په افشارو کې د ډله ییزی وژنی عاملان څوک وو؟

خانم ګل
خانم ګل چی خپل دوه ورونه یی په افشارو کی له لاسه ورکړی. پوره کیسه یی دلته ولولی.

د بشري حقونو څارونکې ډلې په خپل یو کره او باورې راپور کې د شورای نظار او لنډ محاله دولت د چارواکو له خولې لیکې، چې د افشارو په سیمه کې د وحدت ګوند سره په جګړی کی د بیوزلو هزارګانو پر وړاندې د جګړی پلان د جمعیت او شورای نظار، اتحاد او د ربانې د دولت جګپوړو چارواکو لخوا ترتیب او تصویب شوې و.

«د افغانستان لپاره د عدالت پروژه» یو خپلواک او غیر دولتي بنسټ دی، چې په افغانستان کې د افشارو او ورته نورو نظامي عملیاتو په اړه د ۱۹۷۹ کال څخه تر د ۲۰۰۱ کال پورې پلټنې کړي او په خپل هغه ګزارش کې چې د ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په میاشت کې خپور کړ، د دغو عملیاتو په اړه داسې سپړنه کوي.

دغه ډله ییزه وژنه چې د ۱۹۹۳ کال د فبروري په لسمه نیټه پیل شوه، ټول هغه ځواکونه چې په دی جګړه کې یې ګډون درلود، مخکې له یرغل څخه د کابل دننه او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي وو.

افغانستان د اسلامي دولت اصلي موخه د ځانکړو عملیاتو په وسیله د وحدت ګوند ځپل او د بمباریو لپاره د نوي توپونو ځای پر ځای کول وو.

دا ځکه چې هغه مهال د ځانګړو عملیاتو مسوولیت د استخباراتو رییس جنرال محمد قسیم فهیم پر غاړه درلود، پرسونل یې په دې وتوانیدل، چې د افشارو شاوخوا شیعه قومندانانو سره اړیکې ټینګې کړي او د اسلامي دولت د یرغل لپاره د هغوی د مرستې هوکړه خپله کړي.

د عیني شاهدانو په وینا، د جمعیت لوړ پوړو قومندانانو د اتحاد ګوند جګپوړو قومندانانو (شیرعلم او زلمی طوفان) او ستر شیعه متحد سید حسین انوري سره او د افغانستان د اسلامي دولت نظامي سلاکارانو سربیره، د مسعود په مشرۍ له عملیاتو دوه ورځې وړاندې د بادام باغ په نظامي قرارګاه کې غونډه درلوده. له یرغل څخه یوه ورځ مخکې بله جلسه د انټرکانټیننټال هوټل ترڅنګ د کارته پروان په سیمه کې د استخباراتو په یو خوندي کور کې ترسره شوه. مسعود له همدې کور څخه د عملیاتو د خونې په توګه ډیر کار واخیست. دې ته ورته یوه غونډه له جګړې څخه یوازې یوه ورځ مخکې په پغمان کې د اتحاد ګوند د قومندانانو سره د سیاف په مشرۍ را وبلل شوه. د دې ټولو غونډو اصلي موخې د قومندانانو روزنه او په ځمکنۍ حمله کې د هغوی د نقش څرنګوالی و.

د اسلامي دولت ځواکونو د ۱۹۹۳ کال د فبرورۍ په ۱۰-۱۱ د کابل په لویدیځه څنډه خپل سر تا سري بمبار د ټولنیزو علومو انسټیټوټ په څلور خواو، افشارو او د ښار په نورو شیعه میشتو سیمو پیل کړ. د نظامیانو پرمختګ د ۱۱ فبرورۍ د سهار په ۵ بجو پیل شو او دا هغه وخت و، چې جنګ نور په ټوله مانا شروع شوی و. د نظامي قطعې لومړنی پرمختګ د بادام باغ له لورې د افشارو شاته د رادار غونډۍ ته و. د افغانستان د اسلامي دولت ځواکونه پرته له ځنډ او مقاومت په دې بریالي شول، چې د یادې غونډۍ لوړې څوکې ونیسي او د وحدت ګوند مهم دفاعي سنګرونه ورمات کړي.

د فشارو یوه قربانی

د اتحاد او جمعیت لخوا استول شویو لویو ډلو له لویدیځ لور څخه د افشارو پر لور پرمختګ وکړو. د کابل پلي تخنیک تر ټولو نږدې او د اصلي عملیاتو جبهې ته د رسیدو ړومبنی خط و. د جمعیت ځواکونه د افشارو د سړک په اږدو کې د کارته پروان او انټرکانټیننټال له لارې څخه د ټولنیزو علومو انسټیټوټ پر لور افشارو ته ورننوتل. د اسلامي دولت ځواکونو د کابل لویدیځ لور ته په ځانګړي ډول د جبهې لومړنیو محاصره شویو کرښو پر لور پرمختګ ونه کړو. لیکن درندو بمبارونو ته یې زور ورکړو او بې شمیره ځواکونه یی له ګواښ څخه د مخنوي لپاره ځای پر ځای کړل.

د جمعیت او شورای نظار ځواکونو پر افشارو خپل تمرکز ډیر کړو او د راکټي او توغندیزو بریدونو له امله ملکي وګړي اړ شول، چې افشار پریږدي. په بمبار او د توپونو په ډزو کې د وژل شویو کسانو کره شمیر څرګند نه دی، لیکن د افغانستان لپاره د عدالت پروژې د ژغورل شویو کسانو سره مرکې کړي، هغو څرګنده کړې ده، چې جسدونه د سړکونو او کوڅو پرمخ پراته وو. هغوی ویلې چې د توپونو، هاوانونو او راکټونو شدت دومره ډیر و، چې هیچا نه شو کولی چې د یرغل پر ورځ له خپلو کورنو د باندې ووځي.

د افغانستان لپاره عدالت په یاد راپور کې د انسان وژونکو جهادي ګوندونو له زرګونو جنایتونو، لوټماریو او جنسي تیریو څخه په مستند ډول پرده پورته شوې، چې دلته د ټولو یادونه ناشونی کار دی او یوازې د بیلګې په توګه د یو دوه عیني شاهدانو څرګندونې راخلو.

(ک) د سلام تپې اوسیدونکی وایي: زه د خپل تره په کور کې وم، چې جګړه پیل شوه، ما په خپلو سترګو لیدل چې ګل حیدر پنجشیري له سلام تپې څخه د پوهنتون سیمه چې د اکبر قاسمي په واک کې وه، په هاوان ویشتله. تقریبا له غرمې وروسته و چې زموږ یو ګاونډي د پلار د پښې د ټپیکیدو له امله زما د تره کور ته راغی، زما تره چې یو نظامي افسر و، نو تل به ورسره په کور کې د روغتیایي مرستو لومړي توکو شتون درلود. کله چې تره مې د ټپ په درملنه لاس پورې کړ، نو زه یې د اوبو راوړلو لپاره چې ټپ ورته پرې مینځي ولیږدولم او د کورنۍ پاتي ټول غړي د کور په صالون کې د ګاونډي د ټپونو د پانسمان لیدو ته را ټول شوي وو.

کله چې (ک) د اوبو راوړلو لپاره بهر لاړو د تره کور یې د وحدت ګوند لخوا په توغندي وویشتل شو.

«حویلۍ په خاورو او دوړو کې ډوبه شوه. ډیرې خښتې او خاورې را باندې پریوتې لیکن د الله په فضل چې ټپي نه شوم او یوازې لږ ګنګس او ټکنی شوم، لیکن کله چې هوا پاکه او سترګې مې روښانه شوې ومې لیدل، چې د کور پوړونه ویجاړ شوي دي. نرۍ ژړا مې پر غوږ شوه هڅه مې وکړه چې خښتې او خاوره ترې لرې کړم، لیکن بریالی نه شوم».

(ک)، لاړو او خپل تره ځوی یې راوست چې جسدونه را وباسي او حویلۍ کې یې خښ کړي. دا ځکه چې جنګ ډیر تود او د جنازو بل ځای ته لیږدول ناشونی کار و. په دغه پیښه کې د ګاونډي په ګډون د یوې کورنۍ ۹ کسان ووژل شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱- تره محمد عظیم
۲- د محمد عظیم میرمن
۳- زلمې ۱۶ کلن
۴- زړګې ۱۴ کلن
۵- ډلګې۱۲ کلن
۶- زمری ۱۰کلن
۷- شکیلا ۸ کلنه
۸- فریبا ۶ کلنه
۹- ګاونډي نظر محمد

یو بل تن چې د سیاف راکټیز بریدونو زیانمن کړی و (ی) په نوم چې په ۱۳۷۱ کال کې د کابل په لویدیځ کې اوسیدو، وایي ښکیل لوري په خپلو کې د ځواک پر سر جنګیدل. یوه ورځ یو راکټ د دیوان بیګې یا کمپنۍ له لوري چې د اتحاد ګوند ځواکونه په کې ځای پر ځای وو، زموږ په کور ولګید او زما ۲۸ کلن ځوی محمد حسین او ۲۴ کلنه لور زهرا په کې ووژل شوه.

د افشارو د عملیاتو په لړ کې د سیاف د اتحاد اسلامي ځواکونو له سیمې څخه د ولسي وګړو د ایستلو په موخه د ولسي وګړو پر وړاندې د جنسي تیري او نورو ناوړو بریدونو څخه کار واخیست. د افغانستان لپاره د عدالت پروژې د عملیاتو په جریان کې د اتحاد ځواکونو لخوا د جنسي تیري قربانیانو او شاهدانو سره مرکې کړي دي. د (م) په نوم شاهده وایي کله چې د اتحاد ځواکونو زما په ځوی ډزې وکړې، نو ما هڅه وکړه، چې هغه وژغورم نو زه په لاس او پښه ټپي او پریوتلم. آغلې زیاته کړه:

«په داسۍ حال کې چې له مانه وینه بهیدله، هغوي پر ما جنسي تیری وکړو»

درې تنو زما لاس او پښې ونیولې او څلورم تن پر ما تیری وکړ. څو نورې ښځې چې زموږ کور ته یې پناه راوړې وه: یوه زما ګاونډۍ (ز) او د هغې دوه لورګانې او یوه بله (ر) په نوم میرمن وه. د (ز) دواړه لورګانې چې ۱۴ او ۱۶ کلنې وې او (ر) په نوم میرمن، دریواړه د اتحاد د عسکرو لخوا په نوبت سره د جنسي تجاوز لاندې راغلې. د (ز) یوه لور چې د مقاومت هڅه یې وکړه په برچه ووهل شوه.

یوه بله ښځینه شاهده وایي، چې د عملیاتو په دویمه ورځ په افشارو کې د سیلو خواته وسله والو سړو یې پر کور یرغل وکړو: «موږ یې ووهلو او پر ما او زما خور یې جنسي تیری وکړ او په پای کې د کور ټوله شتمني یې راته لوټ کړه.»

بله ښځینه شاهده د ش به نوم وایي، د افشارو له نیولو وروسته د اتحاد اسلامي ځواکونه د سهار په ۷ بجو په زوره کور ته یې ننوتل او د میرمن ش په ګډون د نوموړې پر څلورو لورګانو او ۱۴ کلنې خور او د هغې سیمې پر دوو نور ښځو ډله ییز جنسي تیری وکړ.

په سلګونه داسې نورې پیښې تاریخ په خپلو پاڼو کې ثبت کړي، چې په ویلو یې عاجز یو. په دغه ناورین او ټول وژنه کې د جنایتکاره جهادي ګوندونو (د وحدت او اتحاد ګوندونو د مشرانو) لخوا غوره شوي کمیسیون چې د کورنیو څخه یې شکایتونه راټول کړي، په خپل راپور کې وایي، د جنګ په دروان کې ۸۰۰ تنه اسیر شوي، چې ډیره برخه یې هغه کسان جوړوي چې عمرونه یې د ۱۰ او ۳۵ کلنو ترمنځ دي او د هغوی له ډلې له ۷۰۰ تر ۷۵۰ کسانو پورې وژل شوي او یا هم مړه شوي دي. دا کمیسیون وایي چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې د ولسي وګړو وژنه يې ثبت کړې، چې د افشارو په کوڅو کې وژل شوي وو، دا هغه ارقام دي چې د بشري حقونو د څارونکو راپور سره سمون خوري.

د دې کمیسیون مشران وایي، د ښځو تښتول او له منځه وړلو په اړه ډیر مالومات په لاس کې لري، لیکن په دې اړه د خبر اترو لپاره یوازې څو کورنۍ حاضرې شوي. یاد کمیسیون ډیروي، چې د افشارو په جنګ کې او له جنګ څخه وروسته شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه لوټ شوي دي چې دا هم د بشري حقونو د څارونکو د ګزارش سره ډډه لګوي.

جنګیالي او نظامي- سیاسي ګوندونه چې په یادو جنایتونو، خیانتونو، لوټماریو او جنسي تیریو کې لاس لري، جمعیت، وحدت، اتحاد او حرکت ګوندونه دي.


جمعیت اسلامي:

۱- رباني د جمعیت ګوند مشر او د وخت د اسلامی دولت رییس
۲- مسعود د اسلامی دولت د دفاع وزیر او دافشارو د ټول وژنې طراح
۳- محمد قسیم فهیم، د استخباراتو رییس او د ځانګړو عملیاتو مسوول
۴- بسم الله خان، د جمعیت د عملیاتو قوماندان
۵- حاجی الماس، د جمعیت قوماندان
۶- انور ډنګر، د فرقی قوماندان او د افشار په عملیاتو کې په تجاوز تورن
۷- ملا عزت، د فرقې قوماندان او د افشار په عملیاتو کې په تیریو تورن
۸- محمد اسحاق پنجشیري، د لوای قوماندان چې په برید کې شریک و
۹- حاجی بهلول پنجشیري، د لوا قوماندان او په افشارو باندې برید کوونکې
۱۰- بابه جلندر پنجشیري، د لوا قوماندان چې په عملیاتو کې ګډون درلود
۱۱- خانجر آخوند پنجشیري،د کنډک قوماندان او په برید کې شریک
۱۲- باز محمد احمدي بدخشاني، د فرقې قوماندان او د قرغی له لوری برید کوونکې

د فشارو د عام وژنی عاملان

اتحاد اسلامي ګوند:

۱- عبدالرب رسول سیاف، د اتحاد اسلامي ګوند مشر، او د پورته ذکر شوي جنایاتو مستقیم او یا غیر مستقیم مشر چې په دی اساس د جنګې جنایتکار په حیث په یاد ګزارش پیژندل شوی.
۲- حاجی شیرعلم، سیاف پوری تړلی فرقې قومانداناو د عملیاتو اولی او دوهمی ورځې د جنایاتو مسوول او د عملیاتو اصلې پلانونکې
۳- زلمی طوفان، د ۵۹۷ لوای قوماندان او د افشارو د عملیاتو اولی او دوهمی ورځی جنایاتو مسوول او د عملیاتو طراح
۴- ډاکتر عبدالله، د کنډک قوماندان او په افشارو باندۍ د عملیاتو قوماندان
۵- جګړن نعیم، د کنډک قوماندان او د افشارو د عملیاتو قوماندان
۶- ملا تاج محمد، د عملیاتو د پلانګزار
۷- عبدالله شاه، په افشارو کې د نظامیانو مشر او انسان تښتونې او نیونې مسوول
۸- خنجر، چې د عملیاتو په دوهمه ورځ یې خپل ځواکونه په افشارو کې ځاي پر ځاي کړل
۹- عبدالمنان دیوانه، د کنډک قوماندان او افشارو د ټول وژنې شریک
۱۰- امان الله کوچی، د کنډک قوماندان او د دویمي ورځې دعملیاتو قوماندان
۱۱- شیرین، د کنډک قوماندان او د افشار دعملیاتو د دویمی ورځي ګډونوال
۱۲- مشتاق لالی، د غنډ قوماندان او د عملیاتو د دویمی ورځي ګډونوال
۱۳- ملا کج کول، چې د افشارو په عملیاتو کې خپل نظامیان په دویمه ورځ ځای پر ځای کړل

وحدت ګوند:

د وحدت ګوند ځواکونه چې مشری یې عبد العلي مزاری کوله په یادو کالنو کې د ولسي وګړو په نیونو، تښتونو، ربړونو او په جنسي تیریو تورن دي. د وحدت ګوند هغه وخت په جنایت بوخته قوماندانانو نوم لړ په لاندې ډول دی.
۱- عبد العلي مزاري د وحدت ګوند مشر
۲- عبدالکریم خلیلي د وحدت ګوند مرستیال
۳- محقق د وحدت ګوند قوماندان
۴- شفیع دیوانه د کابل په لویدیځ کې د وحدت جنایتکاره قوماندان
۵- ناصر دیوانه د کابل په لویدیځ کې د وحدت جنایتکاره قوماندان
۶- عبد الواحید ترکمني
۷- محسن سلطاني
۸- طاهر طوفان
۹- صداقت جوهري
۱۰- قوماندان بهرامي

حرکت اسلامي ګوند:

په یاد ناورین کې د حرکت اسلامی ګوند رغنده رول لوبولی او د جمعیت او اتحاد ګوندونو جنایاتو ته یې لار هواره کړه. د برید د پیل څخه تر پایه پوری په یادو عملیاتو کې برخه درلوده.
۱- محمد آصف محسني ګوند مشر
۲- سید حسین انوري د ګوند سرتاسری قوماندان او د افشارو د ډله ییزی وژنې پلان جوړونکې
۳- محمد علی جاوید د حرکت ګوند قوماندان او د افشارو د عملیاتو قومندان

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 763 میلمانه آنلاین لرو