د ټرامپ د فاشیستی طرحې پر وړاندې د اعتراض په توګه د امریکا او مکسیکو د فوټبال ټیمونو یووالی

د ټرامپ د فاشیستی طرحې پر وړاندې د اعتراض په توګه د امریکا او مکسیکو د فوټبال ټیمونو یووالی

د ۱۳۹۵ کال لړم په ۲۱مه (۲۰۱۶ د نوامبر په ۱۱)، د مکسیکو د فوټبال ټیم د فوټبال ۲۰۱۸ نړیوال جام ته د لار موندنې په لومړنیو سیالیو کې د امریکا ټیم یی ۲-۱ د سیال ټیم په خپل کور، د امریکا اوهایوی ایالت کی، ماته ورکړه. خو هغه څه چې د نړیوالو ډیر پام یي سیالې ټه راواړوه، د ډونالد ټرامپ د فاشیستی سیاستونو پر وړاندی د دغه دوو ټیمونو یووالی وو. ټرامپ د خپلو ټاکنیزو چارو په وخت کې اعلان وکړ چې د امریکا او مکسیکو پر پوله دیوال غزوی تر څو د مکسیکوی اوسیدونکو په غیر قانونی توګه د امریکا خاوری ته د ننوتلو څخه مخنیوی وکړی او د هغې د جوړولو لګښت به د مکسیکو له دو لت څخه واخلی.

ډیرۍ وخت د فوټبال په سیالیو کې، سیال ټیمونه جلا جلا انځور اخلې، خو دغه د بی‎ساری سیالو څخه ده چې دواړه ټیمونه یوځای د عکاسانو د کمرو مخې ته ودریدل او دا یی څرګنده کړه چې واکمنانو او د هیوادونو عامو وګړو ترمنځ لوی توپیر شتون لری. اوریبی پیرالتا، د مکسیکو بریدګر لوبغاړي، د خپل ټوییټر په حساب کې لیکلې: «هیڅ دیوال موږ له یو بل څخه بیلوی نشی!»

د امریکا د رسمی شمیرو پر بنسټ، هرکال د ۳ میلیونو څخه ډیر غیر قانونی کډوال چې د هغې ۵۶٪ یی مکسیکویان او ۲۴٪ یی د لاتینی امریکا نورو هیوادونو وګړي جوړوی، حتا د مرګ ګواښ په قبلولو د امریکا خاوری ته ننوزی. که چیري په غور سره دغې مسئلې ته وکتل شي، وبه مومو چې نوموړو مهاجرتونو اصلی لاملونه، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دغه هیوادونو په وړاندي د امریکا د دولت نیواکګر او نئو لیبرالیستی سیاستونه دی چې په ځانګړي توګه بزګران یی تباهۍ او بیکارۍ په لور راښکلی دي.

دغه لومړی ځل نه دي چې د نړۍ وینه‎څښونکې دولتونه د دغه ډول دیوالونو جوړولو طرحې ورکوی. په اوس مهال کې، اسراییل د فلسطینیانو د اوسیدنې سیمو او اسراییلی نیول شوی سیمو ترمنځ خنډ جوړ شوی دی او د پاکستان جنرال مشرف هم د خپلې واکمنې په لړی کې د ډیورند پر لیکه د دیوال د جوړولو طرح وړاندیز کړی وو خو وی نشو کولای هغه عملی کړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 117 میلمانه آنلاین لرو