د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې دي

د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې دي

د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشت: فلیپینیانو د سترو لاریونونو په لړ کې د دغه هیواد څخه د امریکایی ځواکونو د ویستلو او د امریکا د لاس وهنو څخه لری د خپلواکه بهرنی سیاست درلودلو غوښتونکې شول. هغوی د امریکا جنډی ته اور واچوه او له دغه هیواد سره یی د هر ډول هوکړې د منځه وړلو غوښتونکې شول. ډیرۍ ګډونکونکې محصلان، زیارکښان او د خلکو مختلفی ډلی وی.

لاریون‏کونکو چې د امریکا سفارت ته مخامخ د دغه هیواد په پایتخت کې غونده کړی وو د پولیسو د ځناوریز چلند سره مخامخ شول، تر هغه ځایه چې د پولیسو ګاډی خلک د ټایرونو لاندی کړل اود ۵۰ تنو په شاوخوا کی یی ټپیان کړل. په دغه اړوند، ریناتو ریس د لاریون له مشرانو څخه «اسوشیتید پرس» ته وویل:

«د پولیسو تاوتریخوالې په هیڅ پلمه د منلو وړ ندی. آن ولسمشر خپلواکه بهرنې سیاست یی څرګند کړی، خو د فلیپین د پولیس ځواکونه تر اوسه د امریکا د کوڅه‎ډبو سپو ونډه لوبوی.»

د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې ديلاریون‏کونکو چې د دغه هیواد په پایتخت کې د امریکا سفارت ته مخامخ غونده کړی وه د پولیسو د ځناوریز چلند سره مخامخ شول.

پولیسو ۲۳ تنه د سفارت په لور د رنګ د غورځولو په تور نیولی دی او د لاریون کونکو پر شا تمبولو لپاره یی د اوښکې بهونکې غازو او اوبو شیندلو ګاډو څخه ګټه اخیستی ده. د فلیپین بشر حقوقو سازمان (KARAPATAN)، ویلی چې پولیسو د امریکا د سفارت چارواکو په امر عمل کړی دي.

د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې ديپولیسو ۲۳ تنه د سفارت په لور د رنګ غورځولو په تور نیولی دی.

ویل کیږی چې دغه لاریونونه د رودریګو دوترت، ددغه هیواد ولسمشر د وروستیو څرګندونو څخه په ملاتړ تر سره شوی دی. هغه چین ته د خپل سفر لړ کې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۲۰ نیټه اعلان وکړ چې فلیپین به له پوځي او اقتصادی اړخه د امریکا څخه بیل شی او زیاته یی کړه چې نور د امریکا واک په فلیپین کې نه غواړی او امریکا سره دخدای پامانی وخت رارسیدلی دی. او د دی ترڅنګ رودریګو د امریکا او فلیپین ترمنځ د دفاعی او پوځي مرستو (EDCA) لس کلن تړون هم رد کړ:

«تاسو دفاعی تړون“EDCA” لری، که چیری زه د ډیری مودی لپاره دلته پاتي شم، ښه ده چې هیر یی کړئ. نه غواړو چې پرته له فلیپینیانو د نورو هیوادونو آن یو پوځي کس وګورو. دغه یوازی هغه څه دی چې غوښتونکې یی یم.»

د امریکا په وړاندی د رودریګو دغه لومړنې خبری نه دی، هغه څه موده مخکې اوباما یی «ارمونې» وباله. د امریکا او لویدیځ سیاستونو په وړاندی د هغه بریدونه څو ځله رسنیز شوی دی. رودریګو د ۲۰۱۶ کال په جون کې د خپلو خبرو په یو برخه کې د امریکا د ترهګري‏روزنې سیاستونو په اړوند ویلې وو:

«دغه منځنی ختیځ نه ده چې ترهګری امریکا ته لیږدوی، بلکه امریکا ده چې ترهګري منځي ختیځ ته رالیږدوی. امریکا منځنئ اسیا له منځه یوړله، په یاد به مو وی چې څه ډول امریکا د بریتانیا په مرسته په ۱۹۹۰ کلونو کې عراق یی ونیو.»

د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې ديشعار: بهرني ځواکونه زموږ د پلارنۍ خاوری څخه بهر وباسی!

فلیپین د هغه هیوادونو څخه دی چې څو لسیزه راهیسی د امریکایی ځواکونو شتون هغه یی د بدمرغی په لوری راښکلی دی. امریکا په دغه هیواد کې او په سیاستونو کې یی داسی اوچت لاس لری چې د نړۍ په سیاسی کړیو کې د هغه څخه د «امریکا تش دالان» په توګه نوم وړل کیږی. امریکا له دغو هډو څخه نه یوازی په بهرنیو عملیاتونو کې ګټه پورته کړی چې د دغه هیواد دولتونه سره یی د خپلو مخالفینو په ټکولو کې، او په ځانګړي توګه د هوکیاهاپ چپ پارتیزانانو په ټکولو کې مرسته کړی ده. که څه هم امریکا په ۱۹۹۱ کال کې د خپلو ځواکونو ستره برخه یی له هغه هیواد څخه بهر کړه، خو د یوولسم د سپتامبر پیښی څخه وروسته د امریکا د حد څخه ډیر تمرکز پر آسیا، په ۲۰۰۶ کال کې یو ځل بیا یی هغه هیواد ته ډیر ځواکونه ولیږدول چې خپلو هډو ته ټینګښت وروبخښی. هماغه ډول چې امریکا او لویدیځ په افغانستان کی بنسټپاله ترهګرروزونکې ځواکونه یی تجهیز او سمبال کړل، په فلیپین کې یی هم جنایت‎کونکې ډله د «ابوسیاف» په نوم منځته راوړه چې نوم یی د افغان وژونکې، رسول سیاف څخه اخیستی او په وژنو او جنایاتونو کې د افغان بنسټپالو څخه لږ لاس نلری.

خو د یو څه مودی راهیسی د هغه هیواد پرمختللی او عدالت غوښتونکې ځواکونو د خپلی خاوری څخه یی د امریکا ناتارکونکو ځواکونو د ویستلو لپاره پراخه مبارزات په لاره اچولی دی ځکه چې دوی په عمل کې موندلی تر هغه وخته چې خپلواکې لاس ته را نه وړی، نشی کولای خپل هیواد د بدمرغۍ او لوږې او فساد او جنایتونو څخه خلاص کړي.

د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې ديد پولیسو ګاړی خلک لاندی کړی او د ۵۰ په شاوخوا تنه یی ټپیان کړی دی.
د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې دي
د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې دي
د فلیپین خلک د امریکا د پوځي هډو د رانغړلو غوښتونکې دي

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 437 میلمانه آنلاین لرو