د لاس پوڅی دولت ښوونیز نصاب د ماشومانو ذهنونه په زهرو ککړوی

د لاسپوڅی دولت ښونیز نصاب

ښوونه او روزنه د هری ټولنې بنسټیزه اړتیا او د پرمختک ړومنې عنصر کڼل کیږي نو په کار ده، چې د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کي هم دی ته د لومړیتوب او پاملرنی ځانګړی حق ورکړی شي. ښوونیز نصاب تل باید د سیاسي موخو او مبارزو څخه لری سوچه او آرام وساتل شې.

د پام وړ خبر خو دادی کله چې ما وغوښتل د خپل ماشوم زوی چې د شپږم ټولګې زده کوونکې دی درسی ارزونه وکړم نو د فاروق وردګ د پوهنې وزارت د شپږم ټولګې دغی «دروس علوم اجتماعی» کتاب زما پام ځانته واړو او زه یی د روسانو د لاسپوڅو د «سیاست» کتاب په یاد کې ډوب کړم.

د روسي ګوډاګیانو په وخت کې هم یو ډبل کتاب د «سیاست» په نوم په ښوونیز نصاب کې ورزیات شوي و او دغه کتاب به د نهم څخه تر دولسم ټولګې پوری تدریس کیدو د دغی کتاب منځ پانګه د ببرک کارمل ویناؤ، د لاسپوڅې رژیم صفت، پلینومونو، د وطن پلورونکې ګوند لاسوندونو، فرمایشې لویه جرګو «د افغان شوروي دوستې» او داسی نورو تبلیغاتې موضوعاتو جوړوله او په دی ترتیب به یی زموږ د ځوانانو ‌ذهنونه پریمنځل تر څو هغوی هم د روسانو چوپړان وروزي.

دا په داسی حال کې ده چې څو کاله وړاندې د کرزی جنایتکاره حاکم رژیم په ځانګړی ډول د پوهنې په وزارت کې د ویجاړونکې ګوند «حزب اسلامی» وزیر فاروق وردک پریکړه وکړه چې د افغانستان څلویښت کلن تاریخ باید په بشپړه توګه د افغانستان د تعلیمی نصاب څخه وویستل شي، تر څو زموږ راتلونکې نسل د دی سړی وژونکو بنسټپاله جهادی جنایتکارانو د خیانت، لوټمارۍ، بی ناموسۍ، پاټک سالارۍ، وطن پلورنې او راکټ باران څخه بی خبره پاتې شي او په دی ډول ځان د محاکمه کولو څخه وژغوری.

فرمایشی لویه جرگه
په دی کتاب کې اوسنی یولس کلنه دوره چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا لخوا یرغمل شوی، امریکایی مافیای واکمنه، مخدره توکو زور اخیستی و انسان وژنه عام شوی، هیڅ اشاره نه دی شوی او یوازی او یوازی زموږ د تنکیو ماشومانو د ذهنونو د خرابولو لپاره رنګارنګ دروغو ته په کې په ډیره بیشرمۍ هڅه شوی.

بل پلوه په دی کتاب کې دغه یولس کلنه دوره چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا لخوا یرغمل شوی و، امریکایی مافیای واکمنه، مخدره توکو زور اخیستی و انسان وژنه عام شوی وه او په فساد باندې د هر افغان بیچاره نوم ککړ شوی ؤ، دا هغه څه دی چې په تیره یوه لسیزه کې زموږ پر خلکو تپل شوي سربیره په دی حیرانونکې دروغو ته په رڼا ورځ لمن وهل شوی چې په لیدو یی د خلکو کرکه لا زیاتیږي.

لکه څرنګه چې لازمه وه هغه شان قضاوت او ریښتنولې په دی کتاب کې نشته او تل په څیر د هیواد د بچیانو او زلمیانو سره د حاکمه رژیم لخوا خیانت شوی، په دی کتاب کې باید د افغانستان د مافیای کیدو، په تیرو لسو کلنو کې د امریکا او ناټو لخوا زموږ د بی ګناه هیوادوالو وژل کیدل، د جنایتکاره تنظیمي بانډونو د ځواکمن کیدو او په لوړ څوکیو د هغوی ګمارل، د جلادانو د پارلمان او د هیواد په کچه د جنګسالارانو او لوټمارانو پیاوړی کیدو، د ګوډاګې دولت په فساد او په مخدره توکو کې په نړیواله کچه لومړی مقام تر لاسه کول، ورځ تر بلې د ناامنۍ د کچې لوړ والې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې او زور زیاتی څخه هیڅ پرده نه ده پورته شوي او یوازی او یوازی زموږ د تنکیو ماشومانو د ذهنونو د خرابولو لپاره رنګارنګ دروغو ته په کې په ډیره بیشرمۍ هڅه شوی.

د بیلګې په ډول د دی کتاب څو عنوانونه زه نقل کوم، د «بن کنفرانس، د هیواد بیا رغونه او د افغانستان پارلمان» د بن کنفرانس تر عنوان لاندې راغلی « زموږ موخه د افغانستان د شخړي هوارول، د ملی پخلاینی رامنځته کول، د دایمې سولې ټینګښت، د بشري حقونو مراعتول او د یو ملې سرتاسری حکومت جوړول دي». ډیر ارزښت لری چې په دی موضوع لک تم شو، د بن د کنفرانس جوړیدل د افغانستان د نیولو لپاره یو مهمه توتیه وه چې د امریکا په مشری په ډیر مهارت او له مخکې څخه طرح شوی پلان په مطابق د افغانستان لاندې کول یی باوری کړل، نن سبا چې څومره جنایات او خیانت د نیواکګرو او د هغوی د کورنی ګوډاګیانو لخوا په افغانستان کې کیږی سرچینه یی هماغه د بن کنفرانس دی، که د یاد کنفرانس موخی یو په یو تحلیل کړو دا به جوته شی چې ایا په افغانستان کې جنګ جګړه او شخړی هواری شوی او که د وخت په تیریدو یی نور هم زور اخیستی، د ملی پخلاینی رامنځته کولو کې څومر پرمختګ شوی ځواب یی هیڅ، طالبان لاتر اوسه په خپل دریځ ولاړ دی، د کوچینانو او هزاره ګان د پوهنتون او دانشګاه شخړو نور هم لا زور اخیستې، د دایمی سولي د ټینګښت په نوم په میلیونونو ډالر جنګسالارانو جیبو ته لاړی او د سولی جریان لاتر اوسه جانبینو په رسمیت نه دی پیژندلی او که د بشری حقونو څخه بحث وکړو نو هغه به اضافه وی ځکه چې په تیرو لسو کلنو کې چې کوم سر غړونه د بشري حقونو څخه د امریکا، ناټو او د افغانستان لاسپوڅې حکومت او واکمنو جنکسالارانو لخوا شوی د دریو لسیزو جنایتات به درنه هیر کړی. د سرتاسری ملی حکومت په اړه خو به هیڅ نه وایم ځکه چې د ملې خیانت سمبول مارشال فهیم، خلیلی، اسماعیل خان، دوستم، محقق او سیاف چې ټول عمر یی په انسان وژنه او په ملې تبعیض کې تیر شوی نو د دی داسی ځناورو څخه د ملی حاکمیت تمه درلودل بیهوده دی.

هیواد د بیا رغونی په نامه په بیلیونونو ډالر له یوی خوا راغلی او د بلی خوا بیرته وتلی او تش په نامه ځینی سطحی کارونه چې عمر یی د دو ورځو زیات نه و د افغانانو د غولونی لپاره تر سره شوي ځکه چې ښکیلاکګر ځواکونو تاریخ مالوم دی چې په هیڅ هیواد کې د بیخبنا لپاره کار نه دی کړی او د بیا رغونی په نوم خپل چوپړان څربوي او د جاسوسۍ لومې غوړوي.

د دری لسیزو جنگ تاریخ
د کرزی جنایتکاره حاکم رژیم په ځانګړی ډول د پوهنې په وزارت کې د ویجاړونکې ګوند «حزب اسلامی» وزیر فاروق وردک پریکړه کړی وه چې د افغانستان څلویښت کلن تاریخ باید په بشپړه توګه د افغانستان د تعلیمی نصاب څخه وویستل شي، تر څو زموږ راتلونکې نسل د دی سړی وژونکو بنسټپاله جهادی جنایتکارانو د خیانت، لوټمارۍ، بی ناموسۍ، پاټک سالارۍ، وطن پلورنې او راکټ باران څخه بی خبره پاتې شي او په دی ډول ځان د محاکمه کولو څخه وژغوری. که څه هم چی دا تاریخ یی په دی کتابونو څخه لری نکړ ولی په داسی ټکو یی ولیکه چی د دری کلونو و په خاص ډول د جهادیانو جنایتونه ته په کی هیڅ اشاره نه ده شوی.

بی له شکه چې پارلمان د ډیموکراتیکو ټولنو یو ښه انځور دی خو ړومبنی شرط یی دادی چې هیواد باید خپلواک او آزاد ووسی ځکه چې په مستعمره هیوادونو کې ټولټاکنې رڼی نه وي نو ارزښت هم نه لری، چون هلته د ټوپک، ډالر او ګواښ په وزله زورواکې ځواک ته رسیږې، نو په دغه صورت کې ځای لری چې د ملالی جویا هغه مشهوره اصطلاح «طویله خانه یا بانډه» پارلمان ته وکارول شي. نو قضاوت اوس ستاسی په لاس کی دی چې داسی کړنو ته بل رنګ ورکول او هغه په تعلیمی نصاب کې ورکډول خیانت دی او که نه.

زما په اند په تعلیمې نصاب کې دا ډول فرمایشي او له دروغو ډک کتابونو شتون د کرزی د دولت لخوا د پوهنې او زموږ د اولادونو سره د خیانت بله بیلګه ده. که څه هم په تیرو دیرشو کلنو کې جهادي تنظیمونو د سی. آی. ای په مرسته د امریکا د «نبراسکا پوهنتون» لخوا په ترتیب شوو کتابونو کې بربریت، تاوتریخوالې، وینی بهول، د بنسټپالنې او جګړه اییزو افکارو تدریس «ت مانا توره، ټ مانا ټوپک» زموږ د ماشومانو سپیڅلې ذهنون کرغیړن کړل او زموږه څو ځوان نسلونه جاهله، پردی او د معاصر علوم څخه بی خبر را لوی شول، اوس بیا هم د ګلبدین جنایتکاره ګوند ته د پوهنې د وزارت سپارل زموږ د خلکو سره د تیرو تیروتنو او جنایاتو تکرار دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 157 میلمانه آنلاین لرو