پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

پاکستان په اداری فساد بی امنی او ساسی کړکیچ کی د ډوبیدو برسیره، د لوی اقتصادی ناورین سره لاس او ګریوان دی او خلک یی په ځانګړی توګه لری پرتو ایالتونو خلک یی سخت روزګار په مخ وړی. د څو کالو وروستی ناورینونو او طبیعی پیښو ددغه هیواد بیوزله او زیارکښه خلک د بی رحمه ځناور په ټوګه بدمرغۍ ته راکاږی. سیلابونه، زلزلی او په ځانګړی توګه لوږه او وچکالی هر کال په دغه هیواد کی په سلګونه زره انسانان د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی چی ډیرۍ قربانیان یی ښځی او ماشومان دی.

په دغو ورځو کی د پاکستان د سند ایالت د تهرپارکر منطقې خلکو بدمرغۍ نړیوال انعکاس موندلی. تهرپارکر چی یونیم میلون نفوس او ۲۰۰۰ کلی لری کلونه کیږی چی د لوږې او وچکالی سره مخ دی ولی د روغتیایی خدمتونو مرکز او د وړ موصیلاتی لارو څخه بی برخی دی. د ځمکې لاندی اوبو کچه یی ۱۲۰ مترو ته رسیدلی ده. کورنۍ د طبی اسنتیاو او د ډاکټرانو ناسم چلند څخه فریاد کوی. ددې سیمې خلک له بیوزلۍ او خوړو نه شتون سره لاس او ګریوان دي خو دولت دغه لری پرتې او هیر شوی سیمې ته لږ پام هم نه لری.

ورستی لاس ته راغلی شمیری (د ۲۰۱۶ کال د جنوری څخه تر اوسه) په دغه سیمه کی دا ښودنه کوی چی ۱۳۸ کوچنیانو عمدتآ د اوبو او خوړو نشتون له امله مړه شوی دی.

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

امر گوریرو (د سند ایالت خبرنګار) د «انترپرس سرویس» خبری اژانس سره په ۲۰۱۵ کال د جنوری په ۳ په یوه مرکه کی وویل:

«په دی سیمه کی دغه د وچکالی او لوږې دریم کال دی چی ډیر شمیر کوچنیان او همدارنګه د شپنکو رمی یی له منځه وړی دی. د وچکالی په کال کی دولت د خلکو په منځ کی غنم وویشلو ته اړ دی خو بی‎وزلو ته ډیر شمیر ویشل شوی بوجی له شګو ډکی وی. همدغه فساد او خیانتونه دی چی د یو نیم میلیونو خلکو ژوند یی په دغه ایالت کی ګواښ سره مخ کړی دی.»

د ټول‎ګټو غیری دولتی بنسټونو، د ۵ کاله څخه ښکته مړه شوی کوچنیانو شمیر په پاکستان کی په منځنی ډول ۳۵۳ زره تنه اټکل کړی. همدا رنګه ورسته پاتی رواجونه لکه مخکی له وخته ودونه د ډیر شمیر میندو د مرګ او د ارثی وژونکو ناروغیو د ښکاریدو لامل شوی دی. ۲۸ زره میندی د زیږولو په موده کی مری.

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

پریم چندر۳۴ کلن سړی د سند د تهرپاکر اوسیدونکی دی. هغه په قهر او کرکې د «اکسپرس تربیون» ورځپاڼی ته وویل:

«دریم ځوی می له لاسه ورکړ ځکه چی امید‎واری ښځی ته می اړ روغتیایی خدمتونو نه وو. حیرانونکی نه ده چی زموږ کوچنیان د ولږی له لاسه مړه کیږی؟ موږ اټمی ځواک یو ولی زموږ کوچنیان د خوړلو ډوډی نه لری!»

دغه یوازی د سند ایالت نه دی چی د دارنګه ناورینونو سره مخ دی. په ۲۰۱۴ کال په ټول پاکستان کی، ۱۸۰۰ ماشومانو د شیری او نورو درمل کیدونکی مرضونو په اخته کیدو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټر اکرم چی کلونه یی په سند کی کار کړی وایی: «لوږه په پاکستان کی یوه نوی او یوځلی پدیده نه ده او نه هم وچکالی، خو په دغه برخه کی د حد څخه ډیر تنبلی د انسانانو د منځه تللو لامل شوی دی.»

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

هغه احصاییه چی دولت د هغی څخه د بیارغونی ــ خدمتونو د کړنلارو په ترسره کولو کی کټه اخلی، ۱۸ کاله وړاندی (۱۹۹۸) کی ترسره شوی ده. دغې سیمی ته د دولت د پام نه کولو یو لامل له هند سره ګډه پوله درلود دي په داسی حال کی چی په دی ځای کی ۶۴ فیصد خلک مسلمانان او ۳۶فیصد خلک یی هندوان دی.

دا په داسی حال کی ده چی پاکستان په سیمه او نړۍ کی د ترهګرۍ او بنسټپالی اصلی ملاتړکونکی او مالی مرستندویه دی. د «ال.اچ.دبلیو» روغتیایی خدمتونه پلان (چی ۱۲۰ زره ښځینه ډاکټرانی د پاکستان زیان لیدونکی منطقو ته لیږدوی) ۶۴۰ زرو ډالرو ته اړتیا لری، خو د پاکستان دولت یواځی د څو وروستی کلونو په لړی کی میلیونونه ډالر ځپونکو ډلو او ځناورخویه طالبانو جیب ته اچولی دی، چی د هغی بیه عمدتآ د دواړو هیوادونو زیارکښه مظلومه خلک ورکوی.

هغه دولت چی بل هیواد باندی ظلم روا ګڼي، په حقیقت کی د خپل ملت سره هم یو ستر خیانت ترسره کړی دی چی موږ د بیلګی په ډول پاکستان او مریکا شاهدان یو. په دواړو هیوادنو کی، د ملی عوایدو او د ټکس ورکونکو پیسو یو برخه د ترهګرو ډلو او ځناورو ډلو ته ورکول کیږي په داسی حال کی چی ددغو هیوادونو بیوزله خلک په ډاروونکو بحرانونو کی راګیر دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 41 میلمانه آنلاین لرو