په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»

په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»

د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتی په پای کې په عراق کې ډیرۍ لاریونونه د بی وزلۍ، نا امنۍ، چټل قضائي سیسټم، فساد او فرقه پالنی په وړاندی په لاره واچول شو. د لاریونونو تر څنګ له نیم میلیون څخه ډیرو تنو په بغداد کې او د سماوه، دیوانیه، بصره، ناصریه، نجف، عماره، سلیمانه، رانیه، قلادزه، چمچال، دربندیخانه او حلبجه ښارونه هم د پراخو غونډو شاهدان ول. ښځو هم په دی لاریونونو کې د لید وړ شتون درلود. د فساد او د دولت د بی کفایتۍ په وړاندی د سختو شعارونو تر څنګ تر پوزی رسیدلی خلک د دین او قوم د ټیکه دارانو د زنځیرونو څخه د خلاصون لاره سیکولاریزم او یو دموکرات دولت ګڼلۍ او فریاد یې کاوه چې (زموږ دیني سیسټم یې لوټ کړی دی)، (نه شیعه، نه سني، سیکولار ټولنه)، (مدنیت د ترهګرۍ ضد او دیکتاتورۍ ضد)، (مدنیت د فساد او وژني ضد)


نه شیعه، نه سني، موږ مدنی دولت غواړو

ګډون کوونکو د اوسنیو او پخوانیو یو شمیر عراقی دولتي چارواکو چې د هغی له ډلی څخه نوری مالکی (د دعوی د اسلامی ګوند او د عراق ولسمشر د لومړی معاون) او حسین شهرستانی (د عراق د لوړو زده کړو وزیر) انځورونه د فساد په جرم د محکمی لپاره په لاسو کې درلودل. همدارنګه د (ډوډۍ، آزادۍ، سیکولار او مدنی حکومت)، (آزادی، امنیت، برابری)، (د ټولو فاسدونو محاکمه) او (سیکولاریزم د حل لاره ده) په نامه پلاکارتونه یې له ځانه سره لېږدول.

د مختلفو اړخونو څخه د خلکو د هڅو او مبارزو د شنډولو او بل لوری ته د کشولو هڅي او توطئي صورت مومی. د عراق پولیسو د خلکو د اعتراضونو د چپ کولو لپاره په دغو راټولیدنو کې د ځینو سترو وینا کوونکو د ګډون څخه مخنیوی کړی ؤ. خو د لاریونو فعالانو او رهبرانو خلکو ته ویناوی وکړی او د هغوی د غږ په رسولو کې يې هڅه وکړه. په بنسټپالو مذهبي ډلو پوری تړلی سوټی په لاس کوڅه ډبو د خلکو په لیکو حمله وکړه تر څو ستم کوونکو واکمنانو او د دین ټیکه دارانو پرتوګ په ځمکه ونه لویږی. د بصری په ښار کې د اسلامی ملیشو ۲۰ تنو د خلکو په لاریون حمله وکړه چې ځیني يې ټپیان کړل، خو د خلکو په مقاومت سره په شا وتنبول شول.

په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»

د عراق دولت د غولونکو اصلاحاتو په راوستلو سره کوښښ کوی تر څو خلک چُپ کړی د سنی، شیعه ګوندونه او نور مذهبی او قومی جریانونه او همدارنګه د عراق ولسی جرګه هم د خلکو د غولولو لپاره د دولت سره مرسته کوی.

په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»
په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»
موږ د دین او دولت د بیلوالي غوښتونکي یو

واقعیت داده چې د امریکا نظامی یرغل، عراق یې د ورکاوی په لور کش کړی د یو میلیون څخه د ډیرو عراقیانو وژنه، د هغه هیواد ټولی اقتصادی بیخ بناوي ویجاړی کړی. امریکا د کابل په څیر د یوه چټل دولت په راوستلو سره ارتجاعی او وینی تویوونکی ‌بیسټپاله ډلی چې یو شمیر یې د ایران د «فقیه ولایت» د فاشیستی رژیم اجوره خوړنکي دی په واک کی راوستل. د امریکایې مزدورانو په واکمنۍ او د ارتجاعی او انسانی ضد ډلو داعش په مرسته، امریکا او متحدین یې عملا د عراق په سنی، شیعه او کردی څانګو د ویشلو هڅه کوی تر څو په دی ډول په آسانۍ سره د هغوی نفتی سرچینی لوټ کړی.

عراق د افغانستان په څیر د امریکایې یرغلګرو جنایت څخه نیولی د بنسټپالو او فاسدو حاکمانو تر ځناورتوبه پوری ټول پخپل ځان لمس کړی دی. کله چه د هغه تر پوزی رسیدلي خلک په سمه توګه دی حقیقت ته رسیدلی چې هغوی د خپلو دردونو درمل په سیکولاریزم کي لټوي، نو ولی د «فرخندو» په ځمکه کي د داسی غوښتنه ونشي؟

یوازی هغه وخت کولای شو چی د دین ټیکه‎دارنو ناولی لاسونه له خپلې خاوری لنډ کړو چی دین له دولت څخه بیل شي.


په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»
په بغداد کې نیم میلیونۍ غونډه: «نه شیعه، نه سنی، سیکولاره ټولنه»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 690 میلمانه آنلاین لرو