«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د هند زورواکی دولت چی په خوابدیتوب سره په لویدیځو رسنیو کی «د نړۍ سترې ډموکراسۍ» په نامه یادیږي، له ډیرو کلونو راهیسی د دی خاوری د میلیونو انسانانو وینی او خولی یی څښکلی دي. په بی عدالتی او بی‎وزلۍ کی ډوب دغه هیواد کی که هر کس او یا ډلی په کره توګه دولت او دهغه فاسده او د خلکو ضد بڼه د نیوکی لاندی ونسی د «ترهګر» او د «ملی ضد عنصر» تر نوم لاندی بندي کیږي، ربړول کیږی او آن تردی چی په ډیرو چارو کی په مرګ محکوم کیږی.

کانهایا کمار (Kanhaiya Kumar)
کانهایا کمار (Kanhaiya Kumar)

نژدی له یوی میاشتی راهیسی د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کی چی د هند ستر تحصلی بنسټ او عمدتآ د چپیانو، سیکولاریستانو او د نورو روڼ اندو اندیښنو او پوهو خلکو مرکز دی، پراخه پاڅونونه د نرندرا مودی بنسټپاله رژیم پر وړاندی دوام لری. د دغه پوهنتون او ټولو ښونیزو مرکزونو څخه زرګونه محصلان هغه وخت د ډهلی کوڅو او نورو ښارونو ته خپاره شول چی کانهایا کمار (Kanhaiya Kumar)، د «هند د محصلانو سراسری فدراسیون» او د «جواهر لعل نهرو د پوهنتون د محصلانو اتحادې» رییس او ددی اتحادې د څلور تنو رهبرانو سره د «فتنې» په تور ونیول او بندي شول.

کانهایا کمار د ۲۰۱۶ کال د فبروری په ۹ نیټه په یوی غونډه کی د هند دولت د جنایاتو څخه په کشمیر کی یادونه وکړه او څرګنده کړی وه چی د هند دولت د کشمیر د نیولو لپاره هیڅ جواز نه لری. د مودی رژیم دغه څرګندونی فتنه‎اچونکی او د هند د ملی ګټو په ضد وبللی او په یوه ناڅاپی برید کی هغه د څلور تنو نورسره ربړونځای ته یوړ.

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د جواهر لعل نهرو پوهنتون د اتحادیې ډیر غړي د هند د مائویستی غورځنګ د کار او جګړې څخه چی د دغه هیواد په کلیو کی د زورواکۍ او بیوزلۍ پروړاندی د بی وزلو برګرانو او «دالیت» یانو په یوځای کولو لپاره وسله‎واله مبارزه په مخ بوزی، ملاتړ کوی.

دغه غورځنګ د هند دولت له ویری او کړکیچ سره مخ کړی او د هغه هیواد غریب ناستو سیمی پراخه برخی یی د دولت له واک څخه بهر او خپل ځانګړی سیسټم یی په هغه ځای کی په کار راوړی دی. د کانهایا کمار ورستی څرګندونو ښه بهانه د مودی د دولت فاسدو وزیرانو ته په لاس ورکړه تر څو د اتحادې ټغر راونغاړي او د باوجدانه محصلانو د آزادی‎غوښتنی او عدالت غوښتنی غږ غلی کړی.

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د یادونی وړ دی چی د هند دولت د مائوئیستی چپو ډلو د وسله‎والو مبارزو له ویری د ښارونو په منځ کی پراخه تبلیغات په لاره اچولی دی او د ډهلی په لارو او څلور لارو کی د لاسپیکرو په مرسته ټوله ورځ د خلکو څخه غواړی تر څو استوګن‎ځایونه، سوداګریز مارکیټونه او ګاډي یی د هند پولیسو په وینا «ترهګرو» (په هندی ژبه «آتنگ وادی») ته په کرایه ورنکړی او نه یی وپلوري. دغه ډول کوڅه په کوڅه تبلیغات پخپله د دغه غورځنګ څخه د ویری ښکارندوی دی چی د هر ورځی په تیریدلو د ټولنی په تیزی د هند زورواکۍ پر وړاندې د غزیدنی او لوړیدو په حال کی دی.

سمریتی ایرانی (Smriti Irani) (یو هنرمنده چی په یوه ذلیله ډرامه کی یی د تولسی ونډه لوبوله) له واکمن ګوند څخه «بهارتیا جناتا پارتی (بی جی یی) ــــ د هند ولسی ګوند» (د هند د پوهنی اوسنۍ وزیره)، په ټولی بی رحمی سره د محصلانو پاڅونونو د ټکولو غوښتونکی وه. هغی ټول پاڅون کونکی او د هغوی مشران یی د کشمیر په ترهګر او بنسټپال سازمان چی په کشمیر کی فعالیت کوی، تړلي وبالل او د دی لپاره چی دولتی ټکول صحیح ښکاره کړی، هغوی یی د یو محصل په وژلو او د پوهنتون په منځ کی په بدکارۍ تورن کړل.

انانت پرکاش نارایان د محصلانو د اتحادیې معاون چی د نیول شویو په ټولګه کی وه په یو پرانیستي لیک کی د سمریتی د څرګندونو په ځواب کی لیکلی:

«...مونږ له تاسو څخه د ترحم تمه نلرو، په حقیقت کی تاسو هڅه کوی چی په شونی ځواک سره پر مونږ حمله وکړی، مونږ یی هم په ځواب کی خپل ټول ځواک راټولو او تاسو ته به ځواکمنه ضربه درکړو.»

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د هغی سره چی د هند دولت او هندی رسنیو د پاڅونکونکو پر وړاندی پراخه تبلیغات په لاره اچولی ولی دغو پاڅونونو پراخه ملاتړ په دننه او بهر کی په لاس راوړی دی. په زرګونو محصلان او سلګونو روڼ اندي او پروفیسوران د جواهر لعل نهرو محصلانو سره یوځای شوی او پیژندل شوو اکاډومیکو شخصیتونو له هغوی څخه لیدل کړی او دهغوی په راټولیدنو کی یی خبری کړی دی.

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 652 میلمانه آنلاین لرو