د خلق او پرچم د ناپاکو څیرو د محاکمی لپاره یو موټی شی!

قربانیان میهنفروشان خلقی و پرچمی

د هالنډ د شاهي دولت لویې څارنوالي د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۱۹مه یو ۵۰۰۰ کسیز لیست چې د خلق او پرچم چوپړه رژیم لخوا وژل شوي وو، خپور کړ. نوموړي وګړي د ۱۳۵۷ لمریز د غوايي د میاشتې له کودتا وروسته د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د حکومتونو په بهیر کې د دولت سره د مخالفت په تور زنداني او وژل شوي وو. یاد لیست ته په کتو او د هغه انسان وژونکي او افغان دښمنه حکومت د کړنلارې په پام کې نیولو سره، د پيښې منظرې د شاهد او لیدونکي په توګه د ذکر شوي لیست پر رښتینوالي په بشپړ ډول باوري یم، چې یادې وژنې ترسره شوي دي. تیر کال مې د اپریل په ۲۵ د خلق او پرچم حکومت لومړي لاس مجرمینو یو نوملړ د دعوت په ویب پاڼه کې خپور کړ، چې دلته یې یو وار بیا د دې لیکنې په وروستۍ برخه کې مظلومو او بې وزلو هیوادوالو ته وړاندې کووم.

هیوادوالو!

د بهرنیانو او د هالنډ له حکومت څخه کومه خاصه تمه لرل هم د پام وړ هیله نه ښکاري، خپله افغانانو په ځانګړې توګه د دغو وژل شویو کسانو له وارثینو دا تمه لرل ښایي څه ناڅه ځای ونیسي. دوی باید خپلې عریضې او غوښتنې د هالنډ هاګ محکمې ته وروسپاري او یاده مسئله په کلکه توګه تعقیب کړي. د پخواني شوروي ظالم حکومت هغه رهبران چې لا ژوندي دي، باید د عدالت محکمې ته راښکل شي او د خپل څوارلس کلن دولتي واک او د هیواد د پلورلو او ویجاړیدو جزاء وویني.


د خلق او پرچم کرغیړنی څیری چی د خلکو په وژلو کی یی مهم رول درلود ظاهر طنین
ظاهر طنین
شهنواز تنی
شهنواز تنی
دستگیر پنجشیری
دستگیر پنجشیری
گلابزوی
سید محمد گلابزوی
بابه جان
بابه جان
فرید مزدک
فرید مزدک
جنرال طاقت
طاقت
سلیمان لایق
سلیمان لایق
سلطان علی کشتمند
سلطان علی کشتمند

د بیلګې په توګه نور احمد نور د غوايي له کودتا وروسته د کورنیو چارو وزیر و او اوس په هالنډ کې د عیاشۍ ژوند شپې او ورځې سبا کوي. د روسیې چوپړه حکومت لس کلن صدراعظم سلطان علی کشتمند اوس بیغمه په انګلیستان کې پروت دی. د حفیظ الله امین د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزیر فقیرمحمد په افغانستان کې پرته له کوم ډار او ویرې څخه ژوند کوي او دغه راز جنرال قادر، سید محمد ګلاب زوی، نبي عظیمي او شهنواز تڼی هم په هیواد کې ښکته او پورته کیږي....

د دې ۵۰۰۰ کسیز لیست او نورو بې وزلو هیوادوالو ته د عدالت ورپه برخه کولو لپاره باید هر افغان د دې خاینانو د محکمې لپاره لاس په کار شي او نه ستړې کیدوونکې مبارزه ترسره کړي.

د روسانو د یرغل لاملان

د غوايي کودتا چې د ۱۳۵۷ لمریز هجري کال د یادې میاشتې په اوومه د خلقي او پرچمي دیموکراتیک ګوند لخوا ترسره شوه، ترشاه یې د شوروي نیواکګرو لاس و. که څه هم له دوی څخه وړاندې په ۱۳۵۴ ل کال کې د افغانستان خاینو او لاسپوڅو اخوانیانو (رباني – مسعود او ګلبدین) غوښتل چې محمد داود خان له منځه یوسي، لیکن خلقیان او پرچمیان په دې ملي خیانت او جنایت کې وړاندې شول او سردار محمد داوود خان یې وواژه او جمهوري نظام یې ړنګ کړ. ورپسې د همدې ګوند ځان پلورونکو او هیواد پلورونکو رهبرانو چې مشري یې لوی خاین ببرک کارمل کوله، د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي میاشتې په ۶ نیټه یې د شوروي ۱۴۰ زره پوځي لښکر په افغانستان را دننه کړ چې د دې ستر او بې ساري ملي خیانت په پایله کې زموږ هیواد ویجاړ او تر ننه په وینو کې لمبیږي. نن ورځ چې هر افغان بې ګناه وژل کیږي او یا هم د هیواد پریښودلو ته اړویستل کیږي د لاندې لیکل شویو لاسپوڅو ګرمتیا په کې شامله ده. دا هغه کسان دي چې پوره څوارلس کاله یې افغانان ووژل او هیواد یې په کنډ واله بدل کړ.

۱- د خلق او پرچم رژیم لس کلن صدراعظم سلطان علی کشتمند اوس په لندن کې پټ دی.

۲- پرچمي نوراحمد نور اوس په هالنډ کې دی.

۳- پرچمي حبیب منګل په هالنډ کې ژوند کوي.

۴- خلقي راز محمد پکتین په جرمني کې ژوند کوي.

۵- پرچمي عبدالغفار لکڼوال اوس په امریکا کې پروت دی.

۶- پرچمي نبی عظیمي له هالنډ څخه بیرته افغانستان ته راغلی دی.

۷- خلقي سید محمد ګلاب زوی اوس په افغانستان کې دی.

۸- پرچمي میر صاحب کاروال په روسیه کې پټ دی.

۹- پرچمي عبدالمجید سربلند په امریکا کې اوسیږي.

۱۰- خلقي شهنواز تڼی اوس په افغانستان کې د ملي غورځنګ رهبر دی.

۱۱- پرچمي غلام دستګیر پنجشیري په امریکا کې اوسیږي.

۱۲- پرچمي عبدالوکیل په سویس کې پټ دی.

۱۳- پرچمي نورالحق علومي اوس په افغانستان کې د عبدالله عبدالله ترڅنګ فعالیت کوي.

۱۴- پرچمي عبدالرشید آرین د افغانستان ملي ګوند رئیس دی.

۱۵- خلقي عبدالکریم میثاق په لندن کې اوسیږي.

۱۶- پرچمي سلیمان لایق اوس په افغانستان کې د یوناما مشاور دی.

۱۷- جنرال ښاد خندان اوس په ډنمارک کې اوسیږي.

۱۸ـ پرچمي جنرال عبدالقادر اوس په روسیه کې ژوند کوي.

۱۹- خلقي او پرچمي عبدالقدوس غوربندي لادرکه دی.

۲۰- خلقي کریم شرعي جوزجاني لا درکه دی.

۲۱- پرچمي فرید احمد مزدک اوس په روسیه کې دی.

۲۲- پرچمي نجم الدین کاویاني اوس په روسیه کې دی.

۲۳- پرچمي محمد عوض نبي زاده اروپایي هیواد کې اوسیږي.

۲۴- پرچمي اناهیتا راتب زاده په جرمني کې ژوند کوي.

۲۵- پرچمي جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان اسلامي ملي جنبش بنسټ ایښودونکی اوس په افغانستان کې دی.

۲۶- پرچمي جنرال همایون پوځي اوس په افغانستان کې د دفاع وزارت مشاور دی.

۲۷- پرچمي جنرال عبدالمجید روزي د افغانستان په شبرغان کې اوسیږي.

۲۸- پرچمي جنرال افضل لودین اوس په هالنډ کې اوسیږي.

۲۹- خلقي محمد اسماعیل دانش په اروپایي هیواد کې پټ دی.

۳۰- خلقي فقیر محمد فقیر په افغانستان کې دی.

۳۱- پرچمي جنرال امیر محمد جمشید په افغانستان کې د زندانونو لوی رئیس دی.

۳۲-د پرچم دوران د خاد رئیس جنرال حسام الدین حسام اوس په هالنډ کې بندي دی.

۳۳- خلقي شیر جان مزدور یار لا درکه دی.

۳۴- خلقي خیال محمد کټوازی د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې په هالنډ کې ومړ.

۳۵- خلقي محمد خان آفت لا درکه دی.

۳۶- پرچمي عبدالحمید محتاط له اسټرالیا څخه هندوستان ته ولاړ او اوس په اوکراین کې اوسیږي.

۳۷- خلقي صالح محمد زیری لادرکه دی.

۳۸ـ خلقي عبدالرشید جلیلي د افغانستان د ملي وحدت ګوند رئیس دی.

۳۹ـ پرچمي سرور منګل اروپایي هیواد کې پټ دی.

۴۰- خلقي ډاکټر شاه ولي لا درکه دی.

۴۱- پرچمي جنرال بابه جان په افغانستان کې د شمال زون د پولیسو قوماندان دی.

۴۲- خلقي اسدالله سروري چې د حفیظ الله امین د واکمنۍ پرمهال د استخباراتو رئیس و، ویل کیږي چې د پل چرخي په محبس کې بندي دی.

٤٣- پرچمي بارق شفیعي په اروپا کې دی.

٤٤- عبدالله نائبي په اروپا کې دی.

٤٥- پرچمي ظاهر طنین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی.

٤٦- جنرال خدایداد په افغانستان کې اوسیږي

٤٧- پرچمي عبدالله شادان په لندن کې اوسیږي.

٤٨- پرچمي جنرال عبدالواحد طاقت چې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پرمهال د خاد رئیس و، اوس په افغانستان کې نظامي کارپوه دی.

٤٩- خلقي عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې غړی دی.

٥٠- پرچمي کبیر رنجبر د آیسا ادارې حقوقي مشاور دی.

٥١- خلقي صالح محمد پیروز په لندن کې پروت دی.

٥٢- پرچمي ډاکتر بشرمل په امریکا کې اوسیږي.

٥٣- پرچمي سید اکرام پیګیر په روسیه کې ژوند کوي.

دا چټلی څیرې د افغان بې وزله ولس په وژلو، مهاجرت او د هیواد ۳۴ زرو کلیو او بانډو بمبار کولو او ویجاړولو کې لاس لري، لیکن د کرزي فاسده دولت د واکمنۍ له امله یې پروړاندې څوک خپل غږ نشي اوچتولی. له ګرانو هیوادوالو څخه هیله لرم د دوی د ناپاکو څیرو د بربنډولو او محکمې لپاره نه ستړې کیدونکي ګامونه پورته کړي.

اناهیتا، خدایداد، نبی عظیمی
علومی، سربلند، جمشید

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 654 میلمانه آنلاین لرو