ولی خان دروازی د افغانستان د خپلواکۍ معرفی کوونکی

شاه‌محمد ولی خان دروازی

ولی خان دروازی د بهرنیو چارو وزیر د حربيه (ملی دفاع) وزیر او د غازی امان الله خان نائب السلطنه زموږ د هیواد یو واقعی آزادۍ غوښتونکی شخصیت وه چی د انګلیسی نیواک او استبداد په وړاندی د افغانستان د خپلواکۍ لاس ته راوړلو په مبارزی کی ئی مهم نقش درلود، هغه د لمړې ځل لپاره د امانې دولت له خوا د ګرځنده سفیر په توګه د افغانستان سیاسی اړیکې د نړۍ هیوادونو سره د یو خپلواک او مستقل هیواد په توګه ټینګې کړې. اروپایی، امریکایی او اسیایی هیوادونو ته یی سفرونه وکړل تر څو د افغانستان ملې پیژنده، استقلال او خپلواکۍ وروپیژنې.

شاه محمد ولی خان دروازی د شاه ابو الفیض خان ځوی په ۱۲۷۰ هجري شمسی کال د بدخشان د درواز په ولسوالې کی زیږیدلی وه. په هغه زمانه کی شاهانو د سیمه ایزو متنفذینو او مخورو خانانو د پاڅون او سرغړونې د مخنیوی لپاره د هغوی ځامن د ښوونی او روزنې په پلمه دربار کی ساتل چی پدی توګه ئی د هغوی پلرونه هم په خپل واک کی نیولی وه او ځامن ئی د غلام بچه ګانو په نوم یادیدل تر څو د همیش لپاره د دغو مستبدو شاهانو سرپریکړی غلامان پاتی شی. دروازی هم د امیر حبیب الله خان د دربار له غلام بچه ګانو سر یوځای شو. خو د هغه وخت سیاسی ـ اجتماعی وضعیت په ځانګړې توګه د مشروطه غوښتنی غورځنګ د دروازی په ذهن کی نور سوچونه او ولولې وروزلی. دروازی امان الله خان سره چی د دربار مترقی او مخکښ شهزاده وه د دوستې نږدی ټینګې اړیکی جوړې کړې، زیاتره یو د بل په همفکری باندی ډاډمن وو، په وروستیو کی دغې دوستی د افغانستان په حالاتو مثبته اغیزه درلوده. دروازی د دغی دوستې او فکر په جرم د غرغرې کړۍ په میړانې سره تر غاړی کړه.

په ۱۹۰۶ کال کی د لمړی ځل لپاره د مشروطه غوښتنی بنسټ ایښودونکو ۲۵ غړو د میر سید قاسم لغمانې په کور کی چی د کابل په شور بازار کی ئی موقعیت درلود غونډه وکړه. لمړې مشروطیت د مولوی سرور واصف تر رهبرې لاندی د «جمعیت سرې ملې» یا د«نهضت جوانان افغان» تر نوم لاندی جوړ شو. ځوان دروازی د دغه غورځنګ فعال بیرغ ساتونکې وه، دروازی لکه د نورو خپلو سپیڅلو یارانو په شان د خپل ابتکار، روښانه لید او وطندوستې له مخی چی هر ډول قومې، مذهبې، سمتې، ژبنې او سیمه ایز تعصب ځنی پرته د مشروطیت د بریالیتوب او د هیواد د خپلواکې لپاره مهم او ستر نقش ولوباوه. هغه ملی ګټو ته ډیر ارزښت ورکاوه. له ملی خاینانو او انګلیسی استعمار ځینی ئی ډیره کرکه درلوده. له همدې کبله د غازی امان الله حکم سره سم د انګلیس امپراتورې په وړاندی د افغانستان د خپلواکۍ جګړی ته ودانګل او د خپلو ملګرو سره یوځای د تورې په زور د افغانستان ملت ته خپلواکي وګټله.

د امیر حبیب الله خان د سلطنت پای، د انګلیسانو وتل، د مشروطه غوښتونکو بریا او د غازی امان الله خان تر مشرۍ لاندی د خپلواکۍ ګټل، سره یو ځای منځ ته راغلل. په همدی وخت کی د مشروطه غوښتونکو ټولی هلی ځلی نورو هیوادونو سره د سیاسی اړیکو ټینګولو په موخه لمړنې ګامونه وو چی دروازی د هغه په سر کی د ګرځنده سفیر په توګه خپل سفرونه پیل کړل، میر غلام محمد غبار په خپل تل پاتی اثر «افغانستان در مسیر تاریخ» کی شوروی ته د هغه د سفر په هکله لیکې:

«د دې ستر پلاوی رئیس د دربار یو روڼ آندې لیبرال محمد ولیخان بدخشانې او د دې پلاوی بل عمده غړې د مشروطه غوښتونکو د ډلې یو فاضل افغان میریاربیک خان بدخشي وه چی د حرکت په ورځ ئی د آس پرشا سکته وکړه او سترګې ئی له نړۍ څخه پټی کړی، دا مړینه د هیواد د نورو روڼ اندو د ډیر غم او خپکان سبب وګرځیده ... د دې پلاوی نور غړي عبارت وه له میرزا محمد یفتلی، عبدالرحمن خان لودین، محمد ګل خان مومند، سردار فیض محمد خان ذکریا، قاضی سیف الرحمن خان، عبدالرحمن خان کمیدان، خواجه هدایت الله خان، بشیر احمد خان، عزیزالرحمن خان، غلام جیلانی خان... او داسی نور.» ( ۷۸۶ مخ لمړې ټوک – «افغانستان در مسیر تاریخ»)

د «پراودا» ورځپاڼې د ګزارش له مخی چی په ۱۹۱۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نیټه شوروي کی چاپ شوی: محمد ولیخان دروازی د هغه کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه ایلیچ لینن سره وکتل او د شاه امان الله خان پیغام ئی د شوروي دولت ته وسپاره لینن د افغانستان استازی پدی ټکو هرکلی وکړل:

«زه ډیر خوشحاله یم چی د کارګرانو او بزګرانو په سرې پلازمېنی کی د افغانستان د دوست ملت استازو سره چی امپریالیسم سره په جګړه اخته دی ګورم»

ولی‌خان دروازی له لینن څخه وغوښتل:

«زه تاسو ته د دوستي لاس غځوم، هیله لرم چی ټول ختیز سره مرسته وکړی تر څو ځانونه د اروپایی امپریالیسم یوغ څخه خلاص کړی»

«نادرخان ته ووایی که ته زما په شان په زرګونو کسان ووژنی بیا هم هغه ورځ رارسیدونکی ده چی د افغانستان ملت به ستا اصلی ماهیت وپیژنې او حساب به در څخه واخلی»
ولی خان دروازی

د دی په څنک کی ولی خان دروازی د دوه کالو په اوږدو کی مختلفو هیوادونو ته د افغانستان د خپلواکې او استقلال پیژندلو او د دپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کولو په موخه سفرونه وکړل. په پایله کی څو هیوادونو لکه فرانسه، المان، ترکیه او ایتالیا افغانستان کی خپل سفارتونه پرانیستل په همدی ډول افغانستان هم په پورته یاد شوو هیوادونو کی خپل سفارتونه پرانستل. سربیره پر دی آلمان یو د هلکانو ښوونځی د «امانی عالی لیسه» په نوم او فرانسی دوه ښوونځی یو د هلکانو او بل د جنکو لپاره د«امانیه ښوونځی» چی دامانی دورې تر سقوط وروسته د استقلال په نوم بدل شو او د«ملالۍلیسه» جوړ کړل، ۴۰ تنه نارینه زده کوونکی د عالی زده کړو لپاره آلمان او فرانسی ته واستول شول او یو شمیر نجونې ترکیه ته ولیږدول شوې. همدا ډول یو شمیر فرانسوی، آلمانی، ترکی او ایتالوی کارپوهان د ښوونی او روزنی، لرغون پیژندنې، صنعتی او نظامی برخو د پراختیا او پرمختک لپاره افغانستان ته راغلل چی حتی تر اوسه د افغانستان خلک همدغو بنسټیزو پروژو څخه ګټه پورته کوی.

تر دوه کاله سفر وروسته دروازی بیرته هیواد ته ستون شو د محمود طرزی پرځای د بهرنیوچارو وزارت، وروسته تر هغه د حربیه وزارت (دفاع وزارت) دندي په غاړه واخیستې.

د امانی دولت تر ړنګیدو وروسته د دویم مشروطیت غوښتونکو زیات روڼ آندې او هغه کسانو چی امان الله خان سره ئی همکاری درلوده د حبیب الله کلکانې او وروسته د نادرشاه له لوری تعقیب او ونیول شول، پدی منځ کی نادرشاه د خپلی کینې او عقدې له مخی زیاتره آزادی غوښتونکی او روڼ آندې ډله ډله په دار وځړول او یائی د تورو تمبو شاته په ویروونکو زندانونو کی واچول. محمد ولیخان دروازی هم د نادرشاه له خوا لمړی په اته کاله حبس محکوم شو، خو دی کار د هغه د زړه کېنه پوره نکړه او په نورو دسیسو یی لاس پوری کړ حتا تر دې چی جلاد نادر خپل نږدې او باورې غوړه‏مالان وګمارل چی د دغه ستر شخصیت په وړاندی د درواغجنو تورونو شهادت ورکړی، چی ګواکی هغه له حبیب الله کلکانې سره مرسته او همکاری کوله.


د «اصلاح» له ورځپاڼي څخه غوڅه شوی ټوټه

د دروازی او د هغه د ملګرو د محکمی او اعدام بهیر دهغه وخت په دولتی مطبوعاتو کی له هغی جملی څخه د اصلاح ورځپاڼی په ۳۶ ګڼه کی د ۱۳۲۱کال د وږي په ۲۰ نیټه «د هیواد د خاینانواعدام» تر عنوان لاندی د هیواد د پاچا بی ننګه اجیرانو له خوا پدی ډول بی شرمی سره لیکل شویدی:

«د محمد ولی ستر جنایت له کبله چی سقاویانو سره ئی د هیواد دتباهی لپاره مرسته کړی وه او د همدی حق ناشناسه خاینینو په لاس هیواد د سقاویانو تر واک لاندی راغي، زموږ د هیواد ټول وګړې پدی پوهیږی او د هغوی د خیانتونو تفصیل چی د عالی دیوان ریاست د پیښو په کتاب کی د دغو ملی خاینانو او غدارانو د محاکمي جریان ثبت شویدی لوستی دی. که څه هم د نوموړی عالی دیوان د محاکمی په بهیر کی هغه د خپلو خاینانه اعمالوله مخی د قتل وړ پیژندل شوی وه، خو لدی سره د افغانستان د استقلال نجات بخښونکی شهریار غازی اعلیحضرت محمد نادرشاه د ترحم او شفقت له مخی د هغه له قتل څخه منصرف شواو مجازات ئی اته (۸) کاله حبس وټاکل شو...»

د آزادۍ او خپلواکۍ د دی مبارز شخصیت د اعدامولو د توجیه په خاطر همدی مقاله کی له درواغو ډک تورونه په بی شرمې سره لیکې:

«د وروستنی مالوماتو له مخی چی تر لاسه شویدی، محمد ولی په محبس کی هم د تیر په شان اختلال پارونکی کړنې چی د هیواد لپاره تاوان رسوی لاس ندی اخیستي، همدا اوس د نورو فتنو او دسیسو جوړولو په هڅه کی دی، غوښتل ئی چی د هیواد د اوسنی امنیت او سوکالی په وړاندی درانه جرمونه سر ته ورسوی. څرنګه چی زموږ بریالی او غښتلی حکومت همیشه د هیواد د خیر، سوکالی او سمسورتیا غوښتونکی دی، پدی هکله ئی اصولی څیړنې پیل کړی، وروسته د محمد ولی د فتنې اچونې او شرارت په جرم تر بشپړ ثبوت او قناعت وروسته نوموړی په اعدام محکوم شو، تیره ورځ دغه مفسد خاین له غلام جیلانی، شیرمحمد، محمد مهدی او فقیراحمد سره یو ځای اعدام شول».

په پایله کی دغه ټول جنایتونه دهماغه زوړ فرمول«پاچا د خدای سیوري» په قالب کی د خلکو له سترګو پټ شول او لیکې:

«څرنګه چی د دی ریښتنی او امنیت غوښتونکی ملت ساتونکی او مرسته کوونکی لوی څښتن تعالی دی هغوی ئی د خپلو شومو کړنو په جزا ورسول پدی ډول زموږ ګران هیواد د دغو فاسدو خاینانو له ګواښ ځنی خلاص کړ»

دروازی د فرانسی د نظامی الوتکو د لیدنی په حال کی
دروازی د فرانسی د نظامی الوتکو د لیدنی په حال کی چی بیا وروسته له فرانسی سره په همدی هکله یو تړون لاس لیک شو. (انځور د شاه محمدولیخان دروازی د فیسبوک له پاڼی څخه)

خو ښاغلی خالد صدیق چرخي د غلام صدیق چرخی ځوی او د غلام نبی خان چرخی وراره چی په هغه وخت کی شپږکلن وه په ۱۹۳۲کال خپل آکا سره یو ځای زندان کی واچول شو او ۱۵ کاله په هغه ځای کی پاتی شو. پخپل کتاب کی «از خاطراتم: یاد داشتهای حبس سیاسی از کودکی ام در افغانستان» د خپل هم اتاقی، فاروق جان تیلګرافی له خولي حقیقت پدی ډول نکل کوی:

«د خپل اکا غلام نبی خان چرخی تر شهادت وروسته هغوی شیرمحمدخان زړه ور او بهادر جنګیالی، د سقاؤ د رژیم پر ضد د امان الله خان ملاتړی غلام جیلانی، د امان الله خان نائب السلطنه محمدولیخان دروازی، سر منشی میرزا محمدمهدی خان، خواجه هدایت الله او فقیرمحمد خان ټول یو ځای په بیرحمانه توګه په قتل ورسیدل. دغه ټول اعدامونه پرته له کومی جرمی څیړنی او محکمی سرته ورسیدل». (د انګلیسی نسخی ۴۸ مخ «از خاطراتم: یاد داشتهای حبس سیاسی از کودکی ام در افغانستان»)

همدا ډول غبار د استقلال او آزادی غوښتونکوو روڼ آندو د محاکمې بهیر ته د عیني شاهدانو او دا چی پخپله د صحنی ناظر وه پدی ډول اشاره کوی.

هغه د راجه مهند له قوله لیکی:

«که څه هم زه د یو بهرني شخص په توګه پدی مجلس کی اوریدونکی یم او د خبرو حق نلرم،خو سره لدی غواړم چی وپوهیږې محمد ولیخان د افغانستان ملی او نړیوالو سترو شخصیتونو څخه دی چی په بهرنیو هیوادونو کی ئی د افغانستان خپلواکی پیژندلو په هکله ډیر ارزښتناکه خدمتونه سر ته رسولی. باید تاسو د هغه د کړنو او رفتار په هکله خپل قضاوت کی ډیر احتیاط څخه کار واخلی او د هغه شخصیت پام کی وساتی، تر اوسه د ډیرو آزادۍ غوښتونکو (موخه ئی د هندوستان مبارزین وه) ډیر زیات تلګرافونه د دی شخصیت د ملاتړ لپاره رارسیدلی دی. (افغانستان در مسیر تاریخ دویم ټوک ۶۲ مخ)

آرامگاه ولی خان دروازی
د ولی خان دروازی هدیره، محمد ولیخان دروازی د ۴۲کلنی په عمر د ۱۳۱۲کال د وږی په ۲۴ نیټه یو شمیر مبارزو ملګرو سره یو ځای په دار وځړول شو او د تاریخ په زرینو پاڼو کی د یو ستورې په شان تل پاتی شو. پداسی حال کی چی د افغانستان دولت د جنایتکارانو هدیرې ښکلی سینګاروی خو د دغه ستر مبارز قبر چی د قول ابچکان په هدیره کی لکه د نورو سلګونو مبارزینو په شان په کنډواله حالت کی پاتی دی.

همدا ډول د عبدالرحمن لودین د کابل ښار پخوانې بلدیه رئیس (ښاروال) د محاکمی د بهیر په هکله نکل کوی:

«په نړۍ کی تر دی بله د خندا وړ او شرموونکی محکمه لیدل شوی نده چی د محمد ولی خان په شان د یو شخص محکومولو لپاره د سقاؤ د ځوی په پلوې شاهدي ورکړل شی، چی ګواکې هغوی ټول د سقاؤ د ځوی دوستان او خدمتګاران دی. وایی چی له کیدړي پوښتنه وشوه چی د دعوی شاهد دي څوک دي؟ هغې ځواب کی خپله لکۍ وښوروله چی دغه زما شاهد دی» («افغانستان در مسیر تاریخ» دویم ټوک ۶۴مخ)

هغه څوک چی په ریښتنې توګه خپل هیواد او خلکو ته وفادار وؤ او د یو سوکاله راتلونکی لپاره جنګیدلی وه د تاریخ په اوږدو کی د وېنی تویوونکو دولتونو له خوا د خپلو بهرنیو بادارانو تر ملاتړ لاندی په دار ځړیدلی، ترڅو د خاینو واکدارانو لپاره د چور او لوټمارې میدان برابر شی. خو په وړندو سترګو ئی کتلي، تر هغه چی استبداد او ظلم حاکم وی دروازیان، چرخیان، واصفان، جوییان، عبدالخالقان، کمالان، لودینان، محمودیان، یاری یان او په زرګونو نور ورک نومی به د خپلی غښتلی روحیی سره یو ځای د وخت له کاروان سره اوږه په اوږه جاویدانه ځلانده پاتی کیږی او هغه جلادان چی لاسونه ئی د مبارزینو په وینو سره دی، خپلو زرګونو جنایتونو سره به یو ځای د بی پایه کرکی او نفرت سره د تاریخ بی رحمه توری کندې ته اچول کیږی.


د شاه امان‌الله خان فرمان چی د ۱۳۰۵ کال د مرغومي په ۲۲نیټه ئی جلال اباد ته د خپل سفر په وخت ولی خان دروازی په کابل کی د سلطنت د وکیل په توګه وټاکه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 685 میلمانه آنلاین لرو