وو. هغه وخت چې هغه په مسکو کې د افغانستان سفارت سر لیکونکې وو، د سفیر محمد هاشم تر سپکاوی لاندی ونیول شو او د تمانچې په ډز سره یی دغې بی عزتی ته ځواب ورکړ، خو په خواشیني سره یو تن افغانی کوریر چې د فقیر احمد خان او محمد هاشم خان تر منځ خپل ځان څخه خنډ جوړوی، په دغه مردکې راپریوځې او سترګې له نړی څخه پټوی، په داسې حال کې چې محمد هاشم خان په چټکې سره تیښته کړی وه.»

فقیر احمد خان کله چې له مسکو څخه خپل هیواد ته راګرځې، د شاه امان الله خان له لوري د ځنګلونو د رییس په توګه وګمارل شو چې د مرګ تر وخته په دغه څوکۍ کې پاتې کیږی.

میرزا فقیر احمد خان پنجشیری زموږ د تاریخ د ریښتینو مبارزانو څخه دید میرزا فقیر احمد خان پنجشیری او د ملګرو اعدام خبر د درواغو او تورونو پیټی سره زموږ د هیواد دغو وتلو شخصیتونو په اړوند د ۱۳۱۲ کال د وږی په ۲۵ نیټه د «اصلاح»په دولتی ورځپاڼه کې خپور شو.

د نادر شاه په توره دوره کې چې وینه‏څښونکې هاشم خان لومړی وزیر وو، میرزا فقیر احمد خان د خپلو ملګرو او هفکرانو ټولګې سره ونیول شو او بندخونی ته ولیږدول شو.

څرنګه چې هاشم خان د فقیر احمد خان څخه په زړه کې ژوره کینه درلودله او سم‎لاسی چې هغه لومړی وزیر شو او فقیر احمد خان په زندان کې وو له موقع څخه یی ګټه پورته کړه او پرته له هیڅ ډول محاکمې د هغه د اعدام حکم یی صادر کړ.

غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» دویم ټوک په ۶۷ پاڼه کې د دغه هیواد پاله او عزتمند ځوان د اعدام په اړوند لیکې:

«کومه ورځ چې نادرشاه د ولیخان او څو نورو کسانو د اعدام حکم یی صدارت ته ولیږداو، د فقیر احمد خان نوم د اعدامیانو په نوم‏لړ کې نه وو، محمد هاشم خان همدا چې نوم‏لړ یی ولوست او د فرمان د پلې کولو امر یی ورکړ، نوی نوم‏لړ یی په خپله خوښه ترتیب او وویل: د یو تن نوم هیر شوی دي. په هغه وخت کې یی په خپل قلم د فقیر احمد خان نوم ولیکه او ولیږداوه.»

«د ارګ سیاسي زندانیانو کیسه کوله کله چې د ارګ د زندانیانو غږ پورته شو چې فقیراحمد خان دی راشي، فقیر احمد خان ودرید او د هغه جامی او شمله وپلټل شوی، په ملنډو موسکی شو او ووت او د وژونکو لو وژل‏کیدونکو سره یوځاي شو. او په پایله کې دغه پنځه تنه پرله پسی په دار وځړول شو.»

میرزا فقیر احمد خان پنجشیریمیرزا فقیر احمد خان پنجشیری زموږ د تاریخ د ریښتینو مبارزانو څخه دی

او په دغه ډول دغه مبارز سړی د ۱۳۱۲ کال د وږی په ۲۴ نیټه (۱۶ سپتامبر ۱۹۳۳) د محمد ولی خان دروازی، جنرال غلام جیلانی چرخی، میرزا محمد مهدی خان قزلباش او جنرال شیر محمد خان چرخی سره یوځاي وروسته له ډیرو ربړونو د کابل په دهمزنګ زندان کې اعدام او مړی یی خپل زوړ پلار ته وسپارل شو.

د نادری او هاشم خانۍ تور دوران، زموږ د هیواد ډیرو اصیلو ځامنو د عام‎وژنې وخت وو. وینه تویونکې نادر شعار وو چې «د افغانستان د میلیونونو وګړو په منځ کې، د څو سوه پوهو ځوانانو شتون کوم ارزښت نه لری» («افغانستان د تاریخ په اوږدو کې»، دویم ټوک، ۱۲۶ پاڼه) په همدغه لامل سلګونه خپلواکې‏غوښتونکې او هیوادپاله روڼ‏اندي لکه غلام نبی خان چرخی، خواجه هدایت اللا خان، مولاداد هزاره، محمد عظیم منشی زاذه، عبدالرحمن خان لودین، فیض محمد خان، سرور جویا، تاج محمد خان پغمانی، علی اکبر خان غند‏مشر او نور رندانیان، وربړول او اعدام شول.

خو نن ورځ په اصطلاح د شوونیست او کرغیړن‏فکرو «روڼ‏اندو» څخه یو ډله لکه اسماعیل یون، حمیدالله فاروقی، انورالحق احدی او نور په بیشرمئ سره کوښښ کوی کرغیړن نادرخان د تاریخ ډیران څخه راوباسی او د افغانستان «ژغورونکې» په توګه اتل وښایی. دوی په لومړی ګام کې د پورته ذکر شویو روڼ‏اندو پاکې او سپیڅلې وینی د خپو لاندی کړی او تاریخي خیانت ترسره کوی. نادرخان چې د نیواکګرو انګلیسانو د توطئه په لړ کې واک غصب کړی وه افغانستان یی د پوهه، هیوادپالو عناصرو او خلکو له شتون څخه پاک کړ، زموږ له تاریخی دښمنانو څخه دی، نو هر هغه څوک چې په هر نوم او پلمې تر لاندی کوښښ کوی له هغه څخه فرښته جوړه کړی، د حبیب الله کلکانی او دهغه د ناپوهۍ څخه ډکی لاری د پلویانو په څیر به تاریخ ته شرمیدلي پاتی شی.

افغانستان نه د نادری، هاشم خانی او حبیب الله کلکانی په زوړ بیرق، بلکه د فقیراحمد خان، جویا، عبدالخالقیانو، سیدکمال، لودینیانو، چرخیانو، دروازیانو، محمودیانو، او د دغی خاوری دزرګونو نورو نوم ورکو اتلانو پاکې لارې ته په ادامه ورکولو سره کولای شي عدالت، آزادی او ښیرازۍ ته ورسیږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 76 میلمانه آنلاین لرو