اروپا ته د پناه وړنکو دربدري او د وژنې ځناوره پیښه

فاجعه وحشتناک قتل و دربدری پناه‌جویان به اروپا

میاشتی کیږی چې د زرګونو پناه‎وړنکو د ټول وژنی او ډوبیدنی خبر چې د آسیا او افریقا د جنګ ځپلو سیمو څخه د اروپا په لوری په تیښته کې دی د نړی د رسنیو په سرلیک کی قرار لری.

د ۲۰۱۵ کال د اپریل د ۲۷می په شپه له ۲۰۰ څخه د ډیرو پناه غوښتونکو مړي چې د قاچاق په بڼه یې اروپا ته د رسیدو هڅه درلوده، د مدیترانی سیند ته نږدی دلیبا په څنډو کې ومندل شول، ماشومانو چې د ۵ نه تر ۷ کلونو پوری یې عمر درلود هم په دی قربانیانو کې لیدل کیږی.


د بې پولې ډاکټرانو د رایو له مخی چې د مرستی لپاره هلته تللی ول، د ۴۰ په شاوخوا مړي د کب نیونی په کښتی کې او ۱۶۰ مړي په اوبو کې په ځوړند ډول موندل شوي چې د ۱۱۰ تنو څخه کوم خبر نشته.

د اتریش پولیسو د ۷۰ څخه د ډیرو پناه غوښتونکو مړي چې یخچال لرونکی موټر کی ځای په ځای شوی ول کشف کړی دی.
د اتریش پولیسو د ۷۰ څخه د ډیرو پناه غوښتونکو مړي چې یخچال لرونکی موټر کی ځای په ځای شوی ول کشف کړی دی.

په ورته وخت کی د اتریش پولیسو د ۷۰ څخه د ډیرو پناه غوښتونکو مړی چې یخچال لرونکی موټر کی ځای په ځای شوی ول کشف کړی دی. د اتریش د د جنایې کارکونکو لومړنۍ پلټنی ښیی چې هغوی له یونیمی نه تر دوه ورځو هغه ځای ته د رسیدو نه مخکې د سا بندی له امله ځانونه دلاسه ورکړي دی.

اروپا ته د پناه غوښتونکو خپریدل او د هغوی په وړاندی د اروپایی ټولنی غړو هېوادنو انساني ضِد سیاستونه د هغه ډول بحران د رامنځته کیدو لامل شوی چې د (ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د پناه غوښتونکو عالی کمیسارۍ) د اروپا برخی رییس په دی اړه ویلي دی چې: «زه د بشرپالنی د ۳۰ کلنی تجربی په درشل کې له داسی وضعیت سره هیڅکله مخ شوی نه یم، د اروپایی ټولنی دغه مشکل رښتیا هم شرموونکۍ دی.»




د ۱۳۹۴ کال د زمری ۳۱مه: له کډوالو سره د یونان په پوله کې د مقدونیه پولیسو نښته

د لوموند ديپلوماټيک میاشتنۍ خپرونی د۲۰۱۳ کال د نوامبر په ګڼه کی د پناه غوښتونکو په وړاندی د اروپایی هېوادونو په سیاستونو نیوکه وکړه او لیکلي یی ؤ چی:

«دتیر اکتوبر په ۲۱مه په لامیدوزا کې یو جرثقیل ته اړتیا وه چی له دی مهاجرینو څخه نږدې ۳۰۰ تنو مړي په یو جنګي بیړۍ کی بار کړي په بیړۍ کی ناستو پناه غوښتونکو د برلین دیوال یی سیند او سیسل یی هدیره وه چی وروسته له مړینی هغوی ته د ایټالیا تابعیت ورکړل شو.»

افغانستان هم په هغو هېوادونو کی ورګډ و چی سل ګونه زره خلک یی د تیښتی په حال کی ګاونډیو او لویدیځو هېوادونو ته رهي کېږي، جګړه، بیکاري، بیوزلي او ملي ځناورتوب دولت خندوونکی وضعیت ددی لامل شوی جی د کډوالو ډیری ډیری د امنیت او کار پېداکولو لپاره دمافيایی بانډونو لاسته ولویږي او یا هم له ناوړه راتلونکي سره مخ شي.

همدا اوس په ترکیه، یونان او نورو هېوادونو کی زرګونه افغان کورنۍ دځان اخیستونکي کړاونو سره لاس او ګریوان دي، په داسی حال کی چی د لویدیځو هېوادونو مشران درسنیو په وړاندی دپناه غوښتونکو د وضعیت په اړه د تمساح اوښکی تویوي خو په عمل کی ټولو خپلې پولې دپناه غوښتونکو په وړاندی تړلی او له هغوی سره دځناورو په څېر سخته کړنه لري حتی ویل کیږي چی ددی هېوادونو ساحل ساتونکو قصدآ غیر قانوني بېړۍ ډوبی کړي تر څو یی له شر نه خلاص شي.


سوري پناه غوښتونکی

داروپایی هیوادونو تر څنګ استرالیا هم دپناه وړونکو په وړاندی فاشستي سیاست په مخ کی نیولی او هغوی داسی جزېری ته لیږدوي چی په بدو شرایطو کی واوسېږي دنوموړي هېواد په سواحلو کې هم څو ځله ماشومان او ښځی دسیند قرباني شوي خو دهغه هېواد امنېتي ځواکونه په ډیری بی پروایی دهغوی له څنګه تېرېږي.

امريکا او ناټو دکور سوځوونکو جنګونو په لاره اچولو او د ځناورو ترهګرو ډلو لکه داعش...ډیری هېوادونه لکه عراق، سومالي، لیبا، یمن، افغانستان اونور ویجاړ کړل چی په پای کی تر پوزی رسېدلي خلک نسبتآ د انساني ژوند لپاره د پناه لټونی څخه پرته بله لار نه لري، دغه خلک د سترو زورواکو د شومو سیاستونو ازمویلو قرباني شوی چی په سر کی یی دامریکا جنایتکاره دولت دی چی دخپلو اقتصادي، سیاسي او نظامي ګټو لپاره بېوزله هېوادونه تر یرغل لاندی نيسي او دبدبختۍ لوري ته یی کاږي.

زما پیغام هغو هېوادوالو ته چی غرب ته د رسېدو خطر او سپکاوی څخه ډکه لاره یی خپله کړی داده چی راځئ سره دټولو کړاونو پخپل هېواد کی مبارزه وکړو، بهرنيو یرغلګرو او دهغوئ کورني چوپړانو ته د ډګر پرېښودلو پر ځای دملي خاینانو څخه ژغورنی لپاره کار وکړو که دخپل مورني هېواد ویجاړۍ په وړاندی بی پروا واوسو تاریخ به موږ و نه بښی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 365 میلمانه آنلاین لرو