د هیروینو په قاچاق او تولید کې د ګلبدین اسلامی حزب لاس لرل

د هیروینو په قاچاق او تولید کې د ګلبدین اسلامی حزب لاس لرل

نن د امریکا نیواکګر دولت او شریکان یي په دي هڅه کې دی تر څو د اپینو او هیرویین کښت، تولید او قاچاق یوازې د طالبانو دورې پر بدمرغه کلونو او په اوسنې وضعیت کې د دغه ځناورو ډلو تر لاس‎لاندي سیمو پوری ځانګړې کړی، خو آیا همداسې ده او د سی‏ آی‏ ای په لاس نوري روزل‏شوي ډلې په دغه بشری‏ضد پدیده کې ونډه نه لری؟ په دغه برخه کې ګڼ شمیر بربنډونې تر سره شوي چې په ټوله نړۍ کې د مخدره توکو په پراخه کچه قاچاق کې د سی‏آی‏ای او ام‏آی‏۶ ونډه په ډاګه کوي. د سړې جګړې په بهیر کې چې د هغوې د اړینو مرکزونو څخه یو یی افغانستان وه، دغه دوه استخباراتې سازمانونه او په ځانګړې توګه سی‏آی‏ای د مخدره توکو له لاری د خپلو روسی سیالانو په وړاندې په ډیره کچه ګټه پورته کړه او له همدی کبله، په اوسنې وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر سیوری لاندی د نړۍ ۹۰ سلنه څخه ډیر مخدره توکې تولیدیږی.

«گلبدین حکمتیار – د سی‏آی‏ای لپاره دغه په زړه پورې افغانی سرمایه ـــ شپږ لابراتوارونه یی د کنټرول لاندی درلودل چې د هلمند درې د اپینو زیاتره حاصلات یی په هیروینو بدلول.»
پروفیسر الفرید مک‌کوی

په افغانستان او پاکستان کې د سړې جګړې په بهیر کې د مخدره توکو په سوداګرۍ کې یو د اصلی لوبغاړو څخه، د ګلبدین حزب اسلامی وه چې د سی‏آی‏ای د یو میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو سربیره (اووه جهادی تنظیم ته د نوموړی سازمان د مرستو ۵۰٪) د آی‏اس‏آی له خوا، پر دی چې د امریکا دولت د دغې موضوع پر اوړند پوهیږی، دغه د انسان‏وژلو کاروبار د هغه د ګټې بله برخه جوړوله. ۱۳۷۰ کال د غویی په ۲۳ نیټه ـــ ۱۹۹۰ کال د می په ۱۳ نیټه د لومړی ځل لپاره، ستیف کول («د ارواحو جکړه» کتاب لیکونکې) او جیمز روپرت «واشنګتن پسټ» ورځپانې ته په یو راپور کې ولیکل:

«د افغانستان او امریکا رسمی چارواکو د وینا پر بنسټ، د څو کلونو لپاره د امریکا دولت د ځینو افغان وسله والو او او د پاکستان پوځي صاحب‏منصبانو له خوا د هیروینو قاچاق راپورونه تر لاسه کړه. هماغه کسان چې له دغه دولت سره په افغانستان کې د شوروی د نفوذ په وړاندی جګړه کې مرسته‏کونکې وه، خو د دغې موضوع په اړوند یی د څیړنو څخه سترګې پټې کړی دی.

افغانان، د مجاهدینو په ګډون، د امریکا رسمی چارواکو په چوپړ کې اصلې لاسوندونه کیښودل چې د ګلبدین حکمتیار تر مشری لاندی د قومندانانو له خوا د هیروینو په قاچاق باندی دلالت کوي، یو تنه له وسله والو څخه چې د پاکستان فوځ سره نږدی اړیکې لری... په پاکستان او واشنګتن کې د سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، د پاکستان استخباراتې سازمان چې د "آی‌اس‌آی" په نوم یادیږی د قاچاقو بهیر څخه یی ساتنه کړی او په هغې کې برښمند دي.»

هغه په ادامه کې لیکې:

«د نوموړو لاسوندونو پر بنسټ، د حکمتیار قومندانان آی‏اس‏آی ته نږدې، د پاکستان په سویل‏لویدیځ کې لابراتوارونه اداره کوی چې د افغانستان څخه رالیږدول شوي اومه اپین پیری او وروسته هغه په مورفین او هیرویین باندي بدلوي. سرچینې وایی چې هیرویین د پاکستان هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې- زیاتره د کراچی ښارـ یا په ایران کې د ځمکنې لارو څخه ترکیه، بالکان او اروپایي هیوادونو ته قاچاق کیږی.»

۲۰۱۷ مارچ: د ګلبدین حزب اسلامی وسله‎والو کسانو څخه یو تن د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د لاچی په کلې کې د کوکنارو کروندو څخه ساتنه کوی. (د فرانز مارتی: څخه انځور)
۲۰۱۷ مارچ: د ګلبدین حزب اسلامی وسله‎والو کسانو څخه یو تن د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د لاچی په کلې کې د کوکنارو کروندو څخه ساتنه کوی. (د فرانز مارتی: څخه انځور)

سربیره پر دی، د «نیویارک تایمز» په ورځپاڼه کې «د مخدره توکو سره د سی‏آی‏ای اړیکو لرغونتوب د هغې پیدایښت وخت پوری تړاو لری» تر سرلیک لاندي په خپاره شوي راپور کې (۱۳۷۲ کال د لیندې په ۱۲ــ د۱۹۹۳ کال د دسامبر په ۳)، د مخدره توکو په قاچاق او تولید کې د سی‏آی‏ای لاس درلودلو تر څنګ په چین، لائوس، مکسیکو، پاناما او څو نورو هیوادونو کې، د سی‏آی‏ای او ګلبدین ونډی په اړوند هم ذکر شوي دي:

«...سی‌آی‌ای په بل هیڅ ځاې کې د پاکستان په کچه د افغانستان جګړې پر مهال د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل نه وه. افغان وسله‎والو ته د پیسو او وسلو لیږدولو لپاره، نوموړی سازمان د آی‏اس‏آی لاره غوره کړه او آی‏اس‏آی په خپل وار د سی‏آی‏ای مرستو ته د بنسټپاله ګلبدین په لور لارښونه ورکړه. هغه د نوموړی سازمان نږدې نیمایی مرستې لاس ته راوړی خو د دی سره سره یی زیاتره قومندانان د هیروینو ستر قاچاقبران وه.»

همدارنګه، ماتیو آکینز- خبریال او لیکوال چې د څو کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي او د افغانستان جګړې په اړوند د خپلو راپورونو له امله پیژندل کیږی، د «نوی ډموکراسۍ» راډیو سره په یوه مرکه کې امی ګودمن ته په ځواب کې (۱۳۹۳ کال د لړم په ۸ ـــ ۲۰۱۴ د دسامبر په ۲۹) د سی‏آی‏ای او ګلبدین مرستي تصدیق کوي:

«امی گودمن: تاسو هم په افغانستان کې د مخدره توکود قاچاقبرانو سره د امریکا او سی‏آی‏ای مرستو تاریخچې په اړوند لیکلې دی، آیا دا امکان لری چې په اړوند یی خبری وکړی؟

ماتیو آکینز: هو، هغه کرغیړن جنګونه چې سی‏آی‏ای یی په افغانستان کې پر مخ وړی، په شمول د مجاهیدینو د قومندانانو څخه ملاتړ کول چې په ډيرو مواردو کې په مستقیمه توګه د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري. د ګلبدین حکمتیار په شان کسان چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پاکستان په سرحدی سیمو کې د هیروینو د لابرواتوارنو د پراختیا مسوولین وه او د امریکا مالی او نظامی ملاتړ یی تر لاسه کاوه.»

په پای کې ۱۳۹۴کال د کب په ۳ــ ۲۰۱۶ کال د فبروری ۲۲، پروفیسر الفرید مک‏کوی (Alfred McCoy)، د «آسیا په سویل‏ختیځ کې د هیروینو سیاست» او «ربړونی مسئله: د سړې جګړې څخه تر د ترهګرۍ په وړاندی جګړې پوری د سی‏آی‏ای د څیړنې میتودونه» کتابونو لیکونکې او تاریخ‏پوه، د «دی نیشن» ورځپاڼې په یوه خپاره شوی مطلب کې ولیکل:

«...په ۱۹۸۸ کال کې، یوازې د خیبر په سیمه کې په اټکلې ډول د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پوری لابراتوارونو شتون درلوده. د هیواد په سویل کې لږ ښکته د [پاکستان] بلوچستان ایالت په سلطان کوه ولسوالۍ کی، ګلبدین حکمتیار ـــ د سی‏آی‏ای لپاره ددغه په زړه پورې افغانی شتمنۍـــ شپږ لابراتوارونه یی د کنټرول لاندی درلودل چې د هلمند درې د اپینو زیاتره حاصلات یی په هیروینو بدلول. پاکستان فوځ پورې تړلې "د ملی لوجسټیک ګرځنده" لارې‏ګانې(National Logistics Cell – NLC) د سی‏آی‏ای وسلو څخه ډکو پیټیو سره له کراچې څخه دغې سرحدی سیمې ته راتللې او هیروینو بار سره د هیواد بندرونو او هوایي ډګرونو په لور بیرته ګرځیدلې چې له هغه ځایونو څخه نړیوالو بازارونو ته صادریدل.»

ګلبدین او د هغه ګوند که هر څومره خپل ځان د امریکا ضد وښايي او د جهاد فتوا د هغوي په وړاندی اعلان کړی خو د هرې ورځې په تیریدلو سره نور هم بربنډیږی چې دغه دواړه په ډیرو کرغیړنو چارو کې د یو بل سره ملګری وه. له دې امله ده چې د خپل خاوند په امر کله کله د امریکا ضد نقاب په خپل مخ راکاږی او کله ناکله د «سولې پروسې» سر هم یوځاي کیږی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 210 میلمانه آنلاین لرو